د نور محمد تره کي « بې تربیته زوی » بختیارتلاش

 

 

| یکشنبه, 09.30.2012, 03:25 PM |   (2616 لیدل شوی)

 

      پښتو ژبه هم دنړۍ له هغو ژبو څخه یوه د

 

نورمحمد تره کی

ه چې پخواني یا لرغوني متون یې په سم ډول نه دي خوندي شوي او دغه کار د دې ژبې څېړونکو ته له شک پرته چې ستونزې هم پیدا کړي دي ، په دې کرښو کې موږ یوه داسې کتاب ته اشاره لرو چې ځینې څېړونکي یې د پښتو ژبې دویم ناول ګڼي یاني د راحت زاخیلي ماه رخي (نتیجه عشق) څخه وورسته د پښتو ژبې د دویم ناول نوم ورکړل شوی . دغه ناول(بې تربیته زوی) نومېږي او لیکوال یې د افغانستان پخوانی ولسمشر نور محمد تره کی دی .

  په هغه وخت کې به یوازې په لاس کې راسره شته کتاب نه؛ بلکې دې ته ورته به نور هم د ځېنو فساد ښکېلو چارواکیو د زور زیاتي، په ولس وژنه کې د دوی لاس لرل، له غریبو ګټنه کول او ځان ارام ته رسول او … د افشا کولو لپاره د هغوی د زور او ځواک په واسطه د خپرېدو له امله بند او د اور خوراک شوي وي.

خو دا کتاب داسې هم نه دی، چې په کې د وخت حاکمو او یا کوم ګوډاکي چارواکي ته په ننګونکیو نیوکیو لیکل شوی وي؛ بلکې د کتاب ټوله محتوا اصلاحي بڼه لري.

دا کتاب د خدای بخښلي نور محمد تره کي د بې تربیته زوی په نوم ناول دی.

بې تربیته زوی، په پرلپسې ډول په کابل مجله کې خپرېدو، څلور برخې یې لا نه وې خپرې شوې،چې د سانسور په لومو کې ګېر شو.

دا چې ولې د کابل مجلې ادارې د دغه  ناول پاتې برخې خپرې نه کړې، په دې الله پوهېږي، خو په لاس راغلي معلومات داسې ښيي چې په ناول کې د هغه مهال دولت پر ضد هیڅ ننګوونکې خبره نه ده شوې.

له ښه مرغه، چې ( بې تربیته زوی ) ناول په کوټه کې د مېشت لیکوال صادق ژړک په زیار له بېلابېلو ځایونو څخه راټول شوی او د ناول په لاس ورغلې برخې یې د ۲۰۱۲ میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې د پښتو ادبي غورځنګ له خوا په ۶۴ مخونو کې په ۱۱۰۰ ټوکو کې د یوه کتاب په ډول؛ خو د نیمګړي ناول په بڼه خپور شوی دی. کمپوز یې دلاور خان کاسي کړی او د پښتۍ خطاط یې راز محمد کاتب دی.

خپرندویه ټولنه د تره کي استاد د ( بې تربیته زوی ) ناول په اړه د خپل یادښت په یوه برخه کې لیکي(( بې تربیته زوی  د استاد محمد ترکي لومړی ناول دی، دا د پښتو ژبې یو داسې دویم ناول دی،چې په کتابي بڼه تر اوسه پورې نه دی چاپ شوی او نه هم  د هغې مجلې پاڼو چې دغه ناول په پرلپسې ډول په کې چاپ شوی دی، دومره توانېدلی، چې تر پښتني ټولنې پورې دې یې دغه ناول رسولی وي. پښتو ادبي غورځنګ ویاړي،چې محمد صادق ژړک په دې اوسني ستونزمن چاپېریال کې،چې د پښتو ادب شتمني ډېره درنه برخه تالا تورغه شوې او څوک نه شي کولی، چې له منځه تللي اثار دي په مخنۍ بڼه ترلاسه کړي))

خپرندویه ټولنه وړاندې لیکي، چې د استاد ترکي دا ناول ښاغلي ژړک له ډېرو پلټنو وروسته په نیمګړې بڼه وموند، نو د پاتې برخو د خونديتوب لپاره مو دا غوره وګڼله، چې په لاس کې شته برخه یې په کتابي  خپرې کړو.

