د ولسي جرګې د مخکښې غړې شکریې بارکزۍ پر موټر ځانمرګی برید وشو

 

 

 

 

 

 

تاند- راپورونه وايي چې نن سهار د کابل په دارلامان واټ کې د حبیبیې لېسې مخته په ځانمرګي برید کې د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ ټپي شوې ده.

 

 

 

په دې تروریستي برید کې له مېرمن بارکزۍ سره په موټر کې یوه زده کوونکې وژل شوې ده. مخکې ویل شوي وو چې وژل شوې نجلۍ د مېرمن بارکزۍ لور ده تازه راپورونه وايي چې لور یې نه ده مګر دا لا څرګنده نه ده چې له دې سره څه خپلوي لري.امنیتي چارواکي وايي چې په پېښّ کې لږترلږه ۱۲ تنه ژوبل شوي خو ځیني شاهدان وايي چې شاوخوا ۲۰ تنه ټپیان دي.

 

 

 

شاهدان وايي چې د حملې هدف د ولسي جرګې مخکښه غړې شکریه بارکزۍ وه. نوموړې ولسي جرګې ته روانه وه.

 

 

 

اغلې بارکزۍ برسېرنه ټپي شوې- له پېښې وروسته عکس

 

 

 

په ټپیانو کې د مېرمن بارکزۍ موټرچلوونکی هم شامل دی.

 

 

 

د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی نجیب دانش پېښه تایید کړه، ویې ویل چې حمله کوونکی پلی و او د ولسي جرګې د یوې غړې موټر ته له نژدې کېدو وروسته یې ځان والوزاوه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.