دنوی عيسوی کال درارسېدوله امله دمباره کی پيغام

 

 

 

سويډن –  مالمو

د۲۰۱۴ ز کال ددسمبر ۲۹ مه 

دنوی عيسوی کال درارسېدوله امله دمباره کی پيغام

درنو هيوادوالو! تاسو اوستاسو ددرنې کورنۍ فرد فردغړو اودنړۍ ټولوولسونو ته  د۲۰۱۵  ز کال درارسېدوله امله دزړه کومې مبار کی اونېکې هيلې وړاندي کوم .   

برادران وخواهران گرامي ! 

به مناسبت فرارسيدن  سال ۲۰۱۵ عيسوی  صميمانه ترين وگرمترين تبريکات قلبی خويش را به شما وهمه کسانکه اين روز راخجسته ميدانند تقديم ميدارم . آرزومندم سال نوعيسوی براي همه باشنده گان جهان وهموطنان ما يک سال خوب،سال صلح وصفا باشد.

دادی دنړۍ بې شمېره  کړېدلی ولس  يوبل کال هم شاته پرېږدي اونوی کال ته دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لاردی . دوي يوڅه غواړي ،هغه سوله ،ټولنيز عدالت ،سوکالي  اوانساني کرامت ته درناوی . 

له بدمرغه په تيرکال کي دځمکې دکرې پر مخ اوسېدونکوولسونوپه ځانگړې توگه افغان ولس هيلي اوارزوگاني يوځل بيا په ناهيليو بدلي سوې . خلکوسوله غوښتل، مگر هغه رانه غله،دولسمشری لپاره ټاکنې وسوې خودحکومت دچارواکودرک لاشته ،ددې پرځاي چې ولس ارامی ساه ايستلې واي په ناهيليوکي اوپرېشانيوکي شپې سباکوي اودبلې خوالعنتی پاکستان پدي ډاډ چي نړيوال ورته هيڅ هم نه وايي  پرافغان ولس یې بربنډوسلوال تير اوتجاوزته ملاتړلې . دوي نه يوازي داچې سړی وژونکی رالېږي هرچيري چي یې وس ورسېږي ډله ايزوبريدونوباندي هم دريغ نه کوي . ددې ترحنگ دنژيوالی ټولنې په سرکي دامريکادنامعقول اوناعلوم سياست په پايله کښي نه يوازي داچې دافغانستان راتلونکې ټکنۍ ده نړيوال اوشاته پاته هيوادونواوسيدونکی هم  داستخباراتی کړيوپلاس جوړوسويوترهگروډلوسره چې ترغاښوپه مډرنو وسلو سمبال دي په سوريه ،عراق ،مصر ،ترکيه ،يمن کي دمنځنيوپېړيوپه دودوحشيانه بريدونه روان اوانسانان قرباني کيږي  . داچي تراوسه په زيات شمير هيوادونوکښي لوږه ، بېکاری ،ناروغی ،دښځې اوماشوم سره نارواکړنې ،پرهغوي تيری اوتجاوز ،  اقتصادي ناخوالي ،ظلم اوستم ،دهېروئينواونورو وژونکو توکوپټه اوښکاره سوداگري  په ټول قوت پرخپل ځاي پاته ده ،دالابل بشری ناورين دي .

زموږ هيوادوالوهم لکه دنړۍ نورولسونه دنړيوالي ټولنې څخه  انتظاردرلودچي په تير ۲۰۱۴ زکال کښي به افغان ولس دستونزو دهواری لاري چار ي ولټوي اوزموږپه هيوادکي به سوله راشي .متاسفانه دافغان کړېدلې ولس دغه انساني ارزو تراوسه لاداميدونوپه ټال ځنگېږي .موږ تراوسه لاهم ديوې روښانه راتلونکی ،سولي اوثبات  داسي کومې  نښې نښانې نه گوروچي انسان ورته اميدوار اوسي  .ددې ترڅنگ ناټو اودايساف په نوم راغلی نړيواله ځواکونه بېله دې چې افغان ولس ته قناعت ورکړی چي دڅه لپاره راغلی وه ؟ اياهغه دنده یې سرته ورسول ؟اياپه افغانستان کي سولي اوثبات ته کومه لارهواره سول؟ نه ددوي دتگ په درشل کي چې دوي ورته بريالي دنده وايي اوافغان ولس ورته ناکامه ،پداسي حال کښي له افغانستان څخه وزی چې تربلې هرې ورځ دافغانستان امنيت اوځمکنۍ بشټړتيا له جدی گواښ سره مخ ده اودبلې خوایې دولسشمری دټاکنودپايلوپه نوم افغان ولس ته داسي جنجال پرېښودچې پايلې یې نه تنهاچي روښانه ندي ،بلکی اميدوارونکی هم ندي .

په ټول هيوادکي امنيت ټکنۍ دئ ،دزورواکانو،جنگسالارواوتنظيم سالارو ترمنځ دراتلونکي حاکميت ترلاسه کولوپر سر سيالي ددوډلوپه نوم په درب روانه ده .دوي په هيڅ صورت نه غواړي له دولتی حاکميته گوښه اوسي ،ځکه خوپه خپل ټول قوت،بهانه اولجاجت دخپلوگټودساتلوپه موخه دولس هرډول قربانی ته اماده دی .اوهغه نړيوال چې ځانونه دافغان ولس دوستان بولی ددې نارواسياليو،چنه وهلو اوزورآزموينوداسي  ننداره کوي،لکه دپاکستان دبربنډو تيريو . 

