کانګریس جوبایډن بریالی ولسمشر اعلان کړ

 

د ډونالډ ټرمپ له ډېرو هڅو سره سره د امریکا کانګریس د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبایډن په ټاکنو کې بریالی اعلان کړ او د هغه ټولې رایې یې تایید کړې.

وروسته تر هغه چې تېره ورځ د امریکا پر کانګریس د ټرمپ د پلویانو له خوا برید وشو دغلته رابلل شوې غونډه یې له ستونزو سره مخ کړه خو بېرته د پولیسو په دخالت سره حالت نورمال شو او د جوبایډن د بریا د تایید لپاره د کانګریس را بلل شوې غونډه بېرته پیل شوه.

دغه غونډه چې د کانګریس د مشرې نانسي پلوسي او د ډونالډ ټرمپ د مرستیال مایک پینس په مشرۍ ترسره کېدله د ټولو ایالاتونو الکټرل کالج رایې وشمېرل شوې او د ټولو ایالتونو رایې خلکو ته د منلو وړ وي، خو ځینې غړو یوازې پر ارازون او پنسلوانیا اعتراض وکړ چېرې چې د جوبایډن رایې زیاتې وي.

د دغه استازو اعتراض د امریکا سنا او د استازو مجلس ته وړاندې شو چې د هغوی له خوا بېرته رد شو او جوبایډن په رسمي ډول د امریکا د کانګریس له لورې د ولسمشر په توګه اعلان شو او د هغه ټولې ګټلې رایې د دغه مجلس له لوري تایید شوې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ کانګریس کې د جوبایډن د رایو د تایید په موخه غونډه جوړه وه چې د ټرمپ د پلویانو له لورې له اخلال سره مخ شوه او د ټرمپ زرګونو پلویانو پر کانګریس برید وکړ چې د پولیسو له کنټروله ووتل او دغه کسان کانګریس ته ننوتل.

په دې کش مکش کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان ووژل شول او تر ۱۵ زیات پولیس ټپیان شول، دغه کسانو اعتراض درلود چې د امریکا په ټاکنو کې درغلي شوې او ډونالډ ټرمپ د دې ټاکنو ګټونګی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.