د غمشریکۍ او تسلیت پیغام

 

 

د افغانستان ملی یووالی ګوند

 

 اروپایی څانګه  

 

نیټه : ۲۰۱۴ کال د می څلورمه               

 

 

 

                                            د غمشریکۍ او تسلیت پیغام

 

        د هیواد په شمال ـ  جوزجان ، فاریاب او سرپل ولایتونو کی د تیرو سیلابونو وروسته چی د په لسګونو بیوزله هیوادوالو ژوند یی په خړو اوبو کی لاهو کړ ، د سمنګان ولایت د ډبرو سکارو په یوه کان کی د غیرفنی کیندنو له امله د متان د غاز د اوراخیسنی او چاونی له کبله یو شمیر هیوادوالو خپل خوږ ژوند د لاسه ورکړ . ددی غمونو ټغر لا نه وو ټول شوی چی دادی دا ځل د بدخشان په ښکلی ولایت کی د بارانو او ځمکی ښوئیدنی له امله یو زیات شمیر بیوزله کسان چی په ټولیز ډول تر ۲۵۰۰ تنو پوری ښودل شویدی ، ددی ناوړی پیښی په قربانيانو کی راځی . انا لله و انا الیه راجعون 

 

       د افغانستان ملی یوالی ګوند پدی اند دی چی که د اړوندو ارګانونو لخوا پر خپل وخت جدی او هر اړخیز تدابیر تر لاس لاندی و نه نیول شی ، دا ډول پیښی به لکه څنګه د لومړی ځل د پاره ندی ، له بده مرغه دا به یی اخیری ځل هم نه وی . موږ باور لرو چی ددی ډول ناوړو پیښو مخنیوی نه یوازی ناشونی کار ندی بلکه که یی د مخنیوی چارو ته پاملرنه وشی او اړوندی اداری یی په اړینو توکو سمبال او پر خپل وخت یی د مرستی رسولو وړتیا لوړه شی ، دا کار هم تر لویه بریده د پیښو مخنیوی کولای شی او هم و زیانمنو کسانو ته پر خپل وخت مرسته د انسانی تلفاتو او مادی زیانونو کچه را ټیټولای شی . 

 

      دا چی د پرمختللی فساد په واکمنی کی د اړوندو چارواکو څخه د امید او هیلی لاری بندی دی ، ځکه نو د ملګرو د څانګو ، د خیریه او مرسته رسونکو مؤسسو ، ملی سوداګرو او نورو ورته ادارو څخه غوښتنه کوو چی هرڅه ژر په بدخشان ولایت کی د نوموړی غملړلی پیښی څخه ژوندی پاته شوو کسانو ته اړینی مرستی ورسوی او د ښوئیدلی ځمکی د لاندی نه مړه شوی جسدونه را وباسی څو د اسلامی اصولو سره سم خاورو ته وسپارل شی .

 

     موږ پداسی حال کی چی ددغو هیوادوالو پدی ستر غم کی ځانونه شریک ګڼو او د تسلیت تر څنګ د زغم غوښتنه ورته کوو ، د دولت نه غواړو چی ددی ډول پیښو د بیا منځته راتلو د امکان د کمولو او د مخنیوی په چارو کی مؤثر پلانونه تر لاس لاندی و نیسی . و من الله توفيق  .

 

                                      د مشرتابه شورا په استازیتوب 

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.