چارواکي: د پکتیا د پولیسو مرکز حمله کې یو بریدکوونکی لا مقاومت کوي

 

 

ادآزادی راډیو
چارواکي وايي، د پکتیا ولایت د پولیسو په یوه لوی مرکز حمله کې یو حمله کوونکی لا هم مقاومت کوي.

د پکتیا د سرحدي پولیسو د ۳۰۳ سپین غر زون قومندان اسدالله شیرزاد ازادي راډیو ته وویل شپږ حمله کوونکي وژل شوي خو یو تن لا پاتې دی او د پولیسو د یاد مرکز یو اشپز یې برمته نیولی دی.

په دې حمله کې چې سهار په شپږو بجو پیل شوې تردې دمه د پنځو پولیسو د وژلو، د نهو پولیسو او نهو ملکیانو د ټپي کېدو خبره تائید شوې ده.

د ګردیز ښار د روغتون چارواکو ویلي چې په دې حمله کې روغتون ته د پوځيانو په شمول ۳۰ ټپیان وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو د پولیسو د دې لوی مرکز په سر د حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د پولیسو په دې لوی مرکز کې د پکتیا ولایت امنیه قومانداني، د خاصو پولیسو قطعه او د پولیسو زون قومنداني پرته ده.

پخواني معلومات:

چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې نن وسله والو مخالفینو د پولیسو په یوه لوی مرکز حمله وکړه او یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند نجیب دانش نن ازادي راډيو ته وویل په دې حمله کې چې نن سهار په شپږو بجو پیل شوه پنځه پولیس وژل شوي او د ځینو ملکیانو په شمول یو شمېر نور ژوبل دي:

“حمله کوونکي وژل شوي دي. خو متاسفانه د حملو او نښتې په نتیجه کې پنځه پولیس شهید شوي دي. نهه پولیس او نهه ملکیان چې په سیمه کې و ټپیان دي.”

په پکتیا کې د ازادي راډیو د خبریال د تازه راپور له مخې یو حمله کوونکی لا هم ژوندی دی او مقاومت کوي.

د ګردیز ښار د روغتون چارواکو ویلي چې په دې حمله کې روغتون ته د پوځيانو په شمول دېرش ټپیان وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو د پولیسو د دې لوی مرکز په سر د حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د پولیسو په دې لوی مرکز کې د پکتیا ولایت امنیه قومنداني، د خاصو پولیسو قطعه او د پولیسو زون قومنداني پرته ده.

پخواني معلومات:

نن يکشنبه سهار شپږ نيمې بجې د پکتيا ۳۰۳ سپين غر زون، پکتيا امنيه قوماندانۍ او د پکتيا د خاص قطعې ځواکونو په شريک قره‎ول چې ګڼ سيمټي ديوالونه ترې تاوو دي يو لوی موټر بم بريد وشو.

د سوېل ختيځ زون ۲۰۳ سپين‎غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد رسنيو ته د پېښې پرځای کې وويل چې ځانمرګو بريدونو د دوو موټرونو په واسطه غوښتل له دې لارې خپل هدف ته ځان ورسوي خو پوليسو له پېژندلو سره پرې ډزې کړې او په قره‎ا کې انفجار شوی دی
نوموړی وايي:

“د زون او امنيه قوماندانۍ زړورو پوليسو چې د پيرې په حال کې وو موټر پېژندلای او دواړو موټره په قره‎ول کې انفجار شوی دی چې اول موټر د قره‎ول په خوله کې له شناسايي سره سم په قره‎ول کې انفجار شوی او ورسره دويم موټر کې ناست ځانمرګي کوز شوي او داخل ته ننوتلي دي چې د خاص قطعې د ځواکونو له لوري په دروازه کې ويشتل شوي دي چې پينځه واړه وژل شوي او په داخل کې بريدونه کېږي خو سيمه زموږ د پوليسو او نظاميانو تر کنټرول لاندې ده چې په دې پېښه کې ۶ پوليس شهيدان شوي او ۹ تنه نور ټپيان دي.”

نوموړي دا هم وويل چې په دې پېښه کې د دوی د ټپيانو او وژل شويو ترڅنګ ملکي وګړي چې د کارول مخامخ دوکانونه لري هم په دې پېښه کې ژوبل شوي دي.

د پکتيا ملکي روغتون د چارواکو د معلوماتو پر اساس په دغه پېښه کې يو اته کلن ماشوم يوه ۲۵ کلنه ښځه او درې تنه نور عام کسان هم ټپيان شوي دي.
د ملکي روغتون د معلوماتو په درج شوې پاڼه کې ليکل شوي دي چې د پينځو نظاميانو جنازې روغتون ته وروړل شوې او ټول ژوبل شوي کسان يې له لومړنيو مرستو وروسته د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ روغتيايي مرکز ته لېږلي دي.

د خاص قطعې يو نظامي افسر ازادي راډيو ته د دغه بريد په اړه د خپلو سترګو ليدلی حال داسې بيان کړ:

“سهار وخته مو چې پشنمی مو وکړ، له لمانځه وروسته ويده شو چې يو قوي غږ وشو او موږ رامنډه کړې نور څه نه وو راسره يو دوه سپارې مې لرلې هغه مې راسره راواخيستلې او نور څه شی نه وو دا ملګری مې هم راسره د شپې هلته په کوټه کې وي چې د ده بوټونه مې وليدل ان دلته لوېدلي وو.”

د دغه بريد مسؤليت وسله‎والو طالبانو منلی او رسنيو ته په استول شوي پيغام کې يې ويلي دي چې دوی په پکتيا کې په خاص قطعه او پوليسو ځانمرګي بريد کې دوی ته ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.
اوس په سيمه کې نښته قراره شوې سيمه پوليسو تر کنټرول لاندې نيولې ده او دا پېښه په داسې مهال ترسره کېږي چې نږدې يوه مياشت وړاندې د پکتيا په مرکز ګردېز کې د کابل بانک پر څانګه هم په ځانمرګي بريد کې نږدې ۳۰ کسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

پخواني معلومات:

د پکتیا مرکز ګردېز کې چاودنه شوې.

د زون قوماندان اسدالله شېرزاد ازادي راډیو ته وویل چې د مرکز ګردېز قره ول خواته برید شوی چې ملکي تلفات هم لري.
دی وايي ۵ بریدګر وژل شوي او په داخل کې د خاص قطعې سره یو دوه بریدګر په جګړه کې ښکېل دي.

ویل کېږي تر شلو عام وګړي هم ټپيان دي.

نور جرئیات وروسته

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.