پښتین: که مو غوښتنې په محکمه کې حل نه شوې، ملګروملتو ته شکایت کوو

 
تاند- د پښتون ژغورنې غورځنګ کارزماتیک مشر منظور پښتین وايي، پښتانه غواړي چې د پاکستان له حکومت سره خپلې ستونزې په محکمه کې حل کړي خو که داسې ونه شول، حاضر دی چې خپل شکایت ملګروملتو ته ورسوي.

ښاغلي پښتین، چې په خپل حیرانوونکي لیډرشپ یې نسبتاً په لنډ وخت او کم عمر په لر و بر کې په ملیونونو پلویان خپل کړي، د پوځ او آی ایس آی له لوري د غیرقانوني نیونو، وژنو، ظلمونو، د ماینونو او ویجاړیو خلاف اواز پورته کړی او په اسلام اباد، کوټه، پېښور او نورو ځایونو کې یې په سترو ولسي غونډو کې د پښتنو دا پیغام ولسونو ته رسولی دی.

ده په یوه مرکه کې وویل چې که د پاکستان دولت (ریاست) قانوني حق ورنه کړ، خپل اعتراض به تر ملګروملتو پورې ورسوي.

ښاغلي پښتین الجزیرې تلویزیون ته وویل«زموږ بل ګام دا دی چې تروسه وسه ډېر خلک راغونډ کړو، څو د فانون پر اساس د خپلو حقونو غوښتنه وکړو. موږ غواړو چې زموږ مسلې په محکمه کې حل شي څو ډاډه شو. موږ غواړو چې دا مسله په پاکستان کې دننه حل شي، خو که داسې ونه شول، بیا موږ خپله ستونزه ملګروملتو ته رسوو او له نړیوالې ټولنې غواړو چې له موږ سره په دې سخت وخت کې ودرېږي.»

منظور پښتین همداراز وویل«دا یوه معجزه ده چې موږ هلوځلو ته دوام ورکړی دی.»

پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې په ورځ په پېښور کې یولک کسان راټول کړل خو پاکستاني رسنیو د دې سترې مظاهرې خبرونه او تصویرونه خپاره نه کړل ځکه چې ویل کېږي چې پوځ رسنیو ته امر کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مظاهرې، لاریونونه او پرلتونه خپاره نه کړي.

داسې ښکاري چې د پاکستان پوځ او استخبارات له دې غورځنکه وېره لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.