زموږ گاونډيان په ځانگړې توگه پاکستان او ايران دافغانستان په وړاندي خپل دوه مخی اوافغان دښمنه سياست پر مخ بيايي .دوي نه يوازي داچي په  وسلوسمبال دلته دوژنې اوورانۍ لپاره راليږي بلکې په افغانستان کي دننه له خپلو ټولو امکاناتونه دافغان ولس دزورونې لپاره دډول،ډول سياسي،اقتصادي اوپوځی فشارونه پراخه استفاده کوی ،په ځانگړې توگه اوس چې کاملأ دوي متاسفانه  ددولتی واک خلا اوددوسيالوډلوترمنځ دقدرت خپلولوپر سر سيالی په خپلو سترگو وينی .

 دافغان ولس دتکرارغوښتنوسرۀ بياهم متاسفانه نړيوالي ټولنې په سرکې امريکادپاکستان څخه په کلکه داغوښتنه ونکړه چې دافغانستان په خاوره کي خپلوناروا لاسوهنوته دپاي ټکی کښېږدي . جالبه خوداچې دهمدې امريکا او اروپايي هيوادونوژورناليستان په خپلو څېړنيزومقالوکي هره ورځ داپه گوته کوی چې دملاعمرپه گډون داټول په پاکستان کي اوسي ادرسونه یې اعلانوی . خوبياهم پاکستانی چارواکی په ډيره سپين سترگی داخبره کوی چې دترهگری پرخلاف مبارزه کوی،پداسي حال کښي چې دامبارزه دڅوبېدفاع کډوالوپښتنوپه زنداني کولواودراځړولوسره نسي خلاصه کېداي .که په افغانستان کي طالبان جگړه پرمخ بيايي نوپس دطالبانوټول مشران بايد افگان لورته وسپارل سي ،چې داکاربه هيڅکله هم نسي . متاسفانه پاکستانی چارواکو دشعارو ترڅنگ په عمل کي همدا سړی وژونکی له هغه هيوادنه رالېرل کيږي اومشران یې ترځانگړي حمايي لاندي ژوند اوسفرونه کوي .امريکازموږ سره امنيتی تړون لاسليک کړ،خوددي امنيتی تړون گټه باندي افغانان نه پوهيږئ ،داځکه چې تش په نامه تړون اوامريکادخپلو موخولپاره ،نه دافغان ولس دموخواوگټولپاره .همداډول نړيوالي ټولنه دخپلو مخولپاره  پر ايراني اخوندانو بندېزونه لگوي خوهيڅکله چې هم دملگروملتودسازمان په کومه غونډه کي دايراني اخوندانولخوادافغانستان په کورنيو چاروکي مداخلوته گوته ونه نيول .

که امريکا اوناټودافغان ولس دښېرازی اوپرمختگ سره روښتيانۍ علاقه لري اوغواړي دلته  تل پاتې سوله راسي نو ښه خبره داده چي ،لمړئ په کوردنه کي دولتی مشرتابه خپلو ملي دندوته متوجه اودپردي تر شا يوه اوبل ته ملاتړله وعدونه ډډه وکړي . اودجگړې دختم په موخه  دجگړې  دافغانستان داوسنی حاکميت دټولوخوابدواړ خونو،ډلواو تنظيمو نو سره بې له استثنا ډيرعاجل خبرې  پيل  شي .

دا اړينه بولو چي دافغانستان دروښانه راتلونکې  اودافغانستان کي دسولي اوثبات  په خاطر دټولوخوابدو خواوو په گډون ديوه افغان شموله نړيوال کنفرانس دجوړېدوامکانات  په افغانستان کښي دننه برابرشي  . اوپدې کنفرانس کي ټولوافغانانوته هرچيري چې اوسی،دهرې نظر يې اوعقيدي خاوندانو اوپيروانوچې دي دپراخ اوفعال دگډون امکانات  برابرشي . 

موږ اميدواريوچي په راتلونکي نوي عيسوی کال کښي به  نړيواله ټولنه دنړئ او افغان ولس په وړاندي خپلو مسوليتو نوته ددوي په اصطلاح نوی ماموريت کښي زياته  پاملرنه وکړي ،يوازي دامنيتی ځواک روزل اومالي مرسته دافغانستان دکشالي اساسی دحل لارنده .اړينه خوداده چي دتيرو۱۳ کلونودتيرتنونه دعبرت درس په اخيستلوسره دافگانستان دسياسي اوپوځی لانۍې دحل هغه لار خپله سي کوم چې افغانان داهرورځ دهغه يادونه کوي ،ترڅوافغان ولس چې داڅولسيزي په ځانگړې توگه دا(( ۱۳)) کاله دجگړې داورپه لمبوکښي کړېږي ، له دې حالت  اوکړېدونه دتل لپاره نجات مومي  .

راسئ دمځکي کرې مخ  دجگړو او وسله والوسياليو داوردلمبوپرځاي  دسولي اواقتصادی غوړيدو، هوسا اوبسيا ژوندپرمختگونوباندي ښکلې کړو.

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.