یوناما د ثبات او همپالنې ټیم له لوري د چارواکو ادلون بدلون سره مخالفت څرګند کړ
دآزادی راډیو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پر هغو پېښو سخته اندېښنه ښودلې چې دې سازمان د حکومتي چارواکو ادلون بدلون بللې دی.
یوناما نن په یوې اعلامیې کې ویلي، له زورواکۍ یا نورو غیرې قانوني لارو کار اخیستل، هغه هم په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي د کمېدو هڅې روانې دي، د سولې لپاره د افغانانو هیله له خطر سره مخ کولی شي.
یوناما په دې خبرپاڼه کې پر ټولو لورو غږ کړی چې له زغم کار واخلي، اختلاف د خبرو له لارې حل کړي او د اساسي قانون نظم ته درناوی وکړي.
بل خوا په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي دفتر پر خپل ټویټر ویلي: ”دا ددې وخت دی چې د افغانستان سیاسي مشران خپلو کې سره د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره یوځای شي.“
کابل کې د ناټو د ملکي استازي نیکولاس کی په حواله په دې ټویټ کې ویل شوي چې دا مهال ” ارمۍ، ډیالوګ او جوړجاړي ته اړتیا ده – نه یو اړخیزو اقداماتو ته.“
د ناټو د ملکي استازي په وینا د سولې لپاره اوسنۍ فرصت باید له لاسه ونه وځي.
یوناما او کابل کې د ناټو ملکي استازی دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د شنبې په ورځ د پنجشیر والي د عبدالله عبدالله د افغانستان منتخب ولسمشر وباله او د هغه ملاتړ یې اعلان کړ.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د پنجشیر ځايي چارواکو ددې ولایت د غونډو په تالار کې د ولسمشر اشرف غني عکس ښکته او پر ځای یې د عبدالله عکس پورته کړ.
همدارنګه داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د ثبات او همپالنې د ټیم ملاتړو د سرپل لپاره هم له خپل لورې نوی والي معرفي کړی دی.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو هغه وروستي نتایج نه دي منلي، چې اشرف غني یې ګټونکی اعلان کړی او د خپل حکومت د جوړیدو اعلان یې کړې.
دې ډلې همدارنګه مخکې ویلي وو چې یو شمیر ولایتونو ته به نوي والیان معرفي کړي.
نظرات بسته شده است.