د کتاب زیارکښ یا راټوونکي ښاغلي ژړک د کتاب تړون یا ډالۍ په دې ډول کړې ده :

((د خپل ځوانیمرګ ورور ارواښاد ډاکټر محمد یونس په نوم، چې زه به یې تل زده کړې ته هڅولم او په دې لاره کې یې راسره ډېرې خوارۍ ګاللې.

د خپل سیال تربره محمد شریف خان کاکړ په نوم، چې په لومړي ځل یې د استاد نور محمد تره کي ناولونه راپېرزو کړل، چې زما د استاد تره کي سره د پېژندنې لامل شوه ))

ژړک د خپلې سزیزې په یوه برخه کې د کابل مجلې د هغو ګڼو یادونه کوي،چې یاد ناول په کې په چاپي بڼه خپور شوی دی:

بې تربیته زوی د کابل مجلې د ۱۳۱۹ هـ کال په ګڼو کې چاپ شوی دی. لومړی برخه یې د کابل مجلې د لسم کال په لومړۍ ګڼه حمل ۱۳۱۹هـ ( مارچ، اپریل ۱۹۴۰م ) کې له ۸۸ څخه تر ۹۲ مخونو کې چاپ شوې ده.

ددې ناول دویمه برخه د کابل مجلې د لسم کال په دویمه ګڼه ثور ۱۳۱۹هـ (اپریل، مۍ ۱۹۴۰م ) کې پر ۸۵ او ۸۶ مخونو باندې خپره شوې ده او درېیمه برخه یې د کابل مجلې دلسم کال په درېیمې ګڼې جوزا هـ کال ( مۍ، جون ۱۹۴۰ م) کې له ۶۷ څخه تر ۸۲ مخونو باندې خپره شوې ده.))

ژړک لیکي، ما د دې ناول پاتې برخو پسې ډېرې هلې ځلې وکړې، ډېر کتابونو او پخوانۍ مجلې مې پسې چاڼ کړې، ډېرې المارۍ پسې ولټولې، د تره کي استاد د کورنۍ له غړیو او نزدې خپلوانو مې هم ددې ناول د پاتې برخو غوښتنه وکړه،له هغوی سره هم نه وې.نو پرېکړه مې وکړه،چې دغه ناول په همداسې نیمګړې بڼه چاپ کړم.

دې د خپلې سریزې په یوه برخه کې لیکي،چې د تره کي استاد یوه مرکه، چې د بمبۍ ( هندوستان) په کرنټ نومي اخبار کې،چې په انګلیسي ژبه یې خپرونې کولې خپره شوې وه، چې بیا د یوه سیندي لیکوال او ژورنالېست افضل جنجوعه په اردو ژبه ژباړلې وه او په ذولفقار اوننزه جریده کې،چې له ګهوټګۍ سیند څخه خپرېده، خپره شوې ده. د دې مرکې د یوې پوښتنې په ځواب کې داسې وايي:

((له ۱۹۳۹ میلادي کال څخه وروسته ما د جاګیردارانه نظام پر ضد لیکل پیل کړل، ما چې کله لومړی ناول ولیکﺉ، د هغه ناول نوم، (بې تربیته زوی) و، دغه ناول په کابل مجله کې په پرلپسې ډول خپرېدی، چې څلور برخې یې لا نه وې خپرې شوې،چې سانسور شو.

