که سياست نکوو، څه کوو…؟؟؟

 

Najeeb NangyalFollow
April 21 at 12:47am ·
که سياست نکوو، څه کوو…؟؟؟

پلار مې دې خدای وبښي، له سياسته يې سخته کرکه وه. که به مو په مجلس کې کومه سياسي خبره او يا د رادېو او تلويزون د خبر په اړه بحث وکړ، ويل به يې ستا يې په سياست څه؟ نيکه دې پاچا و، که غور نيکه؟ دې خبرې به زه سخت ځورولم. ولې دلته له سياسته دومره کرکه موجوده ده ؟ کرکه نه بلکې وېره. سياست د اوزګارو کار بلل کېږي او سياسي خبرې ډېر کله عيب. زما په فکر د دې فکر تر شا لويې کيسې او دسيسې پرتې دي. پښتانه به سياست نکوي. په سياست کې به نه غږېږي او په سياست به سر نه خلاصوي. ټول پوهېږو که په سياست مو سر خلاص شو، لوبه او لوبغاړي مو وپېژندل. نو بيا د خاينانو کيسه خرابه بوله او د جاسوسانو نارې بې تاثيره. تر ټولو بده يې دا چې زمونږ لوستی قشر هم ډېر کله له سياسته فاصله نيسي او سياست کار نه بولي. ځينې خو سياسي پوهه د مسلکي پوهې زهر بولي او فکر کوي که کوم طبيب په سياست پوهېده، طب يې نه زده کېږي. که انجينر سياسي و، انجينر يې نه بولي. خو هيڅوک فکر نکوي چې سياستوال او سياست پوه دوه بېلې لارې دي. يو سياست کوي، بل يې په اکاډيميک ډول مطالعه کوي. د لومړۍ هغې لارې سړی هر څوک کېدای شي، حتا يو بزګر حق لري. شهيد نجيب طبيب و، خو په سياست کې بې بېلګې سياستوال و. د ماليزيا ولسمشر مهاتير محمد يو موثر سياستوال و. ماليزيا يې تر يوه ځایه و رسوله. طب يې لوستی و. د متحده ايالاتو په ولسمشريزو مخکښو کانديدانو کې يو هم بن کارسن و، چې عصبي جراح دی. ټرمپ پانګوال او اردوغان ښاروال و. خلص سياست پوهنه مسلک دی، خو سياست کول بيا مسلک نه بلکې د شعور نوم دی. سياست د رهبرۍ نوم دی او دې کې بيا د علماو اختلاف دی چې رهبر زېږي، که رهبري زده کېږي. د دې وطن لويه بدبختي دا ده چې ډېر کم خلک يې سياست کوي او په سياست پوهېږي. خو حقيقت دا دی چې بې سياسته زندګي نشي او چې سياست نکوې، سياست به در باندې کېږي. د يوناني فليسوف ارسطو په اړه مشهوره ده، چې ويل يې انسان سياسي حيوان دی. سياست د ژوند ژواک طريقه ده. د حق او باطل تر منځ د توپير پوهه ده. د ابادۍ او تباهۍ تر منځ انتخاب دی. که په دغه انتخاب نه پوهېږې، تباه کېږې. په حکومتولۍ به نه پوهېږې. په جګړه، فقر، بې سوادۍ او ناروغيو اخته کېږې.

خبره مې دا کوله چې بيا د ولسي جرګې ټاکنې را روانې دي. د رايې اچوونکو نوم ليکنه پیل شوې. نوم ليکنه هم داسې چې تذکره بايد حتما ولرې، که تذکره ونلرې رايه هم نشې. دا چاره سخته ده او د رايه اچوونکو عذاب دوه چنده شوی. خو کار اساسي دی او د اساسي کار ګټه ډېره وي. داسې چې زمونږ ډېری خلک تذکره نه اخلي، بې هويته ګرځي. که خپله يې اخلي، ښځې، مور او خور ته يې تر هغې نه اخلي چې ناروغه نشي او پاسپورټ ته يې ضرورت پېښ شوی نه وي. خو دا ځل په يوه تير دوه نښې ويشتل کېږي. يو خو به خلک اوس دتذکرو د شتون په اهميت وپوهېږي. نفوس به مالوم شي. ښځې به وپوهېږي چې تذکره مانا رايه او رايه مانا واک. همدا د ديموکراتيک او بهتره ټولنيز ژوند لومړۍ خښته ده. ښځې چې تذکره مونده کړه، د يوې وګړې په حيث ثبت شوه. نور حقونه اخيستل هم اسانه کېږي. په تذکره به رايه ورکړي، په تذکره به نکاحنامه جوړه کړي، که ستونزه ولري عريضه به وکړي، محکمه کې به ثبت شي، هويت او حيثت هر څه به مونده کړي. که رايه ورکولی شي، رايه اخيستلی هم شي.

