کابل، پولیسو د ډله ییزو بریدونو خطرناک طراح نیولی

 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو یې په کابل کې د ترهګریزو بریدونو تر ټولو خطرناک طالب طراح نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت د نیول شوي طالب ترهګر نوم زمری د محمد ابراهیم زوی ښودلی او ویلي یې دي چې له زمري سره یې د هغه ډله هم د کابل په اوومه ناحیه کې نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، زمری د لوګر اوسېدونکی دی او په کابل کې د لویو ډله ییزو بریدونو طراح و چې پولیسو له اسنادو، شواهدو او لاسي بمونو سره یو ځای نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت نه ده روښانه کړې چې زمري د کابل په کومو بریدونو کې لاس درلود؟

کابل د روژې په میاشت کې د سختو بریدونو شاهد و چې په اړه یې یوناما وویل، په دې بریدونو کې ۱۰۰ ملکیانو ته تلفات اوښتي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.