کوریا په افغانستان کې د وچکالۍ له امله زیانمن شوو سره ۲،۲ میلیون ډالره مرسته وکړه

 

 

کابل (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٧): کوريا په افغانستان کې د وچکالۍ له امله له زيانمنو ماشومانو سره د ملاتړ لپاره ٢،٢ ميليون ډالره مرسته وکړه.

د مرستې دغه تړون نن (یکشنبه) په کابل کې د کوريا د سفير “ري ژا هيونګ” او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (يونيسف) استازي “اډيلي خدر” ترمنځ لاسلیک شو.

د کوريا سفير وويل چې دا مرستې به په ٢١زرو هغو کورنیو ووېشل شي چې د ژمي په راتلو سره له سختو ستونزو سره مخ دي.

ده زياته کړه: “زه د دې حقيقت له امله خواشينی يم چې په افغانستان کې نږدې ٨٣٠٠٠ کورنۍ چې د ژمي په موسم کې د سړې هوا او لوږې سره د مبارزې پر وړاندې مرستو ته اړتيا لري. هغه ماشومان چې لا د مخه خوارځواکۍ زيانمن کړي او د بدن معافيت سيستم يې ضعيفه شوی، د ژمي يخې هوا له امله ډېر زيان منونکي دي او په دې برخه کې د يونيسف له ادارې منندوی يم چې په چټکۍ او وخت سره دې ماشومانو ته مرسته رسوي”.

د يونسيف استازي اډيلي خدر وويل، د يونيسېف ادارې د خپلو ډونرانو مرستو په مټ شاوخوا ٢١٠٠٠ کورنۍ (٥٨ سلنه يې ماشومان دي) چې په هرات، بادغيس او غور ولايتونو کې د جنګونو او طبيعي پېښو له امله اغېزمن شوي، له خوراکي توکو پرته د اړتيا وړ مواد، لکه کمپلې، د کورنۍ د اړتيا وړ توکي، لکه د پخلنځي توکي، ترپال او د ماشومانو لپاره د ژمي کالي ووېشل شي.

د ياد هېواد دا مرستې په داسې حال کې وېشل کېږي چې په ټول هېواد کې له درې ميليونو څخه ډېر چې کابو 1.6 ميليونه يې ماشومان دي، له وچکالۍ څخه اغېزمن شوي دي. دغه راز د ژمي په موسم کې د بې ثباته خوراکي توکو وګړو شمېر (چې پوره خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري) له شپږو ميليونو څخه ډېرېږي.

نښه: کوریا٫ افغانستان٫ مرسته

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.