اصل خبره مې دا کوله. چې که نر ياست که ښځې. که تذکره نلرئ، تذکره واخلئ. د رايو لپاره نوم ثبت کړئ. عملا په سياست کې دخيل شئ. که رايه ورکوئ، که رايه اخلئ. دواړه سياست کوئ. دواړه مسئول ياست او دواړه د دې وطن بده ورځ بايد په نظر کې ونيسئ. دا خبره سمه نه ده، بلکې حماقت دی چې فکر کوي، رايه نه ورکوو. د رايو ارزښت نشته او مونږ رايه ورکړه څه ګټه يې وکړه؟ رايه څه د علم دين چراغ نه دی، چې معجزه به وکړي او په يوه رايه به وطن ګل ګلزار شي. خو که يې ور نکړې، ويراني حتما راځي. ځکه که بې طرفه، نن سبا بې شرفه نه ګڼل کېږي، خو بې تفاوته پاتې کېدل حتما په خيانت کې راځي. ملتونه چې ړنګ شوي، د بدو خلکو له بدۍ نه، بلکې د ښو خلکو د خاموشۍ له امله ړنګ شوي. هماغه ده چې خلاء رامنځته شوې او شيطان پکې ځاله کړې. مونږ مسئول يو، مونږ ټول مسئول يو. له مسئوليته خلاصون نشته. مثلا ځينې وايي مونږ په ولسمشريزو ټاکنو کې رايه و کاروله. زمونږ په رايو سودا وشوه. زمونږ هيلې اوبو وېوړې او زمونږ ارمانونه نيمګړي. خو داسې نه ده. حقيقت دا دی چې هغه وخت رايه اخيستونکي او رايه اچوونکي دواړو ارماني برخورد وکړ. ولسمشر غني سره د دې چې ۱۴ کاله يې په وطن کې تېر کړي و. يوه يوه ستونزه ور مالومه وه او د هرې ستونزې تل ته رسېدلی و. خو خبرې، ويناوې او طرحې يې ارماني وې. دا چې عملي يې نکړای شوې، نو عملي نه وې. خلکو ته يې په کمپاين کې د اپلاتون مدينه فاضله جوړه کړې وه. هماغه و، چې خلک مايوس شو او فاصله ډېره. ځکه وايم چې رايه اخيستونکی او رايه اچوونکي دواړه ارماني و. مونږ بايد خپل توقعات مهار کړي وای. خير هر څه چې و، وشو. تاوان مو نه دی کړی. څه مو بایللي نه دي. څه مو لرل چې بايللي به مو وای؟ که ولسمشر غني ۲۱ د اوبو بندونه جوړ نکړای شوای، که په ځان را ټوله کړې د لوستو ځوانانو کتله يې ونشوای ساتلی او ځنې وپاشل شوه. که په يوه عالم انسان د خلکو باور زيانمن شو. که د هغو سره وفا ونشوه چې د ده په سر يې ګوتې پرې شوې، له مافيا او جنايتکارانو سره په دښمنۍ واوښتل او ده يې په ځای د کاناډا، امريکا او اروپا په نسل ارګ ډک کړ. د سپېره مخونو او وچوو شونډو ځوانان بېرته د غلو او غاصبو وکيلانو په کورونو کې ګونډه شول. غرور يې مات شو او د يوې کوچنۍ دندې، معلمۍ، چوکيدارۍ، پوليسۍ او ماموريت لپاره يې د حکومت په ځای د مافيا دروازه وټکوله. هغه چې د ده له هرې ارماني وينا سره به يې ژړل او وطن به ګل ګلزار ورته ښکاره شو. بيا دومره زړه ماتي شو، چې که به د ارګ غونډه ژوندۍ خپرېده تلويزون به يې ګل کړ. د ځوانانو او غني د عشق دغه داستان که څه هم د ولسمشر غني په بې وفايۍ تمامېدونکی دی، خو دا هم رښتيا دي چې وطن وساتل شو. د سقوط له تهديد سره مخامخ حکومت بقاء وکړه. که نظام نهادينه نشو، که بنسټيز اصلاحات رانغلل، که د موازي ادارو شتون، د سرپرستانو انډوخر او بې تجربې وزيرانو ګمارنې حکومت قوي نکړای شو، حد اقل وساتل شو. حد اقل شاتګ ونشو. که فساد کم نشو، ډېر هم نشو. په ځان باور زيات شو. هوايي ځواک قوي شو. امنيتي ځواکونه غښتلي او همغږي زياته شوه. په نړېوال سياست کې د دريځ نيولو جوګه شو او په سټيج مو د خپل مظلوميت داعيه ښه وړاندې کړه. که ۲۱ بندونه جوړ نشو، طرحې او نقشې خو يې اماده شوې. که ستونزې حل نشوې، د ستونزو ځايونه خو ټولو وپېژندل. که د ښځو لپاره ځانګړی پوهنتون جوړ نشو، بنسټ خو يې کېښودل شو. که ټوله اداره ځوانه نشوه، ځوانانو خو خپل اهميت درک او انتخاباتي ټيمونه يې په رول وپوهېدل. که جنايتکاران، غله او غاصبين ورک نشول، و خو ډار شول. دا ټولې د دې نښې نښانې دي چې مونږ د ارماني سياست په ځای د يوه شعوري سياست، پخو ګامونو او مېچور دريځ خپلولو خوا ته روان يو. مونږ دا وار دا نه پوښتو، چې که واک خپل کړې، څه کوې؟ بلکې پوښتو چې څنګه يې کوې؟ په کومو امکاناتو؟ څومره وخت کې؟ چېرته او په چا يې کوې؟

