کابل د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې د امریکا او هند همکاري مهمه وبلله

 

 

د آزادی راډیو

افغان چارواکي وايي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د هندوستان او امریکا تر منځ همکاري مهمه ده او دا دواړه هېوادونه د افغانستان په ثبات کې مهم رول لري او یاده ګډه همکاري په نړیواله سطحه د دې مبارزې د لا مؤثریت سبب کېدلی شي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې ترهګري داسې څه نه‌ده چې یوازې افغانستان ته ګواښ دی بلکې دا اوس د سیمې او نړۍ په وړاندې ګواښ دی او هند او امریکا په دې برخه کې په ګډه لا مؤثر رول لوبولی شي.

ښاغلي مینه‌پال په دې اړه وروسته له هغې له ازادي راډیو سره خبرې وکړې چې د دوشنبې په ورځ د هند صدراعظم نرېندرا مودي په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وکتل، دواړو مشرانو د افغانستان پر خرابېدونکي امنیتي وضعیت اندېښنه وښوده او په دې هېواد کې یې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د هند او امریکا تر منځ پر شریک کار ټینګار وکړ.

د ولسمشر اشرف غني ویاند دوا خان مینه‌پال وايي، افغان حکومت د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر لا مؤثریت ټینګار کوي او د دې لپاره د هندوستان او امریکا همکاري مهمه ده.
نوموړي زیاته کړه:

“موږ د ترهګرۍ سره د مبارزې پر لا اغېزمنتیا ټینګار کوو، په همدې بنسټ په دې برخه کې د سیمې او نړۍ هېوادونه اغېزمن دي او تر ټولو زیات امریکا او هند په دې برخه کې همکاري کولای شي، د ترهګرۍ خطر یوازې افغانستان ته نه بلکې د سیمې او نړۍ په کچه یو خطر دی.”

د ښاغلي مینه‌پال په وینا د امریکا متحده ایالات د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د افغانستان لوی ملاتړی هېواد دی.

نوموړي زیاته کړه چې هندوستان هم په سیمه کې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دی او له افغانستان سره د همکارۍ پراختیا یې نه‌یوازې په افغانستان کې بلکې په سیمه کې د ترهګرۍ د ورکاوي سبب کېدای شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هندوستان له صدراعظم نرېندرا مودي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د هندوستان د هڅو ستاینه کړې او له هندوستان سره‌یې پر ګډ کار ټینګار کړی.
د ښاغلي ټرمپ په وینا دا ګډ کار به د ډېرو هېوادونو لپاره یوه بېلګه وي او ډېر ګواښونه به له‌منځه یوسي.

د هند او امریکا مشران په داسې حال کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کوي چې تېره میاشت افغانستان د پرله‌پسې مرګونو، چاودنو او بریدونو شاهد و.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.