کندهار کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۴ ملکیانو ته مرګژوبله اړولې

 

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۱۴مه: امنیتي چارواکي وايي، د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۱۰ تنه ملکیان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال بارکزي رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن د چهارشنبه له غرمې وړاندې د ارغستان ولسوالۍ په خوشک رود سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ملکي وګړو یو ډاټسن موټر له ولسوالۍ څخه ښار لورته روان و او د سړک غاړې ماین چاودنه ورباندې وشوه.

نوموړی زیاتوي، په دغه چاودنه کې د موټر ۱۰ تنه سپرلۍ وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي او موټر یې هم ویجاړ شوی دی.
د بارکزي په خبره په دغه پېښه کې وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وکړي دي، چې د ارغستان ولسوالۍ د سپینې ګارې سیمې اوسېدونکي دي.

تراوسه دا معلومه نه ده چې دا چاودنه چا او څرنګه ترسره کړې؛ خو ګڼې د سړک غاړې چاودنې د طالبانو لخوا امنیتي ځواکونو ته د ایښودل شویو ماینونو له کبله کیږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.