کابل کې د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله لسګونو پلویانو لاریون وکړ ۲ ساعته مخکې

 

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله لسګونو پلویانو د نوموړي د ۲۴م تلین د لغوه کېدو په غبرګون لاریون وکړ.

ټاکل شوې وه چې نن شنبه دغه ورځ د لویې جرګې په تالار کې ونمانځل شي خو د یو شمېر جهادي ګوندونو په غوښتنه دغه مراسم لغوه شول.

لاریون کوونکو ملي بیرغ او د ډاکتر نجیب الله تصوریرونو په لېږدولو سره د نوموړي د ۲۴م تلین د یاد غونډې لغوه کېدل وغندل.

د لاریون ګډنوال محمود ازادي راډیو ته وویل: “نجیب الله یو وطنپاله شخصیت وو، مونږ ځوانان دلته راټول شوي یو، مونږ د هغه کتابونه، مفکورې او نظریات لوستي او په دې پوهېږو چې ډاکتر صیب نجیب دغه هېواد ته څه ډول مفکوره لرله.”

د لاریون یو بل ګډونوال منیر وايي: “لومړی یې د تلین کېدو امر ورکړ، وروسته یې ولې مخالفت وکړ، د زورواکو له امله؟ چې سر مې هم ولاړ شي دا ورځ نمانځم.”

د کابل ښار په یوه بله څنډه کې د دغو مراسمو جوړونکي کمېسیون غړي وايي، د ډاکتر نجیب الله د نماځغونډې لغوه کېدل د اساسي قانون خلاف عمل دی.

د کمېسیون یو غړي احمد شاهین ازادي راډيو ته وویل، چې دوی د مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی و.

هغه زیاته کړه: “کوم غبرګونونه چې د دغو مراسمو لپاره دي، دا خپله د قانون خلاف دي، د بیان ازادي، د غونډو جوړول د ډیمکراتیکو ارزښتونو برخه دي، چې په اساسي قانون کې ښکاره دي، د قانون د تطبیق لپاره اصولاً دغه کار د څېړنې وړ دی.”

دغه غونډه وروسته تر هغې لغوه شوه چې د حکومت له خوا د لویې جرګې په خیمه کې د ډاکټر نجیب الله د ۲۴م تلین په مناسبت د غونډې د جوړولو په تړاو یو شمېر سیاسي ګوندونو بېلابېل غبرګون وښود.

دوی د اعلامیې په خپرولو سره د دغو مراسمو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

د حزب اسلامي د سیاسي دفتر رییس غیرت بهیر ازادي راډيو ته وویل: “مونږ یوه خبرپاڼه خپره کړې ده، په هغه کې له حکومت څخه مو غوښتي چې د دي ورځې د لمانځې مخه ونیسي، نجیب او همکارانو یې یونیم میلیونه افغانان شهیدان کړل، پنځه میلیونه یې کډوال کړل، افغانستان یې ویران کړ، دا چې حکومت له دې اقدام څخه لاس په سر شو نیک اقدام دی.”

حکومتي سرچینې په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یو پیغام کې ازادي راډيو ته ووویل،چې نه غواړي د ۲۴ کاله وړاندې د پېښې په تړاو نظر ورکړي خو ټينګار یې وکړ چې نجیب الله د زرګونو کسانو قاتل وو.

د افغانستان د خلق ډیمکراتیک ګوند حکومت وروستي ولسمشر ډاکتر نجیب الله د ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په ۵ نېټه په کابل کې له خپل ورور شاهپور احمدزي سره یو ځای و وژل شو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.