په فراه کې د ملي اردو هیلي کوپتر وغورځېده

 

تاند- د افغانستان د ملي اردو یوه څرخکه تېره شپه په فراه ولایت کې ولوېده او پکې ۵ تنه سپاره کسان مړه شول.

د فراه ولایتي ادارې نن /شنبه/ وویل، دا پېښه تېره شپه ۹ بجې په خاک سفید ولسوالي کې وشوه.

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي دادالله قانع پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د ملي اردو هیلي کوپتر د خاک سفید ولسوالي په ړنګ کلي کې غوځېدلې ده.

ده همداراز ویلي چې هیلي کوپتر د ۲۰۷ ظفر قول اردو خوا ته روانه وه چې تخنیکي ستونزه ورته پېښه شوه او په نتیجه کې یې ولوېده.

تېره اوونۍ (د سپټمبر په دوهمه ) په بلخ کې په شاهین قول اردو کې د ملي اردو یوه قراردادي هیلي کوپتر ولوېده او عمله یې ووژل شوه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.