کابل کې پر دوو امنیتي حوزو بریدونه پای ته ورسېدل

بی بی سی

افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار پر ۱۳مې امنیتي حوزې برید د دوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورساوه، خو په لسمه امنیتي حوزه کې د بریدګرو او پولیسو ترمنځ جګړه بیا تر څو شېبو وړاندې روانه وه.

د افغان امنیتي ځواکونو او روغتیايې چارواکو په وینا په بریدونو کې اووه کسان چې پکې ملکیان او امنیتي ځواکونه شامل دي وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ویلي ول چې له د بریدونو له سیمې ۵ مړي او ۱۷ ټپیان ور وړل شوي دي.

دکورنیو چارو وزارت د ۱۳مې حوزې په پېښه کې ۴ کسان وژل شوي او ۹ ټپیان دي او د لسمې حوزې په پېښه کې ۱ کس وژل شوی او ۸ نور ټپیان شوي دي.

پر ۱۳ امنیتي حوزې د برید مسولیت اسلامي دولت نومې ډلې، داعش ومانه او پر لسمې حوزې د برید مسولیت طالبانو منلی دی.

د کورنیو چارو وزیر چې نن (چارشنبه، مۍ ۹مه) یې د لومړنیو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته په خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، د ۱۳مې امنیتي حوزې په برید کې پر ځانمرګو سربېره دوه پولیسان هم وژل شوي دي.

ښاغلي برمک وویل، په دویم برید کې چې په نوي ښار سیمه کې شوی، بریدګر غوښتل سیمې ته ننوځي چې ونه توانېد او پر ځان پورې تړليو باروتو ته یې چاودنه ور کړه.

د ښاغلي برمک په وینا څلورو پلي ځانمرګو سیمې ته له ننوتلو وروسته په یوې ودانۍ کې سنګر نیولی و.

* کابل کې ‘ځانمرګی’ تر برید وړاندې وژل شوی

* کابل کې پر خبریالانو تر ټولو مرګونی برید

* د کابل برید کې د وژل شویو خبریالانو ژوندلیکونه

په لسمه حوزه کې د پېښې ځای ته څېرمه د شهیر شرکت مرکزي دفتر دی چې افغانانو ته د هند وېزې ور کوي. ښاغلي برمک وویل، که ځانمرګي دغې سیمې ته ننوتلی واي، نو هلته کابو ۳۰۰ مراجعین موجود و.

د کورنیو چارو وزیر له پولیسو سره د خلکو له نه همکارۍ سروټکاوه او دا یې هم وویل چې له هغو پولیسو او شخصي کمپنیو به پوښتنه کېږي چې غفلت یې کړی وي.
افغان ځانګړو ځواکونو ویلي، په ۱۳مه امنیتي حوزه کې عملیاتو پای ته رسېدلي دي.
د نن ورځې د دوو پېښو په ګډون په تېرو لسو ورځو کې د ناامنیو څو پېښې شوې، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره دوشنبه د اپرېل ۳۰مه د کابل په شش درک سیمه کې د دوو ځانمرګو بریدونو له امله ۲۶ کسان ووژل شول او ۴۹ نور ټپیان شول چې په وژل شویو کې ۹ خبریالان هم وو.

دوه ورځې وړاندې د مۍ په ۷مه امنیتي ځواکونو د کابل ښار په نوي ښار سیمه کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو وړاندې په نښه او وواژه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.