ښاروالي: سېل د کابل سین د غاړې د کورونو او دوکانونو له خطر سره مخامخ کړي

 

تاند- په څو ولایتونو کې د سېل د جاري کېدو په نتیجه کې د مړینو له راپورونو سره په یو وخت کابل ښاروالي د پلازمېنې د ځینو سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چې نورو سیمو ته ولېږدي.

د روانې اوونۍ له پیله په کابل او یو شمېر ولایتونو کې پر له پسې بارانونه اوري او د هواپېژندنې اداره وايي چې سبا به هم باران دوام وکړي.

د کابل سین اوبه د ښار په ځینو برخو کې سړکونو ته راوتلي چې له کبله یې خلکو ته تګ راتګ ګرانه شوی دی.

کابل ښاروالي وايي چې د کابل سین د هغو غاړو د ټینګولو لپاره یې کار پیل کړی چې ګومان کېږي ورڅخه زیاتې اوبه ښار ته وبهېږي خو له دې سره سره هغو ښاریانو ته چې د سین په غاړه کورونه لري سپارښتنه کوي چې نورو سیمو ته ولېږدي.

ښاروالي وايي چې د سین په دواړو غاړو کې د یو شمېر کورونو د نړېدو خطر شته.
په یو شمېر سیمو کې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سېل ځپلې له خطره ژغورلي او مرستې یې وررسولي دي

د ښاروالۍ مسوولان وروستي ورښتونه د کابل لپاره خطرناک بولي او وايي چې د سین په غاړه یا سین ته نژدې دوکانونه او کورونه د ویجاړېدو له خطر سره مخامخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هواپېژندنې اداره وايي چې تر ۵۰ میلي مترو پورې به نور باران هم واوري.

راپورونه وايي چې په هرات، کندهار او غزني کې هم سېلونه راغلي او په هرات کې د سېل له کبله ۵ تنه مړه شوي، ۱۷ بې درکه شوي او ۱۰ ژوبل شوي دي.

همداراز د هرات په شمول په کندهار او څو نورو ولایتونو کې سېلونو په زرګونه جریبه کرنیزه مځکه ویجاړه کړې ده.

د سېل له کبله د کندهار – هرات لویه لار هم بنده شوې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.