کاناډايي ديپلومات: په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه باید پای ته ورسیږي

 

تاند(سه شنبه، د حمل ۲۴) د پاکستان استخباراتي اداره د بین الافغاني مذاکراتو د ماتولو په لټه کې ده.

کاناډايي ديپلومات او د سیاسي مسایلو څارونکي چیریس الکساندر د استانبول په ناسته کې د طالبانو نه ګډون ته په اشارې ویلي چې د پاکستان استخباراتي اداره یا ای ایس ای د بین الافغاني مذاکراتو د ماتولو او ناکامولو په لټه کې ده.

نوموړي په یوه ټوېټ پیغام کې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې باید د پاکستان استخباراتي او نیابتي جګړه نوره پای ته ورسول شي.

هغه نړیوالو ته په خطاب ویلي، یو څوک باید پیدا شي چې په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه پای ته ورسوي او د مذاکراتو د ناکامولو لپاره ددغه هېواد هڅې ناکامې کړي.

ددې تر څنګ ګڼو نورو سیاسي څېرو هم د استانبول د کنفرانس لپاره د طالبانو نه تیاری او په دې اړه خپاره شوي راپورونه د تاسف وړ بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم ویلي چې دوی د اپریل میاشتې په ۱۶مه نېټه په ترکیه کې جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی نه لري.

نوموړي زیاته کړې چې که له دې وروسته پر بل تاریخ غونډه جوړیږي، په اړه یې د دوی مشوره روانه ده او کله چې پرېکړې ته ورسېدل نو اعلان به یې کړي.

هیره دې نه وي چې نن ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ ګړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د روژې په مبارکه میاشت کې اوربند وکړي.

نوموړي د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې روژه د یو بل د زغملو، مهربانۍ او انسان دوستۍ میاشت ده نو طالبانو ته هم په کار ده چې د افغانانو پر وړاندې خپله روانه کړې جګړه پای ته ورسوي او اوربند ته غاړه کېږدي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.