رايه اچوو. رايه به غواړو. سياست به کوو. کنه سياست به را باندې کېږي. ازمويل شوې څهرې بيا نه راولو. هغوی ته بيا رايه نه ورکوو چې نور ښېګړه څه، نور خدمت څه، حتا په باراني ورځ يې هم خپل زري موټر په کراره ونشو ځغلولی او د خپلو رايه اچونکو مخ ته يې خټې ور باد کړې. کالي يې ور ولړل. لکه د خپلې ښېګړې پيغور چې ورکوي. ته وا نارې ورته وهي، تا ته چا ويل چې ما ته رايه راکړه؟ هغو ته رايه نه ورکوو چې سرک يې نکړ را جوړ، روغتون يې نکړ را جوړ، ښوونځي ته يې معلم نکړ را پيدا، د کار او فابريکې غم يې را ونخوړ، د شر اچوونکو مخه يې ونه نيوله، په مياشتو مياشتو کلي ته رانغی، په غم او ښادۍ مې نشو شريک، د دوو ښکيلو کورنيو سوله يې ونکړه او د يوه بې وزلي محصل فيس يې نکړ پرې. په کور کې يې ځانمرګي وساتل، په پردۍ جاسوسۍ ونه شرمېده، کورنۍ يې په اونۍ کې يو وار دوبۍ او هند ته ځي، يوه لوېشت خالي زمکه يې بې غصبه پرېنښوده، ترافيک يې ووهه، په غلط لاس يې موټر وځغلوه، پوليس يې بې ابه کړ، قاچاق يې وکړ او داسې بنده نه و، چې ازار يې نکړ.

