پښتون ژغورنې غورځنګ؛ هغه سوله‌ییزه هڅه چې “ټول پاکستانیان” له تېري ژغوري J

 

لیکوال: محسن داوړ

ژباړن: ضمیر ساپی

برازیلي فیلسوف پاولو فریرې «د مظلومانو ښوونه او روزنه» کتاب کې لیکلي، تاوتریخوالی د هغه چا له لوري پیلېږي چې څوک تېری او استثمار کوي او د انسانانو په توګه د نورو په پېژندلو کې پاتې راشي، نه د هغه چا له لوري چې ځپل شوی وي، تر استثمار لاندې راغلي وي او یا د انسانانو په توګه نه‌وي پېژندل شوي.

په دې ورځو کې مې په ذهن کې د فریرې خبرې ښکته پورته کېږي، ځکه پاکستاني ریاست د تېر میلادي کال په لومړیو کې پر ما او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ځینو نورو کسانو مرګونی برید وکړ چې په دې برید کې یې یو شمېر کسان شهیدان او ځینې نور یې ټپیان کړل. پاکستاني ریاست په بې‌باکۍ سره هڅه وکړه چې د دې تاوتریخوالي تور پر موږ واچوي.

په ډاډ سره ویلای شم چې موږ د تاوتریخوالي هڅوونکي نه وو، خو زموږ یوازېنی جرم دا و چې موږ د هغه ټولنې د وښتیابه لپاره هڅه او مبارزه کوو چې له تېرو څو لسیزو راپدېخوا هم د ریاست او هم د اورپکو ډلو له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.

د لسیزو قرباني

زه په وزیرستان کې چې د پاکستان شمالي لویدیځ کې پروت دی او له افغانستان سره پوله لري، زېږېدلی او رالوی شوی یم. زموږ اکثریت وګړي پښتانه دي او په پاکستان کې تر ټولو دویم ستر قوم دی. د کالونیو له وخت راهیسې پر دې سیمې «د سرحدي جرمونو قانون» له مخې حکومت کېده، هغه قانون چې په ۱۹ پېړۍ کې د بریټانوي ښکلاګرو له لوري تحمیل شوی و. دا هغه قانون و چې عام وګړي یې له یوې پېړۍ زیات وخت راهیسي په محکمه کې له خپلونو بې‌برخې کړي وو.

دا قانون بالاخره هغه وخت له منځه لاړ چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې دا سیمه له خیبر پښتونخوا سره یو ځای شوه او د دې سیمې اوسېدونکي یوازې د کاغذ پر مخ د پاکستاني فدراسیون له حقونو برخمن شول، خو په حقیقت کې دا خلک له ټولو حقونو برخمن نه، بلکې لا هم له دوی سره توپیري چلند کېږي. موږ لا هم د پولیسو په چاپو او پوځي عملیاتو کې په نښه او له استنثا پرته وژل کېږو.

د دې تاوتریخوالي ریښې چې زه په‌کې رالوی شوی یم، ۱۹۸۰ میلادي کالونو ته رسېږي، هغه وخت ته چې وزیرستان د پاکستاني ریاست او د دې هېواد دوست امریکا له لوري د افغان-روس جنګیالیو د زېږدو په ماشین بدل شوی و.

هغه تاسیسات چې له روسانو سره د جنګیالیو د روزنې او جلب و جزب لپاره جوړ شوي وو، وروسته د حقاني شبکې او د پاکستاني طالبانو په څېر ډلو له لوري وکارول شول چې دا ډلې په افغانستان او پاکستان کې د ویجاړۍ سبب شوي دي. دا سټراټیژیکه پرېکړه چې دا سیمه یې د ترهګرو په خوندي ځاله بدله کړه، پر نړیواله کچه یې ویجاړوونکي اغېزې وکړې، د وزیرستان اوسېدوونکي یې اغیزمن کړل او تر ډېره بریده یې د ترهګرو ترحم ته پاتې کړل.

