چین په کابل کې د نیله باغ پروژې د لومړۍ برخې جوړولو کارونه پیلوي

 

تاند (سه شنبه د میزان ۱) چین په افغانستان کې د نیله باغ پروژې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو جوړولو کار پیلوي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نن د ولسمشر غني او په افغانستان کې د چین د سفیر په حضور کې د کابل ښار د دارالامان په نیله باغ سیمه کې د استوګنې ۱۴۰۰ اپارتمانونو جوړولو پروژې د لومړي فاز کار پیلولو تړون لاسلیک شو.

دغه تړون د افغانستان د ښارجوړولو او ځمکو وزارت او د چین هیواد MCC19 شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د ارګ خبرپاڼه کې ویل شوي، دا تړون نن سه شنبه په چهار چینار ماڼۍ کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د سرپرست او د چین هیواد MCC19 شرکت مدیر له لوري لاسلیک شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د دغه ښارګوټي د جوړېدو هوکړه لیک په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان د حکومت او د چین جمهوریت ترمنځ لاسلیک شوی و چې له مخې یې چین د استوګنې لپاره د ۱۰ زره اپارتمانونو جوړولو ژمنه کړې وه.

د یادونې وړ ده چې اوس له هغې مجموعې څخه په یاده سیمه کې د ۵۶ څلور پوړېزو بلاکونو جوړولو تړون لاسلیک شوی او تمه کېږي چې عملي چارې یې هم دېر ژر پیل شي.

000

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.