اروپا ته د اعليحضرت امان الله خان سفر \ يونليک
ليکوال : مولينا زاهد القادري \ ژباړن : اجمل ښکلى
له لوري کابل اداري څانګه On Aug 15, 2018
شریک
د اعليحضرت غازي شاه امان الله خان د ژوند انځور

زوکړه: اعليحضرت شاه امان الله خان (تلواک) د١٨٩١ د فبرورۍ پر دويمه په کابل کې زوکړى دى. دا وخت (١٩٢٧ کې ) ٣٦ کلن دى.

قلمي انځور: د اعليحضرت بڼه او څېره ډېره ښکلې ده، ډېره ښايسته ځوان دى، منځکوره ونه، مزى بدن، سور سپين رنګ، اغېزناکه څېره، غټې سترګې، ښوى مخ او لنډ بريتونه لري.

علمي وړتيا: د اعليحضرت مورنۍ ژبه پښتو ده، خو دى زياتره پارسي خبرې کوي او په پارسي کې لوى لاس لري. پردې سربېره په عربي او ترکي ښه ګړېږي، خو عربي يې ښه پوره زده ده.

په ډيلي کې د افغانستان د سفير وينا ده، چې د اعليحضرت له اردو ژبې سره ځانګړې مينه ده، نو ځکه يې د اردو ژبې زده کړه پيل کړې ده. هيله ده ليک او وينا يې ډېرژر زده کړي. اعليحضرت په فرانسوي او انګرېزي هم يو څه پوهېږي، خو ډېر نه.

خوى بوى: د اعليحضرت خوى بوى (اخلاق) دومره ښکلى او اسلامي دى، چې څوک يې يوځل وويني، پرې مېنېږي. د اعليحضرت عادت دى، چې کله په کابل کې څوک اوپره ( نابلده) وويني، نو موټر ورته ودروي او په ډېره مينه خبرې پوښتنې ګروېږنې کوي.

اعليحضرت په درباري غونډو او بنډارونو کې له هر چا سره په ډېره مينه خبرې اترې کوي او دومره وروروليز او په ورين تندي چلن کوي، چې هر څوک پرې مېنېږي. اعليحضرت پر مساوات بې کچه مين دى.

د نورو پاچايانو په څېر ځان اسماني هستي نه ګڼي، بلکې د خاورې او اولس يو خدمتګار يې بولي. که څوک ورته په کږه ملا سلام وکړي، يا يې لاسونه ښکل کړي، يا د نورو پاچايانو د دربارونو په څېر کوم کار وکړي، نو اعليحضرت سخت خپه کېږي. دى په ټينګار حکم کوي، چې له روغبړ او ستړي مه شي پرته دې نور څه ونه شي.

د تخت ناستې د غونډې د نمانځنې خبره ده، چې د دلکشا ماڼۍ په لوخونه(هال) کې يې له اولسي استازيو سره کتنه کوله، د ګڼو هېوادو سفيران او شاهي کارمندان ناست وو. دغه وخت يوه مولوي صاحب له ډېرې مينې د اعليحضرت لاس ونيو او په زور يې ښکل کړ.د هغه په داسې کړو اعليحضرت سخت خپه شو. مولوي صاحب ته خو يې څه ونه ويل، خو د دربار وزير سردار يعقوب خان ته يې وويل: يوځل مې چې امر کړى وي، چې د ناشرعي چارو اجازه نشته؛ نو بيا ولې خلک له داسې کړو وړو نه منع کېږي؟

تخت ناسته: اعليحضرت شاه امان الله خان پر (١٩١٩)ع کال د افغانستان پر تخت کېناست. د تخت ناستې بهير داسې و، چې امير حبيب الله خان د هېواد د يون په لړ کې په جلال اباد ( د لغمان په ښکارغلي –کله ګوش) کې و، نو د شپې يوه ناڅرګند سړي د تمانچې په ګولۍ شهيد کړ.

دې پېښې په مېشتغالي کې ترورتيا ګډه کړه او هر څوک د وير او ناورين په سمندر کې ډوب شو. په وير او غم کې د ډوبو چارواکيو چې له امير سره وو، څو ساعته وروسته د حالت حساسوالي ته پام شو، سملاسي په کېږدۍ کې راټول شول او تر غور او سوچ وروسته يې د سردار نصرالله خان لاسنيوى وکړ اوهله نو د مرحوم امير د کفن او ښخولو چارې تر سره شوې. د امير نصرالله د امارت اعلان وشو؛ خو د خداى غوښتنه او اراده بل څه وه. هغه(ج) د افغانستان پر پلاز(تخت) يو داسې ويښ سړى کېنول غوښتل ، چې که څه هم نوم يې په نړۍ کې خپور نه و؛ خو د خپل پاخه هوډ او اولس پالنې له امله په نړۍ کې ياد شو.

غازي امان الله خا ن د امير حبيب الله خان د شهادت پر وخت په کابل کې د والي پر ګدۍ ناست و، چې د شپې دوې بجې د پلار له شهادته خبر شو. دې خبر يې پر زړه د برېښنا څړيکه وکړه؛ خو زغم او خپلواکي يې له لاسه ورنه کړل.له خپلې مور بي بي سره تر مشورې وروسته يې سهار مهال پوځ راټول کړ او د امير د شهادت خبر يې ورواوراوه او يوه زړه لړزوونکې وينا يې ورته وکړه. پوځي منصبوالو د شهزاده د پت پالنې ژمنه او لاسنيوى وکړ او ژمنه يې وکړه، چې د امير کسات به اخلي. دوه ساعته وروسته د کابل ټولو لويانو او پوځي او اداري مشرانو امان الله شاه خپل پاچا غوره او لاسنيوى يې وکړ. دا خبر چې کله جلال اباد ته ورسېد، نو سردار نصرالله خان يې په ورين تندي هرکلى وکړ او ويې ويل: رښتيا امان الله خان د واکمنۍ او پرمختګ او سمون ډېره وړتيا لري. زه دده لپاره د خپل امارت له حقه تېرېم.

زما د يوه مخور افغان دوست چې د کابل د سياسي انجمن غړى دى. ددې انقلابي حکومت په باب وينا ده، چې کله د امير حبيب الله خان مرحوم د ښخولو خبر په کابل کې خپور شو، نو شاهزاده امان الله خان د کابل ټول چارواکي او لويان راغونډ کړل او يوه داسې زړه ناستې وينا يې وکړه، چې له ټکي ټکي يې وير او غم څڅېده. د وينا په اورېدو ټولو په يوه خوله وويل:

اعليحضرته! بېشکه، چې د شهادت دا پېښه يوه دردوونکې پېښه ده. په موږ کې به داسې څوک نه وي، چې له ارواښاد سره د زړه مينه ونه لري؛ خو د الهي رضا پر وړاندې هيڅوک څه نشي کولاى، د هغه پر حکمت زموږ پوهه نه رسي، نو زغم پر موږ فرض دى. موږ په ډاګه دا عرض کوو، چې بېشکه چې سردار نصرالله خان د مرحوم امير سکه ورور او ډېر نېک سړى دى او سردار عنايت الله خان د مرحوم امير مشر زوى او ځايناستى(وليعهد) دى ، خو په دوى دواړو مشرانو به د حکومت نظام ټينګ پاتې نشي، ځکه نو موږ تر ډېر سوچ او غور وروسته تا خپل پاچا منو. بيا نو د دولت ټولو چارواکيو او مخورو د اعليحضرت امان الله شاه لاسنيوى وکړ. تر لاسنيوې وروسته د هېواد چارواکيو او مشرانو وګڼله، چې په انقلابي حالت کې د نظم او سمون په اړه سملاسي هڅې اغېزمنې وي او له ډيل او ځنډ نه ناوړه پايلې راولاړېږي؛ نو د دولت چارواکيو له واره د تخت ناستې د دود پر ځاېينې هوډ وکړ او سملاسي دود پر ځاى شو. د سلامۍ توپونه وډزېدل او پوځي ډلې د سلامي نغمې وغږولې او د تخت ناستې د اعلان يو شاهي فرمان خپور شو.

کله چې جلال اباد ته د امان الله شاه د تخت ناستې خبر ورسېد، نو سردار عنايت الله خان او سردار حيات الله خان تر غور و سوچ وروسته غوره وګڼله، چې د امان الله خان اطاعت دې وشي، نو له تخته لاس پر سر شول.

امير نصرالله خان له واره امان الله خان ته ليکلي ولېږل، چې متن يې داسې و: ګران زوى امان الله خان ته د خوار بنده نصرالله تر دعا وروسته: ته خبر يې چې ما د ځينو دوستانو په غوښتنه د افغانستان امارت منلى و او ته مې خبر کړى وې؛ خو اوس چې ماته جوته شوه، د کابل خلکو ستا لاسنيوى کړى دى او د افغانستان مشر يې ټاکلى يې؛ نو زه له امارته لاس اخلم. زه ستا له امارته نټه (انکار) نه کوم. زه تا يو ويښ، زيارکښ او روڼاندى خدمتګار ګڼم. او لاسنيوى دې کوم او له خدايه غواړم، چې پر تا ګران لوړتيا او بشپړتيا ولوروي.

زه ډېر ژر کابل ته درځم، چې د مخامخ لاسنيوي وياړ ترلاسه کړم.

د نصرالله خان لاسليک

له دې ليکلې وينا سره سردار عنايت الله خان او سردار حيات الله خان هم خپل ليکلى لاسنيوى ولېږه. دجلال اباد سپاهيانو هم خپل ژمنليک ورواستاوه.

د هرکلي اعلان

اعليحضرت امان الله شاه تر تخت ناستې وروسته تر ټولو لومړى کار دا وکړ، چې انګرېزي سفيران يې راوغوښتل او ورته ويې ويل:

افغانستان سر له ننه يو بشپړ او خپلواک (هېواد) دى. ددې په کورنۍ او بهرنۍ کړنلار کې د چا د لاسوهنې حق نشته، نن موږ د هر ځواک له اغېزه ازاد يو او هېڅ ځواک زموږ په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري. تاسې زموږ له دې اعلانه خپل حکومت هم خبر کړئ.

د افغان اولس په نامه پيغام

د خپلواکۍ تر اعلان وروسته اعيحضرت د افغانانو په نامه په دې منځپانګه يو پيغام خپور کړ:

غيرتي اولس او زړورو عسکرو!

د خداى خوار بنده ستاسې خدمتګار امان الله خان له مينې او د زړه له کومې عرض کوي، چې څه وخت تاسې د سلطنت خول (تاج) زما پر سر ايښوده، ما په لوړ غږ تاسې ته ويلي وو، چې خول و پلاز (تاج وتخت) په دې شرط منم، چې موږ او تاسې به په ګډه يو سوچ لرو او په هوډ او خپلواکۍ به د خاورې خدمت کوو، نو ځکه درته وايم، چې راځئ، په ټينګ هوډ او خپلواکۍ د هېواد د خدمت ژمنه ترسره کړئ. ما د افغانستان د خپلواکۍ اعلان کړى دى او انګرېزان مې خبر کړى دي، چې د افغان دولت په کورنيو او بهرنيو چارو کې له هر ډول اغېز نه کورټ ازاد دى او موږ نن ګرد سره خپلواک يو. له ننه افغانستان همغه حقونه لري، چې د نړۍ نور ازاد او خپلواکې واکمنۍ او سلطنتونه يې لري.

زه اوس خپل ملګري دولتي چارواکي او پوځي منضبوال خبروم، چې په پوره ژمنه او لوړې وړتيا سره خپلې ژمنې ترسره کړي، د اولس سوکالي يې په پام کې ولري، پر

چا هيڅ ډول زور تېرى او زياتى نه وي. د شرعي احکامو درناوى دې وشي او پر ملکي قوانينو دې ټينګار وي.

(د امان الله خان لاسليک)

له انګرېزانو سره جګړه

اعليحضرت شاه امان الله خان چې د افغانستان د خپلواکۍ اعلان وکړ. د ټولواکمنۍ او شاهنشاهۍ په پلوي ډلو کې شور زوږ جوړ شو. پېرنګي سفير تلولي شو، کله چې يې خپل حکومت د اعليحضرت له اعلانه خبرکړ؛ نو هېښنده ګونګوسي شروع شول. د افغانستان او برتانيا ترمنځ د مخامخ خبرو لړۍ ونښته، پر له پسې يادښتونه او يو بل ته ځوابونه تلل راتلل، چې ناڅاپه د جګړې لمبې په غرغنډو شوې، دجګړې لومړى بهير او څرنګتيا دا وه، چې د(١٩١٩)ع د مۍ پر ٩ يوه ٤٠٠٠ کسيز افغاني لښکر له اتو توپو سره له لنډي کوتل (کمکي خيبر) نه مخ پر پوله وخوځېد او د عيش خيلو په نامه يوه مشهوره سيمه يې لاندې کړه او بيا پسې مخ پر شمال پر مخ لاړل او ټولې هغه سيمې يې چې د هند په سرحدي(!) ايالت کې راتلې او د هند د حکومت په ګورت کې وې، ونيوې. دغې افغاني بريد حکومت ترهور کړ او دا خبره بېخي په ډاګه شوه، چې افغانان پاريدلي او د افغانستان له خوا د منظم جنګ اعلان شوى دى. افغاني لښکر په دومره چټکتيا په جګړه لاس پورې کړ، چې هندي پوځ يې سملاسي دفاع ته تيار نشو. په هر حال هندوستانى پوځ د افغاني لښکر د مخنيوي لپاره د جنرال کرداکر په مشرۍ له خېبره روان شو او تر بشپړ چمتوالي وروسته په عيش خېلو کې له افغانانو سره ونښت. افغاني لښکر شاتګ ته اړووت او دواړو خواو ته يوڅه زيانونه واوښتل. تر دوه ساعته وروسته افغاني لښکر پرمختګ وکړ او ډېر ژر يې د سرحدي صوبې ځينې سيمې لاندې کړې. پر لنډي کوتل (کمکي خېبر) سربېره يې کرکالى ونيو او اکرم سيمې ته نږدې يې په چترال کې سنګرونه جوړ کړل. د بنو او وزيرستان شاوخوا سيمو ته ورسېدل او تر کندهار هاخوا په چمن کې يې د مورچو جوړونې هوډ وکړ.د افغاني لښکر دغو حيرانوونکو پرمختګونو هندوستانى پوځ مرستې ته اړايست او برتانوي چارواکيو په زور زياتي په پېښور کې د خلکو په تګ وراتګ بنديز ولګاوه، افغان ډاکي يې ونيو او د الوتکو په مرسته يې د افغانستان پر ښارونو بمباري وکړه چې له کبله يې د افغانستان لوى درستيز د خيبر سياسي استازي(پوليټکل ايجنټ) ته وليکل:

د خپلواک افغانستان د دولت د مشرتابه امان الله خان لخوا دې پر افغانستان د برتانوي چارواکيو له هوايي بريدونو، چې اخلاقي جرم ګڼل کېږي، خبروم. موږ د هندي وايسرا رارسېدلى ليک ولوست. انګليسي افسران دې له داسې کړنو لاس واخلي . د خيبر پوليټکل ايجنټ په دغه ليک څه غوږ ونه ګراوه او په دې کار سره يې د افغانانو احساسات راوپارول، افغانانو د بمباريو په مخنيوي لاس پورې کړ او د ١٩١٩ کال دمۍ پر ١٧مه يې يوه هندوستانۍ الوتکه، چې پر افغانستان يې بمباري کوله، راوغورځوله او د الوتکې پلوټان يې ووژل. تر دې وروسته پر افغانستان د الوتکو بمباري بنده شوه.

د ١٩١٩ کال د مۍ پر ١٨مه نېټه افغاني ځواکونو اريانوونکى پرمختګ وکړ او د سرحد ايالت مشهوره سيمه(ډکه) يې ونيوله.د هندوستاني پوځ د زيات مقاومت له امله نښته يو څه اوږده شوه، خو افغاني لښکر بيا هم پياوړى ثابت شو او افغان توپويشتونکو پر دښمن سختې ګولې وورولې او دښمن ته يې ډېر زيانونه واړول. د برتانيا خپرونو دا جګړه خونړۍ جګړه وبلله.

د ١٩١٩کال د مۍ پر١٩مه په (جمرود) او (علي مسجد) کې نښتې وشوې او دومره سختې شوې چې شپې ته هم وغزېدې. پر سهار يې جمرود ته له پېښوره د پوځ نوى ټولى واستول شو چې په ليدو يې افغانان په بيديا کې تيت شول. دا د افغانانو عادت دى چې د جګړې پر مهال دښمن پرځاى پرېږدي او بل لوري ته مخه کوي(١).

(١) داسې تورونه د پښتنو پر مېړانه سترګې پټول او د تاريخ لېکنې له ارونو سرغړونه ده.

د ١٩١٩کال د مۍ پر ٢٠مه افغانانو د سرحدي سيمو پر ځينو ځايونو سخت بريدونو وکړل او د پلان له مخې يې جګړه دومره اوږده کړه چې هندوستانى لښکر يې له ستونزو سره مخ کړ. د مۍ پر يويشتمه هم په ټولو سنګرونو کې جګړه روانه وه او دواړو خواو ته ډېر زيانونه واوښتل. هندوستانى پوځ ځکه ډېر زيانمن شو چې افغاني لښکر له غرونو سره بلد دى او کله چې له ستونزو سره مخ شي، د جګړې ډګر پرځاى پرېږدي او په غرونو کې تيت شي چې بيا پر مناسب وخت له سره بريدونه پيل کړي، له دې لامله يې زيانونه هم لږ وي. له بله پلوه هندوستانى لښکر له غرنيو سيمو سره نابلده دى او د يوه لوېشت ځاى لپاره بايد له سره تېر شي. د ١٩١٩کال د مۍ پر ٢٦مه نېټه د افغانانو تازه ټولي چې مشري يې نادر خان کوله د سرحد مشهوره سيمه (سپين وام) لاندې کړه او هندى لښکر مصلحتاََ په شاتګ ته اړووت. د مۍ پر ٢٧مه افغانانو د غره پر څوکه بريد وکړ او هندى لښکر يې په شاتګ ته اړايست. د مۍ پر ٢٨مه نېټه په خوست کې افغاني لښکر د مناسب ځواک ښکارندويي وکړه او د ټل پر سيمه يې سخت بريدونه وکړل. د افغاني توپونو د پرله پسې بريدونو له کبله هندي پوځ ډېر زيانمن شو او د اړتيا په اننګېرنه د هندي پوځونو مشر د نوو پوځي ټوليو د لېږد پرېکړه وکړه.

د مۍ پر ٢٩مه جنرال نادر خان پر وزيرستان بريد وکړ، هندي پوځ ښه جنګ وکړ، خو د نادر خان مخه يې ونه نيولاى شوه او نادر خان وزيرستان ته ننووت. د مۍ پر ٣٠مه څرګنده شوه چې سرحدي قبايل هم د افغانانو په هڅونه په جګړه کې برخه اخلي. د جون پر لومړۍ نېټه مسودو پر جنډوله بريد وکړ.

د ١٩١٩کال د جون په لومړيو شپو ورځو کې جنګ روان و او سرحدي قبايلو هم پر هندي پوځونو يرغلونه کول، تر دې چې د سرحدي جرګو خلک د شپې لخوا پېښور ته ننوتل، صدربازار يې ولوټ او په کچه ګړۍ کې يې د اورګاډي پر تمځي يو نظامي اورګاډى له پټلۍ وغورځاوه.

د جون په منځيو کې ځينو قبايلو پر ميران شاه بريد وکړ او کلا منډۍ ته نږدې يې دولتي ليکې(تارونه) وشلول. مسودو کوهاټ ته نږدې پر هندي پوځ ډزې وکړې او د اورګاډو غځېدلې ليکې يې ويجاړې کړې. د مسودو ځينو ډلو پر ټوچي سيند ورواوښتلې او د اسماعيل خان ډېرې پر پولو يې بريدونه وکړل. دغو خلکو به له عجبو لارو چارو کار اخيسته، د هندي پوځ د دريشيو په څېر خړرنګه دريشۍ به يې واغوستې، له غرونو به راووتل او له پيرنګي پوځونو سره به يوځاى شول، تر يو څه مزله وروسته به د پيرنګي پوځونو پر ليکو راوګرځېدل او سخت زيانونه به يې ورواړول. تر بريد وروسته به په غرونو کې ورک شول او د دښمن له منګولو به يې ځان وژغوره.

د جون په منځيو کې اپريديو لښکر چمتو کړ او د خيبر پر ځينو پوځي چوڼيو يې بريدونه وکړل چې د ډېرښت له امله يې هندى پوځ په شاتګ ته اړووت او زيانمن شو. تر ټولو لويه ستونزه په قبايلي سيمو کې د غرونو اوږدې لړۍ، لوړې څوکې او ويروونکې درې دي چې څلورو خواوو ته يې په نوو وسلو سمبال خپلواک قبايل پراته دي چې له فطرته له جنګ سره مينه او بلدتيا لري.

داسې ښکاري چې امان الله خان لا تر جنګ له مخه ددې خبرې غم خوړلى و او خپلو جنګياليو ته يې ويلي وو، چې د هندي دولت پوځي ځواک پريوه ځاى راټولېدو ته پرېنږدي او نه دومره وخت ورکړي چې له ټول ځواک سره پر يوه ځاى يرغل وکړي؛ بلکې خواره واره دې وساتل شي. همدا لامل و چې پر يونيم زرکيلومتره اوږده پوله باندې انګرېزانو ته سخت زيانونه ورواوښتل.

سوله: هندي چارواکيو د افغانستان لخوا وراوښتي زيانونه وليدل، پوه شول چې د زغم وړ نه دي ؛ نو سم له واره يې د سولې وړانديز وکړ، ځکه د جګړې پر مهال د يونيم زر کيلومتره اوږده سنګر سمبالښت ډېر سخت کار و، په تېره په برياليتوب سره د جګړې اوږدول خو ځکه ناشوني وو، چې په سرحدي سيمو کې خلکو پاڅون کړى و.

د ١٩١٩کال د جولاى پر ٢٤مه نېټه د دواړو خواوو استازيو په راولپېنډۍ کې غونډه وکړه . د انګرېزانو استازي سرهملټن او د افغانستان استازي سردار علي احمد خان کوله. تر تودو خبرو اترو وروسته د ١٩١٩کال د اګست پر ٨مه نېټه د سولې تړون لاسليک شو او جګړه پاى ته ورسېده.

ټول کارپوهان په يوه خوله دا وايي چې افغانستان په دې جګړه کې پاموړ بريا ترلاسه کړه او خپلواکي يې وګټله.

د خپلواکۍ جشن

تر جګړې وروسته اعليحضرت په کابل کې يوه پرتمينه غونډه جوړه کړه. د غونډې ګډونوالو ته چې د بهرنيو هېوادونو استازي هم پکې وو، اعليحضرت له ولولو ډکه وينا وکړ. د اعليحضرت د وينا لنډيزدادى:

ورونو! په دې غونډه کې د ګډون له کبله درته ښه راغلاست وايم. ستاسې په ليدو ډېر خوښ شوم. د څښتن شکر ادا کوم چې د يوه خپلواک افغانستان د خادم په توګه نن تاسې ته ولاړيم، خبرې کوم.

ورونو! خپلواکي د هر انسان طبيعي حق دى. که څوک دغه حق تروړل غواړي، بلوسګر بلل کېږي. هر انسان بايد په زړه کې د خپلواکۍ جذبه ولري او د خپلواکۍ د جذبې تر څنګ ښايي د برابرۍ جذبه هم وپالي. هغه وخت تللى چې د قبايلو مشرانو او د ښارونو اميرانو به ځان د خداى استازي بلل او پر بې وسو وګړو به يې ظلمونه کول. اوس د برابرۍ زمانه ده. کاشکې تاسې هم ځان وپېژنئ او پر دې پوه شئ چې په نړۍ کې تر تاسې غوره خلک نشته.

ډېرى وګړي ماته باچا وايي، خو زه خداى شته باچا نه يم، يو عام وګړى يم. ددې هېواد او ملت خادم يم. زما په اند يو بېوزلى کاريګر او لوى وزير يو شان دي، زه د يوه لوى حاکم او بزګر ترمنځ کوم توپير نه وينم.

ملګرو! زما هندى ډرايور چې لومړى راغى، نو د هرې پوښتنې ځواب به يې په غبرګو لاسونو راکاوه او له ويرې به رېږدېده. ما د هغه پر داسې ذهنيت خواشيني وښوده او ورته ومې ويل چې ته زما ورور يې، زه او ته هيڅ توپير نلرو او له نن وروسته زما د پوښتنو ځواب په تړلو، غبرګو لاسونو مه راکوه. هغه زما خبره ومنله او اوس ځان تر ما کم نه ګڼي. ما هغه ته ډېر ځل ويلي دي چې انسانان يواځې د دندو او مسوليتونو له مخې سره توپير لري، د ارزښت له پلوه برابر دي، د امان الله او ډرايور ترمنځ يې د ويښته هومره توپير نشته.

ملګرو! خپل زړه او فکر مضبوط ساتئ او ټينګ هوډ او پخه عقيده ولرئ . خداى ډېر مهربان دى. څوک چې د يوه کار د ترسراينې پخه اراده وکړي، نو څښتن يې په هغه کار کې بريالى کوي.

تر واکمنۍ ډېر کلونه مخکې ما يو خوب ليدلى و، چې د يوې ښکلې ماڼۍ ترڅنګ پر شنه ځمکه ولاړيم چې يو دبرخې خاوند راشي. غواړي، زما پر ولو يو لوى پېټى کېږدي؛ خو زه نه يواځې د پيټي له پورته کولو نټه وکړم، بلکې له دغې لويې هستۍ لېرې وتښتم. دغه شان د برخې خاوند خپله غوښتنه څو ځل تکرار کړي ،خو زه ورته هرځل په نه ځواب ورکوم، په دې کې زما يو هندى ښوونکى راشي او ما ځان ته وروبولي. ښوونکى راته د درود په ويلو سره د پېټي د پورته کولو امر وکړي. زه د ښوونکي له امر سره سم درود ووايم او پېټى ولو ته پورته کړم. داسې يې تر ډېره ځايه يوسم.

که څه هم هغه وخت ددغه خوب پر تعبير پوه نشوم، خو چې اندازه مې ولګوله ، نو له همغه پيله مې په زړه کې د خپلواکۍ ټينګې جذبې ځاى نيولى و او دغه خوب زړورتيا، ناماتى هوډ او د ملت د چوپړ احساس رابښلى و. دا هم بايد ووايم چې د باور او هوډ په مټ هره ربړه او ستونزه هوارېدلاى شي.

د ١٩١٩کال کړېکچنو سياسي حالاتو ته که سړى وګوري، نو زما د واکمنۍ راتګ به ورته يو خوب ښکاره شي، ځکه په ښکاره هېڅ داسې نه برېښېده چې زه دې واکمن شم او د افغان ملت د چوپړ خول مې دې پر سر کېښود شي. زما پلار په جلال اباد کې شهيد کړاى شو، د سلطنت غړي او زما ټول خپلوان له ما ليرې په جلال اباد کې وو، حالات بېړني وو او هېڅ ملاتړى مې نه درلود. په کابل کې هم يواځې وم، خو څښتن مې مل او مرستندوى و. که څه هم د دود له مخې زما مشر ورور عنايت الله خان او له هغه کشر،خو تر ما مشر حيات الله خان شته وو؛ خو څښتن زه وګومارل او ماته يې د افغان ملت او اسلامي امت د چوپړ وياړ راپه برخه کړ؛ نو هله د خپل خوب په تعبير پوه شوم.

تر واکنيوي وروسته يواځې د يوې سيمې د پاڅون خبر راغى، خوچې ما څو پام وراړاوه، د څښتن کړه وو، خلکو پاڅونکي نيولي او کابل ته يې رااستولي وو. په غزني کې رامنځته شوې سرغړونې او خرخشې هم د څښتن په مهربانۍ له منځه ولاړې او د غزني خلکو سرغړوونکى حاکم لاس تړلى زما دربار ته راواستاوه. لنډه دا چې د څښتن په فضل ولورېينه هرڅه په ښه ډول ترسره شو.

چې يو څه ډاډمن شوم؛ نو ترغور وفکر وروسته مې د افغانستان دخپلواکۍ موضوع وڅېړله او د هېوادونو استازي مې پرې خبر کړل. همدا راز خپلو خلکو او د دولت غړيو ته مې هم په ډاګه وويل: اوس مو چې د افغان ملت مشري راسپارلې، نو پر افغانستان د پرديو اغېز او واکمني نشم زغملاى. په دغه وخت کې راته د افغاني پوځونو لوى درستيز د پوځونو د لږوالي او د وسلې د نشت خبره وکړه. هغه له دې لارې پوره زيار وايست چې ما له خپلواکۍ غوښتنې لاس پر سر کړي، خو زه د ملت د غوښتنو په ډاډ پر خپل هوډ ولاړ پاتې شوم، ځکه ما د خپلواکۍ پر ترلاسي پوخ يقين لاره، نو ترهرڅه له مخه مې د انګرېزانو سفير راوغوښت او ورته ومې وويل چې له نن نه افغانستان ازاد دى.

تردې وروسته شرايطو اړ ايستو چې تورې ته لاس کړو او جګړه وکړو. په جګړه کې خداى برى راکړ او خپلواکي مو په برخه شوه، نو زه باور لرم چې که د يوه ملت وګړي د خپلواکۍ لپاره مبارزه وکړي، هرومرو به خپله موخه ترلاسه کړي چې يوه ژوندۍ بېلګه يې پخپله د افغان ملت مبارزه ده.

دا هم بايد ووايم چې زه د ختيځ له ملتونو سره د زړه له کومې خواخوږي لرم او دا ورته وايم چې که منزل ته رسېدل غواړئ؛ نو د امان الله لاره ونيسئ. زه په باور سره وايم چې خپلواکي د هر وګـړي طبيعي حق دى او مسلمانان خو بيا بېخي مرييتوب منلاى نشي. (له جميعته څخه نقل شو)

دا په زړه پورې وينا د اعليحضرت پر خپلواکۍ پالنې، ملتپالنې او برابرۍ خوښونې دلالت کوي او د نوموړي د غوره افکارو او نېکو احساساتو ښه بېلګه يې ګڼلاى شو.

اوس د اعليحضرت پر واکمنۍ يوڅه رڼا اچوو:

د واکمنۍ طرز: د ختيځ د غازي اعليحضرت امان الله خان واکمني بې له شکه بېله، ځانګړې او له نورو واکمنيو سره خورا ډېر توپير لري. اعليحضرت د خپلې واکمنۍ ټولې چارې پراوو وزارتونو ويشلي: ١- د دفاع وزارت ٢- د بهرنيو چارو وزارت ٣- د کورنيو چارو وزارت ٤- د ماليې وزارت ٥- د عدليې وزارت ٦- د عامه چارو وزارت ٧- د تجارت وزارت

اعليحضرت دغو اوو وزارتونو ته د اونۍ اووه ورځې ټاکلې. پر دغو ورځو اعليحضرت له بېلابېلو وزيرانو سره ګوري او تر سلا مشورې وروسته ورته اړينې لارښوونې کوي. پر دې سربېره اعليحضرت د هرې جمعې تر لمانځه وروسته عامو وګړو ته وينا کوي او په مذهبي، ملکي، اقتصادي او ټولنيزو چارو کې مشورې ورکوي.

ديني احکامو ته ژمنتيا: اعليحضرت پر اسلامي ګروهې او احکامو ټينګ ولاړ او پوخ مسلمان دى، د لمانځه او روژې کلک پابند او زهد او تقوا خوښوي، له خداى څخه وېرېږي او په راکړه ورکړه کې رښتينى دى. اعليحضرت له دې هر څه سره سره روڼاندى هم دى او د رښتينو پوهانو د درناوي ترڅنګ له دروغژنو ملايانو او ټګو صوفيانو بېزاره دى. د اعليحضرت تر واکمنۍ وروسته غوړه مالو ملايانو او صوفيانو ډېر کوښښ وکړ چې دربار ته لاره ومومي، خو اعليحضرت پرېنښودل.

زموږ د درانه ملګري علامه غلام حيدر خان د وينا له مخې په افغانستان کې تر نوروهېوادو لمانځه او روژې ته ډېره پاملرنه کېږي. اعليحضرت پخپله هم د ديني احکامو خيال ساتي او پر ملګرو او خپلوانو هم ټينګار کوي. څرنګه چې د افغانستان د وزيرانو کارخونې او د پوځي افسرانو مرکزونه په شاهي ارګ کې دننه دي؛ نو چې کله د لمانځه وخت شي ، اعليحضرت پخپله هم ټول کارونه پرېږدي او جومات ته روان شي او پر وزيرانو هم د لمانځه د ادا کولو غږ وکړي. په شاهي ارک کې يو ښکلى جومات دى چې د لمانځه پرمهال پکې ټول چارواکي او کاريګر راغونډېږي او ښه ښکلې جمع کېږي.

د نورو اسلامي هېوادونو په څېر په افغانستان کې لومړى رخصتي د جمعې پر ورځ وه، خو يوه ورځ د مذهبي چارو وزير اعليحضرت ته له هغو چارواکيو سروټکاوه چې د جمعې له رخصتۍ ناسمه ګټه پورته کوي او د جمعې لمانځه ته نه راځي. اعليحضرت چې دا شکايت واورېد، نو سم له واره يې حکم وکړچې نور به رخصتي د جمعې پرځاى د پنجشنبې پر ورځ وي. اوس د جمعې لمونځ ټول کاريګر، وزيران او پوځي افسران په ګډه ادا کوي او ددې منظر په ليدو سره هر سړى خداى ته د اعليحضرت د برياليتوب دعا کوي.

د بېوزليو پالنه:اعليحضرت خوارانو ته ځانګړې پاملرنه کوي. ډير وخت په بدله جامه کې پر غريبانو ګرځي، د هغوى له ښو بدو ځان خبروي او اړتياوې يې ورپوره کوي. د دغو لوړو اخلاقو له کبله ټول ملت اعليحضرت ته په درنه سترګه ګوري او له څښتن څخه ورته د پرمختګ دعا کوي.

اعليحضرت دې خداى د خپل رسول په مخ د ډېرو پرمختياوو او خوښيو خاوند کړي.

د افغانستان ملکه: کېداى شي ډېر کم وګړي خبر وي چې د افغاستان ملکه په سوريې کې زوکړې ده او له افغانستان سره هېوادنۍ اړيکي نلري.

ثريا بانو د ١٨٩٨زېږدي کال د اپريل پر ١٤مه نېټه په سوريه کې زيږېدلې اوله دې سره سره چې هلته وړه لويه شوې، زده کړې يې هم هلته کړي دي.

د افغانستان پر ملکې څښتن په خلاص مټ ښکلا لورولې. منځنۍ ونه، غټې غټې سترګې، افسانوي څېره او تور ويښتان يې د ښکلا نمونې دي. لنډه دا چې د خو ځاى پکې نشته. د اغلې ملکې پلار،چې يوعالم او فاضل سړى دى، افغان دى او د ځينو مخالفتونو له کبله له هېواده لېرې سوريې ته تبعيد شوى و، چې واده يې هم بيا هملته وکړ. د ملکې مور بيا سوچه شافي توکمه ده او له دې کبله يې مورنۍ ژبه عربې ده، خوپر پښتو او پارسي هم ورسره پوره برلاسى لري،ځکه پلار يې افغان دى. ملکې پښتو او پارسي له خپل پلاره زده کړې دي.ملکه پردغو ژبو سربېره په فرانسوي هم پوهېږي.

