ولسمشر غني د پاکستان له بېلابېلو چارواکو سره وکتل

 

د ءزادی راډیو

 

 

 

24.08.1393

 

 

 

د افغانستان جمهور رییس اشرف غني چې دا مهال د پاکستان په رسمې سفر بوخت دی؛ تیره شپه یې د دې هېواد له جمهور رییس ممنون حسین سره وکتل.

 

 

 

د جمهور رییس حسین مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیه کي ویلي؛ دواړو جمهورو رییسانو په دې کتنه کې د اړیکو په ښه کیدو او سیمه کې د سولې او ثبات د ټیګښټ پر لارو چارو بحث وکړ.

 

 

 

د پاکستان جمهور رییس ښاغلي غني ته وویل؛ پاکستان د یوه سوله ییز؛ باثباته او سوکاله افغانستان ملاتړ کوي.

 

 

 

د پاکستان جمهور رییس دا هم وویل؛ له افغانستان سره نږدې اړیکې او د اعتماد او متقابل احترام پر اساس د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري؛ د پاکستان د حکومت په لومړیتوبونو کې دی. 

 

 

 

د افغانستان جمهور رییس اشرف غني د جمعې په ورځ پاکستان ته سفر وکړ او هیله لري چې له طالبانو سره د سولې خبرې بېرته فعالې کړي.

 

 

 

جمهور رییس غني به نن د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره وګوري او دواړه مشران هیله من دي چې د افغانستان او پاکستان په پوله له تاوتریخوالي سره سره؛ نن د دواړو هیوادونو د کرکټ ټیمونو ترمنځ د سیالۍ لوبه د اړیکو د ښه کیدو او دوستۍ په هیله په ګډه وګوري.

 

 

 

وسله والو ته پناه ورکول:

 

 

 

افغانستان او پاکستان له اوږدې مودې راهیسي یو بل؛ وسله والو ته په پناه ورکولو تورن کړي او وسله والو په خپلو وژونکو او خونړیو حملو د سیمې ثبات له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

 

 

 

فرانسپرس آژانس لیکي، د افغانستان جمهور رییس اشرف غني د جمعې په ورځ د راولپنډۍ “چکلالا” پوځي اډې ته ورسیده او د نواز شریف د بهرنیو اړیکو خاص سلا کار سرتاج عزیز ورته هرکلی ووایه.

 

 

 

د افغانستان جمهور رییس د دفاع د سرپست وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي په ملتیا په راولپنډۍ کې د پوځ مرکز ته لاړ؛ د پاکستان د پوځ د وژل شویو عسکرو یادګاري څلی یې وکوت او د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره یې وکتل.

 

 

 

راځئ چې جنوبي آسیا له مرکزي آسیا سره ونښلوو؛ په یوازې ځان به موږ کړیږو؛ په ګډه به سوکاله کیږو؛ نو راځئ چې ترقي او پرمختګ وکړو او سوکاله شو.

 

اشرف غني

 

د افغانستان جمهور رییس له پاکستاني مشرانو سره د کتنې په لړ کې د جمعې په ورځ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضل الرحمن سره هم وکتل او له هغه نه یې وغوښتل چې د افغانستان د سولې عملیه کې مرسته وکړي. 

 

 

 

د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د بهرنیو اړیکو خاص سلا کار سرتاج عزیز آزادي راډیو سره خبرو کې؛ پاکستان ته د جمهور رییس اشرف غني سفر د دواړو هېوادو په اړیکو کې ډیر مثبت او مهم وباله او زیاته یې کړه چې لیدنې کتنې یې ډېرې مثبتې او ګټورې دي:

 

 

 

“د شنبې په ورځ به موږ نورې کتنې او بحثونه هم ولرو؛ خو د جمعې د ورځې لیده کاته او خبرې ډيرې ګټورې وې؛ په مجموع کې د دواړو خواو ترمنځ بحثونه ډير ښه وو.”

 

 

 

د افغانستان جمهور رییس د جمع په ورځ؛ د افغانستان او پاکستان د سوداګرو یوې غونډې ته وینا وکړه او د زیربنایي پروژو په ګډون یې د سیمه ییز اقتصاد په پیاوړیتا ټینګار وکړ.

 

 

 

ښاغلي غني د غونډې ګډونوالو ته وویل؛ راځئ چې جنوبي آسیا له مرکزي آسیا سره ونښلوو؛ په یوازې ځان به موږ کړیږو؛ په ګډه به سوکاله کیږو؛ نو راځئ چې ترقي او پرمختګ وکړو او سوکاله شو.

 

 

 

د افغانستان جمهور رییس وویل؛ پاکستان او افغانستان په خپلو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره تر ۲۰۱۷م کاله پورې د پنځه میلیاردو ډالرو ابتدایي هدف ټاکلی دی.

 

 

 

له بلې خوا، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو ښه کولو په مقصد په یوه بل پرمختګ کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګر وړاندیز وکړ چې د افغانستان د ګمرګاتو مامورین به وروزې او د امنیت په ښه کیدو سره به ډیر ژر د افغانستان او پاکستان په پوله غلام خان بندر بېرته پرانیزي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.