په مزارشریف کې د ښارګوټي پر سر د وحدت او حرکت ګوندونو ترمنځ وسله واله نښته شوې

 

تاند- په مزارشریف ښار کې د وحدت او حرکت ګوندونو د وسله والو غړیو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۳ تنه ووژل شول.

شاهدان وايي، په دې نښته کې، چې د پنجشنبې په ورځ د حرکت اسلامي او وحدت اسلامي ګوندونو د دوو قوماندانانو ترمنځ وشوه، د دواړو خواوو څو تنه ژوبل شوي هم دي.

خو د بلخ ولایت پولیس سره له دې چې د ۳ تنو وژل کېدا تاییدوي، وايي چې په نښته کې څوک ژوبل شوي نه دي.

په دې نښته کې، چې په مزارشریف کې د یوه ښارګوټي د پروژې پر سر وشوه، د حرکت ګوند د قوماندان سید عالم دوه وسله وال او د وحدت ګوند د قوماندان ذالفقار یو وسله وال وژل شوي دي.

پر همدغه ښارګي تر دې پخوا د جمعیت او وحدت ګوندونو د پلویانو ترمنځ نښته شوې وه چې په لړ کې یې یو تن وژل شوی و.

د افغانستان څه باندې ۳ ملیون جریبه مځکه وسله والو ډلو او زورواکانو غضب کړې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.