پاکستاني سرچینې وايي چې افغانستان یو مهم طالب ورسپارلی دی

.

 

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان حکومت د پاکستاني طالبانو یو مهم مشر ورسپارلی دی

 

 

پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د حکومتي سرچینو په قول وویل چې د افغانستان حکوکمت لطیف الله مسود ورسپارلی دی.

 

لطیف الله مسود د پاکستاني طالبانو د مخکیني مشر حکیم الله مسود نژدې کس و چې ویل کېږي دوه کاله پخوا وروسته له دې په لوګر ولایت کې امریکایانو ونیوه چې غوښتل یې له لوګر څخه کابل ته لاړ شي او د افغانستان د ملي امنیت د ریاست له چارواکو سره پټې خبرې وکړي.

 

نوموړی وروسته له دې چې د لوګر د هماغه وخت له والي ارسلاجمال سره وکتل، کابل ته روان شو خو په لاره امریکايي پوځیانو ونیوه.

 

پاکستان د نوموړي د ورسپارلو غوښتنه کوله.

 

د افغانستان حکومت تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

ویل کېږي چې د افغانستان حکومت له لطیف الله مسود سره ۳ نور پاکستاني طالبان هم پاکستان ته سپارلي دي.

 

پاکستاني سرچیني پاکستان ته د لطیف الله مسود سپارل د افغانستان د نوي حکومت او پاکستان ترمنځ د همکاریو یوه نښه بولي.

 

د دوی په وینا پاکستان ته د ولسمشر غني له سفره وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته شوې او د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا زیات امکانات برابر شوي دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.