کابل ښار کې چاودنې ۱۶ تنه وژلي او ۱۱۹ نور ټپيان کړي
دآزادی راډیو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وايي چې دغه چاودنه د دوشنبې شپه ۰۹:۵۵ دقیقې د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې ګرین ولېج ته نږدې شوې ده
کابل ښار درنې چاودنې ولړزاوه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وايي چې دغه چاودنه د دوشنبې شپه ۰۹:۵۵ دقیقې د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې ګرین ولېج ته نږدې شوې ده.
ښاغلي رحیمي د دغې چاودنې د نوعیت په اړه جزئیات ورنهکړل.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وسلهوال طالبان په بشري ضد جنایت تورن کړل.
غني په کابل کې د بېګانۍ حملې په اړه ویلي چې د افغانانو او د هغوي د وطن پر ضد د وسلهوالو طالبانو جګړه یو بشري جنایت دی.
غني حمله غندلې او ترورېزمیې بللې ده.
د ارګ په خبرپاڼه کې چې نن د سپټمبر په درېیمه رسنیو ته استول شوې، ویلي چې د وسلهوالو طالبانو واګې له افغانستانه بهر دي او د بهرنیو کړیو په دستور افغانستان ویجاړوي او افغانانو ته تاوان رسوي.
د افغانستان ولسمشر له خپلو امنیتي ځواکونو مننه کړې چې په مختلفو سیمو کې د وسلهوالو طالبانو د حملو په وړاندې درېدلي دي.
د کابل یو شمېر خلکو نن د سپټمبر په درېیمه، سهار په قابل بای کې د ګرین ولېج یا زرغون کلي مخې ته مظاهره وکړه.
هغوی غوښتل چې بهرنۍ ادارې او بهرني اتباع له هغه ځایه بلې سیمې ته وایستل شي.
د کابل د پولیسو ویاند، فردوس فرامرز د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې امنیتي ځواکونو د مظاهرهچیانو امنیت نیولی دی.
د کابل د پولیسو په وینا، پر زرغون کلي تر چاودنې وروسته پنځه وسلهوال هم ووژل شوو چې په سیمه کې پټ شوي وو او د حملې پلانیې درلود.
پولیسو ویلي چې ۴۰۰ بهرني وګړي یې د پېښې له ځایه وژغورل او امن ځای تهیې ولېږدول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په سیمه کې یې د پاک کارۍ عملیات نن سهار په پنځو بجو پای ته رسېدلي دي.
دا د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل راهیسې ۱۸مه خونړۍ حمله ده چې په کابل کې کېږي. په دې حملو کې ۱۹۳ کسان وژل شوي او ۸۹۷ تنه زخمیان شوي دي
په کابل ښار کې د تېرې شپې د موټر بم چاودنې په سیمه کې د ازادي راډیو خبریاله وايي چې لاهم د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
ویل کېږي چې دغه ډزې په سیمه کې د رامنځته شوي لاریون د تیت و پرک کولو په هدف د امنیتي ځواکونو لهخوا کېږي.
دا زیاتوي چې د قابل بای یو شمېر اوسېدونکو په سیمه کې د ګرین ولېج کمپ د موجودیت په اعتراض لاریونونه پیل کړي دي او هڅه کوي چې دغه کمپ ته ننوځي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د ګرین ولېج کمپ پر لوېدیځ دېوال د تېرې شپې په ټراکتور بم چاودنه کې ۱۶ ملکیان وژل شوي او ۱۱۹ نور ملکي وګړي ټپیان دي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې ۵ پټ شوي برید کوونکي چې غوښتلیې پر دغه کمپ برید وکړي لهمنځه وړي او ۴۰۰ بهرني اتباعیې د پېښې له سیمې ژغورلي دي.
نظرات بسته شده است.