یو لوی شرم: په هندوستان کې ۷ افغان اتباع له ۱۷۷ کپسول هیرویینو سره ونیول شول

 

تاند — هندي مقامات وایي چې ۷ افغان اتباع یې په داسې حال کې نیولي چې ۱۷۷ د هیرویینو کپسول یې خېټو ته ننوېستي وو او پلان یې درلود چې ډیلي ته یې ورسوي.

دغه کسان د نوي ډیلي په اندراګاندي نړۍ وال هوایي ډګر کې نیول شوي دي.

ټایمز آف انډیا د هندي چارواکو له قوله لیکلي چې د نیول شویو افغانانو له ډلې څخه ۷ کسانو له کندهار او کابل څخه هیرویین وروړي وو او ۲ نور ورته په ډیلي کې منتظر وو چې له افریقایي او نورو قاچاقچیانو سره معامله پرمخ وېسي.

هندي چارواکو د افغان قاچاقچیانو له قوله ټایمز آف انډیا ته ویلي چې نیول شویو سړیو له هیرویینو څخه ډک کپسولونه له شاتو او یو ډول خاصو تېلو سره یوځای له ستوني تېر کړي وو او د الوتنې پر وخت یې نه اوبه څښلې او نه یې نور څه خوړل.

ویل کیږي چې دا قاچاقچیان د اریانا افغان هوایي کرښې په الوتکه کې هندوستان ته تللي وو.

نیول شویو افغان قاچاقچیانو هندي چارواکو ته ویلي چې هغوی ته په هره پېره له ۵۰ زرو څخه نیولې تر ۱۵۰ زره روپیو پورې اجوره ورکول کېدله.

ټایمز آف انډیا لیکلي چې د قاچاقچیانو له منځه رحمت الله یوسفزي ۲۸ کپسوله – ۲۱۵ ګرامه، فیض محمد ۳۸ کپسوله – ۳۰۴ ګرامه، حبیب الله نبي زاده ۱۵ کپسوله – ۲۲۵ ګرامه، عبدالودود احمدي ۱۵ کپسوله – ۲۲۵ ګرامه، فضل احمد ۳۷ کپسوله – ۲۶۲ ګرامه، کبیر نورزي ۲۶ کپسوله – ۲۵۰ ګرامه او عبدالحمید ترکمن ۱۸ کپسوله – ۱۴۲ ګرامه چې ټول ۱ کیلو او ۶۲۳ ګرامه هیرویین کېدل تر ډیلي پورې رسولي دي.

د حیات الله او مسعود احمد په نامه دوه نورو کسانو چې په ډیلي کې ځای پرځای وو د قاچاق د پرمخ وړلو او معاملې د اسانولو چارې ترسره کولې.

هندي چارواکي وایي چې له یادو کسانو څخه یې د ۱۰ درجنو کېلو په زور د هیرویینو کپسول راواېستل.

ویل کیږي چې د پاکستان له خوا د خپلو پولو له بندولو څخه وروسته هندوستان یوازنی هېواد دی چې افغان ناروغانو ته په اسانۍ وېزې ورکوي، خو دا لا معلومه نه ده چې آیا دغه ډول قاچاقچیان دا کارونه په خپل سر کوي او که د افغاسنان او هندوستان تر منځ د اړیکو د خرابولو لپاره یې پاکستانس استخباراتي ادارې تنظیموي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.