ښځو سره تاوتریخوالی؛ ۱۰ میاشتو کې افغانستان کې ۱۶۷ ښځې وژل شوي

دامریکا غږ

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د روان میلادي کال په لسو میاشتو کې د دغه کمېسیون په مرکزي او ولایتي دفترونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۳۴۷۷ قضیې ثبت شوي دي.

د دغه کمېسیون د چارواکو په وینا په دغو قضیو کې د فزیکي، جنسي، رواني او اقتصادي تاوتریخوالي پېښې شاملې دي.

د بشري حقونو د کمېسیون یوې کمېشنرې شبنم صالحي چې د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ شپږمه) د کمېسیون لس میاشتنی راپور خبریالانو ته وړاندې کوه وویل په دغو قضیو کې تر ټولو زیاتې یې له ښخو سره د فزیکي تاوتریخوالي پېښې شاملې دي.

آغلې صالحي وویل سږکال د ښځو سره د فزیکي تاوتریخوالي ۱۲۴۱ قضیې ثبت شوي: “د فزیکي تاوتریخوالي کچه سږکال زموږ په ډیټابیس کې ۳۵سلنه ده، چې په کې ۲۸۱ قضیې ډېرې جدي دي چې دا د تېر کال په پرتله ډېر زیاتوالی ښيي، په دغو قضیو کې معمولاً د قتل، تیري، تښتونې او ځان‌وژنې قضیې شاملې وي، د ۲۸۱ قضیې له شمېرې ۱۶۷ یې د قتل قضیې دي، چې لویه برخه یې ناموسي وژنې جوړوي”.

شبنم صالحي د فزیکي تاوتریخوالي د کچې زیاتوالی د اندېښنې وړ وباله او وې ویل چې د تېرکال په پرتله سږکال د ښځو د قتل، ځان وژنې او د وجود د غړو پرې کولو قضیې زیاتې شوي دي.

اغلې صالحي زیاته کړه چې د فزیکي تاوتریخوالي د ۱۲۳ جدي قضیو عاملین د اړوندو حکومتي بنسټونو له خوا نیول شوي او پاتې یې تراوسه نه دي نیول شوي.

هغې همداشان وویل د روان میلادي کال په لسو میاشتو کې د بشري حقونو کمیسیون له ښځو سره د جنسي تاوتریخوالي ۱۳۰ قضیې ثبت کړي دي چې په کې۲۳ د جنسي تیري پېښې شاملې دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون دغه راز په دې موده کې ۱۱۲۰ د رواني تاوتریخوالي او ۶۰۱ د اقتصادي تاوتریخوالي پېښې ثبت کړي دي.

اغلې صالحي وویل چې د تېر کال په پرتله سږکال په افغانستان کې د کروناویروس د محدودیتونو له امله له ښځو سره د تاوتریخوالي په ثبت شویو قضیو کې ۱۱سلنه کموالی راغلی دی.

تیر کال د بشري حقونو کمېسیون په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۳۹۱۰ قضیې ثبت کړې وې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.