کرونا ویروس افغانستان کې اوه تنه مړه کړي او ۲۹۹ نور پرې اخته

دامریکا غږ

د افغانستان د روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د کرونا ویروس یا COVID -19د ۲۵ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس د ۸۵ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۲۵ یې مثبت ثابت شوي.

د دغو نویو پېښو ۱۱ یې په کابل، پنځه هرات، دوه سمنګان او یوه ـ یوه په بلخ، فاریاب، غزني، لوګر، نیمروز، غور او بدخشان کې دي.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په دې سره تر دې دمه په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۹۹ تنه ورسېد. د دغو پېښو ۲۰۴ یې په هرات او ۴۲ یې په کابل کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن شنبه اپرېل څلورمه (وري۱۶) خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله تر دا مهاله اوه تنه مړه شوي او ۱۲ نور له دغه ویروس څخه بېرته روغ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: “تر دې مهاله د کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۲۲۸۸ شکمن سمپلونه تر ازموینې لاندې نیول شوي چې له دې جملې څخه ۲۹۹ پېښې مثبتې پېژندل شوي دي.”

هغه وویل چې د کرونا ویروس له امله وروستی کس تېره شپه په کابل کې مړ شوی دی. نوموړي خبرداری ورکړ چې د خلکو د نه پاملرنې له امله په کابل ښار کې د کرونا ویروس د پراخېدو په حال کي دی.

افغان حکومت د کابل په ګډون ګڼو ولایتونو کې د یاد ویروس خپرېدو مخنیوي په هدف د عامه پوهاوي پروګرامونه چټک کړي او قسمي ګرځ بندیز یې هم اعلان کړی دی.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر سهاره اپریل۴ (وري۱۶) پورې ۵۸۹۰۱ کسان مړه کړي او تریو میلیون زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۱ هېوادونو کې خپور شوی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.