دآزادی راډیو

د افغانستان او پاکستان ډیپلوماتان بالاخره په څلورمه غونډه کې بریالي شول چې د سولې او پیوستون لپاره د دواړو هېوادونو د عمل ګډ پلان بشپړ کړي.

دا غونډه د دوشنبې په ورځ په اسلام‎اباد کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو حکمت خلیل کرزي او تهمینه جنجوعه په مشرۍ جوړه شوې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکېب مستغني تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دواړه لوري پر دې سلا شول چې په سمه توګه د دغه پلان عملي کېدل د سولې او ثبات او د ترورېزم د له‎منځه وړلو په برخه کې مرسته کولای شي.
ښاغلي مستغني زیاته کړه:
اعلامیه مشترک مطبوعاتی چهارمین نشست پلان عمل افغانستان و پاکستان برای صلح و همبستگی http://go.mfa.af/apapps4-da
د همدې سند له مخې به د دغه پلان د بېلابېلو برخو د تطبیق لپاره ځانګړې شوې شپږ کاري ډلې ډېر ژر خپلې دندې پیل کړي.

ښاغلي مستغني وویل چې د دغو ډلو د کار پیل د همدې عمل پلان په بشپړېدو پورې تړلی وو او اوس به د ده په خبره دغه ډلې د خپلو غونډو د پیلېدو په اړه په نږدې راتلونکي کې پرېکړه وکړي.

نوموړي وویل، د دې ډلو غونډې به پر بېلابېلو برخو متمرکزې وي.

مستغني زیاته کړه:
“په هغو بېلابېلو برخو کې یوه‌یې د امنیت، له ترورېزم سره د مبارزې او د تاوتریخوالي د راکمولو په برخه کې د دواړو هېوادونو همکاري ده، بله برخه د سوداګرۍ، ټرانزیت او اقتصاد په برخه کې همکاري او یوه بله ډله به د کډوالو چارې ارزوي. په همدې ترتیب شپږ ډلې دي چې پر بېلابېلو برخو کار کوي، څو د دغه پلان مواد عملي کړي.”

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي په کابل کې په کب يا حوت مياشت کې موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو مقامات به د افغانستان او پاکستان د عمل ګډ پلان سند نهايي کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان لوري په ټولو څلورو غونډو کې د دغه ګډ پلان د عملي کېدو په برخه کې پر پاکستاني لوري ټینګار کړی دی.

د دغه وزارت چارواکي ډاډ ښیي چې پاکستان به پر خپلو ژمنو درېږي، ځکه دا ځل د دوی په خبره په لوړه سطح د دواړو لورو موافقه پرې شوې ده.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.