چین او هند په ګډه افغان دیپلوماتان روزي S

 

تاند- هند او چین موافقه کړې چې دواړه هیوادونه به په نوي ډیلي او پیکینګ (بیجنګ) کې افغان دیپلوماتان روزي.

اې این آی خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ /سپټمبر ۱۹/ د دواړو هیوادونو د سرچینو په قول راپور ورکړ چې افغان دیپلوماتانو ته به له راروانې اکتوبر میاشتې څخه روزنه پیل شي.

تر دې وړاندې د سږکال په لومړیو کې هند او چین موافقه وکړه چې په افغانستان کې په ګډه پر یوې اقتصادي پروژې کار وکړي.

دا موافقه دواړو هیوادونو د چین د ولسمشر کشي جینپینګ په بلنه پیکینګ ته د هند د صدراعظم نریندر مودي د سفر په لړ کې وکړه.

کتونکي وايي چې د افغانستان پر سر همکاري د هند او چین اړیکې سره نژدې کولی شي.

چین لېواله دی چې په افغانستان کې سوله راشي او له کبله یې په ټوله سیمه کې اقتصادي راکړې ورکړې وغوړېږي. د دوی په باور چین د افغانستان پر سر له پاکستان څخه تر یوه حده ناراضه دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.