بې رحمه سلطان

 

 

 

 

د سميع الدين افغاني ليکنه

بې رحمه سلطان

 

دغه عمر لـــکه سيند پــه څير بهـــيږي

شپه شي ورځ شي هم کلونه دي تيريږي

 

خپل عمل د سړي مل دی هر زمان کې

د ښو ښه د بـــدو بد  نـــوم پاتې کيږي

 

څوک عادل اوپرهيز ګاردی په روزګارکې

څوک ظالم خـــانه خراب په نوم ياديږي

 

 ********

 

په کوم وخت کې کوم پاچا وه ډير ظالم

پـــه خـــپل امـــر ارادو کـــې وه قـــايم 

 

ترحم يې زړه کې نه وه ډير بد کار وه

ډير بې رحمه وه قاتل ،خوني نامدار وه

 

چې به کله په کوم چا باندې په قهر شو

هغه شخص به د مرګ کندې ته ګذار شو

 

داسې نه چې پـــه کـــوم دار يې زړولو

د ژو بڼ وحشي زمـــرو ته يی اچـولو

 

هم به سپو پــه بــې رحمۍ سره داړل

دې پـــاچا او دربـــاريانو پـــرې  خندل

 

درباريانو بـــه  ليدل وحشي زمـــريان

بند پـــه بند جلا کـــوي څنګه انسان

 

د پـــاچـــا خپره د ظـــلم انګـــازه شوه 

په هر لوري د وحشت څپه خپره شوه

 

 بله ورځ پـــاچـــا وزير ته شـــو په قهر

امـــر ورکـــړه چې وزير کړی ګرفتار

 

چې وزير شو د پـــاچا مخ ته احضار

 پاچا وويل: شتون دې نـــدی نورپکار

 

امر يې وکــړ چې يې واچوي زمرو ته

دې بې رحمه اووحشي داړونکوسپو ته

 

 ********

 

هغه دم چې يــې وزير بند تـــه بيولو

پـــه  تعظم وزير پـــاچـــا ته وويـــلو

 

وزير وويـــل: زه منم چې ته پاچا يې

تل قـــايم په خپل دريځ حکم فرما يې

 

ما لس کاله تاته کـــړی دی خـــدمت

په اخـــلاص په تواضع پـــه صداقت

 

يوه هيله لـــرم زه د ستـــا حضورته

د لس ورځومهلت را کړه ما مجبورته

 

پس له لس ورځو دربار ته حاضريږم

 زه په خپله دې ژو بـــڼ تـــه داخليږم

 

پريږده ومې خوري همداخوني زمريان

هم مې وداړي د ستا بې رحمه سپيان

 

 ********

 

شاه په فکراودرخواست د خپل وزير شو

د وزير عذر يې قبول  کړلو مجبور شو

 

وزيـــر لاړه لـــه دربـــاره هـــغه ان

د ژو بڼ  مسؤل په لورې شو روان

 

لاړ پيدا يې کــړ واکدار ددې زمريانو

د ژو بـــڼ  هغو وحشي ځـــناورانـــو

 

ورته وې ويل: ستا خدمت ته يم راغلی

ته واکدار ددې ژو بڼ يې ډير ښاغلی

 

پس لدې نـــژدې همکار يمه  زه ستا

د ژو بڼ  پـــه کار او بار کې په رښتيا

 

په ژو بڼ کـــې د زمرو خدمت کومه

هم د بڼ د وحشي سپو سره بـــه يمه

 

واکدار وکـــړه د وزیـــر ســـره سلا

ويـــل: منم ستا مشوره ســـر له سبا

 

سبا راشه چـــې دې کار سره اشنا کرم

 په  روش ددې وحشيانو دې اګاه کړم

 

 زه دسپو وحشي زمرو چال درته وايم

 طرز خـــوراک د ورکـــولو درته ښايم

 

په سبا وزير حـــاضرشو پـــه خپل کار

ځان يې پوه کړه د ژو بڼ په کارو بار

 

شپه او ورخ وه په خدمت کې دزمريانو

هـــم د بڼ نـــورو وحشي ځـــناورانـــو

 