هو، بې تفاوته نه پاتې کېږو. تذکره اخلو. رايه ورکوو. داسې چا ته يې ورکوو چې په کور دننه ملي سياست وکړي. د پښتون، د تاجک، د هزاره او ازبک سياست ونکړي. د تعصب او نفاق ناره پورته نکړي. د سترو ملي برنامو په وړاندې خنډ نشي. بلکې د ولس کور ته د ولس د ولږې د خاتمې، بې امنيتۍ د پای او جهل څخه د نجات طرحه وېسي. داسې چې رايه خرڅه نکړي، او وړ کابينه وټاکي. داسې چې فکر يې تروريستي نه اوسي او د تاريکۍ په عبادت نه وي بوخت. داسې چې د تېرو څلوېښت کلنو فاجعو عامل او لوبغاړی نه اوسي. داسې چې په داخل کې پښتو دري وايي، خو په بهر کې انګليسي وويلی شي. زما غوښتنې مطرح کړای شي او زما سم استازيتوب وکړای شي. ناديده نه اوسي او بهرني سفرونه د عيش و عشرت وسيله نه، بلکې د خپلو خلکو د رفاع او بهبود په فکر ترسره کړي. داسې چې په بدمعاشۍ نه بلکې په منطق او مشروع لارو د خپلو موکلينو حق واخيستل شي. که رايه نه ورکوئ. څه کوئ؟ چېرته چې تاسې نه ياست، هلته به ستاسې دښمن وي. حضور پيدا کړئ. هر ځای چې د وطن د خير خبره وي. ځان ور رسوئ. په خاموشه ملتونو کې خاينان زېږي. دا ټاکنې د ولس او مافيا تر منځ جګړه ده. د شريف او بې شرفه ترمنځ انتخاب دی. د خاين او خادم تر منځ توپير دی. وخورئ، ډوډۍ ګانې له غلو، غاصبينو، وطنفروشانو او جاسوسانو وخورئ. دا ستاسې غلا شوی رزق دی. هر څومره چې تاوان ور رسولی شئ، و يې رسوئ. په کمپاينونو کې يې جيبونه ور خالي کړئ. له دوی څخه په بله لاره د دې ملت غلا شوی ثروت بېرته نشي اخيستل کېدای، جمهوريت د هر څه بهترين انتقام دی. خو رايه مه ورکوئ. د ديموکراسۍ له لارې انتقام واخلئ. داسې چې د لکونو ډالرو له مصرف وروسته هم رڼې رڼې، حيران حيران وګوري. بيا نه پارلماني مصئونيت ولري او نه د نور لګښت پيسې. ويښ ملتونه ورځ تر بلې د سياسي پختګۍ خوا ته ځي او د سياسي شعور له لارې د ملت له دښمنانو غچ اخلي. ماتوي يې، شرموي يې او د تل لپاره يې له صحنې وباسي. د تاريخ محکمې ته يې وړاندې کوي او د راتلونکو نسلونو لعنت ته يې سپاري.

درځئ، د رايو لپاره نوم ليکنه وکړئ او د هغو په وړاندې په جراءت ودرېږئ چې ستاسې او ستاسې د اولادونو وينې يې زبېښلي. قصرونه يې جوړ کړي او زمونږ په زګېرويو کې يې سرودونه غږولي. ستاسې خلوص او سپېڅلتيا ته يې د سادګۍ نوم ورکړی او شرافت مو ضعف بلل شوی.

درځئ، د افغانستان لپاره، د افغانستان د حيثيت، د دې وطن د وقار، د دې عظيم ملت د سرلوړئ لپاره رايه وکاروئ. داسې افغانستان جوړ کړئ، چې ماشومان مو سوء تغذي، نجونې مو سوخته او ځوانان مو وچې شونډې و نه ګرځي. د بدمعاشانو او قاچاقبرانو په وړاندې ود رېږئ. چې بچي مو اختطاف نشي او ښوونځي ته د تلونکې لور په اړه دې تشويش ونکړې.

Like
Comment
Share
Comments
Dor Aschna

Write a comment…
Dor Aschna shared a video.
April 22 at 2:46pm ·

Play0:01 / 4:15
Additional Visual Settings
Enter Watch And ScrollCast to Chrome CastClick to enlarge Unmute
96,426 Views
فیس بوک افغانیLike Page
February 17, 2015 ·
بی آب کردن یک ملای توسط تلویزیون امروز

