په کابل ښار کې چاودنه شوې

 

څو شېبې وړاندې د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د استقلال لېسې مخې ته چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد امریکا ږغ ته د چاودنې په تائید سره وویل چې چاودنه په کابل ښار کې د پیل شوي مظاهرې تر پای ته رسېدو وروسته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په چاودنه کې یو شمېر مظاهره چیانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره ارقام یې ور نه کړل.

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې ځای ته پولیس رسېدلي او دامهال د دوی څېړنې روانې دي.

هغه وویل تر اوسه معلومه نه ده چې چاودنه انتحاري حمله او که ماین وو.

پر همدې مهال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله محروح امریکا ږغ ته وویل چې د چاودنې له ځایه ۳ وژل شوي او ۸ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي‌دي.

دغه چاودنه د کابل ښار په ګرینزون ساحه کې ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو دولتي ودانیو ته په څو سوه مترۍ کې شوې ده.

دغه چاودنه پر داسې مهال شوې چې نن په کابل ښار کې د پیل شوې مظاهرې د امنیت په هدف کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

تر دامهاله ددغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې‌ په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې د روانې لړم میاشتې پر نهمه د کابل ښار په ۱۲حوزه کې پلچرخي زندان ته نژدې انتحاري ۶تنه ووژل.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.