په فاریاب کې جگړه – لسگونه افغان امنیتي سرتیري او طالبان وژل شوي

 

دامریکا غږ

د فاریاب ولایت محلي مقاماتو ویلي دي چې د قیصار په ولسوالۍ کې د طالبانو په یو برید کې ٢٢ افغان امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت یو امنیتي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي امریکا غږ ته وویل چې پدغه جگړه کې ۱۳ حکومت پلوي سرتېري ټپيان شوي او څلور یې نور طالبانو نیولي کړي دي.

د اسوشیتید پرس اژانس هم د فاریاب ولایت د ولایتي شورا د رئیس محمد طاهر رحمانی له قوله ویلي چې پدغه نښته کې ٢٢ افغان امنیتي منسوبین او وژل شوي او ٢٠ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

طالبانو د شنبې په ماښام( مارچ۱۶)د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک کلي کې د پولیسو او د حکومت پلوې ملیشو پر مرکزونو باندې حمله وکړه. ښاغلي رحیمي ویلي دي چې د دواړو خواو ترمنځ تر سهار پورې جگړه وشوه.

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش امریکا غږ ته وویل چې د یکشنبې (مارچ ١٧) له غرمې وروسته څه دپاسه ١٠٠ تنه کومکي ځواکونه چې کمانډو هم په کې شامل دي سیمې ته استول شوي دي.

افغان مقاماتو ویلي چې پدغو نښتو کې ١١ طالب جنگیالي وژل شوي او ددې ډلې څلور نور غړي ټپیان شوي دي.

طالبانو تیره اونۍ د فاریاب په گاونډ کې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې هم پر امنیتي پوستو حملې کړې وې.

د بادغیس ولایت ویاند جمشید شهابي د اسوشیتیدپرس اژانس ته ویلي چې په په هغې جګړې کې ١٦ افغان امنیتي منسوبین وژل شوي او ٢٠ تنه نور زخمي شوي وو. هغه وویل پدغو نښتو کې څه دپاسه ۴٠ طالب جنگیالي هم وژل شوي دي.

ښاغلي شهابي وویل چې د طالبانو ددغه برید په پایله کې یو شمیر افغان سرتیري د ترکمنستان د پولې په لور تښتیدلي دي. که څه هم چې هغه د فراري قواو دقیقه شمیره ونه ښودله خو د بادغیس ولایت د ولایتي شورا یو غړي د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې ١٠٠ دولتي سرتېرو هڅه کوله چې ترکمنستان ته لاړ شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.