دنوی کال په مناسبت دمبارکی پيغام

درنوهيوادوالو،فرهنگيانو اوفرهنگپالو!

 

 

 

په افغاني مينه او احساس دنوی  ۱۳۹۲ هجری شمسی کال دراسېدوپه مناسبت تاسودرنو اوغيرتمنو هيوادوالوته دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيله وړاندي کوو.

 

 

 

هم میهنان عزير وشرافتمند، دوستان وفرهنگيان گرامي!

 

 

 

فرا رسیدن نوروز وسال (۱۳۹۲ ) خورشیدی را به شما و همه مردم افغانستان تبریک و تهنیت عرض میداریم . به امید اینکه امسال  مردم ما بر مرگ، کشتار و بدبختی ها ي دانمنگیرشان  با تمام قوت و توان فایق آید تا ما شاهد سال نو واقعی و بهار حقیقی در میهن و خانه مشترک ما ن افغانستان عزيز باشیم .

 

 

 

 

 

 

 

هرروز تان نوروز

 

نوروز تان پيروز

 

 

 

درنو هيوادوالو!

 

 

 

دادی زموږ کړېدلی ولس  يوبل په وينو لړلی او له ناخوالوډک کال  شاته پرېږدي اونوی کال ته  ددولتی مشرتابه دبې مسوليته څرگندونواودملت له غوښتنونه لير ي کړنو په څنگ کښي، دزياتو نيکوارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لاردی  . زموږ زورېدلی اودجگړې په اورکښي کړېدلی اولس  يوازي  يوڅه غواړي ، هغه سوله ،خپلواکي   اودانساني کرامت خوندی ساتل .

 

 

 

له بدمرغه په تيرکال کي زموږ  دولس هيلي  اوارزوگاني  په ناهيليو بدلي  سوې،زموږ خلکو سوله  غوښتل  ،مگر هغه رانه غله ،په ټول هيوادکي دغولونکو تبليغاتو ترحنگ امنيت ټکنۍ دي ،په بهر کي دروزل شوو لخوا زموږ په خاورکي دځان وژنې پروسه په گړندی بڼه  پر مخ بيايي .ددولت وسله وال مخالفين  اود القاعدې دسازمان  دپاکستان اوايران په خاوره کي دروزل سوو لخوا زموږ دبېگناه ولس  پر خلاف هره ورځ دهيوادپه کليو اوبانډوکي بې گناه انسانان  په شهادت رسېږي . دادی  يوځل بيا دنوی کال تر راسيدو يوه اونی وړاندي  وړاندي په خوست اوکابل په ولايتونوکي دواسکټي برېدونوله امله بې شمېره افغانان له خداي ورکړی ژوندنه محروم  اويوزيات شمير زخميان ئي پرځاي پرېښودل . ددې پرځاي چې دوي دنوی کال په خوښيو کي  برخه اخيستې واي اوس ئې کورنۍ دوير پر کمبله ناست دي . 

 

 

 

داوير نه يوازي پدغوسيمو کښي راښکېل دی ،بلکي له بدمرغه دافغانستان په گوټ گوټ کې دسولي اوارامی دښمنان دخپلو بهرنيو بادرانو دشومو او افغان دښمنو ارزوگانو دپلي کېدوپه خاطر دغلچکی بريدونوپه لړکي بهرنيان دې ته هڅوی چې  پر کليو اوبانډو هوايي برېدونه وکړي ترڅوزموږ بېگنا هيودول له منځه ولاړسي .

 

 

 

ددې ټکی  په پوهېدوسره چې جگړه دافغاني مسلې دحل لاره نده، دنوی کال دمباره کي پدي پيغام کې يوځل بيا په تکرار دجگړې  دټولوغاړو نه هيله کوو چې دسولي اوتفاهم  رښتيانۍ لاره غوره کړي .

 

 

 

زموږ دهيواد داڅو زره کلن تاريخ  دا ثابته کړېده چې دجگړې او ټوپک په زور هيڅ کومه ستونزه نشي حل کېداي ،ددې لپاره چي افغان وژنې  اوهيواد ورانونې  مخه نيول شوې وي، راشئ پخپلو کې سره جرگه شواو دپرديو له مداخلې نه پرته خپل غمځپلی اودقدرت پرسرجگړې کښي سوځيېدلي هيواد ته سوله اوثبات راولو. ټول په يوه اواز دافغانستان بيارغاوني اوپرمختياته  ته ملاوتړو اودويرانۍ،بې اتفاقی اوځان غوښتنې پر ځاي  ملي  يووالي ،تفاهم  لارخپله کړو .

 

 

 

دافغانستان ددولتی چارواکو اوپه ځانگړې توگه  دښاغلي حامد کرزی  نه په کلکه غوښتنه کوو،ترڅوپه خپلو ټولوحرکاتو اوسکناتوکښي ديپلوماسی خپله اود ملي گټودساتلوپه موخه داوږده واټن اوروښانه راتلونکی سياست دپلي کېدوپه موخه ترخپلو ورستيو گټوتيرسي اودې ته جدی پاملرنه ولري چې دخپل حاکميت په ورستيوشېبوکښي دافغان ولس برخليک دقدرت دتږ واوبهرنيو لاسپوڅودحوسونوقرباني نکړي .

