ګارډین: لوګر کې ۵۴۶ ماشومان د جنسي تېري ښکار شوي

 

تاند، پنجشنبه،د عقرب ۲۳مه: د ګارډین ورځپاڼې په یو تازه راپور کې ادعا شوېچې د لوګر ولایت په ۶ ښوونځیو کې ښوونکو او د ښوونځیو نورو زورورو کسانو په ۵۴۶ ماشومانو جنسي تاوتریخوالی کړی دی خو د پوهنې وزارت وايي، رسنۍ باید د خپلو ارقامو د وړاندې کولو په برخه کې له کره معیارونو کار واخلي.

د ګارډین راپور وايي، د پېښو ځینې قربانیان چې ویډیوګانې یې فیسبوک ته راوتلي دي، د خپلو کورنیو لخوا ان وژل شوي هم دي، مګر د پوهنې وزارت وایي، په دې تړاو یې د پلټنو لپاره ځانګړی هیئت او پلاوی ټاکلی دی.

راپور وايي، پنځو کورنیو وروسته له هغې خپل زامن وژلي چې په ټولنیزو شبکو یې ویډیوګانې خپرې شوې: (( همدا تېره اوونۍ یو ۱۳ کلن او یو ۱۵ کلن هلک وژل شوي دي، تر اوسه لا معلومه نه ده چې دا ماشومان چا وژلي دي.))

یو کس چې ګارډین ورځپاڼې پرې د تمیم مستعار نوم ایښی دی وايي، تېر کال ترې سرمعلم د جنسي اړیکې غوښتنه وکړه او دی مجبور شو چې ویډیو ترې وکړي: (( ما ته یې ویل چې مینه درسره لرم، ماسره سیکس وکړه، تر هغو چې ویډیو مې ترې نه وه کړې، پلار مې نه باوروله.))

په راپور کې د تمیم له قوله د یو سرمعلم په اړه راغلي چې د ښوونځي په کتابتون کې یې شخصي خونه لرله چې له رخصتۍ وروسته او د جمعې په ورځ به یې په کې هلکان لوبول: (( دا سړی له دندې ایسته شو، خو په معارف وزارت کې اوس په لوړ پوسټ کار کوي.))

د داود په نوم یو بل مستعار کس بیا وايي چې معلم یې ورته ویلي وو یا به سیکس راسره کوې یا به په امتحان کې ناکامېږې.

په راپور کې راغلي چې د لوګر ځوانانو، فعالانو او ټولنیزو بنسټونو له ګڼو پلټنو وروسته نږدې سل ویډیوګانې له فیسبوکونو څخه را ایستلې دي چې ښيي ماشومان په کې د معلمانو لخوا د جنسي تېري ښکار شوي دي، په همدې حال کې د پوهنې وزارت په یوه اعلامیه کې دا راپور رد کړی نه دی خو وايي، په دې اړه پلټنې کوي.
پوهنې وزارت ویلي، د ګارډین په راپور کې یوازې څو ځایه اسناد ذکر شوي چې هغه هم له ابهامه ډک دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.