پینتاکون وايي، د پاکستان له لوري د اکمالاتي لارې د بندېدو اندېښنه نه لري

 

تاند- د امریکا دفاع وزارت وايي، پر پاکستان د مرستو له بندولو وروسته د دغه هیواد له لوري په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي لارې د بندېدو په اړه اندېښنه نه لري او نه یې د پاکستان له لوري تراوسه پورې کوم حرکت لیدلی دی.

امریکا د جنورۍ په ۴ مه پاکستان ته نژدې ۲ ملیارد ډالره پوځي مرسته وځنډوله.

د ۲۰۱۷ مالي کال لپاره د متحدو ایالتونو کانګریس د ايتلاف د ملاتړ له بسپنې څخه پاکستان ته مرسته ۹۰۰ ملیون ډالرو ته لوړه کړه خو د ټرمپ حکومت پاکستان ته دا مرسته په دې خاطر وځنډوله چې پاکستان د تروریستي شبکو د پناهځایونو په بندولو کې همکاري ونه کړه.

امریکا وايي، تر څو چې پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې پناهځایونه بند کړي نه وي، دا مرستې به ورنه کړي.

له بلې خوا پرون پاکستاني رسنیو وویل، اسلام اباد د امریکا د مرستو په غبرګون کې د خپلې خاورې له لارې په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو ته تلونکو مالونو ترانزیتي مالیه زیاتوي.

د پاکستان دنیا نیوز تلویزیون د دغه هیواد د حکومتي سرچینو په قول وویل، د بهرنیو چارو او ترانسپورت وزارتونه به په دې اړه خپله پرېکړه روانه اوونۍ اعلان کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.