په هلمند کې د طالبانو او مخدره موادو پر مرکزونو درنه بمباري روانه ده

 

دآزادیراډیو

په هلمند کې د طالبانو او مخدره موادو پر مرکزونو نن پنځمه ورځ ده چې هوایي بریدونه ادامه لري.

د هلمند والي ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه په څلورو ولسوالیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د الوتکو په بریدونو کې تر ۸۰ تنو ډېر طالبان وژل شوي دي.

حیات‌الله حیات وایي چې تر دې دمه څلور ولسوالۍ هدف ګرځېدلي.

نوموړي زیاته کړه:

“د هوا له لارې د ناټو او د افغانستان د هوایي ځواکونو ګډ عملیات پیل شوي دي. تر اوسه په شمالي او جنوبي هلمند کې په څلورو ولسوالیو کې دا بریدونه شوي. په شمال کې په کجکي، موسی قلعه او واشیر کې او په جنوب کې په دیشو کې.”
د هلمند والي تر تېر ماښام پورې په کجکي کې د ۱۲ طالبانو د وژلو، په موسی قلعه کې د ۳۸ طالبانو د وژلو، په واشیر کې د ۵ طالبانو د وژلو او په دیشو کې د ۳۰ طالبانو د وژلو ادعا وکړه.

۶۵ هوایي بریدونه په هلمند کې شوي.
داسې ناتائید شوي خبرونه خپاره شوي دي چې د هلمند په شمالي ولسوالیو کې د دغو بریدونو پر مهال ۹ ملکیان هم وژل شوي دي، خو د هلمند والي وایي چې حکومت ژمن دی چې تحقیقات وکړي.

قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوې استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دوی ته کوم زیان نه‌دی اوښتی.

بل لور ته د افغانستان ملي دفاع وزارت دا ردوي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې دې ملکیان وژل شوي وي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي چې تر پرون ناوخته پورې په لسګونه اغېزمن بریدونه په هلمند کې ترسره شول.

ښاغلی وزیري زیاتوي:

“۶۵ هوایي بریدونه په هلمند کې شوي چې د مخدره موادو ۲۲ فابریکې له‌منځه تللي. د ماین جوړولو دوه فابریکې له‌منځه تللي او د ترهګرو یو دوه مرکزونه له‌منځه تللي دي.”

د هلمند والي وايي روانه بمبارۍ کې په ۴ ولسوالیو کې تر ۸۰ ډېر طالبان وژل شوي.
د لوېدیځو اژانسونو په باور طالبان هر کال په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق له لارې له ۲۰۰ تر ۴۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوي.

روان کال په افغانستان کې د تاریاکو حاصلات زیات شوي دي.

تېره اوونۍ ملګرو ملتونو په یوه راپور کې خبر ورکړ چې سږ کال د تاریاکو حاصلات په دغه هېواد کې ۹۰۰۰ ټنو ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د ادارې د راپور له مخې په هلمند کې سږ کال د افغانستان تر بل هر ولایت ډېر کوکنار کرل شوي دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.