ملکه يوه پوهه، ځيرکه، زړوره او لايقه ښځه ده او د صورت ترڅنګ يې سيرت هم ښکلى دى. پر ١٩١٩کال چې کله افغان-انګليس جګړه ونښته، نو ملکې ځينې داسې کارونه وکړل چې د هېرې وړ نه دي، لکه د جګړې پرمهال د سرتېرو مورچو ته ورتګ او هغوى ته ډاډ ورکول. د جګړې پرمهال اعليحضرت قسم کړى و، چې تر څو افغاني ځواکونه د ازادۍ جګړه ونه ګټي او افغانستان د انګلستان له ولکې راونه وځي، ترهغې به نه پر شاهي پالنګ څملي او نه به شاهي خواړه وخوري. ملکې هم د خپل مېړه لار نيولې وه اوعسکري خواړه يې خوړل. ملکه له خپل هېواد سره ډېره مينه لري او د جرأت، زغم او همت څښتنه ده. د ملکې د دغو نېکو خويونو له لامله هر افغان د هغې درناوى کوي او له څښتنه ورته اوږد ژوند غواړي. پردې هرڅه سربېره د نوموړې هغه هلې ځلې هم د يادونې او ستاينې وړ دي چې د ښځمنو د ښوونې روزنې په برخه کې يې په افغانستان کې ترسره کړې. هيله ده چې د اروپا تر سفر وروسته به يې نورې هم وغزوي.

اروپا ته غازي امان الله خان سفر
د سفر اراده: د ١٩٢٧کال د نومبر پر ١٦مه نېټه اعليحضرت شاه امان الله خان

( تلواک اوسه) له دولتي چارواکيو سره تر سلا مشورې اروپا ته د سفر پرېکړه وکړه او د ١٩٢٧زېږدي کال د نومبر پر ١٧مه نېټه يې لاندې اعلاميه خپره کړه:

زه تر هرڅه لومړى د څښتن شکر ادا کوم، چې ماته يې د ملت او هېواد چوپړ را په برخه کړ، ورپسې د هېواد پر هغې سوکالۍ، سولې او پرمختيا خوښي ښېيم، چې د خداى د رضا، د هېوادوالو د سرښندنو او د هېواد د خادم امان الله خان د نشت شمېر هڅو په مټ رامنځته شوې.

الحمد لله افغانستان اوس د خپلواکۍ څښتن دى اود خپلواکۍ پربنسټ په نړۍ کې ځانګړى ځاى لري او په ژونديو ملتونو کې شمېرل کېږي، نو خپلواکي چې د هر ملت د وګړيو غوښتنه ده، له موږه غواړي چې د نړۍ پرمختياوې وځيرو او د ناستومانو هڅو په مټ يې راخپلې کړو.

د خپلواکۍ په دغو لسو کلونو کې چې موږ څومره معلومات ترلاسه کړي وو، ټول مو پلي کړل او د ګټورو قوانينو د جوړونې ترڅنګ مو نوې لارې چارې راوايستې. ما پخپله د واکمنۍ د ډېرو برخو کتنه وکړه او پلي شوي قوانين مې وځيرل.

د پرمختګ پر لور نوى ګام: شرايطو ته په کتنې سره مې پتېيلې چې اروپا ته ولاړ شم او پخپلو سترګو د هغه ځاى دود، دويونه(قوانين)، سوله، صنعت او ټولې هغه پرمختياوې او اسانتياوې چې موږ ترې بې برخې يو، ووينم. نظريې يا معلومات دي او که وسيلې يا درمل. دا هرڅه به د امکان تربريده افغانستان ته راوړل شي. زما په اند دا سفر به د ډېره برياوو زېږنده وي.

اروپا ته زما د سفر پرېکړه د ډېرې حيرانتيا وړ نه ده، ځکه ډېر داسې واکمن شته چې له خپل ملت سره رښتينې مينه لري او د کورنيو چارو تر سمون وروسته بهرنيو هېوادو ته ددې لپاره سفر کوي، چې د خپل هېواد د پرمختيا لپاره نوې تجربې ترلاسه کړي. د همدې نېکې ارادې له کبله ماته اروپايي هېوادونو بلنه راکړې ده.

د سفر موخه: که څه هم ما د سفر پر موخه رڼا واچوله، خو کېداى شي ځينې وګړي پرې نه وي پوه شوي؛نو يوځل پرې بيا خبرې کوم:

زما سفر دوه موخې لري: افغانستان ته د اروپا د برياوو او پرمختياوو راوړل او اروپايانو ته دا ويل چې افغانستان هم د خداى د پر ځمکه د يوه هېواد نوم دى. دا هم بايد ووايم چې په اروپا کې ځينې داسې څيزونه شته چې زموږ په ښه نه راځي، ځکه زموږ له چاپيريال سره يورنګي نلري؛ نو کومو قوانينو ته چې موږ اړتيا لرو، هغه به تر پوره غورو فکر وروسته افغانستان ته راولېږدوو او دلته به يې پلي کړو. اصلا زه غواړم د اروپا د پرمختګ راز وپېژنم او هغه څه چې زموږ په ګټه دي او اړتيا ورته لرو، افغانستان ته راوړم او دلته ترې کار واخلم. له دې پرته بله هېڅ موخه نلرم. څښتن دې ما د خپلو موخو پر ترلاسي بريالى کړي.

اړينې لارښوونې: څرنګه چې زه اروپا ته روان يم، نو د دولت غړيو ته پکار دي چې خپلو دندو ته پوره پام واړوي، خپلې سيمې سوکاله وساتي او د خداى په حاضر ګڼلو سره يوه شېبه هم له خپلو دندو غافل نشي. هيله ده چې ګران هېوادوال به زما د سفر په بهير کې له کومې ستونزې سره مخ نشي، بلکې هوسا به واوسي.

چارواکيو ته ښايي چې خپلو کارونو ته ژمن واوسي او په پوره ايماندارۍ سره د ملت د هوساينې او سوکالۍ لارې چارې وپلټي. چارواکي دې په هره پرېکړه کې له نياوه کار اخلي، چې چا ته زيان ونه رسېږي يا يې حق ونه خوړل شي. لوړ پوړيو مامورينو ته پکار دي چې تر ځان ټيټ مامورين وڅاري او که وګوري چې خپلې دندې په سمه توګه نه ترسره کوي، نو ودې يې رټي او خپلو دندو ته دې يې ځير کاندي.

زما د سفر پرمهال به د سلطنت چارې د وزيرانو شورا پرمخ وړي او ياور به لوى سردار محمد ولي خان وي. نوموړى به هغه کارونه ترسره کوي چې په ما پورې اړه ولري؛ نو که يو مامور له کومې ستونزې سره مخ کېږي، له ده سره دې اړيکې نيسي.

موږ به له کابل څخه د ١٩٢٧زيږدي کال د دسمبر پر ٧مه نېټه پر لسو بجو روانېږو او د کابل، کندهار، چمن،کراچۍ، بمبۍ او عدن له لارې به مصر ته ځو. هلته به حالاتو ته په کتو سره د اروپا د سفر پلان جوړوو.(١)

(د امان الله خان لاسليک)

(تلواک اوسه)

(١) دا فرمان د جلال اباد له مشهورې ورځپاڼې اتحاد مشرق څخه ژباړل شوى.

له کابل څخه د روانېدو شېبه

د ١٩٢٧زېږدي کال د دسمبر پر ٧مه نېټه اعليحضرت او ملګري يې له کابله د اروپا په نيت وخوځېدل. د روانېدو پرمهال يې له ګاډي ګرچاپېره زرګونه خلک چې له اعليحضرت سره يې لېونۍ مينه درلوده او غوښتل يې چې تر تګ له مخه يې يوځل وويني، راغونډ وو.اعليحضرت اسماني رنګه جامې اغوستې وې او توره ښايسته خوله يې چې سپينې چوغې يې پسرلى جوړ کړى و، پر سر وه. له اعليحضرت سره جامو ډېر خوند کاوه. ملو يې هم ښکلې جامې اغوستې وې او د ملکې کاليو هم د لوړ ذوق ښکارندويي کوله.

د سفرپه ګډونوالوکې د بهرنيو چارو وزير سردار غلام صديق خان، د اولسي جرګې رييس سردار شېراحمد خان، د کابل والي سردار علي احمد خان، ډګر مارشل عبدالرحمان خان،د بهرنيو چارو د وزارت غړى سردار ميرخان، ډاکټر رفقي بېک شاهي جراح، جګړن ثواب خان طرزى، ډګروال غلام دستګيرخان، ډګروال محمد عمر خان او سردار احمد خان په ځانګړې توګه د يادونې وړ دي. شاهي موټر لا ترمخه ګلپوښ او د سفر لپاره چمتو شوى و. اعليحضرت چې کله ګاډي ته خوت؛ نو ناڅاپه راغليو خلکو د (الله اکبر) او ( نصر من الله وفتح قريب ) غږونه پورته کړل ، ملي سرود وغږول شو او د دولت غړيو او د ملت مشرانو د (امان الله في امان الله ) په ويلو سره اعليحضرت رخصت کړ. ځينو لا دا شعر هم ووايه:

سفر رفتنت مبارک باد به سلامت روى وباز آيى

اعليحضرت له کابل څخه کندهار ته ولاړ او هلته يې په شاهي استوګنځي کې درې ورځې تېرې کړې. بيا د ١٩٢٧کال د دسمبر پر ١٠مه نېټه د هندوستان پر لور وخوځېد او پرلسو بجو له پولې هاخوا چمن ته ورسېد. په چمن کې ورته ٣١ توپو سلامي وکړه او د چمن د اورګاډي تر تمځي ورته ولاړو پوځونو ښه راغلاست ووايه. د شاهي اردو درې ډلګۍ هم د درناوي لپاره رامخکې شوې.

هند ته د اعليحضرت ننوتل

د ١٩٢٧کال د دسمبر پر ١٠ چې کله اعليحضرت او ملکه چمن ته ورسېدل، په چمن کې ورته ګورنر جنرال، د بلوچستان د پوځونو مشر، جنرل افسر او ځينو نورو مشرانو ښه راغلاست ووايه. بيا پر ١١و بجو او ١٥دقيقو هغه اورګاډي ته چې ورته ځانګړى شوى و، وخوت. اورګاډى چې د ٩و الوتکو لخوا يې ساتنه کېده، پر ٤و بجو او٣٦دقيقو کويټې ته ورسېد. د کويټې د اورګاډيو په تمځي کې ګڼه ګوڼه ډېره وه . د اورګاډيو اډه په رنګارنګ رپيو ښکلې شوې وه. دلته هم اعليحضرت ته ٣١و شاهي توپونو سلامي وکړه او تر سلامۍ وروسته کاروان د ايالتي پلازمېنې پر لور وخوځېد. اعليحضرت چې خړه دريشي يې پر تن وه، سره ګاډي ته وخوت او ملکه چې سرې جامې يې اغوستې وې اوله سره تر پښو پورې په برقعه کې پټه، په جلا موټر کې کېناسته. د کاروان د روانېدو پرمهال راغليو خلکو په يوه خوله د الله اکبر غږ پورته کړ او پوځي ټولي دافغانستان ملي سرود وغږاوه. همدا راز الوتکو په هوا کې سلامي وکړه. اعليحضرت چې کله موټر ته خوت؛ نو پر راغليو خلکو يې سلام واچاوه او دعا يې وکړه.

هستوګنځي ته تر رسېدو وروسته ډوډۍ وخوړل شوه او تر ډوډۍ څو ساعته وروسته ګورنر جنرال اعليحضرت ته د پنځم جارج او وايسرا پيغامونه واورول.

اعليحضرت ته د پنځم جارج لخوا راغلى پيغام

د ځان او خپلو خلکو په استازۍ درته د زړه له کومې ښه راغلاست وايم او ښه سفر درته غواړم. هيله ده چې اعليحضرت به لندن ته په خپل راتګ سره موږ ته خوښي راوبښي، همدا راز باور لرم چې دا سفر به د دواړو هېوادونو پر اړيکو ښې اغېزې وښندي.

د وايسراى پيغام

زه په خپل وار سره له خپل اړخه او د هندوستان د خلکو له خوا اعليحضرت ته هرکلى وايم او باور لرم چې دا لنډ سفر به د يوه يادګار سفر لومړى ګام ثابت شي.

په کوېټه کې تر څو ساعتو تمېدو وروسته اعليحضرت په شاهي سورلۍ کې کراچۍ ته روان شو. پر لاره يې له ښکلو مناظرو خوند واخيست او د ١٩٢٧کال د دسمبر پر١١مه نېټه پر ٢:٣٦ بجو د سند پوځي مرکز ته ورسېد. په مرکز کې ګڼه ګوڼه ډېره وه او اعليحضرت ته د سند پر پوځونو سربېره ځينو نورو چارواکيو هم هرکلى ووايه. ورپسې د توپونو سلامي وشوه او ترسلامۍ وروسته پوځي ټوليو د هرکلي سندره وغږوله. اعليحضرت هم په خپل وار سره پر راغليو خلکو سلام واچاوه او په يوه ښکلي ګاډي کې سپور شو. ګاډى تر لږ ځنډ وروسته شاهي مېلمستون ته ورسېد. اعليحضرت تر ماسپښينه هلته ارام وکړ او بيا يې د خوږو په هغه مېلمستيا کې چې د کراچۍ د خلکو لخوا شوې وه، برخه واخيسته. په مېلمستيا کې د مسلمانانو ، پارسيانو او سيکانو لخوا مننليکونه هم وړاندې شول، چې د بېلګې لپاره به د يوه مننليک متن دلته راوړل شي. دا مننليک چې د مذهبي ګوندونو، محمدي ايسوسي ايشن، جمعية افاغنه او جمعية خالصه صوبه سند په استازۍ وړاندې شو، اعليحضرت ډېر خوښ کړ.

اعليحضرت ته د سند د مسلمانانو لخوا وړاندې شوى مننليک

د اسلام د واکمن اعليحضرت امان الله خان په خدمت کې:

اعليحضرته! د سند اولس ( چې د محمډن ايسوسي ايشن، جميعة افاغنه او جميعة خلافت غړي هم پکې راځي ) تاسې ته د کراچۍ د راتګ او اروپا ته د سفر مبارکي وايي. خداى مو د اسلامي امت لپاره د برکتونو او پرمختياوو لامل وګرځوه او سفر مو په خير شه.

امين

به سفر رفتنت مبارک باد به سلامت روى وباز آيى

محترمه! موږ سنديان ډېر بختور يو چې د يوه خپلواکيپال اسلامي واکمن له ليدو برخمنېږو.

اعليحضرته! موږ په پوره باور سره دا وايو چې تاسې د ډېرو داسې ښېګڼو او وړتياوو چې په نږدې راتلونکي کې د اسلامي امت د برياليتوب بنسټ ګرځېدلاى شي، څښتن ياست. ټول کارپوهان په يوه خوله ستاسې د پياوړي ځواک او وړتياوو اعتراف کوي او د افغان ملت د پرمختګ بنسټ يې بولي. تاسې هم د همدغه ځواک په کارونه غواړئ د افغان ملت اړتياوې درک کړئ او د پرمختګ لاره وروښيئ. ستاسې دا ملتپالنه د ډېرې ستاينې وړ ده. د افغان ملت نننى ګړندى پرمختګ له شک پرته ستاسې د لوړ فکر زېږنده دى او په نړۍ کې چې افغان ملت کوم عزت ترلاسه کړى، هغه هم ستاسې د خپلواکۍ پالنې پايله ده. اللهم زد فزد.

اين سعادت به زور وبازو نيست تا نه بخشد خداى بخشنده

ښاغليه! ستاسې په څېر موږ هم له خپلواکۍ سره مينه لرو او ددې خبرې په اورېدو خوښ يو، چې په افغانستان کې سوله ټينګه شوې او افغانان له يوبل سره په مينه کې ژوند تېروي. مسلمانان او نامسلمانان له يوبل سره ښه راشه درشه لري. دا هرڅه ستاسې د اعتدال او برابرۍ خوښونې برکت دى. موږ د اعليحضرت د هغې مينې او خواخوږۍ چې له خپل ټول ملت سره يې بې له کوم مذهبي يا بل تعصبه لري، درناوى کوو، رښتيا هم دا اصل د واکمنۍ چلونې بنسټ جوړوي.

په پاى کې يوځل بيا د افغان ملت پر لوړتيا او پرمختګ خوښي څرګندوو او څښتن ته لاسونه لپه کوو، چې افغانان د خپلو صالحو بندګانو په پار له نورو پرمختياوو هم برخمن کړي. اعليحضرت ته دې خداى اوږد عمر او عزت ورکړي.

ژوندى دې وي اعليحضرت امان الله خان

ژوندى دې وي د افغانستان خپلواک دولت

د کراچۍ خلکو ته د اعليحضرت وينا

زه له ټولو هندي ورونو مننه کوم چې په ډېره مينه او اخلاص يې ماته هرکلى ووايه او تر دې دمه يې په پوره مينه وپاللم. همدا راز له هندوانو، پارسيانواو سکانو مننه کوم، چې ماته يې تود هرکلى ووايه او خپل نېک احساسات يې څرګند کړل.

ښاغليو! ستاسې په مننليکونو کې راغلي وو چې زه له خپلو هېوادوالو سره په چال چلند کې له انصافه کار اخلم. په دې اړه بايد ووايم چې ما تل خپلو هېوادوالو ته ځان د يوه خدمتګار په توګه ورپېژندلى او همدا مې ورته ويلي چې زه ستاسې خدمتګار يم. که څه هم دا کومه رسمي خبره نه ده؛ خودروغ هم نه ده، ځکه زه ځان تل د خپلو وګړيو خادم بولم.(( د ستاينې غږونه))

ملګرو! زما د ژوند تر ټولو لوى ارمان خپلو وګړيو ته د اسانتياوو برابرول او د هغوى پرمختګ دى. زه چې کله د افغانانو ګړندى پرمختګ او سوکالي ووينم، نو په زړه کې ډېر خوښ شم او د خداى شکر پرځاى کړم، ځکه زه د هغوى ربړې خپلې ربړې او د هغوى سوکالي خپله سوکالي ګڼم. زه د خپلو خلکو خبرې د زړه په غوږو اورم او د هغوى د غوښتنو او اړتياوو د پوره کولو زيار وباسم. همدا راز که کوم ښه کار ترسره کړم او پوه شم چې خلکو خوښ کړ؛ نو ډېره لويه خوښي احساسوم او له څښتنه غواړم چې د هېواد او ملت د خدمت بې غرضه توفيق راکړي.

( د خوښۍ او ستاينې غږونه )

ورونو! زما په واکمنۍ کې هر چاته مسلمان دى، که هندو يا بل څوک، يو شان حقونه ورکړ شوي او پر دغو حقونو زه هم ځان لوړ نه ګڼم، نه کوم امتياز اخلم.

هغه مهال چې نړۍ د استبداد په کړاو اخته وه، اولسونه اطاعت ته اړايستل کېده او يواځې واکمن او قبايلي مشران له امتيازاتو او اسانتياوو برخمن وو، اوس تللى.اوس د پرمختګ او برابرۍ زمانه ده، نه د مريتوب او محکومۍ . زما په اند د يوه هېواد ټول وګړي يو شان حقونه او د شتو قوانينو پر وړاندې يو رنګه مسووليت لري. هېڅوک د زياتو امتيازاتو د ترلاسي حق نلري.

نن د طبيعت قانون په چغو چغو دا وايي چې استبداد هېڅ ارزښت نلرى، بلکې ټول انسانان يو شان حقونه لري.

(د ستاينې چغې)

ملګرو! که څوک خپه کېږي نه، نو يوه بله خبره به هم وکړم او هغه دا چې نن سبا د مذهب په نامه ځينو ناپوهو ملايانو ډېرې ستونزې رامنځته کړي. ددغو حيله ګرو، لنډپارو او نفس پاليو ملايانو له کبله ټول دين په بدو يادېږي،ځکه دوى د خداى د بندګانو ترمنځ شخړې او دښمنۍ پيدا کوي او له دې لارې د نړۍ سوله له ګواښ سره مخ کوي.

د مذهب مطلب د خداى عبادت او د انسانانو ترمنځ مينه پيدا کول دي، په تېره د اسلام پيغام همدا دى، چې خلک خداى پالنې او له يوبل سره مينې ته راوبولي او دا ورته ووايي چې دا نړۍ تلونکې او يوه بله ابدي نړۍ راروانه ده. دغې ابدي نړۍ ته د تګ لپاره بايد هر سړى د نېکيو پانګه ولري. اسلام که له يوې خوا د نفس د تزکيې لپاره د عبادت خبره کړې، نو له بلې خوا يې په دنياوي ژوند کې د برياليتوب لپاره يو کوټلى قانون وړاندى کړى او له نړيوالو يې غوښتي چې په سوله او امن کې ژوند وکړي. دا ډېره خواشينوونکې خبره ده چې ځينو جاهلو ملايانوغوره اسلامي ښوونې پرځاى پرېيښي او د نفس پليون (پيروي) يې پيل کړى. د ملايانو دا رنګه ناروا کړنې به د نړيوالو لپاره ناوړه پايلې ولري.

پخواني علماء ډېر ښکلي او په دين مين خلک وو. هغوى د نفس نه منله، بلکې څومره چې له نفس او ځانپالنې لېرې وو، هغومره خداى ته ورنږدې وو او هغومره خداى عزت ورکړى و. څرنګه چې نننيو علماوو خپله دغه بېلندويه ځانګړنه له لاسه ورکړې، نو درناوى يې هم له منځه تللى او په هرځاى کې ورته په سپکه سترګه کتل کېږي. که دوى دا ناوړه چارې پرېنږدي، نو تردې به هم سپک شي.

دا خبره په پرانستو غوږونو واورئ چې په اسلام کې يواځې هغه سړى لوى او د درناوي وړ دى، چې تقوا ولري. په اسلام کې که د وياړ څه دي، نو هغه نېک اعمال دي.

يوه بله ډله چې نړۍ يې له ستونزو سره مخ کړې، ناپوه پيران او صوفيان دي، چې له هندوستان نه ډله ډله افغانستان ته ځي او په افغانستان کې د خداى مخلوق ګمراه کوي. همدا راز له افغانستان نه هم ډېر فقيران هندوستان ته راځي او دلته ناامني پيدا کوي. زه په ډاګه دا وايم چې داسې خلک د انسانانو د وليو بار دي او د خپل هېواد په نوم بدۍ پسې يې راخيستې ده. د همدغو خلکو له کبله دين ته زيان رسېږي او د مذهبي ښوونو ناسم تعبير کېږي. زه له داسې ملاييت او صوفيت څخه بېزاره يم او د دوى پر دارنګه ناوړو اعمالو خواشيني څرګندوم.

د علماوو دنده دا ده چې لومړى خپل اعمال سم کړي او ورپسې د هېواد او ملت د پرمختګ لارې چارې ولټوي. کوم علماء چې د نفس پرلاره درومي او په خپلو ځاني ګټو پسې ګرځي، هغوى هېڅکله د خپلو هېوادوالو خدمت نشي کولاى او نه يو پوه سړى خپل درناوي ته اړايستى شي.

اوس به يوه بله موضوع راواخلم: د سنديانو او پارسيانو په مننليک کې راغلي وو، چې (( افغانستان د ايران زوى دى)). زه په دې اړه چې افغانستان د ايران زوى دى او که خبره سرچپه ده، معلومات نلرم؛خو دومره بايد ووايم چې د پلار او زوى زمانه نوره تللې، اوس د ملتونو او ګوندونو د پيوستون، برابرۍ او همغږۍ وخت دى. زه د نړۍ له ټولو ملتونو سره خواخوږي او مينه لرم او ټول انسانان خپل ورونه ګڼم.

کله چې زه له کابل نه راروانېدم؛ نو تر٣٠و زرو زيات وګړي چې د هر مذهب پيروان پکې شامل وو، زما مخه ښې ته راغلي وو. ما دوى ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې زه تاسې ټول خپل ورونه ګڼم او ټولو ته په يوه سترګه ګورم.

سني او شيعه ورونو ته ښايي ووايم چې زه يواځې اسلامي قوانينو ته ژمن يم، له بېلابېلو شيعه يا سني نظرياتو اغېزمن نه يم، ځکه زه د ټول ملت استازى او خدمتګار يم. زما په عقيده ټول بنيادم د يوه بدن غړي دي؛ نو چې په يوه غړي درد وي، نور هم ورسره په تکليف وي. همدغسې که يو سړي ته تکليف ورسېږي، زه ورسره زهيرېږم. هيله ده تاسې ټول په دې اړه فکر وکړئ او د خداى له مخلوق سره ښه چلند ته مټې راونغاړئ. زما نصيحت تاسې ته دا دى چې له يو بل سره ښه کوئ، د يو بل د حقونو خيال ساتئ، خپلمنځي اختلافات له منځه يوسئ او په ورورګلويزه فضا کې ډاډمن ژوند تېر کړئ. يوه بله خبره هم کوم او هغه دا چې زه ستاسې مېلمه يم او تاسې زما کوربانه؛ نو اجازت راکړئ چې د چاى په څښلو پيل وکړم او تاسې هم راسره پکې ګډون وکړئ.

تر وينا وروسته چې کله چاى وڅښل شو؛ نو اعليحضرت او ملکه په ګاډي کې کېناستل او شاهي مېلمستون ته ولاړل. پر درېيم سهار وختي اعليحضرت او ملکه د کراچۍ د مشهورو ځايونو ليدنې ته ولاړل او ورپسې يې د ورک روډ د بېړۍ د تمځي کتنه وکړه. بيا بېرته شاهي مېلمستون ته راغلل او په مېلمستون کې يې له ځينو چارواکيو او د ملت له استازيو سره ليده کاته وکړه.

د ١٩٢٧زېږدي کال د دسمبر پر ١٤مه پر ٤و بجو او ٤٠و دقيقو اعليحضرت له ملکې او د سفر له نورو ملګرو سره يوځاى د (منيلا) بېړۍ له لارې ولاړ.

بمبيى ته د اعليحضرت رسېدل

د هرکلي شېبه: د ١٩٢٧کال د دسمبر پر ١٤مه نېټه پر ٤:٣٠بجو چې کله اعليحضرت بمبۍ ته ورسېد؛ نو لارډاون په ناڅاپي توګه له خپلې دندې ګوښه کړاى شوى و او پرځاى يې د بمبۍ والي سرفرنس همفري او نور دولتي چارواکي په کښتيو کې سپاره شول او د اعليحضرت د هرکلي لپاره منيلا بېړۍ ته ورغلل. له هغه ځايه له اعليحضرت او ملګريو سره يوځاى د هند دروازې (باب الهند) ته راغلل. په باب الهند کې اعليحضرت ته ليډي ارون ښه راغلاست ووايه او د توپونو د سلامۍ ترڅنګ د هرکلي ترانه وغږول شوه. پردې سربېره د بمبيى ځينې مخور خلک هم راغلي وو. هغوى اعليحضرت ته سلام وکړ او اعليحضرت د سر په خوځولو سره په ډېره مينه ځواب ورکړ. بيا يې د راټولو شويو پوځونو کتنه وکړه او تر کتنې وروسته له کوربنو سره يوځاى د ارګ پر لور رهي شو. پر لاره د لانسرزهارس څو ټولي ترمخه او ورپسې په اسونو تړلي توپونه روان وو. شاهي موټر چې اعليحضرت او ملکه پکې پټ مخ ناسته وه، په توپونو پسې روان و. د شاهي موټر ترڅنګ د بميى والي وښکلې توره د ساتندوى دنده ترسره کوله. تر شاهي موټر وروسته په يوه سرلوڅي موټر کې مېرمن ارون ناسته وه.

د بدرګې لپاره ځانګړې شوې لار په رنګانګو بېرغونو سينګار شوې وه او پر دواړو خواوو يې تقريبا تر شپږو کيلومترو پورې سوونه زره خلک چې د هر قوم وګړي پکې وو، د اعليحضرت کتو ته ولاړ وو. د پوځ مخې ته د بمبۍ ګڼ شمېر اوسېدونکي روان وو. په نندارچيانو کې تر ټولو ښکلې ننداره افغانانو جوړه کړې وه، چې ژوندى دې وي شاه امان الله خان، غږونه يې پورته کول.

لنډه دا چې پر ټوله لار خلک ولاړ وو. د دغو خلکو لويه برخه مسلمانانو جوړوله. له هر ځايه به چې د شاه سوارلۍ تېرېده، خلکو به خوښي ښوده او د ګلانو په شيندلو به يې له اعليحضرت سره خپله مينه څرګندوله. اعليحضرت له داسې تاوده هرکلي ډېر

خوښ برېښېده او د هر سلام ځواب يې په ورين تندي او مينه ورکاوه، کله ناکله به پر خپل ځاى وهم درېد. ارګ ته په نږدې کېدو سره شاهي توپونو سلامي وکړه او د هرکلي ترانه وغږول شوه. د هرکلي تر مراسمو وروسته اعليحضرت د سفر له ملګريو سره يوځاى ارګ ته ننووت او د ساتندوى ټولي د کتنې ترڅنګ يې له ځينو پوځي مشرانوسره خبرې اترې وکړې. بيا ((نور)) مېلمستون ته ولاړ، هلته چې يو څه دمه شو؛ نو د ماښام پر مهال يې د دولت لخوا په جوړه شوې مېلمستيا کې ګډون وکړ. د مېلمستيا لپاره د ټاکل شوي ارګ بڼونه په برېښناوو ښکلي شوي وو. مېلمستيا د رايل ګارډن په ښکلې او غټه کوټه کې چې په زرينو او طلايي نقاشيو او ګلانو سنګار شوې وه، ورکړل شوه. د مېلمنو شمېر تر ١٤٠و رسېده چې ځينې واليان، د بمبۍ لوړپوړي چارواکي، پوځي افسران او د ښار ځينې بانفوزه وګړي او مشران په کې شامل وو. د ښاريانو په استازيو کې د هزهانس ښاغلي اغا خان، ښاغلي فاضل باى کريم باى، ښاغلي محمد کريم، سيټ ابوبکر او داود سيټ نومونه په ځانګړي توګه د يادونې وړ دي. تر ډوډۍ وروسته د ټايمز، کرانيکل او پاير ورځپاڼو خبريالانو له اعليحضرت سره د مرکې غوښتنه وکړه. اعليحضرت ورسره ومنله. د مرکې په ترڅ کې د يوې پوښتنې په ځواب کې اعليحضرت وويل:

موږ په خپل هېواد کې پر سمونونو او پرمختياوو بوخت يو؛ خو مزل مو ډېر ورو دى او له همدې کبله اروپا ته روان يو. که خداى کول په خپله موخه کې به بريالي شو. د سمونونو او پرمختګ په دې پروسه کې له بده مرغه له موږ سره هندوستان هېڅ راز برخه نه ده اخيستې او نه يې کومه معقوله سلا راکړې، ځکه په کارپوه او ويښ خلک تر موږ نشي رارسېدلاى او نه دولت دوى ته اجازه ورکوي چې هلته راشي. زموږ موخه د نړۍ پر هېوادونو تېرى نه دى او نه تاوتريخوالي زياتول غواړو، زموږ موخه د خپل هېواد پرمختګ او له نړيوالو سره په سوله کې ژوند تېرول دي؛ خو که بيا پر موږ چا بريد وکړ، نو غاښ ماتونکى ځواب به ورکړو او د خپل ملت به هر راز ساتنه او ملاتړ وکړو. که چا وګواښلو، وبه يې ګواښو.

پر هرحال زموږ هيله پرچا يرغل نه دى؛ بلکې هيله مو له ګاونډيو هېوادونو سره د نويو ټينګو شويو اړيکو غزونه ده. که له دې پرته مو بله کومه موخه درلودلاى،نو اروپا ته به مې د يون تکل نه کاوه.

اعليحضرت د هند اوسېدونکو ته په نغوتې سره وويل: زه د هندوستان د بېلابېلو مذهبونو له پيروانو مننه کوم چې ماته يې په ډېره مينه او اخلاص تود هرکلى ووايه. هېلمن يم چې د هندوستان هستوګن به له يوبل سره سولييز او ارام ژوند تېر کړي او د نااراميو او ګډوډيو له جوړولو به ځان وساتي. بايد ووايم چې زه او زما ملت د هندي ولس له ارمانونو او غوښتنو سره ژوره خواخوږي لرو.

د (ختيځو ملتونو د ټولنې) په اړه اعليحضرت وويل، چې د ختيځ يووالى او پيوستون زما لومړنۍ غوښتنه او ارمان دى. زه غواړم چې د ختيځ ټول قوتونه سره يوځاى شي او د خپل پرمختګ او سمون لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او له وياړه ډک ژوند تېر کړي.

اروپا ته د خپل سفر په لړ کې اعليحضرت زياته چې اروپا ته له سفر څخه زما موخه د اروپايي هېوادونو د پرمختګ په راز پوهېدل او افغانستان ته د دغو پرمختياوو د وړلو ترڅنګ اروپا ته دا ويل چې افغانستان هم د څښتن پرځمکه د يوه هېواد نوم دى. له دې پرته بله هېڅ موخه نلرم.

د اعليحضرت په دې خبرې سره مرکه هم پاى ته ورسېده.

د ١٩٢٧زېږدي کال د دسمبر پر ١٥مه نېټه وايسراى د اعليحضرت لپاره د خوږو مېلمستيا چمتو کړې وه چې اعليحضرت له ملکې سره يوځاى په کې برخه واخيسته.

د ١٩٢٧کال د دسمبر پر ١٦مه د ډونګري پر ډګر يوه لويه غونډه جوړه شوه، چې تفصيل يې دادى:

د ډونګري پر ډګر د دوه ميلونو مسلمانانو غونډه

د اعليحضرت تود هرکلى

د بمبۍ د اسلاميه ټولنې، جميعة خلافه او جامعه مليه لخوا د ستايليکونو وړاندې کول.

د بمبيى مسلمانانو اعليحضرت ته د خپلو باورليکونو د وړاندې کولو لپاره د ډونګري پراخه ډګر ټاکلى و. د ډونګري پر ډګر په جوړه شوې غونډه کې مسلمانانو په پراخه کچه ګډون کړى و او د اعليحضرت يې بېساري تود هرکلى وکړ. په دغې غونډه کې د مسلمانانو د هرې مفکورې او هر پوړ استازيو برخه اخيستې وه او هر سړي تلوسه درلوده چې خپل درانه مېلمه ته د خپلو نېکو پېرزوينو او خلوص څرګندونه وکړي.

اعليحضرت چې غونډې ته ننووت، پر ګډونوالو يې سلام واچاوه او د (نصرمن الله وفتح قريب) په انګازو کې پر خپل ځاى کېناست. په غونډه کې نږدې ١٥دقيقې شورو زوږ و، ګډونوالو د (الله اکبر) نارې وهلې او خپل نېک احساسات يې څرګندول. غونډه د قران کريم په څو مبارکو آيتونو پيل شوه او ورپسې مسيح الملک حکيم حافظ اجمل خان د بمبيى د مسلمانانو د مننليک د وړاندې کولو اجازه وغوښته. ښاغلي ابراهيم رحمت الله د انجمن اسلاميه لخوا اعليحضرت ته مننليک وړاندې کړ.، چې اعليحضرت ډېر خوښ کړ. بيا د جميعة مرکزيه خلافت له اړخه مولينا ابوالکلام ازاد او بيا مسيح الملک حکيم حافظ اجمل خان د جامعه مليه په استازۍ اعليحضرت ته مننليک وړاندې کړ. په پاى کې د بمبيى نامتو او وياړلي مشر ابوبکر خپله بوللـھ ولوسته.

