کمال ناصر اصولي د ولسي جرګې د مشر په توګه د میررحمان رحمالي مشري نه مني

 

تاند- کمال ناصر اصولي او د ولسي جرګې یو شمېر نور غړیو د ولسي جرګې د رييس په توګه د میررحمان رحماني د انتخاب له څرنګوالي سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې نوموړي پنځوس جمع دوه رایې نه دي ترلاسه کړي.

د ولسي جرګې د ریاست لپاره انتخابات نن هغه مهال جنجالي شوې چې د خوست استازي کمال ناصر اصولي ۵۵ او د پروان استازي میررحمان رحماني ۱۲۳ رایې وګټلې خو د غونډې په پیل کې اعلان شوی و چې پنځوس جمع یو په ۱۲۴ رایو برابرېږي.

د ولسي جرګې په تالار کې له موجودو ۲۴۷ استازو څخه ۱۳ غړیو سپینې رایې اچولي او ۵۳ رایې باطلې شوي دي.

سره له دې چې ښاغلی اصولي او یو شمېر نور وکیلان ټینګار کوي چې هیڅ کاندید پنځوس جمع یو رایې نه دي ترلاسه کړي، د جرګې اداري پلاوي میررحمان رحماني ګټونکی اعلان کړ.

د رحماني د انتخاب مخالفان وايي چې دوې ورکې شوې رایې هم د رحماني په ګټه حساب شوي دي.

د ولسي جرګې د ریاست لپاره لومړی پړاو انتخابات د پنجشنبې په ورځ د میررحمان رحماني، کمال ناصر اصولي، میرویس یاسیني او عمر نصیر مجددي ترمنځ وشوې چې په نتیجه کې یې کمال ناصر اصولي او میررحمان رحماني، چې تر نورو یې زیاتې رایې اخیستې وې، بل پړاو ته ووتل.

ناصر اصولي او پلویان یې وايي چې سبا به بیا انتخابات کېږي او که ورسره ونه منل شوه، د ولسي جرګې دروازه به بنده کړي.

ښاغلی رحماني د پخواني کمونست جنرال بابه جان ورور دی او په وروستیو ۱۸ کلونو کې د افغانستان په لومړی درجه شتمن بدل شوی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.