د ۲۰۰۰ میلادي کال په لومړیو کې او د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد جګړې په پیل سره دا سیمه د القاعدې او وسله‌والو طالبانو لپاره په یوه خوندي ځای بدله شوه چې په افغانستان کې یې د نړیوالو ائتلافي ځواکونو پر خلاف جګړه کوله. پاکستان هم د دې سیمې د تصفیې لپاره په ځلونو پر جنګیالیو هوايي او ځمکني بریدونه وکړل. د دې پر ځای چې دا عملیات د ترهګرو فعالیتونه پای ته ورسوي، په بریدونو کې بې‌شماره ولسي خلک شهیدان او سلګونه زره نور بې‌ځایه شول او د دې تر څنګ په ټول پاکستان کې پر پښتنو د ترهګر ټاپه ولګېده په داسې حال کې چې دوی خپله د همدې ترهګرۍ قربانیان وو.
په کوټه کې د پښتون تحفظ غورځنګ غونډه

په لنډه توګه پر پښتنو له تېرو څو لسیزو راپدېخوا د پاکستاني ریاست، بېلابېلو وسله‌والو ډلو او بهرنیو قدرتونو له لوري تېری شوی او دا ځپنه لا هم دوام لري، خو نور موږ نه غواړو چې له موږ سره په روزمره ډول دا تېری، ناوړه ګټه اخېستنه او توپیري چلند وشي او نه نور غلي کېنو.

د ۲۰۱۸ میلادي کال په جنوري کې چې کله نقیب‌الله مهسود په کراچۍ ښار کې د جامو پلورونکی او موډل و، برناحقه د پاکستاني پولیسو له لوري ووژل شو، پښتون ژغورنې غورځنګ د دې پېښې پر خلاف غږ پورته کړ او زرګونه ملاتړي یې ځان ته راجلب کړل. همدې پرلت په اسلام‌اباد کې هم ادامه پیدا کړه چې په دې سره د پښتون ژغورنې غورځنګ د وزیرستان خلکو لپاره په پیاوړي غږ بدل شو او د دې غورځنګ له بنسټګرو یو زه خپله هم وم.

که څه هم پاکستانی ریاست پر موږ بریدونه کوي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د یووالي، ثبات او سولې مبارزه ورځ تر بلې پیاوړې کېږي او دا غورځنګ غځېږي.

څنګه زموږ قانوني حقونو پوځیان غوسه کړل؟

د ۲۰۱۹ میلادي کال په اپرېل کې د پښتون ژغونې غورځنګ د شمالي وزیرستان مرکز میران شاه کې چې زما د زېږېدو ځای هم دی، یوه تر ټولو ستره سیاسي جلسه جوړه کړه او دا هغه ځای دی چې د طالبانو او ریاست تر ټولو ناوړه تاوتریخوالی په کې نندارې ته وړاندې شوی دی. د دې غورځنګ د یوه رهبر او په ولسي جرګه کې د دې سیمې د ټاکل شوي غړي په توګه ما د دې غونډې کوربه توب کاوه او د دې جلسې اصلي موخه دا وه چې موږ د پاکستان رهبري په دې پوه کړو چې پر موږ هم د اورپکو او هم د ریاست له لوري پرېمانه ظلم شوی دی.

که څه هم د میران شاه ټول نفوس له نیم مېلیون زیات دی، خو په دې لاریون کې له لسګونه زره ډېرو کسانو برخه اخېستې وه او دې حالت ته ټول خلک هیله‌من وو. هلته زموږ پیغام ډېر ساده و. موږ له ریاست څخه غوښتل چې هغه قانوني ژمنې ته په درنه سترګه وګوري چې له موږ سره یې کړې وه.

اساسي قانون په ښکاره توګه موږ د پاکستاني وګړيو په توګه پېژني او پر موږ له تېري او ځورونې څخه ممانعت کوي؛ نو د دې ستونزو حل که هغه د زرګونه لا درکه شویو کسانو ته چې د ریاست له لوري برمته شوي، عدالت غوښتل وي، که د ریاست له لوري وژنې یا د ماینونو پاکول چې د پوځ له لوري ایښودل شوي او یا په پوځي پوستو کې له موږ سره ناوړه چلند په دې کې نغښتی دی چې ریاست زموږ دا ټول مسلم حقوق وپېژني.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دا لاریون په سوله‌ییزه توګه پای ته ورسېد او موږ فکر وکړ چې دا ستره ولسي غونډه بریالۍ شوه، خو ریاست نور فکرونه وکړل. دوی په ښکاره زموږ د کسانو د نیولو ګواښوونه وکړل او د اپرېل په ۲۹مه یوازې له دې جلسې دوه اوونۍ وروسته په میران شاه کې پاکستاني ریاست بیانیه خپره کړه او ادعا یې وکړه چې د پښتون ژغونې غورځنګ د بهرنیو استخباراتو له لوري رامنځ‌ته شوی او موږ ته یې وویل چې نور د دې غورځنګ وخت پای ته رسېدلی دی. موږ د دې خبر تر شاه پوه نه شولو، خو دا د پښتون ژغورنې غورځنګ پر خلاف د جګړې بیانیه وه چې د پوځ له لوري خپره شوه.