اعليحضرت دغو ټولو مننليکونو او ستايليکونو ته ځير و اوپه ډېر فصاحت سره يې د هر يوه ځواب ووايه. د اعليحضرت خبرې چې په پارسي وې، افغان قونصل اردو ته اړولې.

غونډې ته د اعليحضرت خبرې په دې ډول وې:

ورونو! زه ستاسې له مينې ډک او تاوده هرکلي ډېر اغېزمن کړم. زه به دا نننۍ پرتمينه غونډه چې له ما يانې د اسلام له يوه کوچني خادم (امان الله) سره ستاسې د رښتينې مينې ښکارندوى ده، د تل لپاره ياده ساتم. ما ستاسې مننليکونه په ډېره مينه واورېدل او خوښ شوم، چې څښتن ته مو زما د سفر د برياليتوب لپاره لاسونه لپه کړي. اروپا ته له تګ څخه زما موخه په خپل هېواد کې د سمونونو راوستل او د پرمختګ پر لارو چارو غور کول دي. هيله ده چې په يوه ځانګړي وخت کې څښتن ته لاسونه لپه کړئ او ترې وغواړئ چې دا سفر د افغانستان د پرمختګ لامل وګرځوي. زه غواړم چې تر وروستۍ سلګۍ پورې د خپل هېواد او ملت په چوپړ بوخت پاتې شم او د عدالت له مخې خپله دنده پرمخ يوسم. په افغانستان کې همدا اوس ډېر هنديان ژوند کوي او په ډېره مينه د افغانانو په غم و ښادۍ کې برخه اخلي. زه ټولنيز عدالت ته جدي پاملرنه کوم اوهېڅکله د چا حق خوړل کېدو ته نه پرېږدم. زما په واکمنۍ کې هندوانو ته هم د افغانانو غوندې برابر حقونه ورکړ شوي. هغوى له مسلمانانو سره په غم و ښادۍ کې ونډه اخلي او د ورونو په څېر ژوند تېروي. بايد ووايم چې په افغانستان کې د توکميز يا مذهبي توپير خبره هېڅ نشته. افغانستان ته هنديان راتلاى او په خپله خوښه سوکاله ژوند تېرولاى شي. زموږ مېمله پالنه د ټولو لپاره يوشان ده.

ما تردې له مخه هم ويلي او بيا يې هم وايم چې د خداى د بندګانو چوپړ زما تر ټولو خوښه دنده ده، له همدې کبله چې کله کوم خدمت ترسره کړم؛ نو يو رنګه خوښي انګېرم او د خداى شکر ادا کوم. زه د حقونو د برابرۍ له مخې ځان تر نورو لوړ نه ګڼم، بلکې ځان ته د يوه وړوکي انسان په سترګه ګورم. زه د افغانستان هر وګړى خپل ورور بولم او باور لرم چې زه د هغوى خدمتګار يم.

زه تاسې ته دا نصيحت کوم چې ګډ ژوند تېر کړئ او په خپلو زړونو کې د کرکې او کينې پرځاى مينه وکرئ، ځکه د مينې پر بنسټ تاسې د خپل هېواد رښتينى خدمت کولاى شئ.

حکيم اجمل خان همدا اوس د جامعه مليه اسلاميه له بوختياوو او فعاليتونو خبر کړم. زه د دغې ټولنې پر فعاليتونو خوښ شوم اودا ټولنه يو ښوونځى بولم.زما په اند، مسلمان ځوان بايد لومړى ملتپال وروزل شي او بيا ترې د مذهب خادمان جوړ شي. زه تل د جامعه مليه له پرمختيا او پراختيا خوند اخلم.

په پاى کې يوځل بيا له خپلو مسلمانو ورونو مننه کوم او د هغوى مينه وړيو جذباتو ته په درنه سترګه ګورم.

د اعليحضرت د وينا په پاى کې خلکو د ((ژوندى دې وي واکمن امان الله خان)) غږونه پورته کړل او له هغه سره يې د ريښتينې مينې ښکارندويي وکړه. بيا اعليحضرت په ګاډي کې سپور شو او بېرته ارګ ته ولاړ.

د غونډې ځينې مهمې پېښې

١- د ډونګري په لويه پرتمينه غونډه کې اعليحضرت امان الله خان ( تلواک اوسه) له ټولو ګډونوالو سره ليده کاته وکړه او په ډېره مينه، خواخوږۍ او بې له دې چې شاهانه لويي ولري، له بېوزليو برخه والو سره وغږېد.

٢- تر ستايليکونو وروسته چې کله اعليحضرت د خبرو لپاره دريځ ته وخوت؛ نو د بمبيى يو خوار تارکښ ورمخکې شو او په ډېره مينه يې د اعليحضرت پر غاړه د زرو يو ښکلى اميل ورواچاوه. اعليحضرت په ورين تندي دغه له مينې ډکه ډالۍ ومنله او له تارکښ نه يې د مننې په موخه کلکه غاړه تاوه کړه.

يادونه: روسيې ته د اعليحضرت سفر او پاى يې تاسې په دې ټوک کې لوستلاى شئ. تر دې وروسته يانې له ترکيې څخه تر کابل پورې په بل ټوک کې ولولئ.

٣- د غونډې په بهير کې د مولينا شوکت علي د دې خبرې: (( يا حضرت السطان! ما مسلمانان غريب هستيم وبجز خداى برتر هيچ وسيله نداريم.)) (اى واکمنه! موږ بيوزلي مسلمانان يو او له څښتن پرته بل هېڅوک نلرو.)) په اورېدو د اعليحضرت سترګو ته اوښکې راغلې او د هندوستان درانه مشر ته يې غاړه ورکړه، ورته ويې ويل: ((لا تقنطوا من رحمة الله)).

٤- د بمبيى له افغانانو سره د کتنې پرمهال اعليحضرت شاهي آداب پرځاى پرېيښوول او له هغوى سره يې د يوه عادي سړي په توګه روغبړ او خبرې اترې وکړې.

اړينه برېښي چې دلته د ځينو هغو مننليکونو او ستايليکونو ژباړې راوړل شي چې د ډونګري په غونډه کې وړاندې شوي وو.

د بمبۍ د انجمن اسلاميه ستايليک

د افغانستان د واکمن او غازي اعليحضرت شاه امان الله خان په خدمت کې:

واکمنه! موږ د بمبۍ مسلمانان په پوره صداقت اومينه تاسې ته ښه راغلاست وايو او د څښتن شکر ادا کوو چې موږ خواران يې ستاسې له هرکلي او ليدو برخمن کړو.

اولس ژونده! بېشکه چې څښتن تاسې ته د ملت او هېواد د چوپړ برى درکړى او په ډېر اخلاص او سپېڅلتيا لګيا ياست، د خپل هېواد د پرمختګ لارې چارې پلټئ. له خپل ملت سره چې د رښتينې مينې او خواخوږۍ کوم احساس تاسې ته څښتن درکړى، هغه بېساري دى. موږ د بمبيى مسلمانان خداى ته لاسونه لپه کوو چې تاسې د اسلامي امت د بې پايه برکتونو او پرمختګونو لامل وګرځوي.

ښاغليه! هېڅوک ستاسې له ښېګڼو او غوره خويونو سترګې نشي پټولاى. ستاسې شخصيت د لمر په څېر روڼ او روښانه دى. ذلک فضل الله يؤتيه من يشاء.

اعليحضرته! د افغان ملت نننۍ خپلواکي او نظم چې ستاسې د روڼ اندۍ او خوارۍ زېږنده دي، د ډېرې ستاينې وړ دي. له پوهنو او فنونو سره د افغان کوچنيانو مينه پيدا کېدل او په افغانستان کې د سمونونو راتګ، ستاسې د هلوځلو پايله ده. دا هم ستاسې برکت دى چې له پوهنوسره د افغانانو مينه زياته شوې او تر خپل هېواد وروسته د لوړو زده کړو لپاره نوروهېوادونو ته مخه کوي. موږ ټول ستاسې لپاره بريالى سفر غواړو.

د جامعه مليه اسلاميه ستايليک

د افغانستان د واکمن اعليحضرت امان الله خان په حضور کې:

واکمنه! د جامعه مليه اسلاميه ټول غړي ستاسې ناڅاپي راتګ يو نااټکله نعمت ګڼي او کاته مو د ځان لپاره لوى وياړ بولي. موږ ټول په ګډه دا وايو:

اى آمدنت باعث آبادى ما

اعليحضرته! د هند پر خاوره ستاسې د پل ايښودلو شېبه موږ بختوره شېبه بولو. ستاسې د راتګ خوښي دومره زياته ده، چې الفاظ يې د څرګندولو توان نلري. ((موږ هغه خوښي نه شو برسېرولاى، چې ستاسې له پاملرنې د هنديانو په برخه شوې)). زموږ وس همدومره دى چې پر تاسې د نېکو پېرزوينو ګلان وشيندو او د سفر د برياليتوب لپاره مو څښتن ته لاسونه لپه کړو.

اولس ژونده! موږ د افغانستان نننى پرمختګ چې ستاسې په زيار رامنځته شوى، د ډېرې ستاينې وړ بولو او تاسې ته يې مبارکي وايو. ستاسې سمونونه که څه هم يواځې په افغانستان پورې تړلي دي؛ خو پليوني مو بيا د ټولې نړۍ لارښوونه ده او ډېر ژر به- د کارپوهانو په اند- اسلامي نړۍ ستاسې لار خپله کړي.

اعليحضرته! موږ خبر يو چې تاسې د پوهې له خپراوي سره ډېره مينه لرئ او په دې هم پوهېږو چې ښوونه د هر راز خوځښتونو او هڅو بنسټ دى. د همدغه احساس له مخې موږ د جامعه مليه په نامه دغه ښوونيزه ټولنه جوړه کړې ده.

اعليحضرته! اووه کاله وشول، چې موږ د دغې ټولنې د بنسټ ډبره ايښې او له همغه پيله مو الحمد لله په هر راز ښوونيزو هڅو کې بريا ترلاسه کړې.

اعليحضرت پوهېږي چې نن سبا موږ خوار خلک پوهې ته ډېره اړتيا لرو او بې له پوهې خپلې بدمرغۍ او ربړې له منځه نشو وړلاى. اوسمهال موږ داسې ښوونې ته چې د مذهبي ګټو او ارزښتونو ټولګه وي، اړ يو؛ ځکه له دې لارې که له يوې خوا زموږ ځوانان مذهبي چارې پرمخ بيايي، نو له بلې خوا له دنياوي پرمختګه بې برخې نه پاتې کېږي. جامعه مليه- د خداى شکر دى- دغه اړتيا تر ډېره ځايه له منځه وړې او داسې ښوونيز نصاب يې جوړ کړى، چې ديني او دنياوي ګټي دواړه په کې خوندي دي.

اعليحضرته! په دې کې شک نشته چې تر جامعه مليه مخکې هم مدرسې وې او ښوونېز کارونه روان وو؛ خو جامعه مليه لومړنى دارالعلوم دى، چې خپلو زده کونکو ته پر يوه وخت مذهبي او دنياوي دواړه زده کړې ورکوي.

د دولت لخوا جوړې شوې مدرسې د دولتي ادارو لپاره ځوانان روزي او تر دې ها خوا هېڅ ګټه نلري. همدا راز نادولتي مذهبي مدرسې مټې مذهبي ښوونې ترسره کوي او له دنياوي پرمختګ سره څه سروکار نلري. په داسې حالاتو کې جامعه مليه راوټوکېده او له يوه پرمختللي نصاب سره لا پرمخ روانه ده.

په جامعه مليه کې د صنعت او حرفت زده کړې هم ورکول کېږي او د دې لپاره ورکول کېږي چې زده کونکي له اقتصادي پلوه بسيا وي. پر دې سربېره زده کونکو ته دا ښوول کېږي، چې څنګه ساده ژوند تېر کړي او له بېځايه خرڅونو ډډه وکړي.

اعليحضرته! دا ټولنه يو پوهنځى هم لري،چې په اردو او انګليسي ژبو پکې لوړې زده کړې ترسره کېږي او د حرفت او صنعت څانګه لري.

پردې سربېره جامعه مليه د يوې څېړنيزې ادارې، يوه کتابتون چې شپې مدرسې هم څاري، يوې مطبعې چې د جامعې آثار چاپ او خپروي او د دوو مجلو چې د ټولنې نظر خپروي، څښتنه ده.

اعليحضرته! دا د جامعې په اړه د معلوماتو لنډيز و، ځکه غونډې تردې زيات زغم نه لاره. اوس په ډېر درناوي له تاسې نه هيله کوو، چې د دې جامعې مشري ومنئ او د ملت پر خادمانو (موږ) احسان وکړئ.

د مجلس مرکزيه خلافت هند ستايليک

د افغانستان د واکمن غازي امان الله خان ( تلواک اوسه) په خدمت کې:

اعليحضرته! اروپا ته د سفر په لړ کې د هندوستان پر ځمکه قدم ايښودل او بمبيى ته ستاسې راتګ موږ د هنديانو نېکمرغي بولو او د څښتن شکر ادا کوو، چې موږ(هنديان) ستاسې له هرکلي او کتو برخمن شو.

اعليحضرته! موږ د زړه له کومې ستاسې پر راتګ خوښ يو او پرې وياړو. پر موږ واجب دى، چې هرکلى درته ووايو او د زړه له کومې ستاسې په خدمت کې ووايو:

اعليحضرته! جميعة خلافت د هند د مسلمانانو يوه سياسې ټولنه ده، چې د بنسټ ډبره يې د نړيوالې جګړې پرمهال ايښودل شوې او بنسټيزه موخه يې د عربي جزيرې ساتنه او د اسلامي خلافت ملاتړ دى. دغه ټولنه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له همغه پيله په پرله پسې هلو ځلو بوخته ده او د نړۍ هر ګوټ ته يې د عربي جزيرې غږ ورساوه چې دا يې تر ټولو لوى کار و. بل لوى او مهم خدمت چې دې ټولنې پر غاړه اخيستى، له سياسي لارو چارو څخه د هند د مسلمانانو خبرول، په هند کې د مېشتو قومونو ترمنځ اړيکې ټينګول او د نړۍ مسلمانان اسلامي يووالي ته رابلل، دي.

نن سبا چې د خلافت موضوع پوره روښانه نه ده، نو جميعة خلافت خپل پام د هند د مسلمانانوچټکى ښوونې- روزنې ته اړولى او په دې ښار کې يې شپې مدرسې جوړې کړې دي چې کاروباري او ناوزګار خلک پکې زده کړې کوي.

اعليحضرته! دا د جميعت خلافت د خدمتونو يو لنډ راپور و، چې تاسې واورېد. خداى دې د خپل نبي کريم ”ص” په برکت ستاسې دا سفر د برياليتوبونو لامل وګرځوي. ”امين”

ژوندى دې وي غازي امان الله خان

تل دې وي د افغانستان دولت

د بمبۍ په لوى جومات کې د اعليحضرت خطبه

د مسلمانانو لويه غونډه

د جمعې پر ورځ اعليحضرت د جمعې د لمانځه امامت وکړ. خلک د اعليحضرت د ليدو دومره تږي وو، چې له سهاره جومات ته ورروان وو او تر دوو بجو پورې ښه لويه غونډه جوړه شوه. نه يواځې جومات بلکې د جومات خواوشا د اورګاډي پټلۍ، سرکونه، د مسجد پوړۍ، د کوټو سرونه، لنډه دا چې هر اړخ له خلکو ډک و. دغو خلکو د اعليحضرت کتو ته شېيې شمېرلې.

پر١٢:١٠دقيقو اعليحضرت په يوه ښکلي ګاډي کې مسجد ته راغى او په مسجد کې د راټول شو خلکولخوا ورته تود هرکلى وويل شو. د اعليحضرت ښکلې جامې پر غاړه وې او ډېر ښه ښکارېده. جومات ته د اعليحضرت په ننوتو سره راغونډو شويو خلکو د الله اکبر چغې وکړې او پر اعليحضرت يې د نېکو پيرزوينو ګلان وشيندل. اعليحضرت په ډېر اخلاص سر ټيټ کړ او له ټولو خلکو څخه يې د مننې په ترڅ کې له ځينو وګړو سره د يوه عادي سړي په توګه خبرې اترې وکړې.

د اعليحضرت د راتلو له کبله د جومات دروازې او محرابونه په ګلانو سينګار شوي وو. اعليحضرت چې کله په لويه دروازه جومات ته ننووت؛ نو نېغ يې ځان لومړي پوړ ته ورساوه او د مقتديانو د ډېر ټينګار له کبله خطبې ته وخوت.

د اعليحضرت لخوا ويل شوې خطبه

الحمد لله الذى له ما فى السموات وما فى الارض وله الحمد فى الاخرة وهوالحکيم الخبير وهوالذى ارسل رسوله بالهدى ودين الحق ليظهره على الدين کله ولوکره المشرکون وهوالذى يصلى عليکم وملئکتيه ليخرجکم من الظلمت الى النور وکان بالمئومنين رحميا.

اللهم صل على سيدنا وموليٰنا محمد وعلى آل سيدنا وموليٰنا محمد وبارک وسلم.

ورونو! خداى يواځې د مسلمانانو نه، بلکې د ټولو کايناتو او ټولو ملتونو خداى دى، د دې لپاره ټول انسانيت يوه کورنۍ وګڼئ. تر کومه ځايه چې د ورورۍ، مينې، خواخوږۍ او ټولنيزو اړيکو خبره ده، نو د انسانانو ترمنځ د توپيرونو ديوالونه مه دروئ او مه يې ترمنځ امتياز راولئ. دا د امان الله وينا نه ده. دا د رسول الله حکم دى چې فرمايي: الخلق عيال الله فاحب الخلق الى الله من احسن الى عياله.

( مخلوقات د الله”ج” پيدايښت دى؛ نو الله”ج” ته هغه څوک نږدې دى چې د ده له کورنۍ سره مينه ولري).

د دغه حديث له مخې ټولو ديني ورونو ته نصيحت کوم چې له خدايه وويرېږئ، ښه خلک شئ، غوره عملونه خپل کړئ او چاته ځاني زيان مه رسوئ، مه يې جذبات ټپي کوئ.

ورونو! لمونځونه مو بايد د زړونو پاکوونکي وي، نه د يوڅو رسمي حرکتونو ټولګه. تاسې څه واياست، چې لمونځ څه شى دى؟ لمونځ يو تر ټولو غوره عبادت دى چې ستاسې پټ(باطن) او ښکاره(ظاهر) مينځي. د لمانځه ستاينه زما په خبرو کې مه لټوئ، بلکې د خداى په وينا کې يې وګورئ:

واستعينو بالصبر والصلوة.( د ستونزو او کړاونو پرمهال د صبر او لمانځه خوا ونيسئ).

اقم الصلوة لدلوک الشمس الى عسق الليل وقرآن الفجر ان قرآن الفجر کان مشهودا. (يانې د ماسپښين، مازيګر، ماښام او ماسخوتن لمونځ ادا کوئ او د سهار لمونځ چې د رڼا د رابره کېدو وخت دى، مه پرېږدئ).

ومن الليل فتهجد به نافلة لک. (او د شپې په يوه برخه کې د تهجد لمونځ کوه، چې ستا لپاره نفل دى).

فويل للمصلين الذين هم عن صلوتهم ساهون. (هلاک دې شي هغه خلک چې له خپل لمانځه نه بې پروا وي. يانې د لمانځه له مقصده خبر نه دي).

ان الصلوة تنهى عن الفحشاء والمنکر. (بېشکه لمونځ سړى له بې حياييو او ناوړو کارونو ايساروي).

تر دغو ايتونو وروسته درته يوځل بيا په ټينګار سره وايم چې ستاسې لمونځونه بايد ستاسې زړونه پاک کړي.

همدا راز د حج په اړه الله تعالى فرمايي: ولله على الناس حج البيت من استطاع اليه سبيلا. (څوک چې کعبې شريفې ته تګ توښه ولري؛ نو پر هغه د الله د کور حج فرض دى.

ليس عليکم جناح ان تبتعوا فضلا من ربکم. (که له حج سره سره تاسې د خداى له فضله ”له تجارته” ګټه اخيستل غواړئ، نو په دې کې هېڅ ګناه نشته، ځکه دا تر ټولو لوى او ګټور عبادت دى).

زما په اند حج يواځې د مکې زيارت يا د کعبې طواف نه دى، بلکې حج د يوه ملت د پرمختګ وسيله، د نړيوالې ورورولۍ تړاو او د اسانيت لپاره د سولې او امن پيغام دى. بېشکه چې حج يوه لويه فريضه ده؛ خو که څوک غواړي چې د مسلمانانو د سياسي کانفرنس له لارې حج ته لاړ شي، نو بايد د دغه کانفرنس غوښتنې په پام کې ونيسي.

اوس مو پام د زکات فريضې ته راړوم، چې الله تعالى يې په اړه فرمايي:

وما اتيتم من زکوة تريدون وجه الله فاولئک هم المضعفون. (څوک چې د خداى د رضا لپاره زکات ورکوي، هغوى مال زياتوي).

انما الصداقت للفقراء والمسکين والعملين عليها والمئولفة قلوبهم وفىالرقاب والغارمين وفى سبيل الله وابن السبيل. (بېشکه زکات او خيرات د فقيرانو، غريبو او د هغو خلکو چې د دغه زکات په راټولولو بخت دي، حق دى او د زکات مال دې د مرييو په ازادولو، د پور په ورکړه، د خداى په لاره يانې د مجاهدينولپاره د سامان په برابرولو او د مسافرو په پاللو ولګول شي).

لنډه دا چې ستاسې لمونځ، روژه، حج، زکات او بل هر عبادت بايد د خداى لپاره وي او د عبادت موخې مو په نظر کې نيولې وي.

اوس به يوڅه پر اسلامي ورورولۍ وغږېږم: تاسې ښايي نه ياست ځير شوي چې د يوه رښتيني مسلمان په فطرت کې د پرمختيا او لوړتيا هيله او جنون اغږلى وي، د خداى تعالى مهرباني هم بيا دومره ډېره وي، چې هېڅ هڅاند سړى له ناکامۍ سره نه مخ کوي، خو په دې آړ(شرط) چې زيارکښ سړى په خپل کار کې رښتنى اوټينګ وي او له زيار سره يې اخلاص هم مل وي. که خبره دا وي؛ نو بيا د اسلامي امت يوه لويه برخه ولې وروسته پاتې ژوند تېروي او ولې له زيار سره سره ناکام دي، سره له دې چې د پرمختګ وړتيا د دوى په خټه کې اغږلې ده. له دې هم سترګې نشي پټېدلاى چې مسلمانان پر خپل څښتن او د هغه پر عدل باور لري او د وعيد ژمنه يې رښتيا ګڼي. همد راز د خپلو غوره چارو په بدل کې د ثواب هيلمن او د ګناهونو په بدل کې له عذابه ويرېږي. بې له شکه چې له دغه پلوه مسلمان امت تر ټولو غوره او بريالى امت دى؛ خو بيا هم د پرمختيا او لوړتيا توان او وس نلري.

ورونو! تر کومه ځايه چې زه دغې پوښتنې ته ځير شوى يم؛ نو زما په اند د دې ټولو ګډوډيو او ناکاميو لامل او سرچينه يواځې يو څيز دى، چې د بې اتفاقۍ په نامه يادېږي. که تاسې په ګډه د الله ”ج” رسۍ ټينګه کړئ؛ نو برياليتوب مو حتمي دى، ځکه تاسې يواځې د ورورولۍ او خواخوږۍ د نشت له کبله په دومره کړاوونو او ستونزو اخته او له ناکاميو سره لاس وګريوان ياست. بې اتفاقي هغه بلا ده چې د ملتونو ريښې يې وچې کړې، لوى لوى هېوادونه يې نړولي دي، د لويو لويو واکمنو ارادې يې کمزورې کړې او له پلازه(تخته) يې پر بل مخ راغورځولي. پر دې سربېره يې د ډېرو لويو انسانانو زړونه اوبه کړي او په مرييتوب کې يې ښکېل کړي دي. که تاسې پرمختګ او لويي غواړئ؛ نو اسلامي ورورولي زده کړئ او بې اتفاقي ورکه کړئ؛ خو دا خبره هم مه هېروئ چې يو رښتنى مسلمان چې پر څښتن کلک باور او توکل لري، که په هر هېواد يا ملت پورې تړلى وي، له توکميزې کرکې پاک وي او هېڅ وخت حق او انصاف له پامه نه غورځوي.

ورونو! په پوره اخلاص سره درته وايم، چې که د ځان سمون ته مو پام وګرځاوه، شريعت ته مو مخه کړه او د خپلو مشرانو پر پله مو پل کېښود؛ نو ډېر ژر به مو څښتن په پرمختګ او لويى ونازوي او پر نړۍ باندې به د واکمنۍ او اغېز شتمني درکړي. که په تاسې کې يواځې يو کس په خپل خوى بوى کې بدلون راولي او سم شي؛ نو ټول ملت ورسره سمېدلاى شي، ځکه داسې خلک د خپلې ټولنې پر وګړيو اغېز ښندلاى او په ښه توګه د هغوى خدمت کولاى شي.

زما ورونو! د مسلمانانو لومړنۍ دنده د خداى رضا ته غاړه ايښوول دي، ځکه دا کار د اسلام بنسټ دى.

په پاى کې يوځل بيا درته په ټينګار سره وايم، چې ستاسې رب يواځې (رب المسلمين) نه دى، بلکې (رب العلمين) دى؛ نو تاسې ته ښايي چې له هرې ډلې او هر توکم سره ښې اړيکې ولرئ او چاته زيان ونه رسوئ. په افغانستان کې هم موږ دغه زرين آرونه پلي کړي، ځکه پکې سوله ټينګه ده. خداى دې موږ ته د عمل توفيق راکړي.

بارک الله لنا ولکم فى آلقران العظيم ونفعنا اياکم بالآيات والذکر الحکيم. انه تعالى جواد کريم ملک رب روف الرحيم.

دويمه خطبه

الحمدلله نحمده ونستعينه ونصلى على رسوله وعلى آله واصحاب الکريم وبارک وسلم.

درود وسلام پر رسول الله صلى الله عليه وسلم، حضرت صديق اکبر، حضرت فاروق اعظم،حضرت عثمان او حضرت علي، درود وسلام د حضرت محمد”ص” پر پاکو ښځو، حضرت فاطمه، د رسول الله ”ص” پر لوڼو او درود وسلام پر حضرت حمزه، حضرت عباس، حضرت امام حسين، امام حسن، ټولو اصحابو، مجتهدينو، د امت پر اولياوو او د خداى پر صالحو بندګانو.

ياايهاالذين آمنوا اطيعوالله واطيعوالرسول واُولىالاّمرمنکم ومنّ يُطع الله ورسوله فقد فازفوزاً عظيما ومن يطع الرسول فقد اطاع الله وما آتیکم الرسول فنُخذوه وما نهیکم عنه فانتهوا فان تنازعتم فى شئ فردوه الى الله والرسول.

فيآآيهاالناس عبدو ربکم الذى خلقکم واعبدوالله ولا تشرکوا به شيئا واشکروالله ان کنتم اياه تعبدون.

تر خطبې وروسته اعليحضرت په ډېرې خشوع او خصوع سره جمع ورکړه او په لومړي رکعت کې يې (طه) او دويم کې يې (انا انزلنا) سورة تلاوت کړ. د اعليحضرت غږ پر مقتديانو دومره اغېز وښانده، چې تر سلام وروسته چې هغه وکتل، نو ټولو مقتديانو ژړل. په لمانځه پسې جوخت اعليحضرت لاسونه لپه کړل او دا دعا يې وکړه:

ربنا عليک توکلنا واليک انبنا واليک المصير.

ژباړه: اى زموږ ربه! موږ پر تا توکل کوو، تاته رجوع کوو او هم تاته به بېرته درستنېږو.

ربنااغفرلنا ذنوبنا واسرافنا فى امرنا وثبت اقدامنا. (يا الله! ته زموږ ګناهونه وبښه، زموږ له هغو تېروتنو راتېر شه چې موږ په خپلوکارونو کې کړې او د دښمن پر وړاندې مو پښې ټينګې ساته).

واجعل لنا من لدنک وليا واجعل لنا من لدنک نصيرا. (او ته له خپلې خوا يو څوک زموږ ملاتړى او مرستندوى وګرځوه).

ربنا لاتزع قلوبنا بعد اذ هديتنا وهب لنا من لدنک رحمة انک انت الوهاب. (يا خدايه! پر سمه لاره باندې تر روانولو وروسته زموږ زړونه بېرته (له دغې لارې) مه کږوه او له خپلې خوا راباندې رحمت نازل کړه، بېشکه چې ته ډېر لوى ذات يې.

يا مولىٰ! موږ ټول رښتيني مسلمانان کړې او داسې لار راته راوښيه چې زموږ خوى بوى او عمل پرې جوړ شي او پر دين ودنيا دواړو بريالي شو.

يا خدايه! خپلو هندي بندګانو ته د نړۍ ټولې اسانتياوې، خوښۍ، ډاډ او هر هغه څه چې ستا له بندګانو سره ښايي، ورکړې.

يا ربه! امان الله چې ستا يو ګناهګار بنده او ادنى مريى دى، د خپل هېواد او ملت رښتينى خادم وګرځوه.

څښتنه! ما د خپل ملت رښتيني خدمت ته مټې رانغښتې، زما دغه اراده پخه او پياوړې کړې او په هلوځلو کې مې اخلاص او رښتينولي واچوې.

مولىٰ! زما د ملت يوه لويه برخه له ستونزو او کړاونو ډک ژوند تېروي، ته ورته د خپل عمل د سمون توفيق ورکړه او پرمختګ پرې ولوروه.

الهي! موږ ته د اسلامي ورورولۍ پر ګټو د غورکولو او پر دغه خوځښت د عمل توفيق راکړه او زموږ له زړونو کينه او عناد وباسه.

خدايه! موږ د تيري او بې انصافۍ له ګناه وساتې. موږ د خپلې پيروۍ وړ وګرځوې او له ايمان سره مرګ راکړې.

ربه! موږ پر ځان ظلم کړى، ځانونه مو پخپله تباه کړي؛ خو که ته راته بښنه ونه کړې او د خپل رحم جوګه مو ونه بولې، نو موږ به بېخي برباد شو.

خدايه! په دنيا او اخرت دواړو کې خير وبرکت راپه برخه کړې.

ربنا تقبل منا انک انت السميع العليم

څښتنه! ته زموږ دعا قبوله کړې، بېشکه ته د دعاوو اورېدونکى او د زړه په رازونو پوهېږې.

د دعا پرمهال د اعليحضرت سترګې د اوښکې ډنډ وې او څو شېبې يې پر خلکو هم اغېز پروت و. د اعليحضرت د هرې دعا په ځواب کې به د خلکو (آمين) ټول جومات پر سر واخيست او خلک به پوه شول چې همدا د دعا د قبلېدو وخت دى.

تر لمانځه وروسته اعليحضرت د لويې دروازې له لارې د جومات غولي ته وووت او هلته يې د ديدن له تږيو خوارو خلکو سره په غېږه روغبړ وکړ او د يوه عادي وګړي په توګه يې د هغوى احوال وپوښت.

اعليحضرت چې کله د لويې دروازې پر لور راروان و؛ نو يو خوار کاريګر ورمخکې شو او د ګلانو يو ښکلى اميل يې ورډالۍ کړ. اعليحضرت دا له اخلاصه ډکه ډالۍ په ورين تندي ومنله، کاريګر ته يې غاړه ورکړه او په تندي يې ښکل کړ.

بيا چې څه وخت له جوماته وووت او په ګاډي کې کېناست، د افغان پښتنو يوه ډله راغله او په لوړ غږ يې وويل: ((سلطان المعظم ما ساکنان افغانستان هستيم و ارزوى قدمبوسي داريم.))

ددې خبرې په اورېدو سره اعليحضرت له ګاډي راکوز شو او بې له شاهي ادابو يې د يوه نږدې ملګري په توګه له دغو بېکسو پښتنو سره خبرې اترې او ددې ترڅنګ چې دغه خلک يې د فى امان الله په ويلو سره رخصت کړل، پخپله په موټر کې کېناست او ارګ ته ولاړ.

له جومات څخه د روانېدو پرمهال راغليو خلکو په پوره جذبه د ((الله اکبر)) غږونه وکړل او پر اعليحضرت يې ګلان وشيندل. د ګلانو د شيندلو دا لړۍ تر ارګه روانه وه. د ارګ د شمالي دروازې ترڅنګ هم زرګونه خلک راټول وو. اعليحضرت چې له خپلې سورلۍ ښکته شو؛ نو دغو خلکو ته يې سلام وکړ اومېلمستون ته ننووت.

د اعليحضرت په نامه د بمبيى شرکت پرانستى ليک

د ١٩٢٤کال د دسمبر پر ١٦مه نېټه اعليحضرت ته د بمبيى شرکت لخوا يو پرانستى ليک واستول شو چې متن يې دادى:

اعليحضرته! د بمبيى شرکت غړي ستاسې په راتګ خوښي ښيي او د لا پرمختګ لپاره مو څښتن ته لاسونه لپه کوي.

اعليحضرته! د بمبيى اوسېدونکي ستاسې په راتګ ډېر خوشحاله دي او ستاسې کاته يو نااټکله نعمت ګڼي. تر دې له مخه هم هندوستان ته د مېلمنو په توګه ډېر واکمن راغلي، خو د اعليحضرت په څېر يو باشخصيته واکمن لومړى ځل وينو. اعليحضرت نه يواځې يو بريالى واکمن دى،بلکې يو غوره ا و ځيرک انسان هم دى او ځينې داسې ښېګړې لري چې د هر انسان په زړه کې لارې جوړوي.

اعليحضرته! هر سړى دا مني چې تاسې د ختيځ تر ټولو پوه او ځيرک واکمن ياست. ستاسې د پوهې او ځيرکۍ لپارهمدا بېلګه بس ده، چې افغانستان مو په خپلو هلوځلو په لږ وخت کې د بشپړې خپلواکۍ څښتن کړ او د خپلواکو او پرمختلليو هېوادونو په کتار کې مو ودراوه. خداى مو د پرمختګ دا لړۍ نوره هم چټکه کړه.

اعليحضرته! موږ ستاسې پر مينه او خواخوږۍ چې له موږ سره يې لرئ، وياړو. دغه پېرزوينې ستاسې په رښتينولۍ، پاکۍ، حقپالنې، هېوادپالنې او برابرۍ خوښونې دلالت کوي.

ژوندى دې وي امان الله خان

تل دې وي د افغانستان دولت

اعليحضرت د کارپوريشن ليک ته غوږ ايښى و او په ځواب کې يې وويل:

د کارپوريشن د ليک په ځواب کې

د اعليحضرت وينا

ملګرو! ستاسې تاوده هرکلي پرما ډېر اغېز وښانده او دې ته يې اړ کړم، چې له تاسې مننه وکړم. له تاسې (هنديانو) څخه زما هيله دا ده، چې ټول سره له مينې او ورورۍ ډک ژوند کوئ او د يو بل حقوقو ته په درنه سترګه ګورئ. زه د هندوستان ټولو اوسېدونکو ته دا وايم، چې تاسې ټول د يوه څښتن لمانځنه کوئ. د هغه څښتن چې د ټولو لپاره يې يو اسمان، يوه ځمکه او يو لمر پيدا کړي او د هر چا پر ځمکو يوشان اورښت کوي. باد د هغه په حکم چلېږي، هغه يواځې هندو، مسلمان،عيسايي، يهودي يا پارسي ته ځانګړى نه دى، بلکې د هرچا خداى دى. همدغه يو خداى ټول ساتي او پر ټولو يوشان پېرزوېنه کوي. خداى هيچا ته امتياز نه دى ورکړى، بلکې د هغه لورېينه او مهرباني عامه ده. د څښتن په نظام کې د حقوقو برابري او عدالت ته ځانګړې پاملرنه شوې. دا چې تاسې ټول يو خداى منئ او د يوه خداى عبادت کوئ؛ نو دا څومره د خواشينۍ خبره ده چې له يو بل سره مينه او خواخوږي نلرئ او ګډ ژوند نه تېروئ. ايا هندو په مندر او مسلمان په جومات کې د همدغه يوه خداى عبادت نه کوي؟ که کوي يې، نو بيا ددوى ترمنځ کينه او جګړه څه کوي؟ ما مسلمانانو ته د ورورۍ او نياو نصيحت کړى او نامسلمانانو ته هم دغه خبره کوم، چې يو بل ورونه وګڼئ او يو شئ، ځکه په يووالي کې ستاسې ګټه او برياليتوب نغښتى دى.

