په کابل کې د هند پر سفارت راکټي برید وشو

 

 

تاند- د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل، د سې شنبې په شپه په کابل کې د هند پر سفارت یو راکټ ولګېد خو د سر و مال زیان یې پېښ نه کړ.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی راویش کومار په ټویټر کې لیکلي«څو شېبې مخکې په کابل کې د هند د سفارت په حویلۍ کې یو راکټ ولګېد د سفارت د ودانۍ یوه کونج ته یې معمولي زیان واړاوه، له دې پرته نه څوک ژوبل شوي او نه اور لګېدلی دی.»

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج هم په یوه ټویټري پوسټ کې پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې په کابل کې د هند د سفارت ټول دیپلوماتان او کارکوونکي روغ رومټ دي.

تر دې وړاندې هم په ځلونو په کابل کې د هند پر سفارت بریدونه شوي دي.

خو وروستی برید وروسته له دې وشو چې پاکستان له امریکا وغوښتل چې په افغانستان کې د اسلام اباد ملاحظې په پام کې ونیسي. ظاهراً د پاکستان یوه غوښتنه دا ده چې له افغانستان سره دې د هند اړیکې محدودې شي.

د ۲۰۰۸ م کال په جولای کې په یوه موټربمي برید کې د هند دوه دیپلوماتان، دوه هندي ساتونکي او ګڼ شمېر افغانان ووژل شول.

د هند پر سفارت څو نور بمي بریدونه هم شوي، دغه راز په هرات او جلال اباد کې د هند پر کونسلګریو تروریستي بریدونه شوي دي.

هند وايي چې په افغانستان کې د دغه هیواد پر سفارت او کونسلګریو په بریدونو کې لشکر طیبه ترهګره ډله، چې مرکزونه یې په پاکستان کې دي، لاس لري.

بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کاناډا سفارت ته نژدې پر سړک هم یو راکټ لکېدلی دی.

دا بریدونه په داسې وخت وشول چې د ملګروملتو د امنیت شورا پلاوی کابل ته راغی او له افغان مشرانو سره یې د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې وکړې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.