د همدې مرکې په یوه بل ځای کې وايي:

پوښتنه : آیا دا کتاب اوس ترلاسه کېدلای شي ؟

ځواب : نه! ناشونې ده، د دغه ناول یوازې درې برخې تر چاپ ورسېدې، څلورمه برخه یې د سانسور شومه شوه. دغه ناول څو نورې برخې هم درلودې))

د ژړک په وینا، کله مې چې دا مرکه ولوسته نو په زړه مې وخوړه، چې نور نو لټه پسې هسې بې ګټې ده، ځکه چې پر هېواد راغلیو حالاتو به ددې ناول پاتې برخې کومو کندو ته غورځولې وي.

ژړک د ښاغلي حنیف خلیل هغه ادعا چې په ( پښتو ناول تحقیقي او تنقیدي جایزه) کې یې کړې ده ردوي.دې د ښاغلي خلیل نقل په دې ډول را اخلي:

(( د مرحوم راحت زاخېلي نه پس تر ډېرې مودې د پښتو ناول چا ونه لیکلو، په کال ۱۹۳۹ م کې نور محمد تره کي په افغانستان کې یو ناول د ( بې تربیته زوی ) په نامه ولیکلو، چې په کابل مجله کې یې قسط وار چاپ کړو. دا ناول هم لکه د ماه رخي په فني او تخنیکي حواله نیګړی دی او د سیاسي او نظریاتي تاثر لاندې لیکل شوی دی))

ښاغلی ژړک وايي ښاغلی حنیف خلیل چې ددې ناول په باب هر څه لیکلي دي، هغه د چا خبره له خېټې یې لیکلي دي، ځکه چې ده (بې تربیته زوی) ناول لوستی نه و او دا ډول بې ځایه نظر یې وړاندې کړی دی. دې دا دلیل وړاندې کوي،چې ماته خو پلانکي وویل؛ خو په څېړنه کې پلانکی او پلانکی نه ځایږي، په څېړنه کې چې چا په خپلو سترګو څه لیدلي نه وي، باید نظر وړاندې نه کړي.

په هر صورت ! د ناول ځینې ځانګړنو ته په دې ډول اشاره کوو : 

دا د تره کي استاد لومړی ناول دی.

دا د پښتو ژبې دویم ناول شمېرل کېږي،چې لومړی هغه راحت زاخېلي لیکلی دی.

د ناول ژبه ساده روانه او د سترګو لیدلي کیسه په کې بیان شوې ده.

د ناول منځپانګه اصلاحي بڼه لري. پخوانیو خلکو به خپل اولادونه ښوونځیو او زده کړو ته نه پرېښودل ویل به یې،چې دوی لا کوچنیان دي، که چېرې دوې کتابونه ووايي، نو ښايي، دماغ یې خراب شي.

یانې په ټوله کې د ماشومانو په زده کړه او ښوونه باندې راڅرخي.

بې تربیته زوی د ښې تلوسې لرلو تر څنګ ښه معلوماتي جنبه لري، چې د سیمې یانې مقر د جغرافیايي موقعیت په اړه په کې پراخه معلومات شامل دي .

دا چې تره کي استاد د ناول په ژبه کې کره پښتو لغاتونه هم کارولي؛ نو ښاغلي ژړک د کتاب په وروستیو مخونو کې ورته وییپانګه جوړه کړې، چې لوستونکی د سختو لغاتونو په پیدا کولو کې ورنه ګټنه کولی شي.

صادق ژړک د کوټې اوسیدونکی دی، ښايي زده کړې یې هم په اړونده سیمه کې کړې وي، لیکل یې تر ډېره په معیار برابر دي، خو په ځېنو ځایونو کې یې پاکستانۍ پښتو کارولې، چې عمده دلیل یې په هاغه ځای کې د زده کړو کول دي.

بل علت یې دا هم کېدای شي،چې ژړک به د خپلې سیمې د لوستونکیو لپاره د یاګانو کارونه په هماغه ډول کړي وي،چې په کومه بڼه هلته رواج لري؛ خو معیاري نه وي.

 
خواندن 729 دفعه

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.