تر وينا وروسته د ( مهدويه) ډلې څو استازي اعليحضرت ته ورغلل او خپل ستايليک يې ورته وړاندې کړ. اعليحضرت دوى ته په نغوتې سره وويل:

اسلام يو بشپړ دين دى، په دې دين کې د هېڅ راز ډلو ټپلو ځاى نشته او بايد په څرګنده ووايم، چې هره نوې ډله او اختلاف له ځان سره نوي ناورينونه زېږوي، ځکه د هرې نوې ډلې ترشا د يو نه يو چا لاس وي. هرچا چې د شهرت او پيسو ګټلو په موخه په دين کې نوې ډلې راايستې، ښه يې نه دې کړې. زه په خواشينۍ سره وايم، چې داسې خلکو ددې کار پر پايلو فکر نه دى کړى او نه يې دا ځيرلي، چې پيسې او شهرت يواځې څو ورځني او لنډمهالي څيزونه دي.

تاسې ما پوښتلاى شئ، چې ولې له ډلو جوړلو څخه بېزاره يم؟ خبره دا ده، چې زموږ په دين کې نوې رامنځته شوې فرقې د تعصب په لعنت اخته دي او ګډوډي او خرخشې جوړوي. د نويو ډلو ناپوه پيروان هم دې ته نه دي ځير شوي، چې زموږ د حرص پالنې او شهرت غوښتنې پايلې به ناسمې وخېژي، د تعصب دروازه به پرانستې وي او سوله او امن به له ګواښ سره مخ شي. زه رښتيا وايم، شهرت خوښوونکو وګړيو د نويو ډلو په راايستو سره زموږ دين زيانمن کړى او په پليونيو(پيروانو) ويشلى تعصب يې د امن او سولې لپاره ګواښ ګرځېدلى. نن د دغو ډلو بنسټګر مړه دي او راټول کړى دولت ترې پاتې دى، خو کرلي اغزي يې اوس هم ژونديو ته زيان رسوي. که خداى کول، نو دغه خلک به د حساب وکتاب پر ورځ په دردناک عذاب اخته شي.

ورونو! ستاسې نجات يواځې په دې کې دى، چې د رسول الله سنت راټينګ کړئ او د خلفاى راشيدينو خويونه خپل کړئ. په پاى کې ستاسې د مينې درناوى کوم او له تاسې مننه کوم.

د يادونې وړ پېښه

د اعليحضرت او د ګاندي د ښځې ترمنځ خبرې اترې

د ١٩٢٧کال د دسمبر پر ١٦مه د ډونګري په غونډه کې هغه مهال چې حضرت مسيح الملک حکيم اجمل خان صاحب د جامعه مليه په استازۍ ستايليک لوسته، موليٰنا محمد علي صاحب اعليحضرت ته آغلې کستوري بايې( د مهاتما ګاندي ښځه ) وروپېژنده. اعليحضرت ناڅاپه ودرېد او آغلې کستوري بايې ته يې ورغږ کړ: ((راځه د مهاتما ګاندي مېرمنې!))، نوموړې چې د اعليحضرت غږ واورېد؛ نو ورغله او د اعليحضرت ترڅنګ کېناسته. د ګاندي ښځې ويل، چې مېړه يې نن سبا تر څارنې لاندې دى، ځکه يې په دغه غونډه کې ګډون ونه کړاى شو او د اعليحضرت له زيارته بې برخې شو. نوموړې زياته کړه چې ګاندي جي هندوستان ته د اعليحضرت په راتګ خوښي څرګنده کړې او له مينې ډک سلامونه يې رالېږلي دي.

اعليحضرت له کستوري بايې سره خواخوږي وښوده او ويې ويل: زه مهاتما ګاندي ته د يوه منلي، زړور، او رښتيني انسان په سترګه ګورم. بيا يې زياته کړه: بايې! تاسې مهاتما ګاندي ته زما لخوا ووايئ، چې ستا زه ستا ورور يم، ستا ملګرى يم او ډېر ښه ملګرى دې يم.

د دې خبرې په ځواب کې آغلې کستوري له اعليحضرت نه مننه وکړه او تر ګاندي يې د هغه د پيغام د رسولو ژمنه وکړه.

په بمبيى کې د اسونو د زغاستې ننداره

د ١٩٢٧کال د دسمبر پر ١٧مه تر غرمې وروسته په اسغالي کې يوه لويه غونډه جوړه شوه.

اعليحضرت ( تلواک اوسه) د بمبۍ د والي ترڅنګ د والي او وايسراى د ساتندويو ټوليو په بدرګه او ملکه په بل شاهي ګاډي کې له مېرمن ارون سره يوځاى غونډې ته راغله. افغان وزيران هم په بېلابېلو موټرونو کې سپاره وو. د غونډې په ځاى کې زرګونه وګړي د هرکلي لپاره راټول شوي وو او هر سړي د خپل درانه مېلمه راتګ ته سترګې پر لاره ګنډلې وې. غونډې ته د اعليحضرت په رارسېدو سره برخوالود (ژوندى دې وي اعليحضرت امان الله خان ) غږونه پورته کړه. نږدې ١٥دقيقې د هرکلي نارې انګازنې وې. بيا د اس ځغاستې سيالي پيل شوه، چې اعليحضرت ورته په ډېره مينه ځير و او چې سيالي پاى ته ورسېده؛ نو چکچې يې وکړې او ډالۍ يې وويشلې.

وروسته يې د بمبۍ ځينو چارواکيو ته وينا وکړه او په پاى کې په شاهي موټر کې سپور بېرته ارګ ته ولاړ.

اروپا ته د اعليحضرت روانېدنګ

له هند څخه د وتو شېبه

د ١٩٢٧کال د دسمبر پر ١٧مه اعليحضرت له بمبيى سره مخه ښه وکړه.

دولتي چارواکي له سهاره د خداى پامانۍ په مراسمو بوخت وو. له ارګ څخه نيولې بيا تر باب الهند پورې ټول واټونه په رنګارنګ بيرغونو ښکلي شوي وو. د ماښام تر ٤و بجو لږ وړاندې اعليحضرت له ملکې او ملګرو سره له ارګه په يوه ښکلي ګاډي کې سپور شو او د باب الهند پر لور وخوځېد. له اعليحضرت سره د ملتيا دنده د بمبيى والي،افغان قونصل جنرال او نورو درنو دولتي چارواکيو پر غاړه اخيستې وه او د لانسرز بمبيى لايټ هارس توپونه او د والي ساتندويه ټولي ورسره بدرګه روان وو. له آرګ څخه تر باب الهنده ټوله لار د بېلابېلو قومونو له وګړيو ډکه وه. له هر ځاى به چې اعليحضرت تېرېده، خلکو به خوښي څرګندوله او د پيرزوېنو ګلپاڼې يې پرې شيندلې. باب الهند ته د اعليحضرت په رسېدو سره د بندر توپونو سلامي وکړه. د باب الهند ټول ساحل د بمبيى مخورو خلکو نيولى و، چې د سر په خوځولو سره يې په ډېره مينه او اخلاص اعليحضرت ته سلام وکړ او په لوړ غږ يې ووايل:

به سفر رفتنت مبارک باد به سلامت روى وباز ايى

اعليحضرت په خندا د سلام ځواب ورکړ او د دوى له خلوص او مينې يې مننه وکړه. بيا يې د شاهي ټولي کتنه وکړه او د بمبيى له والي او مېرمن ارون سره ترخبرو وروسته په ډېر درنښت په راجپوتانه بېړۍ کې سپور شو. بېړۍ ته د ورختو پرمهال اعليحضرت ته د هندوستان سمندري توپونو سلامي وکړه او د بمبيى والي، مېرمن ارون او راغليو خلکو په پرله پسې چکچکو سره خپلې پېرزوېنې څرګندې کړې. په دې توګه د هند تر ټولو مخور مېمله رخصت شو.

هند ته د اعليحضرت د سفر ارزونه

(د مولينا محمد علي څرګندونې)

د بمبيى د کرانيکل ورځپاڼې استازي د بمبيى د پاڅون پرمهال له مولينا محمد علي سره وکتل او د هغو اغېزو د کښنې غوښتنه يې ترې وکړه، چې بمبيى ته د اعليحضرت راتګ پر نوموړي ښندلې وې. مولينا چې دنوموړي په ځواب کې څه ليکلي، دومره ارزښتناک دي، چې موږ يې ټکى پر ټکى دلته رااخلو:

مولينا محمد علي وويل: د اعليحضرت( تلواک اوسه) سفر ترهغې ډېر هېښنده وخوت، چې ما يې اټکل کړى و. ما دهغه دشخصيت په اړه ډېر څه اورېدلي وواو هغه مې يو افسانوي اتل او د هغه اړوند ښېګړې مې مبالغه ګڼلې؛ خو چې کله مې وليد، نو دا شخصيت تر هغه ډېر لوى و، چې موږ يې په اړه خبرې اورېدلې وې. په هر حال دې څيزونو د اعليحضرت سفر ښکلى او هېښنده کړى و.

د اعليحضرت تر ټولو هېښنده برخه په ناپوهو انګليسي دولتي چارواکيو پورې اړوند ده. انګليسي ورځپاڼو اعليحضرت له اسرارو ډک واکمن بللى؛ خو زما په اند پخپله دا دفتري حکومت له اسرار ډک حکومت دى.

د غازي امان الله خان تر تخت ناستې يواځې يو څو اونۍ وروسته د انګلستان د امپراتورۍ پر وړاندې چې نږدې يوه پېړۍ يې پر افغانستان واکمني (١) چلوله، د افغانستان د خپلواکۍ جګړه پيل شوه او هغه د سرحدي صوبې دځواکونو د مشر(چيف کمشنر) سرهملټن ګرانټ چې د سولې په خبرو اترو کې د انګلستان لخوا خپلواک او باوري استازى و، په وينا: ددغې لنډمهالې خو خواشينوونکې جګړې پاى پر افغانستان باندې د انګلستان د واکمنۍ پاى و، چې د نوموړي هېواد سترګې يې ورخلاصې کړې.

تر داسې پاروونکو څرګندونو وروسته هر سړى پوهېږي، چې د انګلستان دولت به له داسې يوه خپلواک ګاونډي هېواد سره د ملګرتيا مزي خامخا غزوي، په تېره دا چې په خوا کې يې د روسيې په څېر پانګوال او مطلق العنان دښمن هېواد هم پروت وي. اوسنۍ روسيه په افغانستان کې له انګلستان سره همغومره سيالي کوي، لکه تزاري روسيې چې کوله. هر چا همدا هيله درلوده، چې د انګلستان به د خپل ملګري ارواښاد امير حبيب الله خان د ځوان زوى رابلنې ته تلوسه وي او په پراخه زړه به د هغه مېلمستيا وکړي. شونې ده، تر دې ترمخه يې هم بلنه ورکړې وي؛ خو زه پرې هېڅ خبر نه يم. پرهرحال اعليحضرت د هندوستان له لارې ځکه اروپا ته روان دى، چې افغانستان له څلورو خواوو

(١) د ليکوال خبره سمه نه ده، بلکې دا د افغانانو له تاريخه پر ناخبرتيا ولاړه يوه خبره ده، پيرنګيانو د نولسمې پېړۍ له څلورمې لسيزې (د ١٨٣٨ له فرورۍ) راهيسې درې ځله د څلويښتو کلو په ځنډ پر افغاني سپېڅلې خاوره بلوسګر ګامونه ايښي؛ خو هرځل د افغانانو په مېړانه، سرښندنه او د ملي اتلانو په مخکښۍ ځوړند غوږونه له دې خاورې وتي دي.

څخه يو وچ مېشتى او په غرونو پوښلى هېواد دى، بحر ته کومه لار نلري، له همدې لامله د اسيا سويس باله شي؛ نو د انګلستان دفتري دولت ته دا يوه ښه مخه پر لاس ورغلې وه، چې د افغانستان د نوي واکمن، چې د خپلې واکمنۍ پيل يې د خپلواکۍ په جګړه وکړ او خپل هېواد يې د فرنګي له مرييتوبه وژغوره، زړه ته خپل مينه او ملګرتيا کېباسي.

زه په يقين سره وايم، چې د هند دولت د اعليحضرت، ملکې او ورسره ملګرو په هرکلي کې له خورا سخا نه کار اخيستى و، چې اندازه يې محصول ورکونکو ته جوته ده. د اورګاډي د سيلونونو جوړول چې لګښت يې نږدې ٢٥٠و زرو روپيوته رسېده او په شپه او ورځ کارسره يوازې په يوه مياشت کې چمتو شو، زما په اند يو بېځايه مصرف و. زه نه پوهېږم، چې ولې هغه سيلونونه چې د انګلستان د واکمنې کورنۍ لپاره جوړ شوي او دومره وخت پرې نه دى اوښتى، د افغانستان د شاهي مېلمنو لپاره ونه کارول شو. خير دا بېځايه لګښت ځکه د بښنې وړ دى، چې د هند دولت غوښتل د داسې يوه مېلمه چې په شخصيت پورې يې ډېرې مهمې او ښې يا ناښې پايلې تړلې دي، زړه ترلاسه کړي. په هر حال زه د اعليحضرت تر راتګ ايله يوه ورځ مخکې بمبيى ته راغلم او داسې څه مې واورېدل چې د اورېدو نه وو. دفتري دولت چې له يوې خوا يې له ټېکس ورکوونکو څخه بې خرته پيسې اخيستې او د افغانستان د شاهي مېلمنو په پالنه کې يې سخا ښوده، له بلې خوا يې له افغان مېلمنو سره کينه ساتله چې دغه کينه يې له مېلمستيا پرته په نورو ټولو برخو کې ښکاره وه.

اعليحضرت د هند پر يوه داسې لاره اروپا ته ولاړ، چې له آره يې نه غوښتل، ځکه نوموړى د پېښور له لارې، چې ټول خلک پرې ځي راځي او ډېره عامه ده، بمبې ته رانغى، بلکې له چمن نه لومړى کراچۍ ته راغى او له هغه ځايه نېغ په سمندري بېړۍ کې بمبۍ ته راورسېد. دلته د نوموړي پاتېېدل داسې وو، لکه يو اروپايي دولتي مامور چې د درېيو مياشتو د استحقاقي رخصتۍ د تېرولو لپاره کلي ته تلولى او په تلوسه وي. په داسې حالاتو کې څرګنده ده، چې امان الله خان به هندوستان هېڅ مطالعه کړى نه وي. امان الله خان د ټولو هغو شيانو، چې ويې ليدل، وړ و او له انګليسي کوربنو څخه هم هيله کېده، چې خپل مېلمه ته د دغې لنډې کتنې په ترڅ کې له خپل وس سره سم، هندوستان وروپېژني او په اړه يې ښايسته ډېر معلومات ورکړي؛ خو برتانوي دولت دا غوښتنه چې له اعليحضرت سره دې د ملکي وګړيو (د ښځمنو په ګډون) بدرګه هم وويني رد کړه. زه دا رنګه ځواب ته ډېر حيران شوم. زما په اند ددې کار يوازنى لامل دا و، چې دفتري دولت نه غوښتل، چې بمبيى ته د اعليحضرت په راتګ دې مسلمانان خوښي څرګنده کړي، يا دې له هغه سره مينه او اخلاص وښيي، خو زما په څېر د يوه سړي لپاره چې تل د اسلامي يووالي او ورورولۍ په تور تورن شوى، دا کومه لويه خبره نه ده. د ډېرې حيرانتيا خبره خو لا دا ده، چې دفتري دولت بمبيى کارپوريشن ته چې لويه برخه يې نامسلمانان جوړوي، هم اجازه ورنکړه، چې باب الهند ته د راننوتو پرمهال اعليحضرت ته ستايليک وړاندي کړي.

د دفتري دولت حماقت

په هغو شپو ورځو کې چې وايسرا د هند د بېلابېلو سياسي ګوندونو غړي غوښتي وو، چې د قانون جوړوونکي کميسون په اړه د لارډ برکن وروستي او پرېکنده احکامات واوري او په ټيټ سر يې ومني،د سټبمن ورځپاڼې خبريال په ديلي کې و. نوموړي ويلي وو: تقدير د انګلستان په برخه ليکلي، چې ورو ورو به په خپلو حماقتونو سره د هنديانو د ملتپالنې مړه ژواندي احساسات راوپاروي.

که د جنرل ډاير او سايمن د کميسون په اړه دا خبره سمه وي، نو بيا د اداري دولت په اړه، چې د کارپوريشن غړي يې له ارګ پرته په بل ځاى کې د ستايليک وړاندې کولو ته پرېنښودل، هم سمه خېژي. ښايي په دې خبره کې يوڅه صداقت وي، چې د انګلستان د واکمن استازى د يوه خپلواک هېواد واکمن ته ستايليک نشي وړاندې کولاى؛ خو د بمبيى له ١٣ سوه زره نفوس څخه يو سړى هم هغه لاملونه نشي منلاى، چې له مخې يې ستايليکونو ته ارګ ځانګړى شوى و.

نن سبا په هندوستان کې ګوندي او مذهبي خرخشې او ګډوډۍ دومره زياتي شوې، چې له هرچا سره د ورځپاڼې د لوست پرمهال دا فکر مل وي، چې په څلورو، پنځو ځايونو کې به خامخا د هندو- مسلمان د خرخشو او جګړو خبر لولي؛ نو په داسې حالاتو کې به د بمبيى په څېر په يوه ښار کې چې د هر توکم وګړي او د هر مذهب پلويان پکې اوسي، هيچا دا فکر نه وکړى؟، چې اخر يو مسلمان واکمن ته هرکلى کېږي. که څه هم دغه واکمن د هند د يووالي په غوښتنه مشهور دى؛ خو د خداى شکر دى، انګليسي اداري دولت د داسې يوه فکر کېدون له منځه وړى و او هندو، مسلمان، پارسي او چينايى ټولو په ګډه اعليحضرت او ملکې ته هرکلى ووايه. انګليسي اداري دولت د مېلمه پالنې پرځاى له کينې څخه کار اخيست، چې په دې کار سره يې بېشکه زموږ په مړه او له منځه تللي ملي احساس کې ساه وپوکله او موږ د خپل ګاونډي اسلامي هېواد واکمن ته د مسلمانانو په توګه نه، بلکې د ټول هندوستان په استازۍ ښه راغلاست ووايه.

د بمبۍ د ښځمنو مننليک

د اداري دولت د هغه حماقت په اړه، چې د بمبۍ د ښځمنو د مننليک پر وړاندې يې وښود، سړى څه ووايي. دا هم زما سلا وه. بمبۍ ته د راتګ پرمهال چې راته جوته شوه، چې د بمبۍ ښځمنو زما سلا منلې، نو ډېر خوښ شوم. سره له دې، چې ډېرو لږو خلکو ته څرګنده وه، چې د دې کار اصلي هڅوونکى څوک دى. په دې لړ کې يوه جرګه ګۍ هم جوړه شوې وه، چې د ټولو قومونو او ډلو استازې ښځې پکې شاملې وې. د مننليک د وړاندې کولو کار په ډېره چټکۍ سره روان و.

ويل کېږي، چې د بمبۍ ښځمنو د مېرمن ارون لپاره د خوږو د مېلمستيا د چمتو کولو تابيا هم کړې وه او دا دواړه کاره له يو بل څخه بېخي بيل وو او هيڅ تړاو يې سره نه لاره. په هرحال د دسمبر پر ١٣مه بمبۍ ته له رارسېدو سره سم خبر شوم، چې د بمبۍ ښځمنو ته ويل شوي، چې د افغانستان ملکه غواړي نن ټوله ورځ د څيزونو پر پيرنه تېره کړي، نو ښايي دومره وخت نلري، چې نن غرمه، چې د مېرمن ارون د خوږو مېلمستيا ترسره کېږي، د بمبيى د ښځمنو مننليک واوري.

ښايي دا انګليسي دود وي، چې د انګلستان د ملکې ترمخه د انګلستان د ملکې رعايها د يوه خپلواک هېواد واکمن ته مننليک نشي وړاندې کولاى، کېداى شي د دغه دود له مخې وايسراى د انګلستان له واکمن سره برابر وي، نو زه داسې اننګېرم، چې ددغه دود پر بنسټ به د هرولايت والي د انګلستان واکمن وي؛ لکه د بمبيى د والي سرليسلي ولسن په اړه چې ويل کېده. سر ليسلي پر باب الهند اعليحضرت ته هرکلى ويلى و. ماته خبر رارسېدلى و، چې اعليحضرت هم د بمبيى د والي پر نيت شک لاره، ځکه يې په شاهي مېلمستيا کې د ګډون لپاره يو ساعت ځنډ وکړ. وروسته والي ته هم څرګنده شوه چې د اعليحضرت شکونه بېخي سم وو، خو د وايسراى ښځې کوم قانوني او رسمي ارزښت نه لاره. پر ١٩٢٣کال په بمبيى کې په شاهي غونډه کې لارډکرزن دانګلستان د واکمن پر ورور ډيوک اف کناټ باندې لومړيتوب ترلاسه کړى و. که څه هم وروسته ځينو خلکو وغانده، خو بيا يې د فشار له کبله منلو ته اړوتل. خلکو هغه پېښه وزغمله، خو دا يې ونه زغملاى شوه او په يوه خوله يې وويل که وايسراى د واکمن پر ورور لومړيتوب غواړي، نو د وايسراى ښځه خو دې پر توډچس اف کناټ ځان لوړ نه ګڼي. ښه ده چې د انګلستان اداري دولت هغسې ټينګار لکه د وايسراى ترمخ يې چې اعليحضرت مان الله خان ته د مننليک پر وړاندې کولو کړى و، پر ښځو ونه کړ. يانې په ټينګه يې ترې ونه غوښتل چې د وايسراى د ښځې ترمخ دې د افغانستان ملکې ته مننليک نه وړاندې کوي؛ خو د انګلستان د اداري دولت دا ټينګار چې د افغانستان ملکې ته په وړاندي کېدونکي مننليک کې دې د وايسراى د ښځې نوم هم ځاى شي- هم څه کم نه و. دا ټولو ته ښکاره وه، چې د بمبيى ښځو د وايسراى ماندينې ته مننليک د وړاندې کولو هېڅ اراده نه درلوده او که يې لرلاى، نو د خوږو د مېلمستيا په څېر يې په دغه کار کې هم چا مخه نشوه نيولاى.

د بمبيى د مسلمانانو مننليک

دولتي چارواکيو چې ترمخه د ښځو د مننليک په برخه کې کومه زړه تنګي او بې عقلي ښوولې وه، همغسې يې د مسلمانانو غوښتنه هم له خاورو سره خاورې کړه. د بمبيى د ”اسلاميه ټولنې” غړيو غوښتل، چې اعليحضرت ته يوه مېلمستيا ورکړي؛ خو دولت يې مخالفت وکړ. د بمبيى د ”اسلاميه ټولنې” غړيو دا هيله ، چې اعليحضرت ته پکې د خوږو د مېلمستيا جوړول او د مننليک وړاندې کول راتله، بېخي قانوني وه. د انګلستان اداري دولت يوازې په دې پلمه، چې د مېلمستيا لپاره غوره شوى ځاى کوچنى دى، د مسلمانانو غوښتنه رد کړه، خو دا پلمه چې له امله يې مسلمانان په اولسي کچه د اعليحضرت له هرکلي بې برخې شول، يوه احمقانه کړنه وه. په بمبيى کې چې لا ترمخه په کې له لسوزرو مسلمانانو څخه د هرکلي جرګه ګۍ جوړه شوې وه- مسلمانانو ته دا ويل چې د مننليکونو د وړاندې کولو لپاره دې خپل يوه ډله استازي يا د اسلامي ټولنې د خوږو مېلمستيا ته راولېږي او يا دې د دولتي چارواکيو مقدسو ځايونو، يانې بالابارپوانټ، ته راواستوي- اصلا د ارګ د ليونتوب يوه لويه نښه وه. په دې اړه چې کوم معلومات لرم، نه غواړم ويې سپموم، خو دا خبره بايد وکړم، چې د مسلمانانو د غونډو مرکزي خلک تر پاى تينګ او ولاړ پاتې شو او له خپله ځايه يو لويشت هم ونه خوځېدل، چې پايله يې د هرکلي پر همغه ورځ د دولتي چارواکيو ماتې وه. د هرکلي پر همغه ورځ اعليحضرت له دومره ګڼې ګوڼې سره مخ شو، چې په اړه يې فکر هم نشو کولاى.

د پوليس کمشنر لاسوهنه

څرنګه چې دولتي چارواکيو په ملکي کچه د اعليحضرت د هرکلي مخه ونه نيولاى شوه، نو ويل کېږي چې د پوليسو کمشنر د نورو غړيو په ناخبرۍ کې د هر کلي د جرګه ګۍ دوه غړي دې ته چمتو کړي وو، چې غونډه د ١٥مې نېټې له شپې څخه د ١٦مې نېټې سهار ته واړوي، ځکه د دوى په وينا شپه د مسلمانانو لپاره خوندي وخت نه دى. مسلمانانو په ډېر لږ وخت کې هغه لار چې جرګه ګۍ له مخکې نه د ښه راغلاست لپاره ټاکلې وه، په رڼاوو ښکلې کړې وه او په زرګونه خلک د ډونګري ميدان ته چې د جميعت مرکزيه خلافت د دفتر ترڅنګ واقع دى، راروان وو. که څه هم د ټکټونو وېش د دولتي چارواکيو په لارښوونه د ښه راغلاست جرګه ګۍ هغو دوو غړيو، چې ما يې يادونه وکړه،ځنډولى و؛ خو د زرګونو خلکو تنده هم ماته نشوه، ځکه اعليحضرت د مسلمانانو له هغو لارو او کوڅو چې هر لوري ته پکې رڼاګانې خپرې وې، د ډونګري پراخه ډګر ته چې سپين پړک وه، رانغلاى شو.

څوک چې د هندوستان خلک له نږدې پيژني، نو پر دې هم پوهېږي، چې د داسې غونډو لپاره تر ورځې شپه ځکه غوره وي، چې د شپې لخوا ټول خلک وزګار وي او که يو خوار سړى هم وغواړي، په غونډه کې برخه اخيستلاى شي. بل دا چې د شپې لخوا که يو ځل د غونډې برخه وال منظم کېنول شي، نو بيا سمبالېداى هم شي. همدا راز د بمبۍ خلک سهار ناوخته پاڅېږي او په بمبۍ کې ورځ په لمرخاته نه، بلکې هغه وخت پيلېږي چې لمر پر سر ودرېږي.

دا خبره سمه ده چې د ورځې پر ١٠و بجو د اعليحضرت ښه راغلاست ته ٢٠٠زره خلک ولاړ وو، خو د دغو خلکو لويه برخه تر ٨و بجو وروسته راغلې وه او تر ٨و بجو دومره ګڼه ګوڼه نه وه. دا بهير بيا د اعليحضرت د راتګ پرمهال او وروسته هم رامات و، چې له دې کبله د ناستي ځاى هم ورو ورو ختمېده. خبره دې ته ورسېده چې د بمبۍ په څېر په يوه ښار کې چې د سهار پر١٠و بجو په کې د پېښور يا ديلي پرخلاف هوا ګرمه وي، خلک تر شنه اسمان لاندې په سره لمر کې ناست وو او د بل ځاى هېڅ بندوبست نه و؛ نو په بېلابېلو ټوليو کې چې د خلکو دناستي لپاره کوم انتظامات شوي وو، ټول ړنګ بنګ شول.

د اولس د مينې اغېز

کېداى شي زموږ نظم وسلېقې پر اعليحضرت څه ډېر اغېز نه وي ښندلاى، خو د نوموړي هغه خبرې چې د اولسي وګړيو تر کتنې لږ وروسته يې په ”اسلامي ټولنه” کې وکړې هم د يادونې وړ دي. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې له ده او ملت سره يې زموږ مينې ډېر اغېزمن کړى، خو تردې ډېره اغېزه پر موږ دده شخصيت وکړه. اعليحضرت به بې له دې چې رسمي آدابو ته پاملرنه وکړي، يا جرات له لاسه ورکړي، له اولسي وګړيو سره له نږدې ليده کاته کول او د هغوى په کتو به خوښېده. اعليحضرت ډېر زغم لاره او پخپله هم د هغه زده کوونکي يا د فابريکې د کاريګر په څېر و، چې د يوه اتل د ليدنې او د هغه د خبرو د اورېدو په پار د رضاکارو او پوليسو هم پروا نه کوي.

د الله اکبر غږونه

په هغه غونډه کې چې د کمېشنر په لاسوهنه يې وخت د شپې پرځاى ورځې ته اوښتى و، اعليحضرت لنډې خبرې وکړې؛ چې بيا يې ماسپښين مهال د ”اسلامي ټولنې” په تالار کې په خپلو خبرو سره د بمبيى مسلمانانو او والي ته وښوده، چې سهارنۍ غونډې پرې څنګه او څومره اغېز کړى؟ په سهارنۍ غونډه کې اعليحضرت مخکې له مخکې موږ ته ښوولې وه، چې د نوموړي پر شخصيت رسمي هرکلى (که هر څومره لوىهم وي) اغېز نشي ښندلاى؛ خو د اولس مينه ترې بيا زړه وړي. د اعليحضرت د هرکلي لپاره د ”اسلامي ټولنې” پر تالار ډېر خرڅ شوى و. اعليحضرت چې په دغه غونډه کې د ”اسلامي ټولنې” د غړيو ترڅنګ هغه خلک چې ښکلي او ګرانبيه کالي يې اغوستي وو او رسمي آداب يې دومره نه پرځاى کول،وليدل، نو رسمي آداب يې پرځاى پرېښودل او ويې ويل: تر دې ما مخه چې زه له تاسې مننه وکړم، غواړم د څښتن په نامه پيل وکړم او ستاسې احساسات راويښ کړم؛ نو چې کله د الله اکبر غږ پورته کړم، تاسې يې هم راسره راغبرګ کړئ. په دې توګه د ”اسلامي ټولنې” تالار هم پر سهارنۍ غونډه واوښت او د بمبيى والي او سرفرنس په خپلو غوږونو هغه څه واورېدل، چې د مخنيوي لپاره يې د اعليحضرت د هرکلي غونډه تر ارګ او د ټولنې تر تالاره محدوده کړې وه. خلکو وليدل چې د اعليحضرت په څېر يو سړى چې د اولس ترمنځ يو عام سړى او د واکمنو ترمنځ يو واکمن دى، څرنګه رسمي او ځانګړې هرکلي غونډې د اولسي خلکو پر هغو تودو غونډو اړولاى شي، چې د انساني احساساتو څپې پکې د پوليسو لخوا په جوړو شويو ورخونو وراوړي.

د غريبانو ملګرى

اعليحضرت امان الله خان شتمنو ته په ډاګه کړه، چې له اولسي وګړيو سره لېونۍ مينه لري او په عموميت خوښېږي. نوموړي هيله څرګنده کړه، چې بډايه وګړي دې پاټکيز توپير له منځه يوسي او ټولنه دې راخپله کړي. اعليحضرت همدا راز وويل: ښوونه او روزنه چې شتمن خلک ورسره مينه لري، بايد په يوه پوړ پورې محدوده نه وي، عامه دې شي او د ټولو وګړيو لپاره دې يو رنګه ښوونه- روزنه ترسره شي. نوموړي شتمنو وګړيو ته په نغوته څرګنده کړه: ستاسې پوښاک د بېوزليو تر هغو ډېر توپير لري، ما همدا نن سهار ستاسې همذهبي په شړېدلو او لنډو تنګو جامو کې وليدل. د پوښاک دا توپير بايد له منځه ولاړ شي او تاسې هم بايد د هغوى په شان جامې واغوندئ. اعليحضرت پر هغو لارو چارو، چې په مټ يې بېوزليو وګړيو ته خت ورکول کېږي او بډايه د پوښاک له افراطه ساتل کېږي، هم رڼا واچوله. زما په اند دا تر ټولو ښه لارښوونه وه او چې هر چا اورېدلې، تر ډېره به يې ياده وي. د اعليحضرت له هغې خبرې به چې په ژړغوني غږ يې وکړه او ويې ويل: ((زه هغې ورځې ته چې د خپل هېواد او ملت لپاره پکې ځان قربان کړم، سترګې پر لاره يم))؛ د يوه کلک زړى سړي او د بمبيى د ((لويانو او مخورو)) لپاره د اعليحضرت تر دې خبرې: ((دا واک او مرتبه زما کمال نه، بلکې زما ملت ماته راکړې، ګنې زه تر نورو غوره نه يم، زه يو کوزپوړى امان الله يم)) بل ښه پند نه وي.

د اعليحضرت څرګندونې

هندو، مسلمان، ايرانى او پارسيبان زما ورونه دي

د ١٩٢٧کال د دسمبر پر ١٧مه په ارګ کې اعليحضرت ته درې مننليکونه وړاندې شول، چې لومړى هغه د ايرانيانو او پارسيانو لخوا و، چې ښاغلي شوستري ولوست. په دغه مننليک کې د افغانستان او ايران ترمنځ لرغونيو اړيکو ته په نغوته ويل شوي وو، چې دا دوه هېوادونه له ډېر پخوا راهيسې له يو بل سره اړيکې لري.

اعليحضرت د ايرانيانو او پارسيانو ګډ مننليک واورېد او له هغوى يې مننه وکړه، ويې وويل: د هندوانو او مسلمانانو په څېر مې ايرانى او پارسى هم ورور دى. ما په جامع مسجد کې د خطبې پرمهال خپلو مسلمانانو ورونو ته دا نصيحت کړى، چې د هند له ټولو قومونو سره يو شان خواخوږي او مينه وښيئ او دغه سلا تاسې ته هم درکوم، چې د څښتن ټول مخلوق خپل ورونه وګڼئ، ځکه سولييز او مينه ناک ژوند تېرول د هر ملت لومړنۍ غوښتنه ده.

دويم مننليک د بمبۍ د مسلمانو زده کوونکو او ښوونکو د ګډې جرګې لخوا وړاندې شو. اعليحضرت د دې مننليک په ځواب کې د ښځو پر زده کړه ټينګار وکړ، زياته يې کړه: که افغانستان ته لاړئ، نو ټول هغه پرمختګونه به په خپلو سترګو ووينئ، چې د ښځمنو د ښوونې او روزنې په برخه کې شوي دي. اعليحضرت مسلمانو زده کوونکو او ښوونکو ته وويل: زما په عقيده، ښځې بايد د انساني ژوند په ټولواړخونو کې برابر حقونه ولري.