 

 

 

په دولتی اداروکې دادادري فساد،زورزياتي ،رشوت اوپه محلاتوکي دبېگنا خلکو زورونې اودملي شتمنيو چور اوچپاول ته دپاي ټکی کښېږدي .

 

 

 

دادمنلو وړنده چي دبهرنيانودميلار ډو ډالرو مرستو په ترلاسه کېدوسره  لا تر اوسه زموږ هيواد دژوندداړتيادتوکو په ټولو برخو کې دپاکستان او ايران  ياچين  دبې کفيته توکو دخرڅاو بازاردي ، اوياپه نړيواله کچه لومړی هيواديو چي  دبيکارانو شمير ور ځ تر بلي مخ پر زياتېدو دي  .

 

 

 

په افغانستان کي د زراعت اومالدای ودي ته جدي پاملرنه اودکوکنارو دکرکيلي له مځه وړل دافغاني چارواکو ملي  اودولتي دنده بولو ،چې متاسفانه پدې دولسو کالوکښي لکه چې اړينه وه سرته نده رسېدلې .

 

 

 

په راتلونکی کال کې دټولوافغانانو هيله داده چي  په افغاستان کي دادري فساد جر ړي وايستل سي،دمتوازن  اوافغان شموله معارف  پراختيا، سولي او ټېکاو  ته جد پامرنه وشي .

 

 

 

غواړم دمباره کی دا پېغام  پدې څوټکو پاي ته ورسوم :

 

 

 

 موږ  افغانان تر هرچا زيات  زورېدلي اوکړېدلي يو،له د ې امله سولي اوملي امنيت ته تر هرڅه زيات اړتيالرو. موږ پدې باوريوچي دتاريخي تجريبواوسياسي فلسفي  داصولو  له مخې دهر بيگانه پوځی ځواک  موجوديت ديو هيواد سياسي استقلال  تر سيوري لاندي راولي اودخپلواکی رنگ ئې  پيکه کوې ، افغانانود يو ضرورت  له مخې داومنل چي بهرني وسلوال ځواکونه افغانستان  ته راشی  تر څوددوي هيواد دبنسټپالو چارواکواو القاعدې بېگانه عربی سازمان چي ددوي په خبره گوياله امريکاسره دښمني لري  له منگولوخلا ص کړي .

 

 

 

اوس چي په افغانستان کي دبهرنيانو دشتو اوددوي سره دمالي مرستو شاوخوادولس  کاله تېرېږي  ،پر افغانانوده چي دخپلي ملې او وطنې دندي له مخې خپل هيواد پخپله جوړ،قومي اوسياسي  بي اتفاقيو اودولتي قدرت پر سر داخلي جنگ جگړو ته دپاي ټکۍ کښيږدې . دا به شرم  خبره  وي چي زموږ وطن  پردی ابادکړي  ا وپردی مو امنيت  وساتي .   

 

 

 

که امريکا اوناټو دافغان ولس دښېرازی  اوپرمختگ سره علاقه لري اوغواړي دلته سوله راسي نو ښه خبره داده چي دجگړې  پرځاي دټولووسله والومخالفينو اودافغان  دولت سره دروڼواوشفافو خبروامکانات ولټول سي ،نه دولت اونه مخالفين بايد دکوم شرط دوړاندي کولوپه موخه دسولي دبهيرپه وړاندي خنډ سي .

 

 

 

يوڅه چې دواړي خوا اوپه راتلونکی کښي نورسياسي اومذهبی سازمانونه ،اودغه مخالفين چې ددولتی چارواکو سره دخبروپر ميز کښېنې دنړيوال تظمين له مخې  دا ومني چې دتمدن او همدا اوسنيو نيمگړومدني برياوو او لاسته راوړنې به نه يوازي داچې ساتل کېږي ، بلکي افغانستان به ديوه داسي هيوادپه توگه اداره کيږي چې هلته هيڅ ډول مذهبي،عقيدوی ،قومي ،ژبنۍ تعصب  ځاي ونلري .په هرنام اونښان که څوک ددموکراسی پر خلاف حرکت کوي هغه دافغان ولس دملي ارادې پر خلاف حرکت وبلل سي .

 

 

 

دا اړينه بولوچې دافغانستان  په راتلونکي سياسي جوړښت کښي دافغان ولس دټولواستاز و په گډون ديوه افغان شموله نړيوال کنفرانس جوړ اوپدې کنفرانس کښي دافغانستان دروښانه راتلونکی لپاره عملي پرېکړی وسي اونړيوال ئي دپلي کېدوپر پروسه باندي ديوبې پرې ځواک په توگه دنظارت مسوليت پر غاړه ولري .

 

 

 

هيله مند يم په نوی ۱۳۹۲ کال کښې افغان   ولس ددې اوږدې غميزي  لمڅی راټول اوهيوادوالومو دسولي ،ثبات اوسو کاله ژوندپه لورحرکت پيل کړي  .

 

 

 

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب

 

 

 

دروزگان  ملي خپروني مسول

 

 

 

حبيب الله غمخور

 

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.