په کابل کې د ملي امنیت پر روزنیز مرکز ډلهییزه حمله
دآزادیراډیو
د کابل په پنځمه حوزه قلعه وزیر سیمه کې وسلهوالو ډلهییز برید کړی دی.
جزئیات وروسته…
تازه سر ته راوله زاړه سر ته راوله
د کورنیو چارو وزارت وايي، د ملي امنیت ریاست پر روزنیز مرکز د حملې د دوو پاتې برید کوونکو د له منځه وړلو لپاره هڅې روانې دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د ۳ حمله کوونکو له منځه یو تن د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی، خو دوه نور لا هم پاتې دي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
“همدا شېبه چې له تاسو سره خبرې کوم، امنیتي ځواکونو یو حمله کوونکی وژلی. د دوی شمېر ۳ تنه وو او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې ژر تر ژره دوه نور هم له منځه یوسي.”
د پېښې له ساحې څخه د ازادي راډیو خبریال څو شېبې مخکې وویل چې د یوې بلې چاودنې غږ یې اورېدلی دی.
د حملې په لومړیو شېبو کې هم د چاودنې غږ اورېدل شوی و.
تر اوسه د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې د دې حملې مسؤلیت منلی نه دی.
په کابل کې د ملي امنیت د ریاست پر روزنیز مرکز وسله واله حمله شوې ده.
راپورونه وايي چې وسله وال حمله کوونکي د ملي امنیت روزنیز مرکز ته نېږدې یوې نیم کاره ودانۍ ته ننوتي او له هماغه ځایه پر دې مرکز ډزې کوي.
د کابل د پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزی وايي چې تراوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
خو د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې په حمله کې مرک ژوبله نه ده پېښه شوې.
عیني شاهدان وايي چې د یوې چاودنې غږ یې هم اورېدلی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په پنځمه امنيتي حوزه کې د حمله کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
د دغه وزارت ویاند نجیب دانش نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې پېښه شاوخوا لس بجې رامنځته شوې ده.
ښاغلي دانش زیاته کړه، یو شمېر وسله والو چې ګمان کېږي شمېر به یې درې نه تر څلورو کسانو وي له دعوت پوهنتون سره نېږدې یوه نیمه کاره ودانۍ ته ختلي او د ملي امنیت په ښوونیز مرکز ډزې کوي.
د نجیب دانش په وینا تراوسه د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نشته، خو د پېښې د کنټرول لپاره سیمې ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي او دا مهال له وسله والو سره په جګړه بوخت دي.
تراوسه د دې پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه ده اخېستی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې په یوه انتحاري حمله کې شاوخوا ۴۸ تنه وژل شوي وو او ۶۷ نور ټپيان وو.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
جزئیات وروسته…
د کابل په پنځمه حوزه کې وسلهوالو ډلهییز برید کړی دی.
د کابل پولیس وايي چې نن سهار شااوخوا ۱۰ بجې یو شمېر وسلهوالو د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه قلعۀ وزیر سیمه کې یوې نیمکاره ودانۍ ته دننه شوي او له هغه ځایهیې د ملي امنیت پر یوه روزنیز مرکز ډزې پیل کړې دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمتالله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي او په وینا یې سیمه د پولیسو لهخوا کلابنده شوې ده.
په دې اړه نور جزئیات وروسته …
نظرات بسته شده است.