چین د افغانستان د سولې پروسې لپاره د اسانتیاوو د برابرولو ټټر وواهه

دآزادی راډیو

په کابل کې د چین سفیر وايي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې پروسې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لپاره د سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو د هڅو په دوام په کابل کې د چین سفیر هم د سولې په پروسه کې د اسانتیاوو برابرولو خبره کوي.

لیو جینسونګ د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۶» په کابل کې د یوې ناستې پر مهال وویل، چین د نړیوالې ټولنې تر څنګ چمتو دی چې د افغان سولې په پروسه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره ناستې جوړې کړي.
نوموړي وویل:

“له سولې پرته هېڅ پرمختګ ممکن نه‌دی، سوله له هر څه مهمه ده، چین او نړیواله ټولنه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي او موږ د سولې په پروسه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره هر ډول ناستې جوړولو ته چمتو یو، همدارنګه موږ سیاسي جریانونه په‌دې پروسه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅوو او موږ په‌دې باور یو چې په افغانستان کې پوځي حل‌لاره ممکنه نه‌ده او یوازنۍ لار سیاسي اقدامات دي.”

له بلې خوا د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د سولې لپاره د سیمې او د نړۍ د هېوادونو هڅې د بل هر وخت په پرتله زیاتې شوې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد هند، متحده عربي اماراتو او چین ته له سفرونو وروسته کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره په خبرو کې یې ویلي چې له کابل وروسته به ‌سیمه‌ییزو سفرونو ته دوام ورکړي.

زلمی خلیل‌زاد چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۸ میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې د افغانسان د سولې لپاره ځانګړی استازی ټاکلی، تر اوسه‌‌یې درې ځلې له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې کړي او د سیمې هېوادونو ته په پرله‌پسې سفرونو بوخت دی.

د امریکا متحده ایالاتو تر څنګ،ایران، پاکستان، روسیې، سعودي عربستان، قطر، عربي متحده اماراتو او یو شمېر نورو هېوادو د افغان سولې پروسې لپاره خپلې هڅې تېزې کړې دي.

د ملي وحدت حکومت هم په کراتو ویلي چې چین له پاکستان سره د نږدې اړیکو پر اساس کولای شي چې د افغان سولې په پروسه کې رغنده رول ولوبوي.

چین د افغانستان، پاکستان او متحده ایالاتو تر څنګ د څلور اړخیزې ډلې یو له غړو دی.

کابل په کراتو اعلان کړی چې اسلام‌اباد له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او ورته‌یې خوندي پټن‌ځایونه برابر کړي، خو پاکستان تل دا ادعا رد کړې ده.

له بلې خوا د سولې عالي شورا د چین له هڅو هرکلی کوي او وايي کوم نفوذ چې په پاکستان لري باید اعظمي ګټه ترې واخلي.
د دغې شورا مرستیال حاجي دین محمد وویل:

“چین په پاکستان ډېر نفوذ لري، موږ له چین نه هیله لرو چې داسې اقدامات تر لاس لاندې ونیسي چې بین‌الافغاني سولې ته زمینه برابره شي او موږ د چین له اقداماتو هرکلی کوو.”

له بلې خوا یو شمېر افغان سیاسي څېړونکي له هغې ډلې لطیف نظري په‌دې باور دی چې چین په سیمه‌ییزه کچه اقتصادي او سیاسي ځواک دی او په‌ همدې اساس هڅه کوي چې د سیمې د اقتصاد لپاره په افغانستان کې سوله راشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.