درېيم مننليک د هغو پښتنو لخوا و، چې له ډېر وخت راهيسې په هندوستان کې مېشت دي او د هندي ټولنې برخه ګرځېدلي. د دې مننليک په ځواب کې اعليحضرت وويل: زه د خپلو هېوادوالو احساساتو ته درناوى لرم، مننه ترې کوم او دا ورته وايم، چې د خپلواکۍ او برابرۍ مفهوم ته ټينګه پاملرنه کوئ، هندوانو ته ورنېږدې شئ او ځان له هندي ټولنې بيل مه ګڼئ. زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې زه هندو، مسلمان، ايراني او پارسي ټولو ته د خپلو ورونو په سترګه ګورم او ځان د هغوى خادم ګڼم.

د اعليحضرت سمندري پيغام

د ١٩٢٧کال د دسمبر پر ٨مه نېټه د افغانستان د بهرنيو چارو وزير سردارعلى غلام صديق خان وايسرا ته له شاهي سمندري بېړۍ( راجپوتانې) څخه، چې اعليحضرت پکې سفر کاوه، يو لاسليکلى پيغام راولېږه. په دغه پيغام کې راغلي وو چې اعليحضرت او ملکه روغ رمټ دي او د هندي دولت له هرکلي څخه مننه کوي. اعليحضرت او ملکې له راجپوتانه بحري بېړۍ نه ډېر خوند واخيست او د بېړۍ هر ځاى يې وکوت. سمندر پرځاى ولاړ دى او په کيښتۍ کې ناست خلک ټول ښه او خوشاله دي

په عدن کې د اعليحضرت تود هرکلى

د ١٩٢٧زېږدي کال د دسمبر پر ٢١مه اعليحضرت عدن ته ورسېد. د عدن پر بندر اعليحضرت ته د وايسراى استازي، لېډي سټورټ او د عدن د اوسېدونکو په استازۍ ځينو نامتو وګړيو ښه راغلاست ووايه. د بحرغاړ په رنګارنګو بيرغونو ښکلې شوې وه او څو ګامه هاخوا ترې د خلکو يوه لويه ګڼه ګوڼه، چې د اعليحضرت انتظار يې کاوه، ولاړه وه. له بېړۍ څخه په کوزېدو اعليحضرت ټولو ته سلام وکړ او د دعا په ويلو سره الوتکې ته وخوت او سعيد بندر ته روان شو.

د سعيد پر بندر د اعليحضرت هرکلى

سعيد بندر ته په رسېدو سره د بندر يوولسم پلي ټولي سلامي وکړه او دولتي چارواکيو او لوړ پوړيو پوځي افسرانو اعليحضرت ته هرکلى ووايه.

پر بندر باندې د اعليحضرت ډېر مينوال راټول شوي وو. اعليحضرت ټولو ته سلام وکړ او له هغه ځايه په شاهى اورګاډي کې سپور قاهرې ته ولاړ.

د عدن د اسلامي جميت مننليک

د ١٩٢٧کال د دسمبر پر ٢١مه چې اعليحضرت عدن ته ورسېد؛ نو د هغه ځاى د اسلامي جميعت غړيو ورته لاندې مننليک وړاندې کړ:

د افغانستان واکمنه، اعليحضرته! عدن ته په راتګ درته د اسلامي جميعت ټول خادمان د زړه له کومې ښه راغلاست وايي او د اروپا د سفر په لړ کې ستاسې کاته خپله نېکمرغي ګڼي.

اعليحضرته! ستاسې په راتګ موږ دومره خوشحاله شوي يو، چې د وينا لپاره يې الفاظ نلرو. خداى مو په خپلو موخو کې بريالي لاره.

واکمنه! تاسې ته څښتن فوق العاده اعصاب درکړي او تاسې د ختيځ تر ټولو ويښ او ځيرک واکمن ياست. څښتن مو په سپېڅلو احساساتو، ارادو او رڼو افکارو کې برکت واچوه او د اسلامي امت د برياليتوب لامل وګرځئ. آمين.

اعليحضرته! موږ خبريو، چې ستاسې تر ټولو خوښ کار د افغان ملت پرمختګ، د پوهې دودونه، د عدالت پلي کول او د هېواد د پرمختيا لپاره زيار ايستل دي. دا هغه څيزونه دي، چې اعليحضرت د يوه روڼ اندي واکمن په توګه راپيژني او بايد وستايل شي.

اعليحضرته! په پاى کې درسره يوځل بيا خپله مينه او خواخوږي څرګندوو. خداى مو پر عمر برکت واچوه او خداى دې وکړي، چې ستاسې ملت ستاسې تر سيوري او مشرۍ لاندې ښايسته ډېر پرمختګ وکړي. آمين

و اخر دعوينا ان الحمد لله رب العلمين

د افغانستان واکمن په مصر کې

په قاهره کې د غازي امان الله خان تود هرکلى

د سعيد له بندره تر روانېدو وروسته شاهي اورګاډى يوازې د اسماعيليه پر تمځي د ٥و دقيقو لپاره ودرېد. بيا له هغه ځايه قاهرې ته روان شو. پر لاره به چې د اورګاډي پر کوم تمځي ګڼه ګوڼه ډېره وه، اورګاډى به ورو شو.

د البلاغ ورځپاڼې خبريال وايي، چې پر ټولو لويو تمځيو د مصري وګړيو ګڼه ګوڼه وه. تمځي ته د شاهي اورګاډي په رسېدو سره د ليدو تږيو ولاړو خلکو د الله اکبرغږ پورته کړ، چې اعليحضرت يې په اورېدو خوښي وښوده او راغليو خلکو ته يې د لاس په اوچتولو سلام وکړ.

د اورګاډي پر ليکه لوړ پوړې ودانۍ ټولې خلکو نيولې وې. اعليحضرت دوى ته هم ځان وروښود او سلام يې ورته وکړ.

د قاهرې د اورګاډو د تمځي زړه وړونکې منظره

د ١٩٢٧کال د دسمبر پر ٢٦مه نېټه ماسپښين مهال اورګاډى د قاهرى د اورګاډو تمځي ته ورسېد. د قاهرې د اورګاډو تمځى ښه ښايسته سينګار شوى و او پر لومړۍ چوتره باندې سور بخملي فرش هوار و. د شاهي اورګۤاډي تر رسېدو لا له مخه د مصر واکمن ملک فواد، د کابينې غړي، پوځي مشران او ولسي مشران پر تمځي ولاړ وو او اعليحضرت ته يې انتظارايسته. کله چې شاهي اورګاډى تمځي ته ورسېد؛ نو هرکليوالو ورته ښه راغلاست ووايه او خپلې نېکې پيرزوينې يې څرګندې کړې. تر ټولو لومړى د مصر واکمن ملک فواد شاهي اورګاډي ته ورمخکې شو او له اعليحضرت سره يې روغبړ وکړ. بيا د هرکلي سندره وغږول شوه او ورپسې ملک فواد ، اعليحضرت ته د کابينې غړي، پوځي افسران او لوړ پوړي چارواکي وروپيژندل. اعليحضرت امان الله خان له ټولو سره ستړي مشي وکړه او تر ستړي مشي وروسته له ملک فواد سره يوځاى په يوه ښکلي ګاډي کې کېناست او د ابي الصباح ماڼۍ پر لور وخوځېد.

شاهي بدرګه

بدرګه څه داسې اوډل شوې وه، چې تر ټولو ترمخه رپيوال غونډ روان و، ورپسې د سپرو پوليسو ټولى و او تر سپرو پوليسو وروسته شاهي ګارد و، چې بيا ورپسې په شپږو ګرانبيه عربي اسونو تړلى شاهي سورلۍ روانه وه. پر اسونو باندې په مراکشي جامو پټ دوه سپاره مخکې او دوه نور وروسته ناست وو. په سورلۍ کې دننه ښي اړخ ته امان الله خان او کيڼ ته ملک فواد ناست و. په شاهي سورلۍ پسې يو ښکلى ګاډى چې د افغانستان او مصر ملکې په کې ناستې وې، روان و. تر دوى وروسته درې ګاډي وو، چې د افغانستان او مصر وزيران او مشران په کې ناست وو.

دا لويه بدرګه له لاندې لارو تېره شوه:

د نور بابا لويه لار، د کامل لويه لار، اوپيرا فيلډ، د کبرىٰ لويه لار، قصر النيل، د سليمان لويه لار، پاشا او قصر ابي الصباح.

د قاهرې د اورګاډي له تمځي (جنکشن) څخه نيولې تر قصر ابي الصباح پورې ټولې لارې له خلکو ډکې وې. له هرځاى څخه به چې بدرګه تېرېده، د الله اکبر غږونه به پورته کېدل او پر بدرګه به ګلان شيندل کېده.

قصر ابي الصباح ته په رسېدو سره بدرګه ودرېد، ځکه د اعليحضرت او د هغه د ملګرو د هستوګنې لپاره همدغه ځاى غوره شوى و. له شاهي سورلۍ څخه تر کوزېدو وروسته اعليحضرت شاهي مېلمستون ته ننووت ، چې ډېر يې خوښ شو. د شاهي مېلمستون کوټې او او ځمکې داسې سينګار شوې وې، چې د شنه چمن په څير برېښېدې.

د مصر د ښځينو لخوا د افغانستان ملکې ته هرکلى

د بدرګې تر خپرېدو وروسته د مصر ښځمن پلاوى راغى او آغلې ملکې ته يې ښه راغلاست او مبارکي وويله.

پلاوى له لاندې ښځو جوړ و:

هدىٰ خانم شعرادي، آغلې محمد علي پاشا، آغلې صمدي پاشا، آغلې احسان، آغلې منيره،د نوري مېرمن عزيزه، آغلې فردوس او آغلې حسين پاشا.

يادونه: دا ټولې د ښځينو د يوې ټولنې [انجمن اتحاد نسايي] غړې دي.

له مصريانو سره د اعليحضرت له خلوصه ډک چلند

په مصر کې له خلکو سره د اعليحضرت نېک چلند به تل يادېږي. اعليحضرت به يقينا چې په کابل کې بې تکلفه اوسېږي؛ خو تردې زياته بې تکلفي يې په مصر کې وښوده. نوموړي له خواصو او عوامو سره ليده کاته وکړه، د ورځپاڼو له خبريالانو سره يې مرکې وکړې، د يوه عادي وګړي په توګه ښوونځيو او پوهنتونونو ته ولاړ او په ازهر پوهنتون کې يې بې له دې چې دولتي چارواکي پرې خبر وي، لمونځ وکړ. د شاهي سفرونو په تاريخ کې دا لومړي بېلګه ده، چې اعليحضرت وړاندې کړه.

پر مصري اولس باندې د اعليحضرت د شخصيت اغېزه

د شاه امان الله خان خپلسري، بې تکلفه چال چلند او ساده توب پر مصري اولس ډېر اغېز وښانده. مصريانو چې د اعليحضرت ساده توب او برابري خوښونه وليده، نو له خپل واکمن څخه يې هم د ورته کرکټر هيله څرګنده کړه. د دسمبر پر ٣٠مه ټولو مصري ورځپاڼو له ملک فواد څخه غوښتي وو، چې د شاه امان الله خان پليون وکړي.

د محمد علي پاشا د جومات پېښه

د ١٩٢٧کال د دسمبر پر ٢٩مه تر غرمې وروسته اعليحضرت په يوه ښکلي موټر کې سپور شو او د محمد علي پاشا مسجد ته ولاړ. مسجد ته د ور ننوتو پرمهال يوه خدمتګار د څرمنې موزې وروړې. خدمتګار غوښتل، چې ورپښو يې کړي، خو اعليحضرت يې لاس ونيو او خدمتګار ته يې وويل: استعفرالله! زه نه غواړم تاسې ته تکليف درکړم، زه هيچا ته اجازه نه ورکوم، چې څپلکې راسمې کړي، زه بايد خپلې څپلکې پخپله سمې کړم. تا نه دې اورېدلې، چې رسول الله به پر خپلو اصحابو ځان لوړ نه ګاڼه، بلکې هغوى به يې خپل ورونه بلل. اصحاب به تل هېلمن وو، چې رسول کريم”ص” ورته د يوه کار ووايي او دوى يې پرځاى کړي؛ خو رسول الله به خپل کارپه چا نه کاوه، بلکې پخپله به يې هم د نورو کارونه ترسره کول. ما په يوه حديث کې لوستي، چې رسول کريم”ص” يوځل له اصحابو سره په يوه شنه سيمه کې تم شو. تر سلا وروسته ټولو اصحابو ځان ته کارونه وټاکل: چا د وزې حلاله پر غاړه واخيسته، چا د غوښې وړول ومنل او چا يې د پخلي ژمنه وکړه. رسول کريم”ص” وپتېيل، چې له ځنګل نه لرګي راوړي؛ خو اصحابو ورته وويل، چې موږ يو، تاسې ته د کار اړتيا نشته. رسول کريم”ص” د دې خبرې په ځواب کې وويل: زما دا نه خوښېږي، چې تاسې دې کار کوئ او زه دې پر تاسې امر کوم. تر دې خبرې وروسته حضرت محمد”ص” لاړ او له ځنګل نه يې پر خپل مبارک سر باندې لرګي راوړل. د حضرت محمد”ص” دغه کړه زما پر وړاندې دى؛ نو يه غريبه څوکيداره! زه تا نه پرېږدم، چې ماته څپلکې سمې کړې. ته زما ورور يې او زه ستا د مينې درناوى کوم.

څو شېبې په ازهر پوهنتون کې

اعليحضرت ازهر پوهنتون ته په داسې حال کې ولاړ، چې هيڅوک پرې نه و خبر؛ خو بيا هم چې کوم علماء وو، هغوى ورته ښه راغلاست ووايه. لږه شېبه وروسته اعليحضرت د مازيګر د لمانځه هيله څرګنده کړه. په دغه وخت کې د اعليحضرت هيټ(شپو) پر سر و. له علماوو څخه يې پوښتنه وکړه، چې له هيټ سره لمونځ کېږي؟، علماوو ورته په ځواب کې وويل: بېخي کېږي.

اعليحضرت د الحمدلله په ويلو د مصر علماء پوه او روڼ اندي وبلل، زياته يې کړه: ما له ځينو لنډپارو او ناپوهو ملايانو څخه اورېدلي، چې د هيټ پر سرول، کوټ اغوستل، پتلون اغوستل، په الوتکه کې سفر کول او وايرلس(بې مزي تيليفون) او لوډسپيکر کارول ناروا دي او له هيټ، کوټ او دريشۍ سره لمونځ نه کېږي. دا د ځينو ملايانو ډېره لويه ناپوهي ده. زه وايم، چې حضرت محمد”ص” په عربو کې زيږېدلى و، ځکه يې عربي جامې اغوستې. پر هغه مهال نړۍ د نن په څېر پرمختللې نه وه، خلکو به ملابند، اوږدې کورتۍ او پګړۍ (عمامه) د لباس په توګه کارولې، نو ايا نن هم چې نړۍ دومره پرمختللې ده، د ملابند، اوږدې کورتۍ او عمامې اغوستل اړين دي؟ او که د لندن او پارس متمدن فيلسوفان اسلام ومني؛ نو هغوى به هم ددغو څيزونو اغوستلو ته اړ کېږي؟

په ياد مو وي، چې اسلام يوه پوښاک نه دى ځانګړى او نه يې اسلام ترلباسه محدود کړى.

در عمل کوش وهرچه خواهى پوش

(کړه دې سم کړه، چې څه دې زړه وي اغونده يې)

پورتنۍ بولنه بېخي رښتيا ده. حضرت محمد”ص” هيڅوک د يوه ځانګړي پوښاک اغوستو ته نه اړايستي؛ نو بيا ملا صاحبان څنګه هيټ، کوټ او پتلانه ته ګوته نيسي. ولې ملا صاحبان ګرانبيه قبا(چغه) او ګرانبيه کميس و پرتوګ اغوندي او ګرانبيه بوټان پر پښو کوي؟ ايا د کميس وپرتوګ اغوستل او د بوټانو پر پښو کول سنت دي؟، حضرت محمد”ص” کله چغه او (اوسنى) پرتوګ اغوستي؟ که نه، نو بيا کميس پرتوګ ته شرعي جامه او چغې ته شرعي چغه ولې ويل کېږي؟

حقيقت دا دى، چې دا خبرې د لنډپارۍ او ناپوهۍ زېږنده دي. زما په اند، که دا ناپوهي همداسې پاتې شوه؛ نو ډېر ژر به دا ناپوه ټولى له ساحې وايستل شي او ليونتون ته به ولېږل شي.

تر خبرو وروسته اعليحضرت په يوه عالم پسې د مازيګر لمونځ وکړ او تر لمانځه وروسته يې له امام څخه وغوښتل، چې په صدق او اخلاص سره د اسلام د پرمختيا او د مسلمانانو د يووالي لپاره دعا وکړي. امام ودرېد او په ولاړه يې په ډېرې عاجزۍ سره په دعا پيل وکړ. اعليحضرت په داسې حال کې چې له سترګو به يې اوښکې روانې وې- په هرې لنډې دعا پسې په لوړ غږ آمين وايه. په دعا پسې جوخت اعليحضرت له علماوو سره د څو خبرو کولو هيله څرګنده کړه. بيا پردې سکالو چې- د سمو ديني زده کړه د نشت له کبله مسلمانانو ته ډېر زيان رسېدلى- خبرې وشوې، ترڅنګ يې دا هم وځيرل شو، چې د ديني زده کړو لپاره ټاکلى اوږد مهال او په ديني مدرسو کې د نااړينو کتابونو ښوونه- هغه لاملونه دي، چې مسلمانان يې له ديني زده کړو بېزاره کړي؛ نو روڼ اندو علماوو ته پکار دي، چې ژر تر ژره ديني زده کړو ته پام واړوي او سمون په کې راولي. په دې وخت کې يوه مصري عالم وويل، چې په ازهر کې زده کړې دوولس کاله دي. د دې خبرې په اورېدو باچا موسک شو، ويې ويل: پر زده کړه باندې دومره وخت تېرول، زما خوښ نه دي، اعليحضرت زياته کړه: د ديني زده کړو لپاره د مهال له غوښتنو سره سم د يوه صحيح نصاب په رامنځته کولو کې بايد د اسلامي نړۍ ټول علماء له يو بل سره مرسته وکړي. په دې کې شک نشته چې الله”ج” د انسانانو مرستې ته اړتيا نلري، خو انسان اړ دى، چې له يو بل نه ګټه واخلي او له يو بل سره منډه ترړه ووهي. پوهانو ته ښايي، چې له نالوستو سره مرسته وکړي، شتمن بايد خواران له پامه ونه غورځوي، زورور بايد کمزورو ته شا نه کړي او روڼ اندي بايد له ناپوهو سره مرسته وکړي. تر دې وروسته اعليحضرت يوه عالم ته مخ ورواړاوه او پوښتنه يې ترې وکړه، چې ځينې ملايان د خاورو په تيلو او د سپرټو په نغري د پخې شوې ډوډۍ خوراک ناروا بولي، تاسې په دې اړه څه واياست؟

عالم په ځواب کې وويل: څوک چې د سپرټو په نغري پخه شوې ډوډۍ ناروا بولي، هغه جاهل دى، له سمې پوهې، دين او سالم فکر نه بې برخې دى. تر دې خبرو اترو وروسته اعليحضرت له ازهر پوهنتون نه ولاړ.

څو شېبې د ختيځ د يووالي په ټولنه کې

د ١٩٢٧کال د دسمبر پر ٣٠ مه اعليحضرت د قاهرې د ختيځ د يووالي ټولنې (الرابطه الشرقيه) په غونډه کې ګډون وکړ. غونډه والو د الله اکبر غږونه پورته کړل او د ګلانو په شيندلو يې د اعليحضرت تود هرکلى وکړ. په غونډه کې د ټولنې غړيو يو مننليک وړاندې کړ، چې په ځواب کې يې اعليحضرت پاروونکې وينا وکړه. د دغې وينا ژباړه دا ده: زه د دې ټولنې د غړيو په کتو ډېر خوښ شوم. زه د دوى له مينې مننه کوم او غواړم تاسې ته په څرګندو ټکو کې ووايم، چې نننى ختيځ له پروني هغه سره توپير لري. څو کاله ترمخه ختيځ مظلوم و، محکوم و، او نننى هغه که څه هم د يوې بشپړې خپلواکۍ څښتن نه دى؛ خو د خپلواکۍ او يووالي په ارزښت او مانا پوهېږي او د خپلواکۍ ترلاسي ته يې مټې رانغښتي. نننى ختيځ د خپلواکۍ او يووالي پر لور روان دى او ټولنيز عدالت غواړي. خداى شته د ختيځ يووالى زما لوى ارمان دى. زه د ختيځ يووالي ته سترګې پر لار يم.

(د ستاينې غږونه)

د ختيزو ملتونو له يووالي څخه موخه له لويديځ سره دښمني نه ده، بلکې د ختيځ سم سمکى دى. داسې سمون چې له مخې يې ختيځوال خپل ژوند او عزت وژغورلاى شي. د ختيزو ملتونو په يووالي کې مذهبي توپيرونه او اختلافات هېڅ ارزښت نلري. هر ملت پوه شه او خپله ګروهه يې.

ښاغليو! زما سفر ته د کتنې په ترڅ کې ځينو خپرونو ليکلي وو، چې زما سفر به خامخا د منځنۍ اسيا پر سياسي حالاتو څه ناڅه اغېز پرېباسي او د ختيځ يووالى به پياوړى کړي. د خپرونو دا خبره سمه ده. ما همدا اوس تاسې ته وويل، چې د ختيځ يووالى زما لوى ارمان دى او زه غواړم، دا کار ژر تر ژره وشي. زما په اند ختيز ملتونه يووالي ته چې د دوى واکمني ژغورلاى شي- سملاسي اړتيا لري. نن ورځ په نړۍ کې يو څو ملتونه دي، چې ځان د سولې او امن سرلاري بولي، خو حقيقت دا دى چې دا د لويديزو ملتونو يوه ټولنه ده، چې له ختيځ سره هېڅ ډول خواخوږي نلري. دې ټولنې د ختيځ يو دوه ځواکمن هم له ځان سره ملګري کړي؛ خو دا يوه تېروتنه ده. تر شننې وروسته دختيځ د يووالي سکالو بشپړه روښانه ده او نورې توضيح ته اړتيا نلري. که چېرې د ختيځ ځواکونه ( افغانستان، جاپان، هندوستان، ايران، ترکيه….) سره يو شي؛ نو د ختيځ لويي او پرتم به له هر رنګه ګواښونو وژغورل شي. د دې حقايقو تر وضاحت وروسته خپلې خبرې پاى ته رسوم.

له اعليحضرت سره د هندي محصلينو د پلاوي ليده لېدنه

د ١٩٢٧کال د سمبر پر ٣١مه نېټه پر ٧و بجو او ٤٠و دقيقو د هندي محصلينو يو پلاوي، چې په ازهر پوهنتون کې يې زده کړې کولې- له اعليحضرت سره وکتل. اعليحضرت دوى ته وويل: د هندوستان اوسېدونکي زما ګاونډيان دي. زه له هنديانو سره رښتينې مينه لرم او په هندوستان کې د هنديانو تاوده هرکلي زه له هغوى سره مينې ته اړايستم. زه پوهېږم، چې هغوى له موږ سره ژوره خواخوږ لري.

زه ستاسې د سپېڅلو احساساتو درناوى کوم او ستاسې په کتو ډېر خوشحاله يم. خداى مو بريالي لره، خداى مو د هېواد او ملت د خدمت مصدر وګرځوه او څښتن مو ارادې پياوړې لره.

زه ستاسې لپاره روښانه راتلونکې غواړم او هيله لرم، چې د ختيځ سپېڅلي او راڼه احساسات ژوندي وساتئ.

د انجينرۍ پوهنځي کتنه

د ١٩٢٧کال د سمبر پر ٣١مه لس بجې اعليحضرت امان الله خان په قاهره کې د انجينرۍ د يوه ښکلي پوهنځي کتنه وکړه. په کتنه کې يې د کالج محصلينو ته وويل:

زه رښتينې خوښي هله انګېرم، چې له محصلينو سره يوځاى شم. په افغانستان کې زما تر ټولو ښه وخت هغه وي، چې له محصلينو سره يې تېروم. زه له پوهنو او فنونو سره ډېره مينه لرم او يو څه ترې خبر هم يم. د خپل هېواد په ښوونځيو کې زه هم کله ناکله درس ورکوم او له دې کاره خوند اخلم. په نږدې راتلونکي کې کېداى شي، ځينې افغان محصلين هم په دې پوهنځي کې د زده کړې لپاره راشي. لوى څښتن مو بريالي لاره!

په قاهره کې د مرافعه محکمې کتنه

پر شل باندې يوولس بجو اعليحضرت مرافعه محکمې ته ولاړ او د بېلابېلو څانګو کتنه يې وکړه. تر کتنې وروسته يې قاضيانو ته وويل:

په هر رنګه شرايطو کې د عدالت پلي کول او له هېچا څخه نه ويرېدل- د قاضيانو تر ټولو لويه ځانګړنه ده. زه د بېلګې په توګه تاسې ته د خپل هېواد يوه پېښه وايم:

يوځل په کابل کې يوه افغان پر ما دعوه وکړه. محکمې تر اړينو پوښتنو، ګروېږونو وروسته د يوه عسکر پر لاس جلب راولېږه او زه يې محکمې ته وغوښتم. عسکر ته ما وويل، چې لاسليک مې واخله او جلب پرېږده، زه به لږ وروسته پخپله محکمې ته لاړ شم؛ خو عسکر زما غوښتنه ونه منله او زه اړ شوم، چې له هغه سره يوځاى محکمې ته ولاړ شم. محکمې ته په رسېدو سره راته قاضي جګ نه شو او زه چوپه خوله يو اړخ ته ودرېدم. کله چې پر قضيه باندې خبرې پيل شوې، قاضي له ما نه بيان واخيست او زما پر ضد يې پرېکړه وکړه.

د اعليحضرت په نوم د ولسي جرګې د غړيو پرانستى ليک

د دسمبر د ٣١ًمې پر ماسپښين د مصر د اولسي جرګې غړيو، اعليحضرت اولسي جرګې ته وباله. اعليحضرت پر ټۤاکلي مهال ورغى. ګډونوالو يې په تودو چغو هرکلى وکړاو د اولسي جرګې مشر ورته يو ليک وړاندې کړ. د ليک په يوه برخه کې راغلي وو: موږ(د مصر اوسېدونکي) د اعليحضرت په راتګ خوښي ښکاره کوو او غواړو ووايو، چې پر مصر باندې د افغانستان ډېر لوى پور دى. موږ د افغانستان له دې احسانه هېڅکله سترګې نشو پټولاى. هغه کوم احسان دى؟ هغه احسان دا دى، چې موږ د پوهې له يو ځلانده لمر سيد جمال الدين افغان څخه رڼا اخيستې. د مصر خلکو چې څومره پرمختګ کړى، ټول د سيد جمال الدين افغان د هڅو او زيار پايله ده. موږ د سيد جمال الدين افغان له پوهې او خوى بوى څخه ډېرې ګټې ترلاسه کړي.

اعليحضرت د ليک په ځواب کې وويل:

زه د مصريانو د مينې درناوى کوم او د تاوده هرکلي يې منندوى يم. تاسې په خپل ليک کې زما د هېواد د يوه ويښ او ځيرک عالم سيد جمال الدين افغان يادونه کړې. رښتيا هم خداى بښلى د پوهې لمر و او اسلامي نړۍ ته يې ډېره ګټه رسولې. والحمدلله على ذلک.

ورونو! زه او زما هېوادوال دا ډېره مهمه بولي، چې مصر ته ګټه ورسوي. که مسلمانانو ته زما يا زما د يوه هېوادوال له لاسه لږه ګټه هم ورسېږي؛ نو زه به يې خپله نېکمرغي بولم او د څښتن شکر به وباسم. دعا وکړئ، چې الله تعالىٰ موږ د نېک عمل او د قوم او ملت د خدمت جوګه وګرځوي.

اعليحضرت په مصري پارلمان کې

١٩٢٧کال د دسمبر پر ٣١مه اعليحضرت بې خبرتيا مصري پارلمان ته ورغى. د پارلمان غړيو يې ډېر دروند او تود هرکلى وکړ او د الله اکبر په ويلو يې له اعليحضرت سره خپله مينه څرګنده کړه.

اعليحضرت د پارلمان غونډه له نږدې وکتله او خوند يې ترې واخيست. د غونډې پرمهال يوه داسې پېښه رامنځته شوه، چې د پارلمان ټول غړي يې اغېزمن کړل. د اعليحضرت مصرى ژباړن د شاهي څوکۍ ترڅنګ ولاړ و. باچا پاڅېد او پخپلو لاسونو يې څوکۍ راواخيسته او د ژباړن مخې ته يې کېښوده. ژباړن ته يې پر څوکۍ باندې د ناستې امر وکړ. د پارلمان ټولو غړي د باچا دې سادتوب او ښه خوى ته ګوته پر غاښ پاتې شول. د پارلمان غونډه چې پاى ته ورسېده، نو ټولو غړيو له اعليحضرت نه د وينا غوښتنه وکړه. او اعليحضرت يې خبره ومنله.

مصري پارلمان ته د اعليحضرت وينا

ورونو! تاسې له ما غوښتنه وکړه، چې پر يوه موضوع وغږېږم او خپلې انګېرنې او ننګېرنې درته په ډاګه کړ.

زه دلته پټ راغلى يم او د خبرو اراده هم نلرم؛ خو چې تاسې ټينګار کوئ، نو يو څه به ووايم.

تر هر څه لومړى بايد ووايم، چې زه د مصري ملت له استازيو سره په کتو ډېر خوښ شوم او له څښتن نه ورته د برياليتوب دعا کوم.

زه په مصر کې له ډېرو تودو هرکليو سره مخ شوم، چې د زړه له کومې د دغو هرکليو مننه کوم.

زه چې مصريانو ته د سلام ځواب ورکوم، نو لاس پر سينه ږدم او دا ددې ښکارندويي کوي، چې زه له دې ملت سره بې کچه مينه لرم. (د ستاينې غږونه)

ملګرو! زما پر زړه دوه لوى انسانان واکمني کوي، چې له بده مرغه يو هم نشم ليدلاى؛ خو زه د دوى ارواوو ته سلام او درناوى وړاندې کوم او له څښتن نه ورته اجرونه غواړم.

له دغو دوو شخصيتونو څخه زما موخه سيد جمال الدين افغان او احمد سعد زاغلول پاشا دي. په دې کې شک نشته، چې په ظاهره د دوى د ژوند شمع مړه ده؛ خو په حقيقت کې دوى زموږ په زړونو کې اوسي، زموږ په زړونو کې ژوندي دي او تل به ژوندي وي. د دوى کارنامې نه مري.

په مينه تاند زړونه هېڅکله نه مري

د نړۍ پر پاڼو کښلى زموږ نوم دى

ورونو! د کايناتو هره ذره په دې ګواهي لي، چې په دې نړۍ کې ځينې خلک کله ناکله داسې کارونه ترسره کړي، چې د انساني فکر او پوهې لوړ الوت ورته ګوته پر غاښ پاتې شي. داسې کارنامې هېڅکله نه مري، بلکې تلپاتې وي.

تاسې کله فکر کړى، چې داسې هېښنده کارونه څنګه رامنځته کېږي او ولې نه مري؟ يوازنى لامل يې دا دى، چې د داسې کارونو ترسره کوونکي رښتيني وي، د درانه خوى او ناماتي هوډ څښتن وي او هر کار د خداى د رضا لپاره کوي. نن سبا رښتينولي او اخلاق نشته او هر کار د شهرت له مخې کېږي. همدا لامل دى، چې زموږ ډېرى کارونه نيمګړي او بې مانا دي. راځئ اوس پر دې فکر وکړو، چې څنګه له شهرت غوښتنې ځان وژغورو او څنګه په خپلو کارونو کې صدق او اخلاص پيدا کړو:

زما عزيزانو! موږ اړيو، چې د خپل خالق پر پياوړي ځواک او لويۍ باندې باور وکړو. کله چې انسان پر يوه داسې واکمن باور وکړي، چې تر ټولو ځواکمن دى، خزانې يې له هر راز اجرونو ډکې دي، لويى ته يې د نړۍ هر څيز په سجده پروت دى او پر ټولو کايناتو يوشان واکمني چلوي؛ نو له هر راز شهرت غوښتنې، ځانښودنې او ريا څخه بېزاره وي.

زه د بشپړ يقين له مخې وايم، چې پر څښتن باندې پوخ باور او د هغه پر عادلانه واکمنۍ اطمينان لرل، زړه ته يو ډاډ ورکوي او انسان يې په مټ ځان له هر راز ګواښونو او ننګونو ژغورلى ګڼي. هغو خلکو شهکارونه پنځولي او کارنامې يې ترسره کړي دي، چې زړونه يې د ايمان او اخلاص په رڼا روښانه وو او بې له کومې ويرې يې خپل کارونه پرمخ وړل.

ورونو! ټول دنياوي دولتونه په نامه دولتونه دي، تلپاتې او د درناوي وړ واکمني يوازې د الله تعالىٰ ده.

يو رښتينى مسلمان په هر رنګه حالاتو کې د الله تعالىٰ لويۍ او خوښۍ ته ګوري او يوازې له هغه ويرېږي. پر يوه رښتيني مسلمان باندې د الله”ج” له سپيېڅلي قانون پرته بل هېڅوک حکومت نشي کولاى او د دغه مقدس قانون په وينا ټول قومونه او توکمونه سره برابر دي، لوړتيا او امتياز يوازې د پاکۍ او نېکو اعمالو له مخې ټاکل کېږي.

نورې خپلې خبرې راټولوم او له تاسې مننه کوم.

د وايسراى د استازي په هستوګنځي کې مېلمستيا

د ١٩٢٨کال د جنورۍ پر لومړۍ شپه اعليحضرت ته يوه درنه مېلمستيا ورکړ شوه. اعليحضرت د مصر د وايسراى د استازي په هستوګنځي کې ډوډۍ وخوړه او د مصر له مشرانو او خادمانو سره يې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

د جنورۍ پر ٢مه نېټه اعليحضرت او د سفر ملګري يې سکندريې ته ولاړل او د هغه ځاى له مناظرو يې خوند واخيست.

د جنورۍ پر ٣مه نېټه اعليحضرت د قاهرې لرغونتون(موزيم) ته ولاړ او دوه ساعته يې د مصر د فرعون او نورو لرغونيو پاتې شونيو په ليدو تېرې کړې. ملکې هم لرغونتون وکوت او د څېزونو له کتو يې خوند واخيست. اعليحضرت د خپلې ليدنې په ترڅ کې درې ټوپک،دوه تورې او دوه قلمي نسخې لرغونتون ته ډالۍ کړې.

د ١٩٢٨کال د جنورۍ پر ٣مه نېټه ماسپښين مهال اعليحضرت د سعديه مدرسې کتنه وکړه او ښوونکيو ته يې ګټورې مشورې ورکړې. بيا د مصر اهرامونو ته ورغى. له اهرامونو نه په راستنديدو يې په شاهي ماڼۍ کې ملک فواد ته د لوى امير جايزه ورکړه.

له مصر څخه د اعليحضرت تګ

د مصريانو په نوم د مخه ښې پيغام

د١٩٢٨کال د جنورۍ پر ٤مه نېټه اعليحضرت له مصر څخه د تلو اراده وکړه، تر تګ ترمخه د البلاغ، مصر،شورىٰ، الاهرام او نورو لويو ورځپاڼو خبريالان اعليحضرت ته ورغلل. اعليحضرت په ډېره مينه ورسره وکتل او له ټولو سره يې يوشان روغبړ وکړ.

