په واشنګټن کې سعودي سفیر وايي، د افغانستان د سولې خبرې به ژر نتیجه ورکړي D

 

تاند- په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفیر د پنجشنبې په ورځ وویل، په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سولې خبرې به د راتلونکې میلادي کال تر پیله ډېرې مثبتې پایلې ولري.

په واشنګټن کې د امریکا سفیر خالد بن سلمان پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دا خبرې رغنده وې او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره به د افغانانو ترمنځ د دیالوګ سبب شي.

شهزاده خالد بن سلمان په خپلو عربي او انګلیسي ټویټري پیغامونو کې لیکلي:

«موږ به له خپلو متحدانو؛ د امریکا متحدو ایالتونو، متحده عربي امارات او نورو سره کار ته دوام ورکړو چې د جګړې د پای ته رسېدو او په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګېدو لپاره، چې ورته خورا اړیتا ده، خپلو افغان وروڼو ته مثبتې نتیجې رامنځته کړو.»

د افغانستان د سولې په اړه د سعودي عربستان، متحده عربي امارات او پاکستان د چارواکو په حضور کې د امریکا او طالبانو خبرې د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

د پنجشنبې په ورځ د ابوظبي په خبرو کې د امریکايي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد په کابل کې رسنیو ته وویل که طالبان په سوله کې په رښتیا جدي وي او هماغه راز چې وايي چې پوځي حللار نشته نو مجبوره دي چې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کښېني او د افغانستان د راتلونکې په اړه یوې موافقې ته ورسېږي.

ده همداراز وویل چې د ابوظبي په خبرو کې طالبانو له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه خو د امریکا شرط دا دی چې افغانستان به بیا د تروریستانو پر ځالې نه بدلېږي او د القاعده او داعش په شان ډلې به د امریکا او نورې نړۍ پر ضد کار نه شي اخیستلی.

زلمي خلیلزاد د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګنې د ابوظبي په خبرو کې د موقت حکومت یا د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه هم خبرې شوي دي.

د ابوظبي له خبرو وروسته د طالبانو استازي له خپل مشر سره سلامشوره کوي.

په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفیر بې له دې چې د ایران نوم واخلي، وویل چې د سیمې یوه هیواد ډېره هڅه وکړه چې د ابوظبي خبرې سبوتاژ کړي.

«د هغوی له لوري چې زموږ په سیمه کې د تروریزم او شخړو اور ته لمن وهي له ویجاړوونکو هڅو سره سره د متحده عربي اماراتو خبرې رغنده وې او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره به د افغانانو ترمنځ د خبرواترو سبب شي. موږ د نوي کال تر پیله د ډېرو مثبتو پایلو تمه لرو.»

سعودي او ایران په خپل منځ کې زیات اختلاف لري. په وروستیو کې، چې ایران د طالبانو پوځي او مالي ملاتړ پیل کړی، سعودي عربستان هم د افغانستان په مسله کې لېوالتیا پیدا کړې ده کنې دې هیواد د اتیایمې میلادي لسیزې په پای کې له افغانستانه د شوروي اتحاد د پوځونو له وتلو وروسته افغانستان ته شا اړولې وه.

د وروستیو راپورونو له مخې، د سولې بل پړاو خبرې به د جنورۍ په لومړیو کې په سعودي عربستان کې وشي.

په همدې حال کې اماراتي رسنیو ته په دغه هیواد کې افغان سفیر عبدالفرید زکریا ویلي چې ډېره هیله شته چې طالبان به د راتلونکي کال په پیل کې له اوربند سره موافقه وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.