See Translation
Like
Comment
Share
6Lemar Siddiqui, Salim Sahil and 4 others
1 Share
Comments
Mohammad Ansari
Mohammad Ansari
این مرد احمق نه ملا است ونه عالم فقط برای کسب منافع شخصی خود به گفتن اینکه چیز های دیگر حرام وعمل حرام خودش حلال است همه ملا ها همینطور هستند .
1
Manage
Like · Reply · See Translation · 2d
Ayaz Noori
Ayaz Noori
تر څو یو ملت با سواده نشي، تر څو یو هیواد کی اقتصادي امنیت قایم نه شي ، هلته د مذهب څخه سو استفاده به جریان لري.
1
Manage
Like · Reply · 2d
Mohammad Yunus Maiwand
Mohammad Yunus Maiwand
اين ملاي تعويض كًر براستي هم كار خلاف كرده است
اما شيطانت همچو شياطين را بايد چوچه هاي شان افشا كند
يعني اين اقاي كوهدامني كه سوال ميكند خودش نيز بدتر از اين ملا است يعني چوچه شيطان است …See More
1
Manage
Like · Reply · See Translation · 2d · Edited
M.a. Malekzadeh
M.a. Malekzadeh
سلام تازمانی یک ملت با سواد نشود مشکلات وجوددارد.
Manage
Like · Reply · See Translation · 2d
Dor Aschna

Write a comment…

Dor Aschna shared a link.
April 22 at 1:02pm ·

لاهور: د پښتون ژغورنې غورځنګ خوشي شوي مشران وایي پولیسو ناوړه چلند ورسره وکړ
په لاهور کې پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او غړي د سیاسي فشارونو او احتجاجونو په نتیجه کې تر شاوخوا شپږو ګنټو وروسته بیرته خوشي کړي دي. د خالي- شنبې په ماښام د غور…
VOADEEWANEWS.COM
Like
Comment
Share
10Hamdullah Hotak, Abbas Hikmat and 8 others
1 Share
Comments
Khair Mohammad Dost
Khair Mohammad Dost
ددښمنه دزړه سوی چلند هیله په هیڅ صورت نه کیږی. مګررشتیاده
چی دخلګوزور دخدای دزوذسره برابردی. بیاسمدستی دپنجابیانو په
ضددلاهورمیشت پښتانه کوڅواولارو…See More
Manage
Image may contain: 3 people, people standing, dog and outdoor
Like · Reply · 2d
Ayaz Noori
Ayaz Noori
نو د دشمن څخه شه رویه انتظار کول!!
Manage
Like · Reply · 2d
Mohammad Ismail Azad
Mohammad Ismail Azad
دوست صاحب : دادرشتیا ده چی ددښمن درحم توقوع نسته.
Manage
Like · Reply · 1d
Dor Aschna

Write a comment…

See More Recent Stories
400 items for you to review
Intro
Add a temporary bio
Studied at Kabul University
Went to GHARGHASHT
Lives in Melbourne, Victoria, Australia
From Melbourne, Victoria, Australia
Add Pages You Manage
Dor Aschna’s photo.
Dor Aschna’s photo.
Dor Aschna’s photo.
Dor Aschna’s photo.
Add Instagram, Websites, Other Links
Add PhotoPhotos
Image may contain: 1 person, text
Image may contain: one or more people, beard and closeup
Image may contain: 1 person, beard
Image may contain: 1 person, beard
Image may contain: text
Image may contain: 4 people, people smiling, people standing and suit
Image may contain: 5 people, including Zab Safar, people smiling, people standing and suit
Image may contain: 6 people, including Faizullah Aschna, Nasim Noor, Seyyed Samedi and Mohebullah Aschna, people smiling, people standing and suit
Image may contain: 3 people, people standing

Find Friends
Friends · 997

Shahwali Mangal
10 new posts

Mohammad Naim Malikzai
10 new posts

Mir Ahmad Khoaja
10 new posts

Khaliq Aziz
10 new posts

Mirza Mohammad
10 new posts

Khair Mohammad Dost
10 new posts

Shah MG Afg
2 new posts

Atal Amin

Zia Sahill
1 new post
icon of profile-discovery
See what you have in common with your friends.
View

Did You Know

Answer a question to help people get to know you
Not NowAdd Question
English (US) · پښتو · 中文(简体) · 한국어 · Español
Privacy · Terms · Advertising · Ad Choices · Cookies ·
More
Facebook © 2018

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.