څو دقيقي د پيژندګلوى لړۍ روانه وه، بيا اعليحضرت وويل، چې زه له ټولو مصريانو ورونو سره مخه ښه کوم او د اخلاص او مينې يې منندوى يم. زما په اند مصر يوازنى ځاى دى، چې د اولس غوښتنې په کې پوره کېږي.

مصري ملت زما په زړه کې ځان ته ځاى جوړ کړ او دومره تود هرکلى يې راته ووايه، چې په خپله په افغانستان کې هم امکان نلري. زه ستاسې له لارې ټولو مصريانو ته خپل سلامونه وړاندې کوم.

زه خبر يم، چې د مصر ورځپاڼو له ما سره مينه وښوده او زما يې ډېره ستاينه وکړه؛ خو زه داسې انګېرم، چې د دومره ستاينو و ړ نه وم، بلکې دا د افغان ملت چې زه يې استازى يم، حق دى. افغان ملت سره له دې چې د خپلواکۍ په بشپړه مانا او مفهوم نه پوهېده، د خپلواکۍ ترلاسي ته راودانګل او اخر يې هم بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه. اوس دا ملت د خپلواکۍ په مانا او مفهوم پوهېږي او د خپلې خپلواکۍ د ساتنې لپاره هر راز سرښندنو ته چمتو دى.

زه غواړم، دلته پر يوې مهمې مسالې يو څه وغږېږم: ما وليدل، چې ځينې مصريان طربوش (ترکي خولۍ) يوه سوچه اسلامي نښه او شعار ګڼي او د هيټ پرسرول د شريعت ضد کار بولي. دا سمه خبره نه ده، دا غلط کار دى. ما اورېدلي، چې يوازې د هيټ د پرسرولو له کبله ځينې ترکان بې دينه او بې لارې ( ګمراه) باله شي، دا ډېره لويه تېروتنه ده. زه دا د اسلام د دښمنانو پروپاګند بولم. په ياد مو وي، چې ترکي خولۍ اسلامي نښه نه ده، بلکې د يوه کولتور پيروي ده او د هيټ پرسرول هم ګناه نه ده. هيټ په افغانستان کې له ډېر پخوا نه کارول کېږي. کېداى شي اروپايانو هيټ پرسرول له افغانانو زده کړي وي. ما په لرغونيو تاريخونو کې لوستي، چې د لومړي ځل لپاره د يوې جګړې پر ډګر هيټ زما نيکه خالد پرسر کړى و؛ نو بيا څو ناپوه ملايان د کوم حق له مخې هيټ پرسرول ګناه بولي. نن سبا چې د ترکي خولۍ په ملاتړ او غندنه کې څومره ليکنې خپرېږي، زما په اند، ټولې د يوه پردي ملاتړ په نغوته خپرېږي او د دې پروپاګند موخه ښايي دا وي، چې مسلمانان پر دې ګروهمن( معتقد) شي، چې د ترکي يا هندي خولۍ له پرسرولو سره له سړي رښتينى مسلمان جوړېږي او سيده جنت ته ځي، که څه هم عمل يې له اسلام سره هېڅ سمون ونلري.

زه غواړم تاسې ته ووايم، چې ما خپل ملت ته د کالو په برخه کې بشپړه خپلواکي ورکړې او خپلې خوښې ته مې پرېښي، ځکه زما په اند پوښاک له دين سره هېڅ ډول اړيکې نلري. اسلام د څښتن پر توحيد ټينګ ايمان، د نبي کريم”ص” درناوى، فرايضو ته کلکه پاملرنه، په خبرو او عمل کې رښتينولي،عدالت، ورورولي او داسې نور غوره خويونه رانغاړي. پورته اصولو ته په ژمنتيا سره يو مسلمان له هر څه ګټه اخيستلاى شي؛ نو زه د مصر روڼ اندو علماوو ته دا وايم، چې په بې بنسټه اختلافاتو او وهمونو پسې مه ګرځئ او مه په دې خبرو خپل وخت ضايع کوئ، بلکې د اسلام حقيقي څېره خلکو ته روښانه کړئ.

د اعليحضرت سفر ته د مصري خپرونو کتنه

د اعليحضرت امان الله خان تر تګ وروسته د مصر ټولو لويو ورځپاڼو مصر ته د نوموړي پر سفر ليکنې خپرې کړې. په دغو ورځپاڼو کې تر ټولو ښه ليکنه د البلاغ ورځپاڼې ده، چې پر اعليحضرت يې ليکلې ده او ژباړه يې دا ده:

د مصري ملت د تاوده هرکلي، چې اعليحضرت ته يې ووايه، بېلګه د دغه هېواد په تاريخ کې نه موندل کېږي. رښتيا هم دومره پرتمين و، چې تل به يادېږي. د دغه هرکلي ارزښت له دې کبله هم زيات دى، چې د دولت په پرتله په کې د اولس برخه غوښنه وه. مصر ته ډېر پاچايان راغلي، خو ټولو ته د دولت لخوا ښه راغلاست ويل شوى او که اولس پکې برخه اخيستې هم ده، نو يوازې د سيالبينو تر بريده. د اعليحضرت هرکلى بيا تر واړو هغو تود و. مصري اولس د اعليحضرت ډېر درناوى وکړ اوهغه ته يې په ډېره مينه ښه راغلاست ووايه. پوښتنه دا ده، چې مصريانو ولې اعليحضرت ته دومره هرکلى ووايه؟ له دې کبله چې مسلمان واکمن دى؟ که د دې لپاره، چې ختيځوال پاچا دى؟

د دغو پوښتنو پر وړاندې به د مصريانو ځواب (نه) وي، ځکه په نړۍ کې نور مسلمان واکمن هم شته، خو مصريان ورسره دومره خواخوږي نلري. د مصر اوسېدونکو ځکه له اعليحضرت سره مينه وښوده، چې نوموړى پر ټولنيز عدالت او خپلواکۍ ټينګ ايمان لري، هېوادپالنه يې په خټه کې اغږل شوې، له خوارانو سره خواخوږي ښيي او ځان د ملت خادم ګڼي. امان الله خان د عامو واکمنو په څېر ځان تر نورو انسانانو لوړنه ګڼي او نه نورو انسانانو ته په سپکه سترګه ګوري. هغه سره له دې چې يو موروثي پاچا دى، ځان لوړ مخلوق نه بولي. د همدغو نېکو خويونو او ساده توب له کبله نوموړي دومره شهرت ترلاسه کړى. خداى دې په خپلو موخو کې بريالى لري. آمين

اروپا ته د اعليحضرت سفر
د ايټاليا پر لور خوځېدل

اعليحضرت، ملکه او ورسره ملګري يې د ١٩٢٨کال د جنورۍ پر ٥مه نېټه د دولتي مېلمنو په توګه له سکندريې څخه په ايټاليه نومي بېرۍ کې سپاره شول او د نيپلز پر لور وخوځېدل. د ١٩٢٨کال د جنورۍ په ٨مه هلته ورسېدل او د سمندر د غاړې تر څو ساعتو ليدنې وروسته روم ته روان شول.

ايټاليا ته د اعليحضرت رسېدنه

په روم کې تود هرکلى

روم ښار اعليحضرت ته د هرکلي په موخه په رنګارنګو بېرغونو او پردو ښکلى شوى و او د سينګار لپاره پکې داسې څيزونه راځړول شوي وو، چې ټول ښار پرې ښايسته برېښېده. مېلمنو ته د روم والي او وليعهد شهزاده د روم د اوسېدونکو په استازۍ هرکلى ووايه.

له ښاره د تېرېدو پرمهال د ښار اوسېدونکو اعليحضرت ته له ولولو ډک ښه راغلاست ووايه او يونايز ماڼۍ ته په رسېدو بدرګه خوره شوه، ځکه همدغه ځاى د اعليحضرت د هستوګنې لپاره غوره شوى و. د بدرګې تر خپرېدو وروسته اعليحضرت مېلمستون ته ننووت او هلته يې د ايټاليا له پاچا او ملکې سره ليده کاته وکړه.

د اعليحضرت او لوى پاپ ليده کاته

په انساني تاريخ کې يوه لويه او نااټکلېدونکې پېښه

اعليحضرت د سفر له ملګريو سره يوځاى د ١٩٢٨کال د جنورۍ پر ١١مه نېټه د لوى پاپ په ګاډيو کې سپور شو او مقدسې ماڼۍ ته ولاړ.

له شاهي مېلمستون څخه تر مقدسې ماڼۍ پورې پر لاره ګڼ شمېر خلک راټول شوي وو او په هر ځاى کې د ستاينې غږونه پورته کېدل. کله چې اعليحضرت د لوى پاپ ماڼۍ ته ورسېد؛ نو پاپ ورته هرکلى ووايه او د دواړو اړخو ترمنځ نيم ساعت خبرې اترې وشوې.

اعليحضرت د دود پرخلاف لوى پاپ ته ټيټ نشو، نه ورته په زنګنونو شو او نه يې لاسونه ورښکل کړل، بلکې په ډېره زړورتيا يې ورسره روغبړ وکړ. اعليحضرت پر دغه مهال پوځي کالي اغوستي وو او خپلې ټولې عسکري نښانې يې لګولې وې.

تر ليدو کتو وروسته لوى پاپ، اعليحضرت ته د سپينو زرو په چوکاټ کې بند خپل يو لاسليک کړىعکس ورډالۍ کړ. د دې ترڅنګ يې پرې يوه لويه جايزه ولوروله.

له موسوليني سره ليده کاته

د جنورۍ پر ١١مه اعليحضرت تر غرمې وروسته نيم ساعت له موسوليني سره ناست و او په ډېره زړورتيا يې ورسره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې. بيا اعليحضرت په خړه دريشي کې له ملکې سره يوځاى د ايټاليا هوايي ډګر ته ولاړ او د هوايي ټوليو کتنه يې وکړه. پر هوايي ډګر د ايټاليا باچا او ملکې خپلو درنو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه اوخپله مينه يې ورسره څرګنده کړه.

اعليحضرت نږدې دوه ساعته د هوايي ځواکونو پر کتنه بوخت و او پر دغه مهال يې د الوت له فن سره د خپلې خبرتيا ثبوت وړاندې کړ. اعليحضرت د ګڼو الوتکو په اړه پوښتنې وکړې.

د ريوټر د خبريال په يوه خبر کې راغلي، چې اعليحضرت د سلو الوتکو چې پنځوسو په کې د نندارې په موخه جنګي الوتنې وکړې، کتنه وکړه. اعليحضرت ډېرى الوتکو ته پخپله ورننووت او د ځينو څيزونو او پرزو د کار په اړه يې پوښتنې وکړې.

تر کتنې او څرګندونو وروسته اعليحضرت او ملکه بېرته شاهي مېلمستون ته ستانه شول.

د ايټاليا د لرغونتون ليدنه

اعليحضرت د ١٩٢٨کال د جنورۍ ١٣مه ورځ ټوله په ګرځېدو تېره کړه. سهاروختي په يوه ښکلي موټر کې کېناست او د ايټاليا مشهور لرغونتون ته ولاړ. د لرغونتون ټول توکي يې په ډېر ځيرتيا وکتل او د يوې ښکلې ودانۍ او يوه پارک يې ډېره ستاينه وکړه. تر دې وروسته يوه څلي ته وخوت او په لروين يې بېلابېل ځايونه وکتل.

د لرغونتون تر ليدنې وروسته اعليحضرت د ايټاليا د مشرانو جرګې ته ولاړ چې د مشرانو جرګې مشر او غړيو ورته ښه راغلاست ووايه. په مشرانو جرګې پسې جوخت ولسي جرګې ته ورغى او د اولسي جرګې کارونه يې وځيرل. له اولسي جرګې نه رايل پوهنتون ته ولاړ او تر يوه ساعت پورې د دغه پوهنتون د ودانيو او کتابتون په کتنه بوخت و. بيا يې له ځينو استاذانو او محصلينو سره خبرې وکړې او د هغوى تدريسي نصاب يې ډېر خوښ کړ. په دې پسې کنګ روغتون ته ولاړ، نيم ساعت هلته و، بيا يې اوپيرافيلډ ته مخه وکړه او هلته يې د پخوانيو واکمنو د ماڼيو او د لوى پاپ د کليسا کتنه وکړه.

د١٩٢٨کال د جنورۍ پر ١٤مه اعليحضرت، د روم والي خپل حضور ته ومانه او نږدې لس دقيقې يې ورسره خبرې وکړې. تر خبرو وروسته يې د ښېګڼيزو چارو لپاره زر پونډه ورکړل.

له روم څخه د ايټاليا نورو سيمو ته تلل

د ١٩٢٨کال د جنورۍ پر ١٥مه نېټه اعليحضرت له روم څخه د ومينس پر لور وخوځېد او د جنورۍ پر ١٦مه ومينس ته ورسېد. په ومينس کې ورته ځايي چارواکيو ښه راغلاست ووايه.

د ومينس زړه راښکونکې سيمې تر کتنې وروسته د جنورۍ پر ٢٤مه سپينير ته ولاړ. هلته ورته بېړيو د توپونو سلامى وکړه او لومړى يې د پوځي بېړيو کتنه وکړه، بيا يې د ايټاليا له سمندري قوماندان سره ليده کاته وکړه. په سپينير کې اعليحضرت د ايټاليا د سمندري قوماندان لخوا په چمتو شوې مېلمستيا کې هم ګډون وکړ. بيا جينيوا ته روان شو. جينو ته په رسېدو ورته د دغه ځاى اوسېدونکو تود هرکلى ووايه او خپله خوښي يې څرګنده کړه. په جينو کې اعليحضرت د ځينو لرغونو ځايونو او د فلزاتو د فابريکې کتنه وکړه. تر دې وروسته اعليحضرت او د سفر ملګري يې پاريس ته روان شول.

فرانسې ته د اعليحضرت رسېدل

د ختيځ واکمن د ښارونو په ناوې کې

د ١٩٢٨کال د جنورۍ پر ٢٥مه نېټه اعليحضرت د ښارونو ناوې پاريس ته ورسېد. په پارس کې لا د اعليحضرت تر رسېدو له مخه د هرکلي لپاره تيارى نيول شوى و. لوميس وابولومن تمځي ته په رسېدو په شاهانه دود اعليحضرت او ورسره پلاوي ته د سلطنت د ټولو غړيو لخوا ښه راغلاست وويل شو. تمځى په بېلابېلو ښکلو څيزونو سينګار شوى و او پر چوتره باندې سوربخملي فرش غوړېدلى و. کله چې اعليحضرت پر پلې لاره باندې پښه کېښوده، نو زرګونو وګړيو د خوښۍ چغې وکړې او تود هرکلى يې ورته ووايه. همدا راز د افغانستان ملي سرود وغږول شو. بيا اعليحضرت او ورسره ملګري يې شاهي مېلمستون ته روان شول. له تمځي څخه تر مېلمستون پورې ټولې لارې له خلکو ډکې وې او پر سرکونو باندې دواړو اړخو ته عسکر ولاړ وو. کله چې شاهي سپرلۍ د مېلمستون پر لور وخوځېده، نو د افغانستان ملي سرود وغږول شو او خلکو خوښي ښکاره کړه. مېلمستون ته په نږدې کېدو سره لارډ کريو، اعليحضرت او ملکې ته تود راغلاست ووايه او د بدرګې تر خورېدو وروسته اعليحضرت مېلمستون ته ننووت.

شاهي مېلمستون ډېر ښکلى و، ورونه اومحرابونه په ګلانو او کوټې په رنګارنګو پردو او غاليو سينګار شوې وې.

په پارس کې مېلمستيا

د ١٩٢٨کال د جنورۍ پر ٢٦مه نېټه دولتي چارواکو د اعليحضرت په وياړ مېلمستيا جوړه کړه. په دغې مېلمستيا کې د ايلزم ماڼۍ د شنه چمن په څېر سينګار شوې وه. اعليحضرت چې کله مېلستيا ته ورسېد، نو ګډونوالو ورته په پرله پسې چکچو تود هرکلى ووايه. اعليحضرت په دغې مېلمستيا کې شينچکې جامې، چې ډېر ښکلى ورسره ښکاره کېده، اغوستې وې او توره خولۍ يې پر سر وه. ملکې هم ډېر ښکلي کالي اغوستي وو. د ريوټر د خبريال د خبر پر بنسټ، په دغه مېلمستيا کې تر سړيو د ښځو ګڼه ګوڼه ډېره وه او ټول ګډونوال د اعليحضرت او ملکې په ستاينه نه مړېدل.

په مېلمستيا کې اعليحضرت له ځينو دولتي چارواکيو سره خبرې اترې هم وکړې.

په پاريس کې د اعليحضرت بوختياوې

د ١٩٢٨کال د دسمبر پر ٢٧مه نېټه اعليحضرت په پارس کې د مشهورو ځايونو ليدنه وکړه او په بازار کې يې ځينې څيزونه وپيرل. تر غرمې وروسته اعليحضرت د پاريس د شاهي کتابتون کتنه وکړه او ډېر خوند يې ترې واخيست.

د جنورۍ ٢٨مه ورځ اعليحضرت ټوله په خوب تېره کړه او د طبيعت د ناسموالي له کبله له مېلمستونه ونه ووت. د جنورۍ ٢٩مه يې هم په ارام تېره کړه.

د جنورۍ پر ٣٠مه اعليحضرت د ايلزم په ماڼۍ کې د بېلابېلو ادارو او ګوندونو مننليکونه ومنل او له ځينو خلکو سره يې ليده کاته وکړه

د جنورۍ پر ٣١مه نېټه اعليحضرت کنګ ګارډن ته ولاړ او د جيمس او ايمپر له نندارو يې خوند واخيست.

د فرورۍ پر لومړۍ نېټه د ومن سوسايټيي ” د مېرمنو تولنې” لخوا د افغانستان ملکې ته د خوږو مېلمستيا ورکړل شوه. ملکې په دغه مېلمستيا کې په ډېره مينه ګډون وکړ.

د فرورۍ پر ٢مه او٣مه اعليحضرت د ښار د بېلابېلو مشهورو ودانيو ليدنه وکړه.

د فرورۍ پر ٤مه يې د ګولډن کتابتون او تر غرمې وروسته يې د اوپيرافيلډ کتنه وکړه.

د فرورۍ پر ٥مه اعليحضرت د پاريس مشهورو فابريکو ته ورغى او ځينې صنايع يې له نږدې وکتلې او د ځينو څيزونو په اړه يې له کاريګرو څخه پوښتنې وکړې.

د فرورۍ پر ٦مه اعليحضرت د ځينو پوهنځيو کتنه وکړه او استاذانو او محصلينو ته يې ويناوې وکړې.

د فرورۍ ٧مه اعليحضرت ټوله په خوب تېره کړه او له هيچا سره يې ليده کاته ونشول.

د فرورۍ پر ٨مه نېټه اعليحضرت په هغې مېلمستيا کې چې د پاريس مشرانو يې په وياړ جوړه کړې وه، ګډون وکړ. دغې مېلمستيا ته د ښار ټول اولسي مشران راغلي وو. اعليحضرت د مېلمستون ښکلا او ډول ډېر خوښ کړ.

بلجيم ته د اعليحضرت سفر

د ١٩٢٨کال د فرورۍ پر ٨مه اعليحضرت او ملکه ماسپښين مهال له پاريس څخه د بلجيم پر لور وخوځېدل او د فرورۍ پر ٩مه پر ٧و بجو او ٤٠و دقيقو د بلجيم پلازمېنې ته ورسېدل. هلته ورته د بلجيم باچا او ملکې ښه راغلاست ووايه او د هرکلي سرود وغږول شو. اعليحضرت پر دغه مهال خړه دريشي اغوستې وه او د ملکې هم ښکلې جامې پر تن وې. اعليحضرت تر هرڅه له مخه د تشريفاتي ټولي کتنه وکړه، بيا يې له دولتي چارواکيو سره روغبړ وکړ او تر روغبړ وروسته د شاهي مېلمستون پر لور وخوځېد. له مېلمنو سره تر ټولو لومړى د پوليسو ټولى او ورپسې د ساتندويانو دوه ټولي بدرګه روان وو. تر ساتندويانو وروسته شاهي موټر چې ښي اړخ ته يې اعليحضرت او کيڼ اړخ ته يې د بلجيم پاچا ناست و، د شاهي مېلمستون پر لور رهي و. په شاهي ګاډي پسې بل موټر چې د افغانستان او بلجيم ملکې په کې ناستې وې، روان وو. مېلمستون ته د روانېدو پرمهال راغليو اولسي وګړيو اعليحضرت ته ښه راغلاست ووايه او چې مېلمانه شاهي مېلمستون ته ورسېدل، نو بدرګچيان خواره شول او اعليحضرت او ملکه مېلمستون ته ننوتل.

د فرورۍ پر ٩مه ماسپښين مهال اعليحضرت او ملکه د جګړې د نومورکيو شهيدانو قبرونو ته ورغلل او دعا يې ورته وکړه.

د بلجيم په پلازمېنه کې مېلمستيا

ماښام مهال د بلجيم د شاه لخوا په شاهي ماڼۍ کې د اعليحضرت په وياړ يوه لويه مېلمستيا جوړه شوه، چې ٩٠ نومياليو وګړيو پکې برخه اخيستې وه. مېلمستيا ته د اعليحضرت او ملکې په راتګ ګډونوالو د خوښۍ چغې ووهلې.

د شاهى مېلمستيا لپاره شاهي ماڼۍ په ځانګړې توګه جوړه شوې وه او ټولې خونې يې د شنه چمن په څېر برېښدې.

د مېلمستيا پرمهال د بلجيم شاه له خپله اړخه او د ملکې لخوا د اعليحضرت او د افغانستان د ملکې لپاره د روغتيا دعا وکړه، ويې ويل:

د اعليحضرت شاه امان الله خان په مشرۍ د افغانستان پرمختګ د هر چا لپاره د خوښۍ وړ دى. زه د افغانستان پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم. خداى دې وکړي، چې افغانستان د اعليحضرت په مشرۍ په زړه پورې پرمختګ وکړي.

د دغو خبرو په ځواب کې اعليحضرت وويل: زه د بلجيم د شاه، ملکې او د ولس له مينې مننه کوم او باور لرم، چې د افغانستان او بلجيم اړيکې به همدغسې ښې پاتې شي.

تر مېلمستيا وروسته اعليحضرت او ملکه په يوه ښکلي موټر کې کېنا ستل او د بلجيم د مشهورو ودانيو او سيل ځايونو ليدنه يې وکړه. دواړو له ښکلو منظرو خوند واخيست.

پر دويمه ورځ اعليحضرت د يوه پوځي ښوونځي په کتنه کې له ځينو ښوونکيو سره خبرې اترې وکړې. بيا يې په يوه ګڼه مېلمستيا کې ګډون وکړ. په دغه مېلمستيا کې چې د اعليحضرت په وياړ د بلجيم د بهرنيو چارو وزير لخوا شوې وه، د بلجيم د شاهي کورنۍ ځينو غړيو هم برخه اخيستې وه.

د فرورۍ پر ٢٢مه نېټه اعليحضرت د ځينو کوچنيو سيمو ليدنه وکړه او بيا المان ته د تګ په موخه د برلين پر لور وخوځېد.

اعليحضرت په المان کې

په برلين کې تود هرکلى

د ١٩٢٨کال د فرورۍ پر ٢٣مه اعليحضرت برلين ته ورسېد. په برلين کې يې تود رسمي هرکلى وشو. په هرکلي کې يې پر دولتي چارواکيو سربېره ځينو ملکي وګړيو برخه اخيستې وه. برلين ته د ننوتو پرمهال اعليحضرت اسماني رنګه کورتۍ او ډېرې ښکلې جامې اغوستې وې. پر سر يې تېزه سور رنګې نظامي خولۍ وه، چې ګرچاپېره يې سپينه چرمه تاوه شوې وه. د اعليحضرت د سفر ملګرو هم رنګارنګ جامې اغوستې وې او ملکه په ښکلو اروپايي ډوله جامو پټه وه.

تر هرڅه لومړى اعليحضرت د نومورکيو جنګي شهيدانو قبرونو ته ورغى او دعا يې ورته وکړه. بيا شاهي مېلمستون ته ننووت او ويده شو.

د المان له اولسمشر سره ليده کاته

د فرورۍ پر ٢٤مه اعليحضرت د المان له اولسمشر مارشل فان هېډنګ سره ليده کاته وکړه او اوږدې خبرې اترې يې ورسره وکړې. تر دې وروسته يې د کابينې له غړيو سره ليده کاته وکړه.

د فرورۍ پر٢٥مه اعليحضرت د ځينو هېوادونو له سفيرانو سره وکتل او په بېلابېلا مسايلو يې ورسره خبرې وکړې.

د فرورۍ پر ٢٦مه د المان پخواني وليعهد د کتو هيله څرګنده کړه، چې اعليحضرت په منډه راوغوښت او تر ناوخته ورسره ناست و.

د فرورۍ پر ٢٧مه نېټه د المان اولسمشر فان هنيډن د اعليحضرت او ملکې په وياړ مېلمستيا وکړه. په دغه مېلمستيا کې ١٢٠تنو برخه اخيستې وه. دواړو خواوو له مينې ډکې او په زړه پورې ويناوې وکړې. مارشل فان هينډن د اعليحضرت او ملکې لپاره د روغتيا دعا وکړه، ويې ويل:

زه د اعليحضرت يون ستايم او هيله لرم، چې افغانستان به په نږدې راتلونکې کې چټک پرمختګ وکړي.

د المان د اولسمشر د وينا په غبرګون کې اعليحضرت وويل:

زه د مارشل هينډن ډېر منندوى يم، چې زما تود هرکلى يې وکړ او له مينې ډکې څرګندونې يې وکړې. زه د دوى د نېکو احساساتو درناوى کوم او له الله تعالىٰ څخه د دوى لپاره نېکمرغي غواړم. بيا اعليحضرت له ټولو ګډونوالو او د المان له ټولو اوسېدونکو مننه وکړه.

د المان د دولت لخوا د الوتکې ډالۍ

د مارچ پر لومړۍ نېټه الماني دولت اعليحضرت ته يوه ښکلې لس کسيزه الوتکه چې ”جنکر” فابريکې جوړه کړې وه، د ډالۍ په توګه ورکړه او اعليحضرت د مننې په ويلو ومنله.

د مارچ پر ٢مه اعليحضرت او ملکې د برلين د هوايي ډګر، چې المانيان يې د نړۍ تر ټولو ښه ډګر بولي، کتنه وکړ.

د مارچ پر ٣مه اعليحضرت د برلين د ځينو مشهورو ځايونو ليدنه وکړه او له ځينو په زړه پورې منظرو يې خوند واخيست.

د مارچ پر ٤مه اعليحضرت د صنعتي فابريکو کتنه وکړه او د فابريکو ټولې چارې يې په ځير وکتې. د دې ترڅنګ يې د فابريکو له کاريګرو سره خبرې اترې وکړې.

د مارچ پر ٥مه اعليحضرت برلين پوهنتون ته ولاړ او د پوهنتون د بېلابېلو څانګو کتنه يې وکړه. اعليحضرت د دغه پوهنتون تدريسي مېتود ډېر خوښ کړ.

د مارچ پر ٦مه د پوهنتون رييس د اعليحضرت او ملکې په وياړ مېلمستيا جوړه کړه. په دغه مېلمستيا کې د برلين ولسي مشرانو او چارواکيو ګډون کړى و.

اعليحضرت او ملکه له ټاکلي وخت سره سم مېلمستيا ته ورغلل او برخه والو يې د خوښۍ په غږونو هرکلى وکړ. په دغه مېلمستيا کې اعليحضرت ته د ځينو ګوندونو لخوا مننليکونه هم وړاندې شول، چې اعليحضرت پرې خوښي څرګنده کړه.

د مارچ پر ٧مه اعليحضرت او ملکې د څو ساعتو لپاره د مسو د فابريکې کتنه وکړه. تر کتنې وروسته اعليحضرت پارس ته د بېرته ستنېدو پريکړه وکړه او د مارچ پر ٧مه ماسپښين مهال له ملګرو سره يوځاى پاريس ته ولاړ.

له اعليحضرت سره د المان اولسمشر فان هينډن برګ او نورو مشرانو په ګډه مخه ښه وکړه.

د امان الله خان زړه خوږى

اعليحضرت د المان له کتنې فارغ شوى و او غوښتل يې چې بېرته پاريس ته ولاړ شي، چې پر دې مهال يې يوه په زړه پورې کار ترسره کړ:

کيسه داسې وه، چې تر روانېدو څو شېبې ترمخه يوه المانۍ راغله او له اعليحضرت سره يې د کتو غوښتنه وکړه. اعليحضرت اجازه ورکړه. ښځې اعليحضرت ته وويل:

واکمنه! زه د برلين يوه شريفه او ستونزو ځپلې کونډه يم، زما ستونزه دا ده، چې زه د شارلات په نوم يوه لور لرم. هغې پر ١٩٢٣کال له يوه افغان سره واده وکړ او له هغه سره يوځاى کابل ته ولاړه او هلته يې هستوګنه پيل کړه. له بده مرغه پر ١٩٢٦کال د هغې مېړه مړ شو او د هغه ورور ته پاتې شوه. لېوره يې ترې د واده هيله وکړه؛ خو شارلات ونه منله. د شارلات له افغان مېړه نه دوه ښکلي زامن دي. پر ١٩٢٧کال نجلۍ برلين ته د راتګ پريکړه وکړه؛ خو افغان چارواکيو ورته وويل، چې د افغانستان د قوانينو له مخې ته پخپله تللاى شې، خو خپل مسلمان کوچنيان له ځان سره نه شې بيولاى.شارلات له همدې کبله په افغانستان کې اوسېدل غوره وبلل او نن سبا په کابل کې اوسېږي.

واکمنه! زه د هغې کړېدلې مور يم، د هغې په بېلتانه کې مې زړه او روح ناکراره دي. زه له تا هيله لرم، چې زما شارلات ته اجازه ورکړئ، چې له بچو سره يوځاى برلين ته راشي. پر اعليحضرت باندې کيسې ډېر اغېز وکړ او سملاسي يې خپل ځاني سيکرتر راوغوښت او د شارلات لپاره يې مياشتنى معاش ومانه. د دې ترڅنګ يې د کابل سترکمشنر ته وليکل چې شارلات او بچو ته يې د برلين د تګ اجازه ورکړي. اعليحضرت د شارلات مور ته سپارښتنه وکړه، چې د شارلات دوه بچي دې مسلمان وروزل شي. د شارلات مور د سر په ټيټولو له اعليحضرته مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې د شارلات د زامنو د مذهب ساتنه به کېږي او همداسې به مسلمان پاتې وي.

پاريس ته ستنېدنه او هستوګنه

د ١٩٢٨کال د مارچ پر ٩مه اعليحضرت د سفر له ملګرو سره يوځاى پارس ته راورسېد او د مارچ پر ١٢مه يې په پارس کې شخصي هستوګنه پيل کړه. بيا يې لندن ته تګ پريکړه وکړه.

له پاريس څخه د تګ پرمهال

يوه په زړه پورې پېښه

اعليحضرت پر يوه فرانسوي د تمانچې بريد وکړ

د ١٩٢٨کال د مارچ پر ١٢مه اعليحضرت او د سفر ملګري يې لندن ته د تګ په موخه د پارس د بېړيو تمځي ته ولاړل. په تمځي کې د اعليحضرت د مخه ښې لپاره لارډکريو او نور مشران ولاړ وو. اعليحضرت ډېر خوشاله و او د شاهي ډبې ترڅنګ يې له ملکې سره خبرې کولې، چې يو فرانسوى عکاس راغى او د اعليحضرت دعکس اخيستلو لپاره يوه لوړ ځاى ته وخوت. کله چې عکاس عکس اخيسته؛ نو اعليحضرت موسک شو او عکاس ته يې په ځير وکتل، ورته ويې ويل، چې ما نن ږيره نه ده خرېيلې، عکس به مې ښه رانشي. بيا اعليحضرت په ټوکو کې له جيب نه تمانچه راوايسته او فرانسوى يې په نښه کړ. فرانسوي چې تمانچه وليده؛ نو وويرېد او د کوټې پر لور يې منډه کړه. لارډ کريو او فرانسوي چې دا هرڅه وليدل، نو خندا يې ټينګه نه کړاى شوه. ملکې هم ښه وخندل. بيا اعليحضرت عکاس راوغوښت او ښه په ډاډه زړه يې ورسره عکس وايست.

له پاريس څخه روانېدل

د مارچ پر ١٢مه اعليحضرت له خپلو ملګرو سره يوځاى له پارس څخه روان شو او د شپې پر لسو بجو کېلې ته ورسېد. په کېلې کې يې شپه تېره کړه. پر سبا يې د سمندر له لارې په اورلين بېړۍ کې لندن ته ورسېدل. کله چې بېړۍ د انګلستان پر ګودر ورګډه شوه؛ نو څلور برتانوي بېړۍ ورسره ملې شوې او پنځه الوتکې يې پر سر ګرځېدې.

د ډوور بندر ته رسېدل

د ډوور بندر ته په رسېدو سره اعليحضرت ته د ډوور کلا شاهي توپونو سلامي وکړه. د سمندر پر غاړه شهزاده ويلز په پوځي جامو کې ولاړ و. د شهزاده ترڅنګ لوى درستيز ايلنبايى، په کابل کې د انګلستان سفير، په انګلستان کې د افغانستان سفير سردار علي رضا خان او د لندن ځينې مشران ولاړ وو. کله چې بېړۍ ودرېده، شهزاده ورمخکې شو او اعليحضرت او ملکې ته يې تود هرکلى ووايه او د هرکلي ترانه وغږول شوه.

د اعليحضرت پر دغه وخت اسماني رنګه جامي پر غاړه وې او ډېر ښه ښکاره کېده. د جامو دپاسه يې اوږده کورتۍ اغوستې وه او توره خولۍ يې، چې سپينې طرې يې ډېر خوند کاوه، پرسر وه. د اعليحضرت د سفر ملګرو هم ښکلي کالي اغوستي وو او د ملکې هم اروپايي ډوله جامې پر ځان وې.

تر سلامۍ وروسته اعليحضرت د ښه راغلاست هغه مننليک، چې د ډوور شرکت مشر وړاندې کړ، ومانه. پر دې سربېره د شرکت د مشر ښځې ملکې ته د سرو او سپينو ګلابو ګېډۍ وړاندې کړه، چې ملکې ترې مننه وکړه.

د ډوورله کلا څخه روانېدل

د ښه راغلاست تر مراسمو وروسته اعليحضرت او ملکه ويلز د شهزاده په بدرګه په يوه ښکلي شاهي ګاډي کې د لندن پر لور وخوځېدل.

د ختيځ غازي په لندن کې

د تاوده هرکلي ننداره

د مارچ پر ١٣مه اعليحضرت لندن ته ورسېد. د وکټوريا تمځي ته په رسېدو ورته خلکو تود هرکلى ووايه. اعليحضرت ته په تمځي کې پاچا جارج او نور چارواکي سترګې پر لار وو او چې څنګه له ګاډي ښکته شو، پاچا جارج ورمخکى شو او په ډېره مينه يې ورته ښه راغلاست ووايه. پاچا جارج دغه وخت د لوى درستيز په کالو کې و. د انګلستان ملکې ساده جامې اغوستې وې او د دولتي چارواکيو رسمي کالي پرغاړه وو. د ښه راغلاست لپاره په راغليو کسانو کې ډيوک اف پارک، پرنس هنري، لومړى وزير مسټر بالډون او د بهرنيو چارو وزير سر اسټن چمبرلين په ځانګړې توګه د يادونې وړ دي. پر دې سربېره ځينې نور دولتي چارواکي او پوځي مشران هم تمځي ته راغلي وو.

