یاماموتو: د افغان سولې د ټينګښت په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو

 

دآزادی راډیو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی وايي، له افغانستان سره د سولې د ټينګښت په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې له اداري فساد سره مبارزه ځکه هم لازمي ده چې دا پدیده په دغه هېواد کې اوږد مهاله ثبات ګواښي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو چې د یکشنبې په ورځ يې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، وویل چې ملګري ملتونه د داسې خڼدونو د له منځه وړلو او د واقعي سولې ټينګښت په برخه کې د افغان حکومت او خلکو لاسنیوی کوي.
ده وویل:

“مونږ له افغان حکومت او خلکو سره دوامداره ملګرتیا او مرستو ته ژمن یوو، دا ژمنتیا د سولې، ټولنیز پرمختګ او فساد سره د مبارزې په برخه کې ده، مونږ له دې سره چې د سولې هڅې ستایوو، خو په دې برخه کې شته خنډونو ته په کتو دا بهیر وخت اخلي.”

ښاغلي یاماموتو وویل، د اداري فساد پر وړاندې د شتهاندېښنو د ختمولو لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

هغه که څه هم کومه ځانګړي بېلګه بیان نه کړه چې کوم ډول فساد په هېواد کې د سولې هڅې ګواښي، خو ويې ویل چې د سولې لپاره اقدامات د هر کلي وړ دي، خو د فساد په موجودیت کې د ثبات ټینګښت زیات وخت ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې افغان حکومت هم له وسله والو مخالفینو سره د سولې بهیر او هم د مفسدینو پر وړاندې د فساد د جدي اقدماتو خبره کوي.

ولسمشر غني همدې غونډې ته وویل، د فساد بیه غریب خلک پرې کوي، خو د ملي وحدت حکومت بیا د ټولنیز عدالت د ټينګښت په خاطر د دغې پدیدې پر وړاندې جدي اقدامات کړي دي.

خو دا چې اداري فساد څرنګه د سولې پر وړاندې خنډ واقع کېږي او د نړیوالې ټولنې دا اندېښنه څومره پر ځای ده، د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عطالرحمان سلیم يې په اړه ازادي راډيو ته وویل:
​”له بده مرغه، یو لامل چې په ظاهر يې جنګیالیو ته بهانه هم جوړه کړې، دا ده چې په وینا يې مونږ د فساد پر وړاندې جنګېږو، له دې سره چې د انسان او ولس وژنه د فساد د ختمېدو پر وړاندې دلیل نه شي کېدلای.”

د ښاغلي سلیم په خبره، په افغانستان کې لکه د هرې بلې برخې په څېر د سولې بهیر هم د فساد له کبله زیانمن شوی دی.

دی وايي، که اداري فساد ختم شي، بې له شکه چې د سولې ټينګښت او د قانون حاکمیت هم اسانېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.