یوناما: امریکایانو په فراه کې ۳۰ ملکیان وژلي دي

 

تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۷مه: په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما تېره د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د امریکایانو په هوايي بمبار کې د ۳۰ ملکیانو د وژنې او ۹ نورود ټپي کېدو راپور مستند کړی دی.

یوناما وايي، امریکایانو په بکوا ولسوالۍ کې د تېرې می میاشتې په ۵مه نېټه پر ولسي کورونو بمونه غورځولي چې له کبله یې د ۱۴ ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۳۰ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي وو.

یوناما وايي، امریکایانو ادعا کړې وه چې په دغو بریدونو کې یې طالبان وژلي دي، مګر دوی چې دقیق اسناد راټول کړي دي نو بمونه پر ولسي خلکو غورځول شوي دي.

خو په کابل کې مېشتو امریکايي ځواکونو بیا د یوناما راپور رد کړی دی او ویلي یې دي چې په هغه ورځ دوی په فراه کې د طالبانو عایداتي سرچینې په نښه کړې وې او دغو کورونو کې طالبانو له ولسي خلکو څخه د سپر په توګه استفاده کوله.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ځواکونو د می میاشتې په ۵مه د فراه په بکواه او د نیمروز په دلارام ولسوالیو کې د طالبانو د مخدره توکو پر اډو او فابریکو بریدونه وکړل چې په تړاو یې افغان چارواکو وویل، دغو بریدونو کې ۶۸ د اپیموفابریکې له منځه تللې دي او ۱۵۰ طالبان له منځه وړل شوي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.