یوازې شعار کافي نه دی/ زلفانه

 

 

نن د کب د میاشتې نهمه نېټه ده او د افغان ځواکونو د ملاتړ ورځې په نوم نومول شوې ده، ډېره زیاته خوشاله يم، چې زموږ د سرتېرو د قربانيو قدر او ستاينه کېږي، هغوی ته روحيه ورکول هم د دښمن په وړاندې بشپړ بری دی، سرتېري چې زموږ د هيواد هويت ساتونکي دي، له ځمکنۍ بشپړتيا څخه په نره دفاع کوي.

له خوښۍ مې خپګان زيات دی، چې د ملي امنيتي ځواکونو د ملاتړ غونډې همدې يوې ورځې ته ځانګړې کېږي، خير دا هم ښه کار دی، چې په کال کې يو ځل د سرتېرو د قربانيو او سرښندنو په پار خلګ راټولېږي.

نن د هيواد په ډېری ولايتونو کې د ولايت په مقام کې ملي اردو، ملي امنيت، ملي پوليسو قطارونه ولاړ وو، والي صاحبان او امنيه قوماندانان له تودو خونو بېرون راووتل، د لسګونو امنيتي سرتېرو يې امنيت نيولی و، احساساتي ويناوې، د امنيتي سرتېرو سرښندنې وستايل شوې، دوی امنيتي سرتېري پر دې وستايل چې په لوړ مرام جنګېږي، د خلکو د هوساينې لپاره د شپې او ورځې ګزمې کوي، دوی چې د هيواد او خاورې ساتنه کوي.

مدني فعالانو يې غاړو کې ګلونه واچول، ځينو يې د دوی ټوپکونه خپلو غاړو ته واچول او د اجتماعي رسنيو لپاره سيلفي تصويرونه واخيستل، په والي صاحب او امنيه قوماندانانو پسې هرلور ته دکمرې سترګې اوښتې، ژورناليستانو هم د واليانو او قوماندانانو خولې ته تر پايه مايکونه نيولي وو.

زه مې د ګاونډ ورېندارې ته سلګو نيولې وم، چې يو کال مخکې يې خپل خاوند چې د خاورې ساتنې لپاره يې خدمت ته ملاتړلې وه، د ترهګرو په بريد کې په شهادت رسېدلی و، د کور يواځينی سرپرست يې همدا خاوند و، چې د مېرمنې په ګډون د پلار، مور او خوېندو د ژوند سترګې پسې وې، خو هغه هم د دښمن غشي په شهادت ورساوه.

دا ښه خبره ده چې د سرتېرو ورځ لمانځل کېږي، خو دغه ورځ باید د ولايت په مقام کې ونه لمانځل شي، بلکې په همدې ورځ باید امنيه قوماندان، والي صاحب او د اردو قوماندانان هغو ولسواليو ته سفر کړی و، چې په شپږ مياشتو کې يو ځل څرخکې د اکمالاتو د انتقال په موخه يادو ولسواليوته ورځي، بیا تر هغو پورې همدغه مېړني سرتېري، چې يواځې همدغه سنګرونه په مېړانه ساتي، نور هيڅ هم نه لري، حتی په دې ولسواليو کې پولیس ټپيان شوي، خو همدې چارواکو د ټپيانو د انتقال لپاره يوه څرخکه هم ورو نه لېږله، بلکې هغه خپل ژوند له لاسه ورکړل.

په همدې ولسواليو کې به يې د سرتېرو د ملاتړ ورځ لمانځلې وای، رسنيو به پوښښ ورکړی و، سرتېرو اراده به غښتلې شوې وه، خلکو به فکر کړی و، چې له سر تېرو څخه د دولت پوره ملاتړ موجود دی.

همدارنګه که مو ولسواليو ته سفر نه شوای کولای هغو کورنيو ته به ورغلي وای، چې خپل بچيان يې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی وای، هغوی کورنيو ته به ورغلي و، هغوی به دلاسا شوي وو، په يتيمانو به يې لاسونه تېر کړي و، مور کۍ زړه به يې خوشاله شوی و، د شهيد سرتېري مېرمنې به خپل پس مرګي بچي ته ويلي وو، چې پلار دې دهيواد په دفاع کې شهيد شوی دی، نن دغه ټول چارواکي ستا د پلار د قربانۍ په درنښت زموږ تر درشله راغلل.

که دا هم کېدای نه شوای، نو پر همدې ورځ به همدې قوماندان صاحبانو په نره غږ کړی و، چې نور خيالي پوليس نه منو، خيالي پوليس د شهيدو سرتېرو له وينو سره خيانت دی، هغه څوک چې له هيواد څخه خارج په زدکړو بوخت دي، خو دلته د پوليسو په ليکو کې خيالي معاشونه اخلي.

دوه ورځې ورځې وړاندې د هلمندۍ مورکۍ او پلار هغه تصويرونه به د نورو شهيدو سرتېرو کورنيو ليدلي وي، هغو کورنيو هم ددې تصويرونه وليدل او خبرې يې واورېدي، چې څلور بچيان يې د ملي پوليسو په ليکو کې له لاسه ورکړي دي، خو اوس د کرايې په يوه داسې کور کې اوسې ، چې همدغه چارواکي چې له سرتېرو د ملاتړ چيغې وهي، دوی به داسې کور کې خپل مال هم ونه ساتي، خودغه غريبې مورکۍ همدلته ژوند کوي، هسې نه هم دغه خبرې د نورو سرتېرو په مورال اغېز وکړي، له امنيتي سرتېرو د ورځې لمانځل په داسې ډول مه لمانځئ، چې هسې نمایشي رسنۍ انځورونه خپاره کړي، خو د شهيدو سرتېرو مېرمنې او مېندې پر تاسو لعنت ووايي.

زموږ د ګاونډ مېرمن چې خپل خاوند يې د ملي پوليسو په ليکو کې په شهادت رسېدلی دي، واړه يتيمان ماشومان، سپين سرې خواښې او ناروغ خوسر ورپاتې دی، همدغه ځوانه مېرمن هره ورځ د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره د سوال لاسونه نيسي، خو همدغه نمایشي، قوماندانان په همدې خورکۍ همداسې تېرېږي، مرسته او ډاډ خو پر ځای پرېږده.

اې چارواکو! نن ورځ د شهيدو سرتېرو کورنيو ته ورشئ، د درنښت سر ورته ټيټ کړئ، هغوی ته ډاډ ورکړئ، همدغه سرتېري د قربانیو په پايله کې تر دې ځایه رارسېدلي ياست.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.