په ۷ کلونو کې به افغان هوايي ځواک ۳ برابره شي

تاند- د امریکا پوځ په پام کې لري چې په راتلونکو له ۷ تر ۸ کلونو پورې افغان هوايي ځواک درې برابره کړي.

د امریکا د هوايي ځواک برید جنرال لانس بنچ له کابل څخه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، په په راتنلونکو ۷ تر ۸ کلونو پورې به افغان هوايي ځواک ۶۰ بلک هاوک هیلي کوپترونه او اې ۲۹ سپکې جنګي الوتکې ترلاسه کړي.

د افغانستان هوايی ځواک ته لومړنۍ ۴ بلک هاوک هیلي کوپترونه سپارل شوي دي.

د جنرال بنچ په وینا افغان هوايي ځواک همدااوس له له سي – ۱۳۰ او سي ۲۰۸ ترانسپورتي الوتکو څخه کار اخلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.