(د ښاغلي عبدالباري جهاني ښکلی غزل ) کتاب: شپیلۍ
خدایه د سترګو د ویالو می په ګریوان کي شپه ده
د فریادونو مي د اوښکو په توپان کي شپه ده
د خیال همای ته مي لا ولي جوروې تورونه
زما د پرواز د قلندر په لامکان کي شپه ده
نن مي د عقل زولنې تر نظر مه تیروه
زما د جنون د افسانې په نیستان کي شپه ده
محتسب شمع د شهباز په ګناه ونیوله
چي د رندانو د محفل په شبستان کي شپه ده
له کوم پرهاره مي پوښتې د زمانې طبیبه
زما د نصیب یې د هر غشي په نښان کي شپه ده
لکه شبنم در څخه الوزم سبا به نه یم
نن مي د عمر د قسمت په ګلستان کي شپه ده
نه مي نسیم نه مي سبا پر ژبه زیری لري
د هر ګل بوټي هر ګلاب مي په خزان کي شپه ده
د جهاني قلم ته نه ځي د مستۍ سندري
د هر غزل یې د زخمونو په دېوان کي شپه ده
نظرات بسته شده است.