په یونان او فرانسه کې پر دوو افغانانو مرګونې بریدونه

 
تاند- د فرانسې د ستراسبورګ ښار په مرکزي برخه کې د یوه نامعلوم وسله وال په ډزو یو افغان وویشتل شو.

د یورو نیوز د راپور له مخې؛ دا ځوان، چې مختار نومېږي، اوس د کوما په حال کې دی.

د دغه افغان عمر ۴۵ کاله ښودل شوی او د کورنۍ غړي یې وايي چې د سې شنبې په ورځ ناوخته په ستراسبورګ ښار کې وویشتل شو.

مختار، چې اصلاً د کابل اوسېدونکی دی، ۳ ماشومان لري او له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې په فرانسه کې اوسېږي او فرانسوي تابعیت هم لري.

د سې شنبې په ماسخوتن یوه وسله وال د کرسمس په مناسبت په جوړ شوي بازار کې پر خلکو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې ۳ تنه ووژل شول او ۱۲ نور ژوبل شول.

په یونان کې یو افغان پناه غوښتونکی ووژل شو
د فرانسې له پېښې جلا یوناني رسنۍ وايي، د چهارشنبې په ورځ د موریا کډوالو کمپ ته نژدې د یوه تن مړی وموندل شو چې باور کېږي افغان دی.

د یوناني رسنیو د راپور له مخې، دا ځوان، چې ۲۲ کلن دی، د نامعلومو کسانو له لوري د ایجې سمندرګي په منځ کې په لیسفوس ټاپو کې وژل شوی دی.

ویل شوي چې حمله کوونکي له وژل شوي افغان څخه ۹۰ یورو غلا کړي دي.

تراوسه څرګنده نه ده چې د دغه افغان د قتل انګېزه له هغه څخه د پیسو غلا وه او که له مهاجرو سره کرکه

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.