پاچا جارج لومړى ملکه ميري ملکه ثريا ته وروپيژندله، چې تر پيژندګلوۍ وروسته دواړو له يوبل سره روغبړ وکړ او بيا يې د دولت غړي او نور مشران اعليحضرت ته وروپيژندل. اعليحضرت په ډېر اخلاص له ټولو سره ستړي مشي وکړه. تر دې وروسته اعليحضرت د تشريفاتو ټولي کتنه وکړه چې د کتنې پرمهال دغه ټولي د افغانستان ملي سرود وغږاوه.

د ګلپاڼو دېوالونه

د ختيځ د غازي اعليحضرت امان الله خان د راتګ په مراسمو کې د لندن وکټوريه تمځى ډېر ښکلى شوى و. ټولې خونې او دروازې په ګلانو ښايسته شوې وې. د پيژندګلوۍ تر مراسمو وروسته ټول خلک له همدې دروازو او محرابونو تېر شول او شاهي ناستي کوټې ته ولاړل.

انتظار خونه هم ډېره ښکلې وه. پر ديوالونو يې د ساحلونو انځورونه او ځاى پر ځاى ښکلې پردې راځړول شوې وې. د انتظار خونې ځمکه په ګرانبيه غاليو پوښل شوې وه او په وره کې يې د افغانستان او انګلستان بېرغونه ولاړ وو. نږدې شل دقيقې مېلمانه په انتظار خونه کې ايسار وو. مېلمانه چې وخوځېدل؛ نو لومړى د پوليسو ټولى و. د پوليسو په ټولي پسې ساتندويه ټولى و. بيا شاهي ګاډى چې اعليحضرت او د انګلستان ملکه په کې سپاره وو، روان و او تر شاهي ګاډي وروسته موټر د وزيرانو او رييسانو و.د تمځي له سيمې څخه په وتو يوې لويې ګنې ګونې په چکچکو د اعليحضرت او ملکې هرکلى وکړ.

د ريوټر د ځانګړي خبريال خبره ده، چې د وکټوريه له تمځي بهر د يوه واکمن د ښه راغلاست لپاره په لومړي ځل د خلکو دومره ګڼه ګوڼه وليدل شوه. تر دې مخکې دومره خلک د هېڅ واکمن د هرکلي لپاره سرکونو ته نه وو راوتي.

اعليحضرت او ورسره بدرګه کوربانه ورو ورو له وکټوريه تمځي څخه د بکنګم ماڼۍ پر لور وخوځېدل. د لارې پر دواړو غاړو ډېر زيات خلک ولاړ وو او له هر ځاى نه به چې اعليحضرت او نور مېلمانه تېرېدل، خلکو به پرې ګلان شيندل. د ګلپاڼو دا باران تر بکنګم ماڼۍ ورېده.

بکنګم ماڼۍ ته نږدې د انګلستان د ښځمنو يوه ډله ولاړه وه، چې پر ملکې يې سترګې ولګېدى، نو سم له واره يې په چکچو پيل وکړ او پر ملکه يې ګلپاڼې وشيندې. د ملکه ثريا د ښکلا اوازې لاترمخه لندن ته رسېدلې وې او ډېرى ښځمنې يې د ليدو تږې وې. ښځمنو چې ملکه ثريا وليده، په ستاينو يې پيل وکړ.

مکنګم ماڼۍ ته په رسېدو ټول خلک خواره شول او اعليحضرت او ملکه له خپلو درنو کوربنو سره يوځاى ماڼۍ ته ننوتل.

په مکنګم ماڼۍ کې تر ټولو مراسمو وروسته اعليحضرت او ملکه په يوه ښکلي ګاډي کې سپاره شول او د يادو خلکو مړستون ته ولاړل. هلته يې پر مړو د ګلانو ګېډۍ کېښوده او څو ګامه پر شا ولاړل، مړو ته يې دعا وکړه. بيا اعليحضرت او ملکه دواړه د د ويسټ منسټر ګرجې ته ولاړل او د نومورکو مړو پر قبرونو يې ګلان وشيندل او دعا يې ورته وکړه. تر دې وروسته يې سينټ جيمس ماڼۍ ته تشريف يووړ. په سينټ جيمس ماڼۍ کې ورته د ويسټ منسټر د ښاروالۍ او د لندن د کاونټي کونسل پلاوو مننليکونه وړاندې کړل. اعليحضرت له دغو مننليکونو مننه وکړه او له ملکې سره يوځاى بېرته شاهي ماڼۍ ته ولاړ.

په بکنګم ماڼۍ کې شاهي مېلمستيا

د لويديځ لويي د ختيځ په پښو کې

د مارچ پر ١٣مه نېټه په بکنګم ماڼۍ کې د پاچا جارج لخوا د اعليحضرت امان الله خان او ملکې په وياړ يوه لويه مېلمستيا جوړه شوه. په شاهي خونه کې ګڼ شمېر فانوسونه روښانه وو او ځاى پرځاى ښکلې هېندارې لګېدلې وې. کله به چې د سرو زرو له شمع دانونو څخه پر هېندارو رڼا ولګېده، نو ټول رايل تالار به يو پړک شو.

د شاهي مېلمستيا لپاره پاچا جارج له رينډکيسل نه په ځانګړې توګه د سرو زرو لوښي چې پړکا يې سترګې برېښولې، راغوښتي وو.

دغې مېلمستيا ته يونيم سل کسان رابلل شوي وو، چې د ستراسقف کنټر بري، برکن هيډ، لارډ ريډنګ، لارډ چميفورډ، سرکلاوډ جيکيب، سروليم جانسن، مسټر چرچل، مسټر ريمزى ميکډانلډ او مسټر لايډ جارج نومونه په ځانګړې توګه د يادونې وړ دي. پر دې سربېره د وزارتونو نورو چارواکيو او مشرانو هم په دې مېلمستيا کې ګډون کړى وو. اعليحضرت او ملکه د مېلمستيا خونې ته بوتلل شو، چې ګډونوالو ورته د زړه له کومې هرکلى ووايه.

د ريوټر د ځانګړي خبريال په وينا، په دې مېلمستيا کې د بکنګم ماڼۍ کوټې د شنه چمن په څېر شنې ښکاره کېدې.

د دغې مېلمستيا جوړوونکي پاچا جارج مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو پرمهال د سمندري ځواکونو د مشر دريشي اغوستې وه او د انګلستان د ملکې يوه ګرانبيه خت پر غاړه و. د انګلستان د ملکې جوګون چې د سپينو زرو تارونه يې له ورايه پړکېدل، پر غاړه و او پر سر يې د مرغلرو پسول و، چې په دغه پسول کې مشهور الماس کوه نور هم لګېدلى و.

د ختيځ غازي امان الله خان په دې مېلمستيا کې شاهي لباس اغوستى و او ډېر ښه ښکارېده. د افغانستان د ملکې هم اروپايي ډوله جامې پر ځان وې. پر دې سربېره د ملکې له مرغلرو ډک خول هم پر سر و.

پر ډوډۍ باندې ډېر زيار ايستل شوى و چې مذهبي بنديز ته هم پکې پاملرنه شوې وه. د مېلمستيا تر مراسمو وروسته پاچا جارج د ځان او د خپلې ملکې په استازې د اعليحضرت او ملکه ثريا لپاره د روغتيا دعا وکړه او اعليحضرت امان الله خان په راتګ يې خوښي وښوده، ويې ويل: زه د جلالتماب امان الله خان پر روڼ اندۍ او ځيرکۍ د زړه له کومې اعتراف کوم او هغه پرمختګ ته چې افغانستان يې د دوى په مشرۍ کې کوي، په نېک نظر ګورم او مينه ورسره لرم. خداى مو اوږد پتمن عمر په نصيب کړه، چې د افغان ملت د پرمختګ لړۍ همداسې غزېدلې پاتې شي.

د پاچا جارج د خبرو په غبرګون کې اعليحضرت وويل:

زه تر هر څه لومړى د انګلستان له واکمن جلالتماب جارج، ملکې او د لندن له ټولو اوسېدونکو مننه کوم او غواړم، ووايم چې د لندن د اوسېدونکو له مينې او خلوصه ډک تاوده هرکلي څه ډېر متاثره کړم.

ستاسې مينې او خواخوږۍ ته په پام سره په زغرده وايم، چې دا رنګه له اخلاصه ډکې ځاني( شخصي)ملګرتياوې به د افغانستان او انګلستان پر اړيکو مثبت اغېز وښندي او د ښو اړيکو پيلامه به شي. زه هيله لرم، چې په ګانده کې به د پرمختګ پر لويه لاره او د ګډو ګټو له کبله دواړه هېوادونه اوږه پر اوږه پرمخ ولاړ شي.

په کليډهال کې مېلمستيا

د ١٩٢٨کال د مارچ پر ١٤مه لارډ مير د لندن په کليډ تالار کې د اعليحضرت په وياړ يوه لويه مېلمستيا کړې وه. په دغې مېلمستيا کې ٦٤ کسانو برخه اخيستې وه.

کله چې اعليحضرت له ملکې سره يوځاى له بکنګم ماڼۍ څخه د ساتندويانو په ملتيا د ګلډهال پر لور وخوځېد؛ نو پر ټوله لاره د خلکو لخوا د خوښۍ په غږونو بدرګه شو. اعليحضرت به د هر سلام ځواب په سلام ورکاوه، خو مېرمن ملکې به په موسکا سره ورته سر ټيټاوه.

ګلډهال ته په ورنږدې کېدو سره ورته لارډ مير او ښځې يې په ډېره مينه اعليحضرت او ملکې ته ښه راغلاست ووايه او بيا يې په ډېر درناوي د مېلمستيا خونې ته بوتلل. د مېلمستيا په خونه کې ډېر خلک منتظر وو، چې د سمندري ځواکونو قوماندا ن سرچارلس مېډن، لوى درستيز سر جار مولر، مسټر ريمزى ميکډانلډ، سر اسټن چمبرلين او سرفرانس پکې د ځانګړې توګه د يادونې وړ دي

کله چې اعليحضرت له ملکې سره يوځاى مېلمستيا ته ورننووت، نو ټولو ګډونوالو يې تود هرکلى وکړ. اعليحضرت او ملکې د مېلمستيا خونه خوښه کړه. د ښه راغلاست تر مراسمو وروسته اعليحضرت او ملکه پر يوه ښکلي تخت کېنول شول. د تخت پر شاوخوا پر زرينو څوکيو د انګلستان د شاهي کورنۍ شهزادګان کېناستل. تر دې وروسته لارډ مير مننليک وړاندې کړ. په مننليک کې راغلي وو:

د اعليحضرت او ملکې په راتګ د لندن اوسېدونکي ډېر خوشاله دي او د ځان لپاره يې يو لوى وياړ بولي. پر داسې مهال د انګلستان د اولس هيله د افغانانو او انګريزانو ترمنځ د اړيکو ټينګښت او له اقتصادي او تجارتي پلوه د دواړو هېوادونو پرمختګ دى.

مننليک په کابل کې د انګلستان سفير سر فرانس همفريز په پښتو وژباړه او بيا يې د سروزرو په يوه صندقچه کې بند اعليحضرت ته ورکړ.

ورپسې اعليحضرت امان الله خان ودرېد او په ځواب کې يې وويل:

له تاسې مننه کوم او ستاسې د له مينې ډکو احساساتو درناوى کوم. د انګلستان د واکمن او زما ترمنځ د ښو اړيکو پايله بايد د انګلسي اولس او افغانانو ترمنځ د سياسي او تجارتي اړيکو ټينګښت وي. زما په اند په نږدې راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې پاموړ پرمختيا وکړي.

پر دې مېلمستيا هم ډېر زيار ايستل شوى و او د ټولو مذهبي بنديزونو خيال په کې ساتل شوى و.

تر ډوډۍ وروسته اعليحضرت او ملکه دواړه د ساتندويانو په ملتيا د بکنګم ماڼې ته ولاړل.

د مارچ پر ١٥مه اعليحضرت په بکنګم ماڼۍ کې د ځينو هېوادونو له سفيرانو سره وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو يې ورسره خبرې وکړې.

د شپې له خوا د انګلستان ملکې د افغانستان ملکه له ځان سره سنيما ته بوتله. سنيما ته په ورنږدې کېدو سره پر شاهي سپرلۍ خلک راتوى شول؛ خو ساتندويانو په زور له شاهي سپرلۍ لېرې کړل او دواړه ملکې سنيما ته ننوتې. په سنيما کې شاهي څوکۍ د افغانستان او انګلستان په بيرغونو او جالونو ښکلې شوې وې. په سنيما کې ناستو خلکو خوښي څرګنده کړه او ملکې ته يې ښه راغلاست ووايه.

د مارچ پر ١٦مه د بهرنيو چارو وزارت سر اسټن چمبرلين په رايل بڼ کې د اعليحضرت او ملکې په وياړ يوه لويه مېلمستيا وکړه. په مېلمستيا کې ګڼ شمېر خلکو ګډون کړى و، چې ستراسقف کنټربري، د انګلستان وليعهد لارډ هارډنګ او لارډ چيمسبورډ په ځانګړې توګه د يادونې وړ دي. کله چې مېلمستيا چمتو شوه، اعليحضرت او ملکه د مېلمستيا خونې ته بوتلل شول او هلته ورته ګډونوالو تود هرکلى ووايه. د ښه راغلاست تر مراسمو وروسته اعليحضرت او ملکه پر يوه ښکلي تخت کېنول شول او تخت ته نږدې پر زرينه څوکۍ شهزاده ويلز کېناست. په دغه مېلمستيا کې رسمي ويناوې ونه وشوې؛ خو د مېلمستيا په پاى کې مراسټن چمبرلين په نارسمي توګه د زړه له کومې له اعليحضرت او ملکې نه مننه وکړه. د مارچ پر ١٧مه اعليحضرت او ملکه څو ساعته د لندن ښار په ليدو بوخت وو، چې د ليدنې ترڅنګ يې د خپل شاهي محل لپاره ځينې څيزونه هم وپېرل او پر همدغه ورځ له غرمې وروسته په يوه ښکلي اورګاډي کې سپاره شول او برمکنګم ته لاړل. په برمنګم کې ورته د اورګاډي له تمځي سره لارډ مير او مېرمنې يې ورته ښه راغلاست ووايه. د تمځي تر سيمې لږ هاخوا ګڼ شمېر خلک چې لويه برخه يې ښځمنو جوړوله، ولاړ وو. د تمځي له بريده په وتو د اولس لخوا اعليحضرت ته تود هرکلى وويل شو. د برمنګم ښځمنې چې د ملکې د کتو تږې وې، هم ښه راغلاست ته ولاړې وې؛ خو چې ورته څرګنده شوه، چې ملکه د طبيعت د ناسموالي له کبله نه ده راغلې، نو ډېرې خپه شوې. په برمنګم کې اعليحضرت د اوسپنې جوړولو فابريکو او انجينري کارونو کتنه وکړه او د وسلې جوړولومشهوره فابريکه يې هم وکتله.

د برتانوي ځواکونو کتنه

د مارچ پر ١٨مه اعليحضرت د برتانوي بېړۍ او د ځمکنيو ځواکونو کتنه وکړه. لکه څنګه چې اعليحضرت له عسکري چارو سره ښه بلد دى، نو ډېرو کارونو ته يې تنقيدي کتنه وکړه.

د ځمکنيو ځواکونو تر کتنې وروسته اعليحضرت د بريښناي او پوستي سيستمونو کتنه هم وکړه او له اړوندو کارکونکو څخه يې په اړه پوښتنې وکړې.

د مارچ پر ١٩مه اعليحضرت د فوټبال د لوبې کتنه وکړه او د شپې لخوا يې پر سنيما د انګليسي ډرامې له کتو خوند واخيست.

د زغرورو شوبلو کتنه

د مارچ پر ٢٠مه اعليحضرت بورن مت ته ولاړ او هتله يې يوه ورځ تېره کړه. په بورن کې د زغرورو شوبلو دوه ويشت ګراجه دي. اعليحضرت د ځينو څانګوالو کسانو په ملتيا د زغرورو ټانکونو د شاهي ټوليو د ښوونځي کتنه وکړه. د کتنې پرمهال ټانک چلوونکي په ټانکونو کې کېناستل او پخپلو مهارتونو يې وښووله، چې څنګه بايد پر دښمن بريد وشي. دولس زغروال ټانکونه به په ګډه پرمخ ولاړل او تر بريد وروسته به بېرته پر شا راغلل. اعليحضرت پخپله هم پر يوه زغروال ټانک کېناست او پر فرضي دښمن يې له بريده خوند واخيست.

د اوبتل په زړه پورې سفر

د مارچ پر ٢١مه اعليحضرت له ملکې سره يوځاى سويلي ميپټن ته ولاړ. له لندن څخه د اعليحضرت د وتو پرمهال باران ورېده؛ خو چې له اعليحضرت له ابادۍ ووت، نو اورښت ودرېد او اسمان شين شو.

سويلي ميپټن ته په ورتګ اعليحضرت د سمندري ځواکونو له ځينو منصبوالو سره ليده کاته وکړ. بيا نلسن وکټري بېړۍ ته ورغى او له نږدې يې وکته. تر دې وروسته يوې نوې پوځي بېړۍ ټايګر ته ورغى او د هغې ځانګړنې يې واورېدې.

بيا اوبتل ته ورغى او کپټن ته يې امر وکړچې خپل مهارت وښيي. کښتۍ له امر سره سم لړزنده خوځښت پيل کړ او په ډېره چټکۍ سره د يوې پوځي بېړۍ پر خوا چې په توپونو سمبال وه، ورغله او غوپه شوه. اعليحضرت ته دې کار ډېر خوند ورکړ.

کښتۍ تر ډېر وخته پورې په سمندر کې وه او اعليحضرت په افق ښود کې ورته کتل. اعليحضرت څوځل ملکې ته چې په الرس فورډ بېړۍ کې وروسته راروانه وه، پيغامونه ولېږل، چې تريوڅه ځنډ وروسته يې د هر يوه ځواب ترلاسه کړ.

د تارپيډو نښه

د اوبتل د سفر تر ټولو په زړه پورې پېښه دا وه، چې اعليحضرت په دوو تار پيډو يوه نښه چې زر ګزه لېرې وه، رسا وويشته او ډېر خوند يې ترې واخيست.

د اوبتل د قوماندان خبره ده، چې هر تارپيډو يونيم ټن وزن لاره او ما هېڅ تمه نه درلوده چې اعليحضرت به د زرو ګزو د واټن نښه داسې سمه وولي. زه هله ګوته پر غاښ شوم، چې اشارو خبر راکړ چې دواړه روغ په نښه لګېدلي. کله چې ډز وشو، له ډز سره سم تارپيډو په اوبو کې د نښې پر لور لاندې خوا ته ولاړ او يوازې په پنځو ثانيو کې نښې ته ورسېده. اعليحضرت د تارپيډو ګړنديتوب ته په افق ښود کتل.

د امتياز نښان

کله چې اعليحضرت د ابدوز کښتۍ له کتنې وزګار شو؛ نو د اوبتل د څانګې عمومې قوماندان ورته د نښې ويشتنې تر ټولو غوره جايزه ورکړه او د اعليحضرت د نښې ويشتنې پر وړتيا يې اعتراف وکړ. اعليحضرت جايزه ومنله او ډېر خوښ شو.

د لندن په فضا کې الوت

د مارچ پر ٢٢مه اعليحضرت د ګرايډن د الوتکو ساتنځى او هغه مرکز چې الوتکې ترې سمبالېږي، وکوت. ترڅنګ يې نابريښيز ليک چې له پاريس څخه يوې الوتکې له ځان سره راوړى و- هم ولوست.

تر دې وروسته اعليحضرت د الوتکو په مرسته د ليک رسونې لارې چارې وليدې. له يوې ډېرې چټکې الوتکې له ليکونو ډکه کڅوړه راوغورځول شوه، کڅوړه چې په سر پورې يې چترۍ تړل شوې وه، په انيوډګر کې راښکته شوه. اعليحضرت چې پرانسته او ويې کته؛ نو څو پوست کارتونه وو، چې د پارسي شعرونه پرې کښل شوي وو. اعليحضرت د دغو شعرونو په لوست ډېر خوښ شو.

په دې پسې اعليحضرت د هوايي چلند له وزير سره يوځاى په يوه درې څرخه چورلکه کې کېناست او د لندن پر فضا وګرځېد. اعليحضرت له دې سفر نه ډېر خوند واخيست.

له اعليحضرت سره په دې سفر کې ملکه ثريا نه وه، ځکه هغه ناسازه وه او په کليرجز مېلمستون کې يې ارام کاوه.

د کيمبرلي ليدنه

د مارچ پر ٢٣مه اعليحضرت ارام وکړ او پر ٢٤مه يې سهار وختي له ملکې سره يوځاى په موټر کې سپور شو او کيمبرلي ته ولاړ. هلته يې دشاهي پوهنځي کتنه وکړه او د اس ځغلونې سيالۍ يې وليدې. اعليحضرت په شاهي حربي ښوونځي کې د څو هنديانو په زده کړه ډېر خوښ شو.

د مارچ پر ٢٥مه د منځنۍ اسيا د ټولنې ښځمنو ملکې ته د خوږو مېلمستيا وکړه. ملکې په مېلمستيا کې په ډېرخوښۍ ګډون وکړ او د ښځينو پر زده کړې او پرمختګ يې خبرې وکړې.

د مارچ ٢٦مه اعليحضرت او ملکې په ارام تېره کړه او له چاسره يې ليده کاته ونه کړل.

د مارچ پر ٢٧مه اعليحضرت او ملکې په اکسفورډ سټريټ کې ځينې څيزونه وپېرل.

د رايل ايشيا ټک ټولنې کتنه

د مارچ پر ٢٨مه اعليحضرت او ملکه په يوه ښکلي موټر کې کېناستل او د لندن د ايشيا ټک ټولنې دفتر ته ولاړل. هلته ورته د ټولنې ستر سيکرټر(سرمنشي؟) او نورو درنو غړيو تود هرکلى ووايه.

اعليحضرت د ټولنې کتابتون ته ورغى او سرسري يې د بېلابېلو پوهنو او فنونو کتابونه ولوستل.

د مارچ پر ٢٩مه اعليحضرت سوېډن ته ولاړ او هلته يې د مشهورو صنعتي ښوونځيو کتنه وکړه. بيا د اورګاډو فابريکو ته لاړ او د ماشينونو او پرزو له کتنې يې خوند واخيست.

د مارچ پر ٣٠مه اعليحضرت او ملکې ټيمز رود وکوت او په يوې ښکلې بېړۍ کې يې د ساحلي ځايونو ليدنه وکړه.

د اپريل پر لومړۍ نېټه اعليحضرت له ملکې سره يوځاى اکسفورډ پوهنتون ته ولاړ. هلته يې د پوهنتون رييس تود هرکلى وکړ او مننليک يې ورته وړاندې کړ. اعليحضرت د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو څانګې او ودانۍ وکتې او خوښې يې کړې.

د اپرېل پر ٢مه اعليحضرت د اډنبرا، مانچسټر، ليورپول او ځينو نورو داسې ځايونو چې د صنعت او حرفت مرکزونه دي، ليدنه وکړه او صنعتي پرمختګ يې وکوت.

د اپرېل پر٣مه کنګ جارج او د انګلستان ملکې په وينډنسر ماڼۍ کې له اعليحضرت او ملکې سره ليده کاته وکړه او څو ساعته يې ګډ تېر کړل او غرمنۍ يې هم په ګډه وخوړه.

د اپريل پر ٤مه اعليحضرت او ملکه د انګلستان سمندري مرکز ته ولاړل او د برتانيه د سمندري ځواکونو کتنه يې وکړه. تر کتنې وروسته په لندن کې کلير جز ماڼۍ ته راوګرځېدل.

اعليحضرت ته وړاندې شوى غوښتنليک

د اپرېل په لومړيو ورځو کې چې اعليحضرت د لندن د مشهورو ځايونو او مناظرو له کتو وزګار شو او د راستنېدنې اراده يې وکړه؛ نو د لندن د سنډى ورکرو يوه استازي ورته د کاريګرو لخوا يو مهم غوښتنليک وړاندې کړ. د غوښتنليک ژباړه دا ده:

د افغانستان واکمن اعليحضرت امان الله خان ته:

اعليحضرته! موږ دا غوښتنليک د يوه داسې ملت پاچا ته وړاندې کوو، چې د خپلواکې لپاره کړې هلې ځلې او مبارزې يې له هيچا پټې نه دي. موږ د افغان ملت کوښښونو او مبارزو ته په درنه سترګه ګورو.

اعليحضرته! موږ ته ستاسې هغه وينا چې پر ١٩١٩کال مو کړې وه او سوګند مو پرې خوړلى و، ښه په ياد ده. تاسې ويلي وو، چې: (( زه د انګرېزانو تر مرييتوبه ځان وژنه غوره ګڼم )). ستاسې دا خبره د درناوي وړ ده او هيڅوک دا نشي ثابتولاى، چې تاسې به د دې ژمنې په سرته رسولو کې لټي کړې وي.

اعليحضرته! موږ خوښ يو چې تاسې خپلواکي ترلاسه کړې او ټولنيز عدالت ته ټينګه پاملرنه کوئ. دا ستاسې د ځيرکتيا ښکاره ثبوت دى. موږ اورېدلي چې تاسې په خپل هېواد کې پوهنتونونه جوړ کړي، د ښځمنو ښوونځي مو جوړ کړي، روغتونونه او مرستونونه مو پرانستي او د صنعت او حرفت دودونه مو پيل کړې. دا هرڅه د خوښۍ وړ دي.

اعليحضرته! مو غواړو يو حقيقت تاسې ته په ډاګه کړو او هغه دا چې په انګلستان کې چې ستاسې کوم تاوده هرکلي او غوړې مېلمستياوې کېږي، دا د پردې يوه خوا ده. که تاسې له ګليډهال دباندې حالات وګورئ، نو د پردې بله خوا به هم ووينئ او د د ګليډهال په شاوخوا کې به مو پام د بې کسۍ او غريبۍ داسې بېلګو ته واوړي، چې ګوته پر غاښ به مو کړي. غواړو په څرګنده ووايو، چې د دې بېوزلۍ او زياتي پړه د همغو خلکو پر غاړه ده، چې تاسې ته شاهانه هرکلي وايي او ستاسې په وياړ لويې لويې مېلمستياوې جوړوي.

اعليحضرت! بې له شکه چې تاسې د انګلستان د دولت ارزښتمن مېلمه ياست او ستاسې په هرکلي کې زرګونه روپۍ لګوي؛ خو کېداى شي تاسې ته معلومه نه وي، چې د انګلستان واکمن د افغانستان خپلواکۍ ته لوى ګواښ دى، چې په دې اړه د ١٩١٩کال پېښې ښې ترا روښانه دي.

اعليحضرته! لندن ته ستاسې په راتګ موږ ډېر خوښ يو او له تاسې سره رښتينې مينه لرو. بېشکه تاسې د ختيځ يو لوى مدبر ياست، ټولنيز عدالت ته درناوى لرئ او له خوارانو سره خواخوږي ښيئ. موږ له تاسې ډېر خوښ يو؛ خو دا درته وايو، چې تاسې نن سبا واک خوښيو پانګوالو مېلمانه ياست، چې الوتکې يې پر خپلواکو ملتونوبمونه غورځوي او د مصريانو پر حقونو يې خېټه اچولې. تاسې د داسې دوه مخيو او ټګو سياستوالو مېلمانه ياست چې همدا اوس د هندوستان پر کروړنو مسلمانانو واک چلوي.

د بېوزليو کاريګرو د سپېڅلو احساساتو په استازۍ موږ له تاسې هيله کوو، چې په دغو ټګو او او دوه مخيو تېر نه وځئ، موږ بېخي رښتيا وايو، دا غرضيان يوازې خپلو سياسي موخو ته د رسېدو لپاره ستاسې درناوى کوي.دوى پر خولو يوشان؛ خو پر زړونو بل شان دي. موږ په يقين سره درته وايو، چې دا بوټ پاکان به د خپلو شاهي موخو د ترلاسي لپاره، نن وي که سبا د افغانستان پر خپلواکۍ بلوسه کوي.

”سنډى ورکر”

له همدرد څخه نقل

١٩٢٨\٥\٣

د اعليحضرت د لندن سفر ته

د جرايدو کتنه

لندن ته د اعليحضرت امان الله خان د سفر په اړه د هغه ځاى ځينو نوماندو ورځپاڼو او جريدو ليکنې خپرې کړې، چې د ځينو لنډيز دا دى:

مشهورې ورځپاڼې لندن ټايمز ليکلي، چې د افغانستان د شاه راتګ زموږ هېواد د يوې ښکلې ملکې او پاچا له هرکلي څخه برخمن کړ. دا هغه واکمن دى، چې افغانان يې د پرمختلليو ملتونو پر بهير ورګډ کړل.

مارننګ پوسټ ليکلي: دا د خوشحالۍ ځاى دى، چې په نړۍ کې تر ټولو لويې اسلامي واکمنۍ يانې انګلستان په ډېر اخلاص او مينې يوه ويښ او ځيرک مسلمان پاچا ته هرکلى ووايه. افغانستان او انګلستان د ملګرتيا او دښمنۍ مزه څکلې، اوس بايد د افغانستان او انګلستان ترمنځ د ملګرتيا او مينې اړيکي ټينګ شي، ځکه انګلستان د افغانستان او افغانستان د انګلستان ملګرتيا ته اړ دى.

د لندن ډيلي نيوز کښلي: انګلستان ته د افغانستان د واکمن راتګ يوه ستره تاريخي پېښه ده. تراوسه د افغانستان هېڅ واکمن اروپايي هېوادونو ته نه دى راغلى، يوازې روڼ اندى امان الله خان و چې دا اړتيا يې احساس کړه.

افغانستان يو کوچنى هېواد دى، ځکه يې په اروپا کې ډېر نوم نه لاره؛ امان الله خان و، چې اروپايانو ته يې افغانستان وروپېژانده.

نن چې په هرځاى کې د امان الله خان ستاينې کېږي، په حقه کېږي او وړتيا يې لري.

د لندن نير السټ ورځپاڼه وايي: امان الله خان يوه سرپټې هستي ده، کله چې لندن ته راغى او يوه خبريال وپوښته، چې تاسې انګلستان ته د مينې او ملګرتيا پيغام ورکولاى شئ؛ نو نوموړي ورته په ځواب کې وويل: (( له بهرنيو چارو وزارت سره تر مشورې وروسته کولاى شم.)). دا ځواب لويه مانا لري.

په هرحال، هيله ده، چې د افغانستان او انګلستان ترمنځ اړيکي ټينګ او وغزېږي.

د فار ورډ ورځپاڼې د لندن خبريال ليکي: هغه تود هرکلى چې په لندن کې د اعليحضرت امان الله خان وشو، بويه که په بل ځاى کې شوى وي.

انګلستان خبر دى، چې افغانستان دومره لوى هېواد نه دى او تر ٢٣م کال ترمخه په اروپايي ورځپاڼو کې يوازې د افسانو په بڼه يادېده. له دې هرڅه سره بيا هم د انګلستان ورځپاڼې د امان الله خان او ملکې په ستاينه نه مړېدې، چا رښتيا ويلي، چې: (( تورې به وهې، په خطبه کې به يادېږې))

په لندن کې د افغانستان شاه ته د ځمکنيو او سمندري ځواکونو، پوځي لارو چارو او توپونو له ښوولو څخه يوازنۍ موخه د انګلستان له پياوړتيا او ځواک څخه د امان الله خان خبرونه وه؛ خو امان الله خان په خپلو ويناوو کې د خپلواکۍ هوډ يوځل بيا تازه کړ.

له لندن څخه د امان الله خان ستنېدنه

د اپريل پر ٥مه نېټه اعليحضرت، ملکه ثريا او د سفر ملګري يې له لندن څخه د پاريس پر لور وخوځېدل. پر تمځي باندې له اعليحضرت سره دولتي چارواکيو او اولسي مشرانو مخه ښه وکړه.

د اعليحضرت لخواد انګلستان شاه ته د ډالۍ ورکړه

له لندن څخه د روانېدو پر وخت اعليحضرت په لندن کې د افغان سفير په لاس د انګلستان واکمن ته لاندې ډالۍ ورولېږلې:

١- د پارسي ليکدود يوه لرغونې نسخه، چې نن سبا نه پيدا کېږي.

٢- يو ښکلى ٥٠مخيز کتاب چې د ختيځ يو لوى يادګار دى. دغه کتاب له پيله تر پاى په نوکانو کښل شوى او کاغذ يې ډېر ښکلى دى.

پاچا جارج د افغان سفير په لاس د اعليحضرت رالېږلې ډالۍ په ډېره مينه ومنله او په خپل ځانګړي بکس کې يې خوندي کړه.

مننليک

د اپرېل د ٥مې پر سهار اعليحضرت له کېلې څخه پاچا جارج ته لاندې ليک راواستاوه:

زه او ثريا پر داسې وخت چې ستاسې د واکمنۍ له بريد سره مخه ښه کوو، ستاسې له مينه ناک چلنده مننه کوو.

د ليک ځواب

جارج د اعليحضرت د ليک په ځواب کې وکښل:

موږ له څښتن څخه ستاسې روغتيا او بريا غواړو او ستاسې د سپېڅلې جذبې درناوى کوو.

په پاريس کې هستوګنه

د اپريل پر ٧مه اعليحضرت، ملکه او ملګري يې پاريس ته په خير ورسېدل. پر تمځي باندې ورته لارډکريو او نورو خلکو هرکلى ووايه. پاريس ته تر رسېدو وروسته اعليحضرت د مرۍ جراحي وکړه او د اپريل تر ٢٧مه په پاريس کې پاتې شو.

د اپريل پر ٢٨مه اعليحضرت، ملکه او ملګري يې له پارس څخه د وارسا پر لور وخوځېدل.

پولينډ ته د اعليحضرت سفر

په وارسا کې تود هرکلى

د ٢٨کال د اپريل پر ٢٩مه اعليحضرت وارسا ته ورسېد. د اعليحضرت تر رارسېدو ترمخه د پولېنډ دولت لخوا د هرکلي لپاره په لوړه کچه تيارى نيول شوى و او ځاى پر ځاى ښکلې دروازې چې د ښار ښکلا يې يو په دوه کړې وه، جوړې شوې وې. ښار په ښايسته رپيو هم سينګار شوى و. د وارسا تمځي ته په رسېدو ورته د پولېنډ اولسمشر، د کابينې غړيو او ملکي وګړيو تود هرکلى ووايه. د ښه راغلاست تر مراسمو وروسته اعليحضرت د پولېنډ د اولسمشر په ملګرتيا په يوه ښکلي ګاډي کې سپور شو او لويې ماڼۍ ته ولاړل. پر سرکونو باندې د مېملنو د تېرېدو پرمهال خلکو د خوښۍ چغې وهلې او پر بدرګه يې ګلان شيندل. همدا راز د سرکونو پر سر پوځيان لاس ورکړي ولاړ وو، چې تر شا يې اولسي وګړي ولاړ وو.

ماڼۍ ته په ننوتو دولتي توپونو سلامي وکړه او دويم پلي ټولي د ښه راغلاست ترانه وغږوله. تر هرڅه لومړى اعليحضرت د ساتندوى ټولي کتنه وکړه او بيا رومن پارک ته د دې لپاره ولاړ، چې نومورکو وژليو ته دعا وکړي.