له سوله‌ییز پرلت تر ظالمانه ټول‌وژنې

یوه میاشت وروسته د مې په ۲۵مه نېټه د ډوګا مچا مداخېل اوسېدونکیو چې په شمالي وزیرستان کې یو کوچنی کلی دی، پرلت وواهه او پوځیان یې په دې تورن کړل چې د عملیاتو پر مهال یې پر ولسي وګړیو ظلم کړی او شکنجه کړي یې دي. دا پرلت چې د خړکمر پوځي پوستې سره نږدې شوې وه، له پیله سوله‌ییزه وه.

د دې سیمې د یوازېني ټاکل شوي استازي په توګه مې وغوښتل چې له نږدې د دوی ملاتړ وکړم، څو غږ یې واورېدل شي. په همدې خاطر مې د مې په ۲۶مه نېټه د ولسي جرګې له یو بل استازي علي وزیر سره یو ځای چې هغه هم د پښتون ژغورنې د رهبرۍ غړی دی، له دې سیمې لېدنه وکړه.

په دې کلي کې موږ د نږدې ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسانو له ډېر تود هرکلی سره مخامخ شولو. هغوی زموږ په غاړو کې امېلیونه واچول او یو ځای مو د پرلت پر لور حرکت وکړ، خو په دې سیمه کې امنیتي پوستو موږ ته اجازه را نه‌کړه چې له لاریون کوونکیو سره یو ځای شو. ما کوښښ وکړ، څو پوځیان وهڅوم چې موږ ته د مخکې تګ اجازه راکړئ، خو زموږ په رسېدو سره هغوی غوسه شول او یو ځل مې د ډزو غږونه واورېدل.

په پیل کې مې فکر کاوه چې امنیتي پوسته د خبرداري هوايي ډزې کوي، خو وروسته مې ولېدل چې په څنګ کې مې یو څو کلیوال پر ځمکه پرېوتل. په دې مهال کې یو کس زه ژورې ویالې ته ټیله کړم، کله چې مې وکتل شاوخوا په وینو کې لپ پت جسدونه پراته و او د ټپیانو غږونه مې اورېدل چې د مرستې کړیکې یې وهلې.

وروسته موږ خبر تر لاسه کړ چې په دې پېښه کې ۱۵ کسان شهیدان او له ۴۰ ډېر ټپیان شوي وو. علي وزیر او اته نور کسان په همغه مهال پوځیانو ونیول، خو زه د نورو ژغورل شوی کسانو په مرسته له سیمې وتښتېدلم.

راتلونکې درې ورځې موږ د ټول‌وژنې له ځایه دېګان، محمدخېل او همزوني له کلیو ۳۰ کیلو مټره پیاده مزل وکړ، څو د میران شاه یو نږدې کلي درپاخېل ته ورسېږو. د دې مزل پر مهال موږ څو ځایه لاریونونه وکړل چې خلکو ته د ټول‌وژنې او د مسوولانو په اړه خبر ورکړو.

کله چې موږ درپاخېل کلي ته ورسېدو، هلته مو بل پرلت وواهه، خو پوځیانو د اته ورځو لپاره ګرځ‌بندیز ولګاوه او زموږ کلی یې هم محاصره کړ. زه اړ شوم چې د بنو ښار او زما د کلي اوسېدونکیو ژغولو لپاره ځان تسلیم کړم.

قربانیان څه ډول مرتکبین شول؟

چارواکیو په ډېرې بې‌شرمۍ سره پر موږ تور پورې کړ او د دې پېښې د قربانیانو، پر پوځیانو او پوستې د برید پړه یې پر ما، علي وزیر او ثنا‌ء الله پشتین چې په همدې ټول‌وژنه کې شهید شوی و، واچوله. څو ورځې وروسته زه او علي وزیر د یوه چسپکي ماین په چاودنې چې په ډوګه مچا کلي کې یې درې چارواکي ټپیان کړي وو، پړ وبلل شوو، په داسې حال کې چې موږ دواړه د ریاست په قید کې وو.

په زندان کې موږ د ترهګرو په خونه کې ساتل کېدو او دا زموږ لپاره ډېره پیغور ډوله ښکارېده چې په دې خونه کې باید هغه ترهګر ساتل کېدای چې موږ یې په خپله سیمه کې د بندي کېدو غوښتنه کوله. په زندان کې له موږ سره د سختو مجریمینو او د ترهګرو بندیانو په څېر چلند کېده او اجازه نه راکول کېده چې کتابونو، ټلوېزیون، ورځپاڼو او راډیو ته لاسرسی ولرو.