هم خوراک يې په خپل وخت ورته راوړلو

د زمـــرو خـــاطر يـــې تل مـــدام ساتلو

 

پس لـــه څو ورځو زمرو سره اشنا شو

هم د بڼ داړونکو سپو سره اشـــنا شو

 

تر دې حـــده چې قفس کې به داخل شو

د زمرو سره يـــې ښه الفت حاصل شو

 

د سهره تـــربيګاه وزیر پـــه کار شو

ځنـــاورو او د بـــڼ پوره واکدار شو

 

مده پس شو همنشين ددې وحشيانو

هـــم د سپو هـــم د وحشي ځناورانو

 

د زمرو په سر به يې لاس کړلوخپل تير

هم زمـــريان به پوهيدل دده پـــه مهر

 

پدې لس ورځو مده کې په زحمت شو

پوه د بڼ د ځناورو پـــه خصلت شـــو

 

********

 

په لسمه ورځ دربـــار ته شو حاضر

د پاچا حضور تـــه ودريد دا مـــاهر

 

ويل: حاضر يم دوعدې سره مې سم

ستا فرمان ، خپله وعـــده پوره کوم

 

بيا پـــاچا وزير د مرګ امر صادر کړ

هغه دم يې داخل بڼ ته  پوخ ماهر کړ

 

درباريان شولو حاضروحشی صحنوته

د ژو بـــڼ دوې تـــه جالبو تماشو ته

 

ټول په سيل او تمـــاشا ددې وزیر شول

څوک خوشاله څوګ بياڅه شانې دلګيرشول

 

********

چـــې وزير کله داخل د بـــڼ لـه در شو

د وحشي ځناورانـــو پـــرې نظر شـــو

 

ورته راغله ډيـــر په مينه په ښه شان

د وزير ســـره بـــلد وه د بـــڼ سپيان

 

څوک پښو کـــې ورته نغړي پـــه مستي

هم په څنګ کـــې ورته کيناستل زمري

 

شو پاچا دغـــه صحنې ته ډير حيران

هم په فـــکر او تعجب شول درباريان

 

څه مـــده لا تيره نـــه شـــوه هغه ان

پاچا خـــلاص کـــړه دا وزيرلدې زندان

 

 سمدستي وزیـــر يې راوسته پاچا ته

پاچـــا کينوو وزير د چـــوکي خواته

 

په تعجب يې تـــرينه وکـــړه دا پوښتنه

دغه راز دغه حـکمت دې کړه له کومه

 

شاه ويل : په تا کې کوم داسې جوهر ؤه

چې دې نه داړي زمريان څه دې هنرؤه

 

بل موجود چې به داخل دبـــڼ په در شو

سمدستي به دزمرو جوړ پرې محشر شو

 

څه علت دی چې تا نه داړي دا سپيان

هم په څنګ کې درته کيناستل زمريان

 

********

 

وزير وويـــل: چې جنابه عالي شانه

کوم ګړي چې زه رخصت شومه له تانه

 

دا لس ورځې په خدمت کې د زمرو شوم

خدمتګار وم دليوانـــو هم د سپو شوم

 

په لږ وخت کې تابعدارمې د احسان شول

د بڼ ټول ځناور مې پـــه فـــرمان شول

 

خـــو لس کاله خدمتګار وم زه د ستا

قانع نه شوی پـه اخلاص د نيت زما 

 

دا حيوان دی چې پوهيږي پــه احسان

بد ساعت کـــې تابعدارشول د فـــرمان

 

********

 

   پاچا سخت وزیـــر خبرو تــه دلګير شو

ويـــل: بښنه درنه غواړم په تدبير شو

 

د وزير ســـره هـــمراز شـــولو پاچا

په دربار کې ورته ځای ورکـــړلو بيا

 

په دربار کې يې حاصل کړو لوړ مقام

 په خپل پوهه ، زحمتونو سر انجام

 

 پاچا خدای ته هغه دم په استغفار شو

خپل د بدو، ظلم ، زور نه توبه ګار شو

————————————

سميع الدين  افغاني 

١٩ – ٧ – ٢٠١٤ 

م ٠ کال

 

خواندن 221 دفعه

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.