شاهي مېلمستيا

د اپرېل پر ٣٠مه د پولېنډ اولسمشر، د اعليحضرت امان الله خان په وياړ يوه لويه مېلمستيا وکړه. د مېلمستيا لپاره لويه ماڼۍ ډېره ښه جوړه شوې وه. په مېلمستيا کې نږدې يو نيم سلوپيژندل شويو څېرو برخه اخيستې وه.

کله چې مېلمستيا تياره شوه؛ اعليحضرت او ملکه د مېلمستيا د خونې پر لور روان کړاى شو. خونې ته د ننوتو پرمهال يې ګډونوالو تود هرکلى وکړ. په دغه مېلمستيا کې اعليحضرت پوځي او آغلې ملکې ګرانبيه اروپايي ډوله جامې اغوستې وې.

د مېلمستيا تر مراسمو وروسته د پولېنډ اولسمشر د اعليحضرت او ملکې لپاره د روغې سټې دعا وکړه او د هغوى پر راتګ يې خوښي وښوده، ويې ويل: د اعليحضرت په مشرۍ کې د افغانستان پرمختګ ته په درنه سترګه ګورو. خداى دې وکړي، چې اعليحضرت د خپلو موخو په ترلاسي کې بريالى شي.

د اولسمشر د پورته خبرو په ځواب کې اعليحضرت وويل:

زه د وارسا له اوسېدونکو او ولسمشر نه مننه کوم، چې ماته يې تود هرکلى ووايه. زه باوري يم، چې په نږدې راتلونکي کې به د وارسا او افغانستان اړيکې ټينګ شي او تر يو څه خبرو وروسته به په وارسا کې د افغانستان سفارت پرانستل شي، چې په دې کار سره به له پولېنډ څخه افغانستان ته د ټوکر او اوسپنې په تجارت کې اساني راشي.

د مۍ پر لومړۍ نېټه اعليحضرت د اس ځغاستې کتنه وکړه او تر غرمې ورسته يې له چاروکيو سره خبرې اترې وکړې.

روسيې ته روانېده

د مۍ پر ٢مه سهار وختي اعليحضرت، ملکه او د سفر ملګري يې له وارسا څخه د ماسکو پر لور وخوځېدل. له لويې ماڼۍ څخه تر تمځي پورې ورسره د پولېنډ اولسمشر هم ولاړ. د تګ پرمهال اعليحضرت خبريالانو ته وويل، چې د پولېنډ له سفر نه يې ډېر خوند اخيستى.

افغان شاه په روسيه کې

ماسکو ته په ورتګ د اعليحضرت تود هرکلى

د اولسي وګړيو خوښي ښوول

روسيې ته د اعليحضرت د سفر په اړه رنګارنګ اوازې خورې شوې. کله به ويل کېده چې د اعليحضرت پر وړاندې د يوه پاڅون انکشاف شوى او له دې کبله يې د ماسکو سفر ځنډولى او ماسکو ته نه ځي، کله به داسې ويل کېده چې ملکه ثريا ناروغه ده او ماسکو ته د سفر ستونزې نه شي ګاللاى، نو اعليحضرت ماسکو ته نه ځي، کله به دا هم ويل کېده، چې په افغانستان کې يو لوى پاڅون شوى او عوام تلولي دي، نو ځکه اعليحضرت د روسيې سفر بل وخت ته پريښى. داسې په سلګونو بې بنسټه خبرونه خپاره شول، چې موخه يې د روسيې له يونه د خلکو ناهيلي کول او د پوهو خلکو سترګو ته خاورې شيندل وو. په دې لړ کې ريوټر تر ټولو له مخه دى. ريوټر تر انګلستان وروسته پولېنډ او روسيې ته د اعليحضرت د ورتګ په اړه چوپه خوله پاتې شو او هېڅ خبر يې خپور نه کړ، ځکه نه يې غوښتل چې خلک روسيې ته د اعليحضرت د سفر له پېښو خبر شي، خو د شګو دا ټول بندونه اوبو يوړل او کينه کښو پر مخ د ناهيلۍ او خواشينۍ څپيړه وخوړه. غازي امان الله خان روسيې ته ولاړ.

ماسکو ته په رسېدو اعليحضرت او ملکې ته د دولت او اولس لخوا تود هرکلى وويل شو.

د مۍ پر ٣مه د ماسکو پر تمځي باندې د اعليحضرت هرکلي ته د دفاع وزير موسيو دورو، موسيو چيچرن، موسيو کالنين او نور روسي چارواکي ولاړ وو، کله چې مېلمانه راورسېدل او له ګاډي راووتل، نو ګډونوالو ورته د زړه له کومې ښه راغلاست ووايه او ګلان يې پرې وشيندل.

د اعليحضرت د راتګ له کبله د ماسکو تمځى ډېر ښه جوړ شوى و، دروازې او ودانۍ له ګلانو ډکې وې. اعليحضرت د تمځي سينګار خوښ کړ او د ماسکو له خلکو يې مننه وکړه.

اعليحضرت پر دغه وخت ښکلې ګرانبيه جامې اغوستې وه او پر سر يې توره خولۍ وه، چې سپينه شمله يې له ورايه ښکارېده. د سفر ملګرو يې هم ښې جامې اغوستې وې. د ملکې اروپايي ډوله ښايسته پوښاک پر تن و. د ښه راغلاست تر مراسمو وروسته اعليحضرت او ملکه د موسيو چيچرن په ملتيا کرملين ماڼۍ ته ولاړل. له تمځي څخه د وتو پرمهال ورته د خلکو يوې لويې ګڼې ګوڼې چې بېلګه يې ترمخه نه ده ليدل شوې، هرکلى ووايه.

له تمځي څخه تر ماڼۍ پورې د خلکو شمېر کم و، چې د هر پوړ خلک په کې شامل وو؛ خو چې کله شاهي سپرلۍ د کرملين ماڼۍ بريده ته ورسېده، نو د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره زياته وه، چې ټولو په چکچو ا ود خوښۍ په چغو اعليحضرت او ملکې ته ښه راغلاست ووايه.

د لينن پرقبر د ګلانو د ګېډۍ ايښودل

په کرملين ماڼۍ کې تر ټولو مراسمو وروسته اعليحضرت په يوه ښکلي موټر کې کېناست او د يادو مړيو قبرونو ته ورغى، له هغه ځايه د لينن قبر ته ولاړ او د هغه پر قبر يې د ګلونو اميل خپور کړ. بيا يو څو ګامه پر شا ولاړ او په چوپه خوله يې سر لوڅ او ټيټ کړ او دعا يې ورته وکړه. تر دې وروسته اعليحضرت له ملکې سره يوځاى بېرته کرملين ماڼې ته راغى.

په ماسکو کې يوه لويه مېلمستيا

د مۍ پر ٤مه نېټه د روسيې د دفاع وزير موسيو شيلاف د اعليحضرت او ملکې په وياړ يوه لويه مېلمستيا چې ګڼه ګوڼه په کې ډېره وه راوغوښته.ملمستيا په سامک ماڼۍ کې چې په زړه پورې ښکلا او سينګار يې د ستاينې وړ و، جوړه شوې وه.

له کرملين ماڼۍ څخه تر سامک ماڼۍ پورې پر لار خلکو د اعليحضرت اوملکې تود هرکلى په چغو وکړ. په سامک ماڼۍ کې د روسيې ټول لوړ پوړي چارواکي را غونډ شوي وو. مېلمانه چې څنګه مېلمستون ته ننوتل، ګډونوالو ورته ښه راغلاست ووايه او موسيو شيلاف ورسره په ډېره مينه ستړي مشي وکړه. د مېلمستيا تر مراسمو وروسته د دفاع وزير د اعليحضرت اوملکې لپاره د روغتيا دعا وکړه او د هغوى په راتګ يې خوښي وښوده، ويې ويل: زه په يقين سره وايم، چې اعليحضرت امان الله خان د يوه خپلواک ختيز هېواد افغانستان مخلص خادم او د افغانستان ټول پرمختګونه په ده پورې تړلي دي.

شاه امان الله خان سره له دې چې د ختيځ د يوه خپلواک هېواد واکمن دى، د ساده مزاج څښتن دى، ټولنيز عدالت ته ټينګه پاملرنه کوي غريبپاله او ځان د خپل هېواد خادم بولي. د دوى د خپلواکۍ پالنې روښانه بېلګه دا ده، چې خپلو هېوادوالو ته د ورونو په سترګه ګوري. امان الله خان يو واکمن دى، خو د نورو پاچاهانو په څېر ځان تر مخلوقه لوړ نه ګڼي او نه دعامو پاچاهانو په څېر انسان ته په سپکه سترګه ګوري. امان الله خان ځان د ملت واکمن نه بولي، بلکې ځان د خپل ملت او هېواد نوکر ګڼي او هرچاته د ورور په سترګه ګوري. امان الله خان د خپلواکو ملتونو خپلواکي تروړل نه غواړي او نه د زر و زور ترلاسي لپاره د خپلواکو ملتونو پر حقونو د بلوسې هيله لري.

د امان الله خان زړه او دماغ د شهنشاهۍ غوښتنې له جنونه پاک دي او د همدغو ښېګړو له کبله ورسره مينه لرو او هرکلى ورته وايو.

د دفاع د وزير په ځواب کې اعليحضرت وويل، چې زه له موسيو شيلاف، روسي چارواکيو او له روسي مننه کوم، چې ماته يې په ډېره مينه ښه راغلاست ووايه. زه د روسيې له خلکو سره ډېره مينه لرم او د هغوى نېک نظر ته درناوى کوم. ما له ډېر وخته غوښتل چې ماسکو ته راشم او تاسې وګورم. اوس زه د خداى شکر ادا کوم، چې ستاسې په کتو يې برلاسى کړم.

(د ستاينې غږونه)

زما عزيزانو! موسيو شيلاف د خپلو خبرو په ترڅ کې زه وښودم، چې له هېواد او ملت سره ډېره مينه لري او غواړي چې د خپل هېواد او ملت خدمت وکړي. غواړم په دې اړه ووايم، چې زه ځان د خپل ملت يو نوکر بولم او ملت د خپل عيش وعشرت وسيله نه ګڼم. زه حيران يم، چې په دې روښانه دوره کې هم داسې خلک پيدا کېږي، چې خپل ملت ته په سپکه سترګه ګوري او تر دې چې د دوى د لويوالي عرش پر اوږو يوسي- زيات اهميت نه ورکوي. ( د ستاينې غږونه)

دا څومره د شرم خبره ده، چې يو واکمن دې د خپل ملت پيسې په عياشۍ لګوي؛ خو ملت دې سپک ګڼي، حقوق دې يې تر پښو لاندې کوي، سره له دې چې د هغوى ګټه دې د ځان لپاره د عياشې په برابرولو کې مصرفوي. داسې خلک ډېر زيات عياش او عشرت پالونکي وي، لويي او تکبر د داسې خلکو جامه او ژوند دى، خو حالات ښيي چې دا طلسم نور مات دى، نور به عيش پالونکي له خپل ملته تښتېدلاى نه شي. لکه ترمخه مۍ چې وويل، زه ځان د خپل ملت نوکر بولم او دا خبره بېخي سمه ده، رښتيا هم زه ځان د خپل ملت خدمت خپله دنده بولم.

ورونو! نور د عيش پالنې وخت تللى، اوس د ټولنيز عدالت پړاو دى. هر سړى بايد د حقونو يورنګۍ ته پام واړوي او د نورو خپلواکۍ ته درناوى وکړي.

په پاى کې يوځل بيا له تاسې مننه کوم او خپله وينا پاى ته رسوم.

د روسي پوځ کتنه

د مۍ پر ٥مه اعليحضرت له موسيوشيلاف سره په ګډه د روسي پوځ کتنه وکړه. څرنګه چې اعليحضرت د زاړه او نوي عسکري نظام سره ښه اشنا دي؛ نو د پوځ ټولو څانګو ته يې په انتقادي نظر وکتل او د روسي پوځ له ځانګړنو ډېر خوښ شو. د پوځ تر کتنې وروسته اعليحضرت د اوسپنې جوړولو فابريکې ته ورغى او د دغه مسلک له پوهانو سره يې خبرې اترې وکړې. په پاى کې يې د يوه نندارتون چې د افغانستان مصنوعاتو ته ځانګړى شوى و، ليدنه وکړه.

په ماسکو کې د اعليحضرت بوختياوې

د مۍ پر ٥مه تر غرمې وروسته اعليحضرت د روسيې له ځينو سترو مشرانو سره وکتل او نږدې دوه ساعته يې ورسره خبرې اترې وکړې.

د مۍ پر٦مه اعليحضرت په مسکو کې د مشهورو ودانيو ليدنه وکړه او په چارلس سنيما کې يې د خوښۍ په جشن کې ګډون وکړ.

د مۍ پر ٧مه اعليحضرت د يوه لوى اوبدانتون(ټوکر سازۍ فابريکې) کتنه وکړه او له کاريګرو څخه يې د هغوى د چارو په اړه پوښتنې وکړې.

د مۍ پر ٨مه اعليحضرت په ماسکو کې د حربي ښوونځي کتنه وکړه او له زده کوونکو سره يې په پسته ژبه خبرې وکړې.

د مۍ پر ٩مه موسيو چيچرن د اعليحضرت او ملکې په وياړ يوه لويه مېلمستيا راوبلله. په دغه مېلمستيا کې د روسيې سياسي استازيو په لويه کچه ګډون کړى و او د روسانو لخوا اعليحضرت ته د خپلواک افغانستان د اولسمشر لقب وکړ شو.

د مۍ پر ١٠مه اعليحضرت موسيو شيلاف سره وليدل او تر ناوخته يې ورسره خبرې اترې وکړې.

د ١٩٢٨کال د مۍ پر ١١مه په لينن ګراد کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: ما د شوروي له سياحته ډېر خوند واخيست. زياته يې کړه: زما د دې سفر پايله به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوادګريز تړون لاسليک او د ښو اړيکو ټيګښت وي.

د اعليحضرت د روسيې سفر ته د ځينو خپرونو کتنه

روسيې ته د اعليحضرت د سفر په اړه د ختيځ ځينو نوماندو خپرونو لاندې ليکنې خپرې کړې دي:

روسيې ته د اعليحضرت تګ يوه ستره پېښه او انقلابې پيلامه ځکه ده، چې تر دې له مخه د افغانستان هېڅ واکمن له خپل هېواده بهر پښه نه وه ايښې؛ خو امان الله خان دا دود مات کړ او دا يې يوه اړتيا وګڼله. د امان الله خان هېواد يو داسې کوچنى هېواد دى، چې په اروپايي ورځپاڼو کې تل د افسانو په بڼه يادېده، خو اوس د اروپا لويې لويې ورځپاڼې د افغانستان په ستاينه بوختې دي. دا ولې؟ ځکه چې افغانستان اوس د خپلواکې په مانا پوهېږي. اوس به روسيې ته د اعليحضرت پر سفر رڼا واچوو: په دې کې شک نشته، چې د روسيې د انقلاب او د شوروي تر رامنځته کېدو له مخه بې له جاپان او ترکيې څخه نور ټول ختيځ د لويديځ تر واک لاندې و، نو شوروي ټولو ختيځوالو ته وښوده او دا پيغام يې ورکړ، چې ختيځ يوازې د ختيځوالو دى او خپلواکي د هغوى حق دى. که ختيځوال خپلواکي ترلاسه کول غواړي، نو هېڅوک يې مخه نشي نيولاى.

تردې وروسته شوروي له افغانستان سره ښه اړيکي لري او افغانستان ته به ګټورې مشورې ورکوي. همدا شوروي و، چې افغانستان يې په غوږو وواهه او ورته ويې ويل، چې د انګلستان پوځي ځواک دومره پياوړى نه دى او نه د افغانستان واکمن اړ دى، چې د هندوستان د وايسراى په خوښه ژوند وکړي. د حقيقت همدغه احساس و، چې امان الله خان خپل کړ او په پوره ځواک سره يې خپلواکي واخيسته او ځان يې د يوه خپلواک هېواد واکمن وباله.

شوروي له ډېر وخت راهيسې د افغانستان نږدې ملګرى او رښتينى خواخوږى دى. شوروي تل افغانستان ته ګټورې مشورې ورکړې او هر راز مرسته يې ورسره کړې. نن افغانستان هيچا ته اړ نه دى. افغانستان يو خپلواک هېواد دى او شوروي يې اوس هم نږدې ملګرى دى، تر دې چې امان الله خان يې ماسکو ته راوباله او امان الله خان بې له دې چې کوم مخالفت ته وګوري، په ډېره لېوالتيا ماسکو ته راغى.

له فارورډ څخه اخيستل شوى

١٩٢٨\٤\١٧

روسيې ته د اعليحضرت تر سفر له مخه ځينو ډلو بې بنسټه خبرونه خپاره کړل او شوروي ته يې د هغه د سفر په اړه ضدو نقيصې خبرې وکړې. د ريوټر د خبري اژانس انګلستان ته د اعليحضرت د سفر په اړه اوږدې اوږدې ليکنې خپرې کړې، خو روسيې ته يې پر سفر څه ونه ويل او څو ورځې چوپ پاتې شو. بيا يې څو لنډ او سرسري خبرونه خپاره کړل.

مخالفينو دا اوازه هم خپره کړې وه، چې روسيې مشران ډېر بدنيتي خلک دي او چارواکي يې د نااهله ملت غړي دي. د دې ترڅنګ يې دا هم ويل، چې روسان د باچاهانو له ښه راغلاست سره بلد نه دي او ډېر وروسته پاتې او ناپوه خلک دي.

شاه غازي امان الله خان دا ټول خبرونه ولوستل؛ خو بيا هم مسکو ته راغى او هرڅه يې پخپلو سترګو وليدل، امان الله خان ماسکو ته تر راتلو وروسته په ډاګه وويل، چې د شوروي له سفره يې خوند اخيستى. د دې خبرو په اورېدو سره پانګه وال پاچا پال ډېر خپه شول او ټولې هيلې يې له خاورو سره خاورې شوې. په دې کې شک نه شته، چې روسان له افغانانو سره ډېره مينه او خواخوږي لري او د يوه اسيايي ملت په توګه د امان الله خان د ملګرتيا وړ دي.

له همدرد څخه راواخيستل شو

١٩٢٨\٥\٩

روسيې ته د سفر په اړه د اعليحضرت وينا

د روسيې پر ځمکه قدم ايښودل: اعليحضرت د مۍ پر ٣مه د روسيې پر پوله ورواوښت. د سرحد پر تمځي ورته ښاغلي قره خان او د بهرنيو چارو د څانګې مشر فلورنسکي ښه راغلاست ووايه او د روسيې د اولسمشر پيغام ولوستل شو.

اعليحضرت چې له اورګاډي څخه رابهر شو؛ نو پوځي ټوليو ورته سلامي وکړه او قره خان يو ليک وروسپاره . اعليحضرت ليک واخيست او د پوځي ټوليو کتنه يې وکړه. تر کتنې وروسته په يوه ښکلي ګاډي کې چې د روسيې د دولت لخوا راغلى و، کېناست او د مسکو ښار پر لور چې د شوروي د جمهوريتونو پلازمېنه ده، وخوځېد.

مسکو ته رسېدل

مسکو ته په رسېدو اعليحضرت ته د روسيې د ولسمشر په ګډون ټولو دولتي چارواکيو او پوځي ټوليو ښه راغلاست ووايه او مننليکونه يې وړاندې کړل. اعليحضرت ځوابي وينا وکړه او له سرتېرو سره تر کتنې وروسته په يوه ښکلي موټر کې د ماسکو پر لور روان شو.

په ماسکو کې تود هرکلى

د اعليحضرت سپرلۍ د جنګي الوتکو په بدرګه ماسکو ته ورسېده. د ماسکو تمځى په ګلانو او د افغانستان او روسيې په بيرغونو لکه ناوې سينګار شوى و. پر لاره باندې دواړو اړخو ته عسکر ولاړ وو او د اداري مجلس رييس کالينن ترڅنګ نور چارواکي لا له مخه د ښه راغلاست لپاره راغلي وو. په ماسکو کې اوسېدونکي افغانان هم رپي پر لاس هرکلي ته راوتي وو. اعليحضرت چې څنګه له ګاډي څخه ښکته شو، د افغانستان ملي سرود وغږول شو، ورپسې کالينن په روسي ژبه ښه راغلاست ووايه او اعليحضرت په پارسي ژبه کې د ځواب په توګه ترې مننه وکړه. کالينن د خپل حکومت غړي وروپيژندل. پر دغه مهال ملکې ته هم مننليک وړاندې شو. تر دې وروسته اعليحضرت پوځي مرکز ته ولاړ او تر سلامۍ وروسته يې د هغو حل احوال وپوښت. پوځيانو له اعليحضرت سره ازادې خبرې وکړې.

د اعليحضرت بوختياوې

په پاى کې اعليحضرت هغې ودانۍ ته چې دوى ته ځانګړې شوې وه، ولاړ او په ورپسې په يوه بل موټر کې ملکه هم سپره شوه او ورغله. تر ودانۍ پورې د سيند پر دواړو غاړو اعليحضرت ته پوځي ټولي ولاړ وو او پر ودانۍ باندې د افغانستان او روسيې بيرغونه رپيدل. په دغه ځانګړي مېلمستون کې له اعليحضرت سره د کتو په موخه تر غرمې وروسته پردوو بجو د روسيې اولسمشر راغى. تر ليدو کتو وروسته اعليحضرت او د روسيې د ولسمشر په ګډون ځينې وزيران، د لينن قبر ته ورغلل. د ماسپښين پر درو بجو اعليحضرت د ماسکو ښاروالۍ ته لاړ، چې هلته يې د ښاروالۍ وکيل هرکلى وکړ او د ماسکو د ښاروالۍ په استازۍ يې يو البم چې د مسکو د بېلابېلو ځايونو انځورونو په کې خوندي وو او يو کتاب چې له تېرو لسو کلو راهيسې يې د دغې ښاروالۍ د کارونو ريکارډ رانغاړه- ورډالۍ کړ. د اعليحضرت ترڅنګ ملکې ته هم د ګرانبيه لوښو ډالۍ ورکړ شوه. پر پنځو بجو اعليحضرت د بېلابېلو هېوادونو له سفيرانو سره وکتل.

د جمهوري رياست بلنه

د شپې لخوا د روسيې اولسمشر اعليحضرت امان الله خان ته يوه لويه مېلمستيا وکړه. په دغه مېلمستيا کې پر دولتى چارواکيو سربېره د نورو هېوادنو سفيرانو او د اعليحضرت د سفر ملګرو ګډون کړى و.

د افغاني تاريخي څيزونو نندارتون: روسيې ته د اعليحضرت د راتګ په وياړ په مسکو کې د افغاني توليداتو نندارتون جوړ او پرانستل شو. د نندارتون په منځ کې پر يوه لويه تخته ليکل شوي وو: ((پاينده باد استقلال افغانستان)).

په دې نندارتون کې د افغان- انګليس جنګونو او تړونونو نقشې او نقلونه، د افغاني دودونو انځورونه، د پوځي او سوداګريزو څيزونو لړليکونه، د دارالامان انځورونه، د مرييتوب پرضد د مبارزې لپاره د اعليحضرت د صادر شوي فرمان ټولې پاڼې، د افغاني پوځي افسرانو انځورونه، د افغانستان په اړه کښل شوي روسى کتابونه او د افغانستان ډلييزې رسنۍ او په ځانګړې توګه د امان افغان ګڼې نندارې ته ايښودل شوې وې.

د روسي ولسمشر وينا

د مۍ پر ٤مه په يوې رسمي بلنه کې د روسيې اولسمشر وويل: د اعليحضرت غازي او ملکې راتګ به د هغو رښتينو او سپيڅلو اړيکو له پياوړتيا سره مرسته وکړي، چې د دواړو هېوادوو د خپلواکۍ ګټنې پرمهال ټينګې شوې وې. موږ وياړو چې د افغانستان تر خپلواکۍ وروسته مو تر هرچا لومړى د افغان دولت خپلواکي په رسميت وپيژانده او د مبارکۍ د پيغام ترڅنګ مو خوښي څرګنده کړه. زه ځان نېکبخته بولم، چې د روسيې او افغانستان تر اړيکو له مخې د اعليحضرت هېواد ته د تبريکۍ ويلو وياړ راپه برخه شو، ځکه د لومړي ځل لپاره پر(١٩١٩) زيږدي کال ما پخپله په ماسکو کې ښاغلي محمد ولي خان ته د افغان سفير په توګه ښه راغلاست ويلى و. دا فغانستان او شوروي ترمنځ د اړيکو د بنسټ ډبره په هغه نازکه پړاو کې چې دواړو اولسونه له دښمن سره په جنګ اخته وو او دښمن کوښښ کاوه، چې د مرييتوب جغ پرې بار کړي- ايښودل شوې دي. دواړه هيوادونه له دغو شخړو بريالي راوتي او ورځ پر ورځ يې اړيکې پراخېږي. د شوروي او افغانستان ترمنځ د دوستۍ لومړنى تړون هغه دى، چې پر ١٩٢١کال لاسليک شو. دغه تړون د ګاندې اقتصادي، مدني او تجارتي همکارۍ ته لار پرانسته او يو بل تړون چې پر ١٩٢٦کال د ناپېيليتوب او نه تېري تر سرليک لاندې لاسليک شو- سوداګريزو تړونونو ته لاره هواره کړه. اوس زموږ اولسونه په سوله کې ژوند کوي او د اقتصادى او سياسى اړيکو پر ټينګښت سربېره په ارامه فضا کې پرمخ ځي. موږ دغه ښه اړيکې د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سياسي اړيکو د پرمختيا او پراختيا لپاره اړينې او بنسټي بولو او د سولې د ټينګښت لامل يې ګڼو. موږ د افغان ملت چټکو پرمختګونو ته ځير يو او د اعليحضرت پر پاخه سياست خوښى څرګندوو. موږ باور لرو، چې د شوروي اتحاد او د هغه له ارادو او کارنامو څخه به د اعليحضرت خبرېدنه د دواړو هېوادونو د اړيکو په پياوړتيا او پراختيا کې لويه ونډه ولري.

په پاى کې کالينن د افغانستان او شوروي اړيکې نه شلېدونکې وبلل او د دواړو ملتونو ورورولي او خپلواکي يې وستايله.

د اعليحضرت وينا: اعليحضرت د کالينن د خبرو په غبرګون کې وويل: دا رښتينې ملګرتيا به چې د دواړو هېوادونو په بېړنيو حالاتو او حساس پړاو کې ټينګه شوې- د دواړو هېوادونو ترمنځ د صميمانه اړيکو بنسټ وګرځي.

اعليحضرت وويل؛

ښاغليه ولسمشره! زه خوښ يم، چې زموږ ملګرتيا په تېرو څو کلونو کې د دواړو هېوادونو د پرمختيا لامل شوې او غزېدلې. دا ملګرتيا د دواړو هېوادونو لپاره د اسانتياوو برابرول او د عمومي سولې ټينګښت تضمينوي. زموږ اړيکې د ١٩٢١کال د دوستۍ د تړون او د ١٩٢٠کال د ناپېيليتوب او نه تېري په څېر پر پخو بنسټونو ولاړ دي او اوسمهال له موږ سره په تجارتي تړون کې مرسته کوي. زه په دې ډېر خوښ يم، چې زموږ دولتي اړيکې به دواړو هېوادونو ته ډېره ګټه ورسوي. تراوسه له دغو اړيکو لاسته راغلې ټولې پايلې د ډاډ وړ دي او د اړيکو د پياوړتيا لامل ګرځي. زه باور لرم، چې له اولسمشر سره به زما خپله پيژندګلوى د دواړو هېوادونو اړيکې نورېهم ټينګ کړي.

رسم ګذشت

د مۍ پر ١٤مه اعليحضرت، ملکې او ورسره ملګرو يې د ځانګړو روسي چارواکيو ترڅنګ د کرمل کتنه وکړه. په کرمل کې اعليحضرت او ملګرو ته يې ښاغليو کالينن، نيو کيدره قمر خان او سپطرسون کمال دار کرمل ښه راغلاست ووايه. په کرملين کې تر هرڅه لومړى د وسلو کارونه نندارې ته وړاندې شوه. تر دې وروسته اعليحضرت د ښکلې چارتا لار او د لوى توپ کتنه وکړه. د کرمل تر کتنې وروسته اعليحضرت حربي ښوونځي ته ولاړ او د کرمل پر ميدانونو سپرو د خپل هنر څرګندونه وکړه. بيا په همدغه ميدان کې دوه کرنيز ماشينونه کتنې ته وړاندې شو. د روسيې دولت دغه دوه ماشينونه اعليحضرت ته د ډالۍ په توګه ورکړل. پر دولسو بجو اعليحضرت لينن پوهنتون ته ولاړ. په پوهنتون کې ورته د دغه پوهنتون رييس ښاغلى ستيانف سکوارتست هرکلى ووايه او د هغه سړي په توګه يې چې د جانګريانو پر وړاندې يې خونړۍ جګړې کړې او ترهر چا لومړى يې خپلواکي ترلاسه کړې- ورته مبارکي وويله. نوموړي وويل: لينن موږ ته ويلي، چې د امپريالېزم تر ولکې لاندې ملتونه زموږملګري او اتحاديان دي. په پاى کې ښاغلي سکوارتست ويل، چې کاشکې د افغانستان په څېر د ختيځ ټول ملتونه له امپريالېزمه خپلواکي واخلي. د دې ترڅنګ د پوهنتون رييس، اعليحضرت پر ټولو پوهنځيو او څانګو وګرځاوه.

د ماسښين پر دريو بجو اعليحضرت په روسيې کې له اوسېدونکو افغانانو سره ليده يو ساعت کاته وکړه

له بزګرو سره ليده کاته

پر ٤و بجو اعليحضرت د بزګرو ټولنې ته ورغى. د بزګرو استازي اعليحضرت ته ښه راغلاست ووايه او هيله يې ترې وکړه، چې د بزګرو لخوا د شنو ګلانو ډالۍ ومني. نوموړي اعليحضرت ته په رنګارنګو جامو سنبال مجسې چې د روسيې د بېلابېلو قومونو استازي يې کوله- وړاندې کړې. د بزګرانو لخوا پردې سربېره ځينې نورې لاسي صنايعۍ هم د نندارې لپاره ايښودل شوې وې. اعليحضرت تر يوه ساعته ډېر وخت د بزګرانو په ټولنه کې پاتې شو او ټول هغه څيزونه چې د نندارې لپاره راوړل شوي وو او د حيواناتوله ناروغيو او ساتنې سره يې تړاو لاره، په ځير وکتل. اعليحضرت د هر څيز په اړه پوښتنې وکړې او له نږدې يو نيم ساعت يې پر دغه کتنه تېر کړ. د شپې لخوا د بهرنيو چارو وزير کيسر ډوډۍ وکړه، چې د دولت د غړيو ترڅنګ په کې ځينو سفيرانو ګډون کړى و.

د نساجۍ فابريکې کتنه

د مۍ پر ٥مه اعليحضرت له خپلو ملګرو سره يوځاى اوبدنتون ته ولاړ او د ملي اقتصاد د بهرنۍ څانګې مشر، اراسوف او د کارخانې مدير ورته هرکلى ووايه. اراسوف اعليحضرت ته د روسي صنعت پرمختګ، د ملي اقتصاد د غوړېدا او د نورو فابريکو د توليداتو په اړه څرګندونې وکړې او د بېلګې په توګه يې د افغانستان او روسيې ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په يادونې سره باور څرګند کړ، چې دا اړيکې به نور هم وغزېږي. د رخت غوڅونې او اوبدانتون ترکتنې وروسته اعليحضرت کاروزنتون ته چې په همدغو فابريکو کې د کاريګرو د کوچنيانو لپاره جوړ شوي وو، ولاړ او ترڅنګ يې د فابريکې کتابتون او د لوستخونه وکته.

د عسکري مرکزونو کتنه

د مۍ پر ٥مه اعليحضرت او ملکه سمندري او د ځمکنيو پلي پوځونو مرکز ته ورغى او د جنګ وزير ښاغلي دار شيلوف ورته هرکلى ووايه. دارشيلوف، اعليحضرت ته ټول پوځي افسران وروپيژندل او په مېلمستيا کې يې ترې د ګډون غوښتنه وکړه. د ډوډۍ تر خوړلو وروسته اعليحضرت د عسکري مرکز د پوهنيزو څانګو کتنه وکړه او د سنيما پر پرده يې د لښکر په اړه ورځني خبرونه وليدل. بيا د سمندري ځواکونو مرکز ته ورغى او هلته يې د افغانستان د خپلواکۍ ننداره وکتله. په پاى کې دارشيلوف د حربي انقلابي شورا لخوا اعليحضرت ته يوه توره، يو خنجر او يو البوم چې د سرو سرتېرو انځورونه پکې راټول شوي وو، ورډالۍ کړ. ښاغلي دار شيلوف وينا هم وکړه او اعليحضرت يې ځواب ووايه. د دې ترڅنګ دار شيلوف ملکې ته يو ټوپک هم ورکړ.

د افغانستان د سفارت کتنه: د شپې لخوا افغان سفارت ډوډۍ کړې وه، چې اعليحضرت او ملکې په کې ګډون وکړ.

د الوتکو کتنه

د مۍ پر ٦مه اعليحضرت د مسکو مرکزي هوايي ډګر ته ورغى او د الوتکو د الوت ليدنه يې وکړه. په هوايي ډګر کې اعليحضرت ته دار شيلوف، نيو ليندره قرار خان او د روسيې د ارودو نورو افسرانو ښه راغلاست ووايه او د ده په وياړ کې يې تر سلو زياتې الوتکې پورته کړې. تردې وروسته اعليحضرت د الوتکو ساتنځي کتنه وکړه.

د آس ځغلونې کتنه

تر غرمې وروسته اعليحضرت اوملکې اسغالي ته تشريف يووړ او ښاغليو کالينن او قراخان کوباکوف ورته ښه راغلاست ووايه. دلته ښاغلي سټونيوف چارسکي ، ميکويان او نور هم وو. پر ٤و بجو او ٥٥دقيقو د اس ځغاستې سيالي چې د خپلواک افغانستان نوم پرې ايښودل شوى و، پيل شوه. د سيالۍ پر ګټونکي چې لومړى مقام يې ترلاسه کړى و، اعليحضرت خوښي وښوده. اعليحضرت چې دولتي چارواکي، سفيران او په ماسکو کې استوګن افغانان ورسره مله وو، پر همدغه شپه د لوى روپر نندارې ته هم ورغى.

د حربي فابريکو کتنه

د مۍ پر ٧مه اعليحضرت له ښاغلي لينين او تالاکون تيليف سره يوځاى د حربي فابريکو کتنه وکړه او پر ١٢نيمو بجو پوهنتون ته ورغى، په پوهنتون کې ورته د پوهنې وزير او د پوهنتون مدير ښه راغلاست ووايه. ترغرمې وروسته د بهرنيو چارو وزير ښاغلي چېچرن له اعليحضرت سره ليده کاته وکړه او اوږدې خبرې يې ورسره وکړې.

له ماسکو څخه ترکيې ته روانېدل: له مسکو څخه اعليحضرت له ملګرو سره يوځاى کريميا ته ورسېدل. هلته يې له موسيو وايکاف سره څو ساعته اوږدې خبرې وکړې او تر هغې وروسته ورسره په رسمي توګه مخه ښه وشوه. اعليحضرت د يوې ترکي جنګي بېړۍ (ازمير) په مرسته قسطنطنيې ته ولاړ. له دغې بېړۍ سره د شوروي اتحاد څلور نورې ساتندوى بېړۍ هم ولېږل شوې او د الوتکو يو ټولي ورته هم خداى پاماني وويله.

ZA c fc

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.