دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون خبرتیــــــــــــــــا

بسم الله الرحمن الرحیم

 

دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون

 

Die Kommission  für  Frieden und Freiheit in Afghanistan

 

کمیسیون صلح وآزادی برای افغانستان

 

خبرتیــــــــــــــــا

 

په جرمنی کې دبین الافغاني کنفرانس ددایرېدوپه مناسبت

 

امریکاپه افغانستان کې دخپل پوځی شتون دټینګارترڅنګ د افغان ولس د ارادې خلاف خپلو پوځیانوته دقضايي مصؤنیت په ترلاسه کولوسره ، وروسته له ۲۰۱۳زکال څخه دجګړې دغځېدو زمینه برابروي.

 

داشغال په وړاندې دوسلوالومخالفینوجګړیزې سرسختي، په کلیو اوبانډو پراخ کنترول ، دوی د سولې دمذاکرو په یومهم اوانکارنه منوونکي قوت بدل کړي دي.

 

وسلوال مقاومت دتوکیو اوپاریس په کانفرانسونو کې د واقعبینی او داحساس وړانعطاف په ښودلواودعادلانه سولې له پروسې سره دیوځای کېدوله لارې دجګړې داوږدېدو رښتینې انګېزې په کوم ډول چې مهاجمینوتعریفولې له منځه وېوړې. 

 

اړینه ده چه د واقعبیني او د اصولو ولاړ دریز له مخې د جګړی د دوام انګیزی پدی نیت له منځه یوسو چه د ښکېلوخواوو د ګټو پام په کې ونیول شي.

 

د افغانستان د سولې اوآزادي کمیسیون د یو خپلواک اوغیر ګوندی  جوړښت  په توګه د اوو کلونو څخه را په دې خوا له ډېروهغو سیاسي او نیمه سیاسي جوړښتونو سره کوم چې ځانونه دهېواد په د ننه او بهرکې دسولې حامیان ګڼي خپله همغږي څرګند کړی تر څو چه د سولی  تیت او پرکوهڅو ته واحد استقامت ورپه برخه کړی .

 

دافغانستان دسولې اوآزادي کمیسیون چې د لمړي ځل لپاره یې یوه لویه افغاني او ناپییلی غونډه په جرمني کې « دافغانستان دبحران اوبن بست دحل لارې موندلو» ترسرلیک لاندې تنظیم کړې وه داځل په اوسنیو حساسو شېبو کې یو لوی افغاني کانفرانس « د افغانستان د بحران د حل په موخه د عملي طرحو توحید» ترسرلیک لاندې د جرمني په فرانکفورت ښارکې دروان زکال دمارچ په ۱۶مه او ۱۷ مه نېټه دایروي.

 

دهمدې لپاره له پوهانو او د کړکیچ  د سیاسي حل پلووحرکتونو څخه هیله کوو ترڅود خپلو عملي طرحو مسوده دایمل یا پستي پتې له لارې دافغانستان لپاره دسولې اوآزادي کمیسیون ته راولیږي.

 

کمیسیون دفتر ته ستاسو  رارسېدلې طرحې د یوې واحدې اوجامع طرحې دتنظیمولو په موخه دکانفرانس د مباحثو په جریان کې ترارزونې لاندې نیول کیږی .

 

یادونه :

 

اجندا ، د موضوعاتوسرلیکونه، ویناوال او  د کانفرانس ترکیب وروسته اعلانیږي .

 

له درنوهېوادوالوڅخه د همکاري او فعالې برخې اخیستنې هیله کوو. والسلام

 

ډاکترعبداواحد احدزاده دافغانستان دسولې اوآزادي کمیسیون رئیس

 

c/o. Dr. Abdul Wahed Ahadzada, Falterweg 1        44799 Bochum   

 

              Email :   shagnan1@yahoo.de       Tel:    0049/234/393691

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.