په کابل ښار کې د زنبق څلور لارې په شان برید مخه ونیول شوه

 

 

تاند- د افغانستان د ملي امنیت ادارې په پلازمېنه کابل کې د یوې سترې موټربمي حملې مخه نیولې ده.

د ملي امنیت ریاست وايي، په یوه غټ موټر کې یې ډېره اندازه چاودېدونکي مواد مخکې تر دې نیولي چې ترهګر یې هدف ته ورسوي.

د ملي امنیت اداره وايي چې د نیول شویو موادو اندازه هغومره وه چې تېره میاشت د کابل په زنبق څلور لاره کې وچاودول شول او په نتیجه کې یې تر ۱۵۰ زیات افغانان شهیدان شول.

د ملي امنیت د ریاست په وینا په نیول شوي باري موټر کې څو زره کیلو چاودېدونکي مواد ایښودل شوي ول.

ویل شوي چې یو هینو باري موټر، چې ۲۵۰۰ کیلو چاودېدونکي مواد پکې بار ول، له چهاراسیاب ولسوالۍ څخه کابل ښار ته روان و چې استخباراتو کشف کړ.

د دې ریاست په وینا ترهګرو غوښتل چې دا مواد د ښار په یوه څنډه کې پټ کړي څو بل وخت یې په ښار کې استعمال کړي.

د افغانستان وسله والو مخالفانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.