همداراز، موږ د پارلمان په جلسو کې له ګډون څخه محروم شولو په داسې حال کې چې د ټاکل شویو استازیو په توګه دا زموږ دنده وه او ان تر دې چې د بودجې اړوند مهمو جلسو په ناستو کې یې زموږ له استازیتوب ډډه کوله.

موږ په زندان کې څلور میاشتې وساتل شولو او د تورونو تر څنګ یې پر موږ سخت فشار راوسته او ګواښوونه یې هم راته کول. د سپټمبر په وروستیو کې موږ ازاد شولو، ځکه چارواکیو داسې شواهد نه‌لرل چې خپلې بې‌ بنسټه ادعاوې ثابتې کړي، خو هغه تورنه لا هم پر ځای پاتې دي چې پر موږ لګول شوي.

هغه مهال چې موږ لا په زندان کې وو، د خړ کمر ټول‌وژنې قربانیان چې یو وخت د چارواکیو او رسنیو له لوري ترهګر پېژندل شوي وو، په ناڅاپي ډول یې د قربانیانو کورنیو ته جبران خساره ورکړه. ان د ثنا‌ء الله پشتین کورنۍ ته چې له موږ سره یو ځای هغه د پوځیانو پر پوستې بریدګر بلل شوی وو، د جبران خسارې وړ وباله. ریاست د شهیدانو کورنیو ته شاوخوا ۱۷٫۵۰۰ ډالرو او ټپیانو ته یې د نږدې ۸٫۰۰۰ ډالرو په ارزښت چکونه ورکړل.

هغه مهال چې موږ په زندان کې پراته وو، پاکستان د هغه کسانو لپاره چې له موږ سره به یې خواخوږي څرګندوله، دا هېواد پر یوه ستر زندان بدل شوی و. د ګوتو په شمار سیاسیونو زموږ په حق کې غږ پورته کړ. په سیمه‌ییزو رسنیو کې هم پر موږ د ترهګرۍ تورنو اړوند راپورنه خپرېدل. په دې برخه کې یوازې زموږ لپاره چې خپل غږ په‌کې پورته کړو، هغه ټولنیزې رسنۍ وې، خو بیا هم هغه کسانو چې پر ټویټر او فېسبوک یې زموږ په ملاتړ څرګندونې کولې د سایبر ترهګرۍ په تور نیول کېدل.

خو دې تیريو زموږ ارادې لا پیاوړې کړې، ځکه موږ اوس په داسې حالت کې قرار لرو چې نور د لاسه ورکولو لپاره څه نه‌لرو، یوازې غم‌شریکۍ شریکول زموږ لپاره د ازادۍ په څېر عیاشي ښکارېدله. اوس موږ د ازادۍ ویره ننګوو چې د تېرو څو لسیزو راپدېخوا زموږ د خلکو په ذهنونو کې د تیري او ظلم له لارې اچول شوې وه. د دې وېرې ختمول او د ازادۍ غوښتنه، لومړی اقدام دی چې نه یوازې موږ پښتانه، بلکې ټول پاکستانیان به هم خپلواک کړي.

پاولو فریرې وايي، په کوم ځای کې چې تېری او ظلم وي، هلته دواړه مظلوم او ظالم قرباني وي، ځکه ظالمانه عمل له ظالمانو انسانیت اخلي. نوموړی وړاندیز کوي چې په دې حالت کې د مظلومانو مسوولیت جوړېږي چې یوازې خپل ځان نه، بلکې تېري کوونکي هم خپلواک کړي.

پاولو فریرې زیاتوي، ظالمان چې د خپل قدرت په اوج کې تیري، ظلم او زیاتی کوي، نه‌شي کولای په دې قدرت کې خپل ځان او ځپل شوي ازاد کړي. یوازېنی قدرت چې دواړه له تیري خلاصولای شي، هغه د ځپل شویو له منځه راپورته شوی قدرت دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د عدم تشدد تر ټولو پیاوړې لار غوره کړې ده چې په پاکستان کې ځپل شوي پښتانه ازاد کړي او د دې تر څنګ موږ غواړو ظالمان هم ازاد کړو چې په مرسته به یې دوی هغه انسانیت پیدا کړي چې د قدرت او خوندونو په نشه کې یې له لاسه ورکړی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.